اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دمفتی ابوالفضل صاحب یوی فتوی ته کتنه
رښتینی
26.03.2011
.
.
مفتی صاحب ابوالفضل د بینوا ویب پاڼی په دینی برخه کی دیوه مستفتی دپوښتنی
په ځواب کی لیکی :
فتوی نمبر (۴۲)
دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالغفار .
زماسوال دادۍ چي : دا خبره مشهوره ده چي د رسول (صلی الله عليه وسلم) له وفات څخه وروسته بيا جیرئیل (عليه السلام) وځمکي ته ندئ راغلئ او نه راځي ، ايا دا خبره تر څونه حده پوري صحت لري ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
دا خبره بالکل غلطه ده ؛ ځکه چي له صحيح احاديثو څخه ثابته ده چي په هره شپه د ليلة القدر کښي جبريل (عليه السلام) ومځکي ته نازليږي ، او پر ځینو نيکو مومنانو باندي به عمومي ډول او پر ځينو باندي په خاص ډول سلام وايي ، او د ليلة القدر په سورت کښي هم الله پاک فرمايلي دي چي : «تنزلُ الملائکة والروح» يعني نازليږي د ليلة القدر په شپه کښي له اسمان څخه ملائکه اوروح ، له روح څخه حضرت جبرئيل مراد دئ .
د دَجال په متعلق په يوه حديث کښي راغلي دي چي پر مکه شريفه باندي به حضرت ميکائيل پيره دار وي او له دجال څخه بې ساتي ، او پر مدينه منوره باندي به حضرت جبرائيل ولاړ وي له دجال څخه بې ساتي .
حديث مبارک دادئ : اخرج الطبراني ونعيم بن حماد في کتاب الفتن من حديث الفتن عن النبي صلی الله عليه وسلم في وصف الدجال قال فيمر بمکة فاذا هو بخلق عظيم فیقول من انت ؟ فيقول انا ميکائيل بعثني الله لأمنعه من حرمه ، ویمر بالمدينة فاذا هو بخلق عظيم فيقول من أنت ؟ فیقول انا جبرئيل بعثني الله لأمنعه من حرمه .
دارنګه کله چي حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته سي نو بيرته الهي وحي وده ته شروع کيږي او د وحي رواړل خو د جبريل (عليه السلام) وظيفه ده ، نو د عيسی (عليه السلام) په وخت کښي به هم دَي له اسمان څخه نزول کوي .
څرنګه چی په بینواکی په دی برخه کی څوک نظرونه نشی لیکلی نو ځکه می دا فتوی
دلته دټول افغان بحثفورمونو ته راوړه او بل دا چی دلته به نور علماء کرام هم خپل
نظرونه راسره شریک کړی .
دلته زه ددی فتوی په وروستی برخه کی خپل نظر وړاندی کوم محترم مفتي
صاحب ابوالفضل وایی :
دارنګه کله چي حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته سي نو بيرته الهي وحي وده ته شروع کيږي او د وحي رواړل خو د جبريل (عليه السلام) وظيفه ده ، نو د عيسی (عليه السلام) په وخت کښي به هم دَي له اسمان څخه نزول کوي[color=green:fedc9e1b73][/color:fedc9e1b73]
داخبره ځکه سمه نه بریښی چی عیسی علیه السلام چی کله را ښکته شی نو هغه
به په محمدی شریعت عمل کوی او دی به ددی دین دمجدد په توګه راښکته
کیږی ځکه دا خبره ثابته ده چی له رسول الله وروسته به بل پیغمبر نه راځی
او محمدي شريعت نه منسوخ كيدونكي شريعت دي او دامام احمد په یوه روایت
کی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت عمر ته وویل په خدای
قسم که موسی اوس ژوندی وی نو زما پیروی به یی کوله
او داراز کله چی عیسی علیه السلام راشی نو هغه
مهال به مسلمان خپل امام هم لری لکه دمسلم په یوه روایت کی چی راغلی :
وامامکم منکم او عيسي عليه السلام به به هغه بسي اقتدا كوي
او بل دا چی له رسول الله صلی الله علیه وروسته د وحی لړۍ ختمه شوی ده
لکه په یوه صحیح روایت کی چی راغلی دی :
حدثنا سليمان بن المغيرة ، عن ثابت ، عن أنس قال : ذهب رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى أم أيمن زائرا ، وذهبت معه ، فقربت إليه شرابا ، فإما كان صائما ، وإما كان لا يريده ، فرده فأقبلت على رسول الله صلى الله عليه وسلم بصاحبه فقال أبو بكر بعد وفاة رسول الله صلى الله عليه وسلم لعمر : انطلق بنا إلى أم أيمن نزورها ، فلما انتهينا إليها ، بكت فقال لها : ما يبكيك ؟ ما عند الله خير لرسوله . قالت : والله ما أبكي أن لا أكون أعلم ما عند الله خير لرسوله ، ولكن أبكي أن الوحي انقطع من السماء ، فهيجتهما على البكاء ، فجعلا يبكيان رواه مسلم في الصحيح[color=darkred:fedc9e1b73][/color:fedc9e1b73]
ع کريم حليمي
27.03.2011
دروند او مکرم حامد صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
بسم تعالی ـ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ - سورة الشوریٰ ۵۱ آیة
له پورته آیة شریف له مفهوم څخه داسي څرګندېږي چه وحي دېر انواع لري
او کوم حدیث شریف چه تاسو دانقل کړی (ولكن أبكي أن الوحي انقطع من السماء ) صحیح خبره ده او مطلب ئې "صلصلة الجرس" ته ده
او ښایی چه قرآن اکثره په هم دغه صورت سره نازل شویوي ، نو په ټنګه سره ویلای شو چه د "صلصلة الجرس" وحي قطع دي !!
