د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا رشتياده چه امريکا دسپوږمۍ پر مخ انسان کښته کړې؟؟؟


ع کريم حليمي
19.06.2004

درنو محترمو وړونو او خويندو سلام !
کله چه روس اول ږغ وکۍ چه موږ غواړو چه سپوږمۍ ته وخېژو ٠ نو امريکا هم پښې مچ کړې چه مونږ سپوږمۍ ته وختلو ٠ زه چه ګورم دا درواغ پر څلورو ځغلي ، دا درواغ ډير لوې ښکرونه لري
ستاسو نظر څه رنګه دې ٠
که باور لرۍ ولي ٠ کوم سند سته چه انسان ( ارم سترنګ) اولانسان وو چه پر سپوږمۍ کښته سو ؟؟؟


نقاد
19.06.2004

له تودو سلامونو څخه وروسته:
د پخواني شوروي يوه تخنيکي وسيله چې لونوخود نوميدله د مخه د سپوږمۍ پر مخ ښکته شوې وه ، دې بري دوه معنی درلودې: ١) داچې تخنيکي وسيله ښکته کيدلی شي نو انسان هم د تخيک په مټ سپوږمۍ ته ختلی شي، دا د مذهبي يا ملايي نظر ماتول وو چې ګواکې سپوږمۍ ته ختل يا دغسې يوه وسيله ورليږ ل کيدای نشي. ٢) د امريکا لپاره ننګونه وه چې تردوی دمخه شوروي لونو خود پر سپوږمۍ ښکته کړه ، نو امريکا په دوهمه رجه بسنه نشوه کوﻻی ، نو غوښتل يې له شوروي څخه مخکې انسان سپوږمۍ ته ورسوي او ځان مخکې کړي.
ددې سيالۍ د ګټلو له پاره يې ښايي شوروي او نړيوال غولولی هم وي او پر سپوږمۍ د آرمسترونګ د ښکته کولو صحنه يې د ځمکې پر کومه شاړه واړه برخه کې عکاسي کړې اوسي، څو له شوري څخه پرې مسابقه په لږ وخت او کم لګښت وګټي. او په دې هدف امريکا بريالۍ شوه . نو که امريکا سپوږمۍ ته څوک نه وي ليږلی، هم بي تفاوته ده .



طالب خان
22.10.2004

محترم نقادصيب!
ودي نه ويل چي كوم ملا چيري‘كله اوپه كوم كتاب كي سپوږمۍ ته دانسان دختلو مخالفت كړې؟ لطفاً پدې اړه مكمل توضيحات راكړۍ ترڅو دغه بحث ديوه علمي جدل خواته مخ په وړاندي لاړشي.تركومه چي زه پوه يم خداي جل جلاله په قرانكريم كي ځاي په ځاي ارشادفرمايلي چي ماانسان ته زمكه آسمانونه‘لمراوسپوږمۍ مسخركړيدي.دتسخيرماناڅه؟؟؟(پاتي لري)


ziauddin
31.10.2004

طالب جان صاحب مننه رشتيا هم دسپوږ مي له ختلو په شرع كي
منعه نه دي راغلي خو كه څوك له كفارو وايي چه موږ سپوږ مي ته ختلي يو
نودلته موږ دا وايو چه لانصدق ولا نكذب , نه يه تصديق كوو اونه تكذيب
تر څو چه قانع استدلال مخ ته نوي راغلي وسلام ضيأالدين


نقاد
23.11.2004

[quote:7ff55824ef="طالب خان"]محترم نقادصيب!
ودي نه ويل چي كوم ملا چيري‘كله اوپه كوم كتاب كي سپوږمۍ ته دانسان دختلو مخالفت كړې؟ لطفاً پدې اړه مكمل توضيحات راكړۍ ترڅو دغه بحث ديوه علمي جدل خواته مخ په وړاندي لاړشي.تركومه چي زه پوه يم خداي جل جلاله په قرانكريم كي ځاي په ځاي ارشادفرمايلي چي ماانسان ته زمكه آسمانونه‘ لمراوسپوږمۍ مسخركړيدي.دتسخيرماناڅه؟؟؟(پاتي لري)[/quote:7ff55824ef]
قدرمن طالب خا ن صيب، ملا صاحبان خو متاسفانه ليکل نه کوي، هغوی ويل کوي ، خبرې او مسئلې کوي او مدعي وي چې ډير لوستل يې ډير کړي دي ، او کلونه کلونه يې عربي ديني کتابونه لوستلي دي. خو بيا هم ليکل نشي کولی، او هعه چا چې ليکل کړي، هغوی افغانان ، په تيره بيا پښتانه نه و، اکثره عرب او په عربي يې ليکنې کړي دي او په پښتو فارسي نه وو. سربيره پر دې هغوی پاخه او ستر عالمان وو، ليکنې يې کولی شوې،
افعاني ملايان نه وو، چې په پښتو هم ليکنې نشي کولی.
په ويلو او وعذونو کې د اسمانونو ارتفاع ، د لومړي ديم او دريم اسمان تر ٧ پورې ددوی تر منځ فاصله يوه ملا ته هم مالومه نه وه او نه هم ده. دوی داتصور هم نه درلود چې څمکه کروي ده، بلکې فرش او غوړيدلې او غزيدلې يې انګيرله ،نو اسمانونه يې هم ٧ چترونه د هغې پر سر بي ستنو وﻻړ بلل، نه دچې هر اسمان هم په يو کروي شکل د څمکې له کرې څخه را تاو شوی دی. د ځمکې له حرکت څخه بي خبره منکر وو، او لمر يې له ځمکې څخه را څرخيدونکی تصور کاوه، ځکه چې پر سترګو همدعسې بريښيده او بريښي چې سهار له شرقه را وڅي او ماښام په مغرب کې غروب کوي. نو په دعومره بي علمۍ سره ديني عالمانو لومړي أسمان ته ختل هم ناممکنه تصور کول. اوبيا ډيروبه سپوږمۍ د ديني مالوماتو پر حواله د څلورم اسمان څيز باله. د هعې حرکت يې د ملايکو برکت باله چې ګواکې ځنځيرونه يې په کې اچولي او راکشوي يې. که دوی پر دې پوهيدای چې انسان به سپوږمۍ ته وخيژي، هيڅکله به يې د لومړي اسمان ارتفاع له تصور څخه زياته نه انګيرله، او بيا به يې نه ويل چې ملايکېيې راکشوي ، ځکه روانه ده . دوی بيچاره ګان حتی د خسوف او کسوف د پيښې له تشريح کولو څخه عاجزوو، او غه يې د انسانانو د بدعملونو د زياتوالي نتيجه بلله، نو هغې ته رسيدل به يې څنګه ممکن بللی وای. دوی نه پوهيدل چې شپه او ورځ څنګه او ولې منځ ته راځي، کال موسمونه د کوم حرکت پايلې دي، سپوږمۍ ولې کميږي او زياتيږي او د ( حتی عادک العرجون القديم) د پيښې علت څشی دی. نو د قدر وړ طالب خانه ، دوی به څنګه د اسمانو نو له مسخر ګرڅولو څخه هغه معنی اخيستی وای، کومه چې د طبيعي علومو په فشار او برکت يې نن ته ورڅخه اخلې. په درنښت .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more