درنښت
رښتینی
27.03.2011
دروند اومحترم ورور حلیمی صاحب السلام علیکم
الله دی خوشاله لره ستاسو له لیکنی نه ډیره مننه کوم
[quote:da92e3b988="ع کريم حليمي"]دروند او مکرم حامد صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
بسم تعالی ـ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ - سورة الشوریٰ ۵۱ آیة
له پورته آیة شریف له مفهوم څخه داسي څرګندېږي چه وحي دېر انواع لري
او کوم حدیث شریف چه تاسو دانقل کړی (ولكن أبكي أن الوحي انقطع من السماء ) صحیح خبره ده او مطلب ئې "صلصلة الجرس" ته ده
او ښایی چه قرآن اکثره په هم دغه صورت سره نازل شویوي ، نو په ټنګه سره ویلای شو چه د "صلصلة الجرس" وحي قطع دي !!
درنښت[/quote:da92e3b988]
رښتینی
30.03.2011
زما پورتنی رد مفتی ابوالفضل ته دهغه یوه شاګرد د استفتا په توګه په
ډیرو سپکو جملو سره وړاندی کړی دی دهغه پوښتنه او د مفتی صاحب
ځواب دلته کټ مټ را اخلم :
؟
فتوی نمبر (۵۳) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : مولوي محمد صادق له کنړ څخه .
محترم عاليقدر مولانا أبوالفضل صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
ستاسي غوندي د لوړ علميت په خاوندانو باندي موږ وياړو ، الله تعالی دي داډول هستۍ ځموږ له منځه نه ليري کوي .
محترمه تاسو د ۴۲ نمبر فتوی په اخير کښي داسي فرمايلي دي :
دارنګه کله چي حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته سي نو بيرته الهي وحي وده ته شروع کيږي او د وحي رواړل خو د جبريل (عليه السلام) وظيفه ده ، نو د عيسی (عليه السلام) په وخت کښي به هم دَي له اسمان څخه نزول کوي.
ستا له دې خبري څخه ځينو د غباوت او انحراف خاوندانو غلط مفهوم اخستئ دئ ، او په ځينو ويب سايتو کښي يې دا خبره نشر کړېده چي له نبي عليه السلام څخه وروسته خو وحي منقطعه د ، او عيسی عليه السلام به د محمدي دين تابع وي ، نو بيا به وده ته جبريل څنګه له الهي لوري څخه وحي راوړي .
هيله ده چي دداسي منحرفو انسانانو د فاسد استدلال او توهم د دفع دپاره په دې باره کښي څه توضيحات وکړۍ .
مننه
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! ستا د دغه نيک تأثر او احساس مننه کوم ، په پښتو کښي يو متل دئ چي «د خدائ بلاوي په يوه خدائ ګرځي » دارنګه يوه شاعر ويلي دي «مدعي چي په خوله ورسي هر څه وايي ++ غوږ په هيچا باندي مه باسه خپل کار که» .
او ځما يو شعر دئ :
نه د مچ په بڼا باک کړم ++ نه د سپو غپا ته ګورم
پريشانيو ته خلاص نه یم ددين غم دئ په مغموم يم.
شيخ سعدي (رحمه الله) فرمايلي دي :
هنر بچشم عداوت بزرګتر عيب ايست ++ ګل است سعدي و درچشم دشمنان خار است .
يعني کمال او هنر ته چي سړئ د عداوت په سترګه وګوری نو لوۍ عیب ورته ښکاريږي ، سعدي ګل دئ خو د دُښمنانو به سترګو کښي خار دئ .
صاحب د کتاب « ديوانُ المتنبي » ويلي دي :
واذا أتتکَ مذمتي من ناقصٍ ++ فهيَ الشهادة لي بأني کاملٌ .
يعني که ديو ناقص او ناأهله سړي له طرفه دي ځما په باره کښي بد ويل واوريدل ، نو دا لويه شاهدي ده دده له طرفه پر دې باندي چي زه کامل سړئ يم ( ځکه چي د ناقص او ناأهله سړی په فکر کښي ناأهله او ناقص کامل ورځي ، او کامل او أهل سړئ دده په فکر کښي ناقص ورځي ) .
اوس ستا د پوښتني وجواب ته راځم :
محترمه وروره ! کومه وحي چي د نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه وروسته قطعه سوې ده هغه د نبوت وحي ده نه مطلق وحي ، يعني له نبي (عليه السلام) څخه وروسته بيا د قيامت تر ورځي پوري داسي څوک نه پيدا کيږي چي هغه دي مستقل نبي وي او الله پاک دي وحي ورته وکړي .
له کوم چا څخه چي تا ځما په مذکوره فتوی کښي کوم ترَدد حس کړئ دئ نو هغه غريب ملامت نه دئ ، هغه او د هغه أمثال د قرآنکريم په اياتو او د نبي عليه السلام) په أحاديثو کښي هم دغه ډول سرسري او هوايي روان دي لکه څنګه چي يې ځما له عبارت څخه سرسري مفهوم اخستئ دئ ، دا يو مشهور قول دئ چي «کلامُ الامام ِ امامُ الکلامِ » .
محترمه وروره ! اصلي واقعه داده چي کله حضرت عيسی (عليه السلام) له اسمان څخه راکښته سي د دِمَشق د جامع پر سپينه مُناره باندي ، د سهار د لمانځه پر مهال ، او امام مهدي له محراب څخه د راپر شا کیدو اراده وکړي ددې دپاره چي لمونځ دَئ ورکړي ، خو عيسی (عليه السلام) به په ده پسي لمونځ وکړي .
انور شاه کاشميري (رحمه الله) په عقيدة الاسلام کښي ذکر کړيدي چي له دغه يوه لمانځه څخه ماسوی به نور ټول لمونځونه د حضرت عيسی په امامت ورکړه کيږي .
علامه تفتازاني (رحمه الله) په شرح عقائد کښي ليکلي دي چي أصَح خبره داده چي دغه اول لمونځ به هم حضرت عيسی (عليه السلام) ورکوي او امام مهدي به په ده پسي اقتدا کوي ؛ ځکه چي دَئ أفضل دئ نو امامت دده اولی دئ .
بيا چي کله حضرت عيسی و تطبيق ته د شريعت محمدي توجه وکړي نو ډيرو علماوو ذکر کړيدي چي په دې وخت کښي به تصنيف سوي کتابونه او قرآن شريفان د دجال ملعون په سبب نيست او نابود ګرځيدلي وي ، نو بيا به عيسی (عليه السلام) د نبي (صلی الله عليه وسلم) د شریعت د أحکامو معلومات له کومه درکه کوي ؟ نو پدې باره کښي راجح قول دادئ چي دغه معلومات به الله پاک د شريعت محمدي د أحکامو د وحي له لاري ورکوي .
دا به داسي وحي نه وي لکه کومه چي و نبي ته کيږي ، مطلق وحي خو د خدائ له طرفه وښځو ته هم په قرآني اياتو سره ثابته ده ، حتی وحيوانانو ته لا هم ثابته ده لکه الله پاک چي فرمايي :« وأوحينا الی النحل» ، يواځي د نبوت وحي ځینو علماوو څلویښت ۴۰ قسمه کړېده ، دارنګه له دې څخه ماسوا بل قسم وحي لغوي ده ، او دا بيا پر څو قسمه ده لکه فطري ، عرفاني او ايجادي .
والسلام ومن الله التوفيق .
رښتینی
30.03.2011
ښاغلی ابو الفضل او دهغه شاګردان درد او انتقاد دزغملو سیکه نلری
نو ځکه په ځواب کی پوچو خبروته مجبور شی ټول لوستوال زما پورتنی
لیکنه وینی او یابه یی لیدلی وی ما په خپله لیکنه کی هیڅ بی ادبی نده کړی
او نه می چاته سپکاوی کړی دی خو مفتی صاحب او شاګرد یی چی څه
لیکلی دی هغه تاسو وینئ !
خو زه وایم چی اصل موضوع روښانه شی اوحق ښکاره شی دامهمه ده
دبل سپکه او دځان درنه یورټل شوی عمل دی چی نن په دی هیڅوک
نه غولیږی .
د مفتی صاحب خبره زما د رد له پاره هیڅکله ځواب ندی فلسفی تدقیقات
او یونانی اپلتی د حدیث په مقابل کی راوړل ځواب نشی بلل کیدلی د
تفتازانی او قیل او قال خبری دحدیث په مقابل کی هیڅ دی .
په مینه
و.افغان
31.03.2011
محترم خوږ او دروند حامد صاحب:
تاسو خو ورته بې چرته شوي ياستئ.
زه خو دې غبي استاذ او احمق شاګرد له خندا مړ کړم.
:D :D :D :D
که ما ته څوک داسې الفاظ وليکي، خير، ځکه چې زما رد فعل هم ډېر تېز وي، خو
ستاسې غوندې بې ضرره، حليم او د لوړو اخلاقو خاوند ته داسې الفاظ ليکل؟؟؟!!!
توبه توبه توبه ، افسوس صد افسوس
څه يې ليکلي؟؟
د غباوت او انحراف خاوندانو غلط مفهوم اخستئ دئ (غبي او منحرف؟؟؟).
هيله ده چي دداسي منحرفو انسانانو (استغفر الله).
«د خدائ بلاوي په يوه خدائ ګرځي (لا اله الا الله)
نه د مچ په بڼا باک کړم ++ نه د سپو غپا ته ګورم (نعوذ بالله)
پريشانيو ته خلاص نه یم ددين غم دئ په مغموم يم. (رښتيا وايي؟؟)
هنر بچشم عداوت بزرګتر عيب ايست ++ ګل است سعدي و درچشم دشمنان خار است .
(يعنې يواځې ته ګل يې، او نور ټول اغزي دي، فلا تزکوا أنفسکم).
واذا أتتکَ مذمتي من ناقصٍ ++ فهيَ الشهادة لي بأني کاملٌ . (يعنې ته کامل يې؟؟
کمال د الله جل جلاله صفت دی؛ او هغه څوک چې يواځې له تا پوښتنه کوي؛ هغه ناقص
دی؟؟؟ ما هذا الجنون؟؟؟)
يعني که ديو ناقص او ناأهله سړي له طرفه دي ځما په باره کښي بد ويل واوريدل ، نو دا لويه شاهدي ده دده له طرفه پر دې باندي چي زه کامل سړئ يم ( ځکه چي د ناقص او ناأهله سړی په فکر کښي ناأهله او ناقص کامل ورځي ، او کامل او أهل سړئ دده په فکر کښي ناقص ورځي ) .
((والله چې نه خو کامل يې، اونه دکمال په طرف روان يې؛ تر څو د بل چا د نظر، پوښتنې
او تنقيد احترام ونه کړې؛ البته په زوره يې درباندې څوک نه مني))
په درنښت
مومن مهاجر
31.03.2011
دروندحامدصاحب اوقدرمن وهاج افغان صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
ماغوښتنل چي دښاغلي ابوالفضل دلیکنې په مقابل کي سم علمي اواوصولي نقد ولیکم خوکله چي مي دده وروستۍ لیکنه ولوسته نوله ځان سره مي پریکړه وکړه چي یاره ابوالفضل په هیڅ هم نه ارزي . پرته له دې چي دځان هرڅه سم اودبل هرڅه ناسم وګڼي نورنه منطق لري ، نه معقولیت اونه په هیڅ علم کي دالف باپه اندازه پوهه اومهارت . خوحیران هغه چاته یم چي له دومره غباوت ، ښکاره نه معقولیت او څرګندوغلطیوسره سره بیاهم ده ته دعلامه لقب ورکوي . والله شاباس پرداسي علامه !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
حذيفه
31.03.2011
مهاجر،وهاج اوحامدوروڼوالسلام عليکم !
الله تعالی په خپل کلام کي وايي :وخاتم النبيين.
الله خپل رسول وروستی اواخيرنی رسول ګڼلی دی اووحي پرهمده باندي ختمه سوه،ترده وروسته بل نبي اورسول نه راځي،ځکه نودوحي نزول هم نسته .
داچي عيسی عليه السلام راکښته کيږي اوقران به نوي دجال به هغه ختم کړي وي داخبره په کوم کتاب کي راغلي ده؟دقران په هکله خوالله تعالی داسي وايې :
نحن نزلناالذکرواناله لحافظون .
نوي مفتي تاته داخبره چاالقاکړه چي دجال دومره زوروردي چي قران هم ختمولای سي؟که په رښتيادجال قران ختم کړي نودهغه وخت خلک به په څه پرېکړي کوي؟
هغه وخت خومسلمانان هرومرووي نوهغوئ خودي ړانده کړه،پرڅه به عمل کوي؟له کوم شي څخه به اخذکوي؟
صيبه !تاته زمادامشوره ده چي نه مفتي وې نه يې اوائنده الله خبردی په شريعت کي له ځانه شيان مه وايه اوځان دمنطقودجهل مرکب مصداق مه ګرزوه .
تاته ابن مسعودخبره نه ده اورېدلې چي وايې که په څه نه پوهېدې نوداوايه چي نه پرې پوهېږم داهم نيمايي علم اوپوهه ده .ځکه پرخپل ځان انسان علم لري چي په دي مئسله کي له ماسره علم نسته .
په درنښت .
حذيفه
عادل عادل
31.03.2011
السلام علیکم
درونو د دین علماوو کرامو وروڼو خویندو
زه به هم یو د خیر نظر پکې ورکړم
وایي چې یوه دوکاندار داسې مرغه ساته چې مچان به یې خوړل، ګاونډي دوکاندار بیا یوه ښایسته پیشو ساتله، دواړو ډیر ښه راشه درشه او په متقابل احترام سره تعامل درلود، په دې منځ کې د شیطان طبیعت د دوی د ښې رابطې په اړه خړ پړ شو، نو د شاتو په لوښي کې یې ګوته کړه او د پیشو د دوکان د ننه د ديوال په مخ یې وموښل، هلته مچان راټول شول، د ګاونډي مچخور مرغه ورپام شو، ورټوپ یې کړل تر څو مچان وخوري، چې ګوري وفاداره پیشو پرې راخبره شوه او مرغه یې تر ستوني تېر کړ، د مرغه څښتن چې دا حال ولید نو د تلې ډبرې ته یې لاس او پیشو یې لکه راواړوله، د پیشو څښتن پسې ډانګ راواخیست او د ګاونډي دوکاندار پر سر یې وینې راماتې کړې ..........
خلاصه دا چې د حامد ورور او مفتی صاحب په منځ کې مشکل ټول هغه پوښتېدونکي شاګرد جوړ کړی چې د سوال تر څنګ یې مفتي صاحب هڅولی تر څو د موضوع نه بهر هم یو څه ووایي، پام چې ددې شاګرد کار لا پاته دی، که تاسو احتیاط ونکړی نو نوموړی وفادار نه بلکه غدار شاګرد به یو ځل بیا هم ستاسو په رد فعل یو څه ورزیات او د مفتي صاحب غوږونو ته ورسوي.
رښتینی
01.04.2011
ګران اومحترم ورور عادل صاحب اونورو ټولو وروڼو
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
په پیل کی دټولو وروڼو له لیکنو او نظرڅرګندولو نه دزړه له کومی مننه کوم
الله مو تل خوشاله او بریالی لره اود محترم مفتی صاحب ابوالفضل دشخصیت
په باره کی یواځی دومره وایم چی هغه زه نه پیژنم یواځی دده یوه نیمه لیکنه می
چیری لوستی ده او نور دده په اړه هیڅ مالومات نلرم خوپه هرصورت یوعالم
بریښی او بیا یو افغان دی نو ددی په خاطر یی زه احترام کوم او په اړه یی
هیڅ نه وایم او نه می په تیره لیکنه کی څه ویلی دی .
مایواځی دهغه یوه فتوی لیدلی وه چی هغه هم یوه ملګری راته وویل چی ددی
فتوی په اړه څه نظر لری ما چی کله په بینوا کی دده فتوی ولیدله نو هغه یوه
مسئله سمه نشوه راته ښکاره او دا لیکنه می پری وکړه خو مفتی صاحب او د
هغه شاګرد چی کوم رد لیکلی دی دا یی له موضوع وتلی کار ته خوله اچولی ده
او په موضوع یی خبر ه نده کړی نو هغه ما په دی موخه دلته بیا را واخیستله
چی لوستوالو ته حقیقت روښانه شی او دمفتی صاحب تیروتنی ته هم خلک
ځیر شی .
او مفتی صاحب او دده شاګرد دی په دی ځان پوهه کړی چی مفتی صاحب
که هرڅومره لوی عالم شی بیا هم انسان دی حق ته رسیدلی هم شی او خطا
کیدلی هم شی امام مالک رحمه الله وایی :
کل منا یخطئ ویصیب الا صاحب هذا القبر .
البته دا خبره هغه په مسجد نبوی کی کړی ده او موخه یی داده چی موږ ټول
صواب او خطا لرو یواځی ددی قبر وال خطا نلری او په دی سره یی موخه
رسول الله صلی الله علیه وسلم و.یعنی یواځی رسول الله صلی الله علیه وسلم
کامل انسان و او داللهی وحی د امین په توګه یی خطا نلرله نور انسانان
کا مل نشی ګرځیدلی
نو موږ چی دلته څه لیکو او خپله انرژی او وخت لګوو موخه مو یواځی د حق
ښکاره کول دی نور ه موخه نلرو نه له چا سره دښمنی لرو او نه د مخصوصو خلکو
فکر ته خلک را بولوزه ګومان چی مفتی صاحب به ما نه پیژنی او نه به یی شاګرد
ما پیژنی نو دده په فتوی باندی د رد په څو جملو لیکلو سره ولی ماته منحرف او
بیلاری وایی ؟
په مینه
و.افغان
01.04.2011
محترم حامد صاحب:
دغه بله ناپړيته يې وګوره:
http://www.benawa.com/details.php?id=43210
وايي چې: وليان اوس هم پيغمبر په ويښه ليدلی شي.
دا سړی اوس په دې خبرو د الله بندګان نورو ګمراهيو ته وربرابروي،
په ويښه د پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم د ليدلو دا معنا هم کېدی شي، چې خبرې هم ورسره کېدلی شي، او چې خبره ورسره کېدلی شي؛ نو ليدونکی ترې د شريعت په باره
کې پوښتنې هم کولی شي، بيا دغه ملاقات او تفاصيل يې علم او حجت هم بللی شي.
بيا يې دې دروغو ته ګوره، چې دا د اهل السنت والجماعت عقيده ده، او څلورو امامانو
ته يې هم منسوب کړېده.
نعوذ بالله من ذلک.
ظلمات بعضها فوق بعض.
إن يقولون إلا كذبا.
الله جل جلاله دې ورته هدايت وکړي.
په درنښت
و.افغان
01.04.2011
حامد صاحب:
زما يې ليکنې ته زړه تنګ شو، خو اوس چې مې بيا ولوسته، هغه له کومې خبرې چې
وېرېدم، هماغه مې په کې پيدا کړه:
أبو الفضل وايي:
(((محترمه ! دا کيدلاۍ سي چي د الله پاک يو وَلي له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره ملاقات وکړي ، وې ويني ، خبري ورسره وکړي او د أحاديثو په باب معلوماتونه ورڅخه حاصل کړي ، همدا سبب دئ چي اوليآءِ کرامو په اتفاق سره يو حديث ، حديث بللئ وي نو زه وهر عالم ته (کوم چي د مستقيمي لاري عالم وي) دا وايم چي دغه ډول حديث که څه هم علماوو د حديثو څه ګفتګوۍ پکښي کړئ وي بايد حديث وبلل سي . ))))
نو ای ابو الفضله .
چې د اسلامي امت ټولو علماوو په تېرو 1400 کالو کې خپل عمر ضايع کړی دی،
چټي په چټي يې په زرګونه او لکونه کتابونه ليکلي.
بالخصوص محدثينو خو بيخي هسې چټي خپل وخت ضايع کړی دی، چې په زرګونه
کتابونه يې ليکلي دي، او ټول د دې لپاره چې حديثونه چڼ کړي، او ضعيف او
صحيح يې بېل کړي.
چې وليان له پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه کولی شي، او مونږ ته د علم
حديث او فقه ځواب رارسولی شي؛ نو علماوو ته څه ضرورت؟ اجتهاد ته څه ضرورت؟
طلب د علم ته څه ضرورت؟ د صحيح او ضعيف معلومولو ته څه ضرورت؟
توبه خدايه توبه.
دا څه ګډې وډې وايي، چې نه يې نقل مني او نه عقل.
دا ابو الفضل خو خدای په غم اخته کړی دی، خو زه د بېنوا سايټ ځوان او هوښيار
آډمين ته حيران يم، چې د ده له خرافاتو ډکې ليکنې خپروي.
زه خو په يقين ويلای شم، چې ښاغلی خالد هادي په دغو خرافاتو ايمان نه لري.
همدارنګه د طالبانو د امارت وېبپاڼه د ده ناپړيتي او خرافات خپروي، چې دا کار
طالبان هم تر پوښتنې لاندې راولي.
چې د طالبانو عقيدې هم صحي نه دي، که داسې وي؛ نو طالبان دې د امريکا له جهاد
څخه مخکې خپلې عقيدې سمې کړي.
ځکه چې له غلطې عقيدې سره يو عمل هم قابل د قبول نه دی.
طالبان وروڼه او د هغوی نماينده ګان، فرهنګيان او ملګري يې چې دلته فوروم کې
ليکنې کوي؛ بايد وضاحت ورکړي .
طالب خو يو ديموکرات ګوند هم نه دی، چې ووايي: مونږ د هر چا ليکنې خپروو، طالب
خو ځان اسلامي شرعې او پاکې عقيدې ته يو متعهد ګوند بولي.
بيا نو د داسې ګډوډو او ناپړيتو د خاوند ليکنې (بلکه ناپړيتي او چټيات) ولې خپروي؟؟؟؟؟؟؟
په درنښت
أبوخليل قدوسي
12.04.2011
السلام علیکم
(ټوکه)
وهاج صیب چي ما په فیسبوک کي درڅخه وپوښتل چي مفتي أبوالفضل دامت سقطاتهم پېژنې تاسو ولي ځما پوښتنه ځواب نکړه اوس ورته ټېنګ شه او ردونه پې کوه .
حامد صیب بړستن په سر درواچوه دا د زبرځواکونو جګړه ده پام کوه چي زه اوته پکي خوږ نشو.
مؤمن مهاجر ورور خو وسله وغورزوله وای انګور ترخه دي .
او نورو وروڼو چي څه لیکلي نه ګواښ کوي نه جګړه .
شاګردان او مستفتینو مزې او نندارې وکړې .
(استراحة المعرکة)
د لرغوني يونان فیلسوف سقراط چې په ۳۹۹ قبل المیلاد کې زېږېدلی او په ۴۶۹ قبل المیلاد کې وفات شوی په زیاتي پوهي، علم او هوښیارۍ سره پېژندل شوی و.
یوه ورځ له یوه دوست سره مخامخ شو هغه په ډېره نرمه او خوږه لهجه ورته وویل : سقراط ! آیاته په هغه څه خبر يې چې ستاسو له یوه شاګرد څخه مي ستاسو په هکله اورېدلي دي ؟
سقراط دیوې شېبې لپاره غلی پاته شو او بیا يې خپل ملګري ته وویل :
زه غواړم مخکې له دې چې تاسوماته زما دشاګرد خبره وکړﺉ له تاسو څخه درې فلټرېزه ازموینه واخلم آیا تاسو دې آزمویني ته چمتو یاست ؟
ملګري يې ورته وویل ولي نه مهرباني وکړﺉ !!!
لومړی فلټر د رېښتونولي دی، ایاتاسو ډاډه یاست څه چې ماته يې ویل غواړﺉ هغه رېښتیا دي ؟
ملګري ورته وویل : نه ، څه چې زه يې ویل غواړم هغه مې له بل چا څخه اورېدلي دي .
سقراط وویل : ډېر ښه ، ستاسو دخبري موخه داده چې څه ویل غواړﺉ دهغه له رېښتونوالي څخه ډاډه نه یاست، راشه ددوهم فلټر پوښتنه درڅخه وکړم .
تاسو چې زما دشاګرد په هکله څه ویل غواړﺉ ایا د خوشالي خبره ده ؟
ملګري يې وویل : نه بالعکس د خپګان خبره ده .
سقراط ورته وویل : ستاسو له ځوابونو څخه دا جوته شوه چې تاسو چې زما دشاګرد په هکله څه ویل غواړﺉ نه خو يې له رېښتونولي څخه ډاډه یاست اونه کوم دخوښۍ زېری دی ، په دې وخت کې دسقراط ملګری ډېر تر ذهني فشار لاندې راغی او خولې ورباندې راماتي شوې خو سقراط ورته په ډاډمنه لهجه وویل : اوس به درېيم فلټر ته راشو او ددې چانس شته چې تاسو په دې آزموینه کې بری ومومئ هغه پوښتنه داده :
آیا کومه خبره چې تاسو زما دشاګرد نه اورېدلي ده او ماته يې کول غواړﺉ ماته کومه ګټه رسوي ؟
ملګري يې ورته په ځواب کې وويل : په حقیقت کې هغه خبره تاسوته هېڅ ګټه نه رسوي .
سقراط ورته وویل : داچې تاسو کومه خبره اورېدلي او ماته يې کول غواړﺉ نه خو يې له صحت څخه ډاډمن یاست او نه کوم دخوشالي زېری دی او نه ماته کومه ګټه رسوي بيا يې ولي راته کوﺉ ؟
له همدغي شېبې څخه د سقراط ملګري خپله ماتي ومنله او په ډېر خجالت يې له هغه سره په مخه ښه وکړه دسقراط له دې حکیمانه چلند څخه مونږ دا نتېجه لاس ته راوړو کومه خبره چي رېښتیا ، خوشالي بښونکې نه وي او ګټه ونلري باید چاته يې ونه رسوو او چې چېرته مو واورېدله هلته يې هېره کړو او مونږ ته تر سقراط له مخه الله تعالی په قرانکریم کې خطاب کوي فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6) سورة الحجرات
ژباړه: اې د اېمان خاوندانو که تاسو ته یو بد کار سړی کومه خبره راوړي نو هغه وپلټئ داسی نه چې تاسو له یوه قوم سره په ناخبري او ناپوهۍ کي لاس او ګرېوان شئ بیا به په هغه څه چې کړي مو وي پښېمانه یاست.
ع کريم حليمي
13.04.2011
مکرم أبوخليل قدوسي صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
[quote:1ddcd18364] استراحة المعرکة[/quote:1ddcd18364] مه کوه . علماء ته د غوږ پېچونه مه ورکوه ، اختلاف رحمة دی ، اما د یو عالم معرکې ته نور هڅول ؟؟؟
تاسو ویلي چه :
[quote:1ddcd18364]زه يو عمومي نظر لرم او غواړم چي تاسو او درانه لوستونکي ورته متوجه کړم هغه داچي په موجوده وخت کي زمونږ دنده دمسلمانانو رايوځای کول دی، له مناظرو او داختلافي فرعي مسایلو له څېړلوڅخه په تېره بیا دخپرندویه وسایلو په سطحه باید لېري واوسو هسي هم په مصیبتونو او ناخوالو اخته يو نور باید پرهارونو ته پټۍ جوړي کړو نه داچي نور يې هم خوړېن يې کړو او په ناسور يې واړوو. [/quote:1ddcd18364]
ایا دا نده Hypocrisy ؟؟؟؟
درنښت او مینه
السلام عليکم
عبدالحميد/افغ
15.04.2011
السلام عليکم
مستفتي صاحب شايد له دې وجي په جوش کي راغلي وي چي په دې پاڼه کي دارنګه په نوروپاڼوکي مادمهاجر وغيره له قلمه دعلامه ابوالفضل صاحب ډېراهانت ليدلي دۍ نو مستفتي چي داليدلي دي نوهم هغه جوش ورولاړسويدي که رشتياوويل سي نوداستفسار طريقه هم دانه ه ـ\که بالفرض مستفتي اوعلامه صاحب په ناحقه ستاسوسپکی کړي وي نوتاسوبايد په دې قول عمل کړيواۍ واحسن الي من اساء اليک
بدي را بدي سهل باشد جز ،،،ا اګرمردي احسن الي من اساء
له مهاجره خوګيله نسته ځکه هغه خو کبار دامت هم نه دي پرې يښي بلکي امام اعظم ېې هم نه دۍ پرې يښي
اووهاج افغان نه پېژنم چي دا هغه وهاج ساپي دي اوکه بل له هغه څخه خو داسي خبري ما نه دي حس کړي
ولنعم ماقيل کل ذي نعمة محسود
والسلام
مومن مهاجر
15.04.2011
فاضل خانه ! ښه راغلې
داچي ته وايي له مهاجره ګیله نه شته دامت کباریي هم نه ده پريښي مهرباني وکړه داسي سندوړاندي کړه چي په هغوکي مادامت دکبارونه بلکي دتش په نوم مسلمان سپکاوی اواهانت کړی وي . پاتي شوابوالفضل صاحب له هغه سره زه نه دښمني لرم اونه تربورګلوي ، خوداپه ډاګه وایم چي دیني لیکني یي ددین له اصولواومعیارونو سره سل په سل کي ټکردي .
ابومحمدحنفي
15.04.2011
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
کلم الناس علی قدر عقولهم (خلکو سره د هغوی دعقلونو په اندازه خبری کوی)
والناس اعداء لما جهل
chaparharay
15.04.2011
السلام علیکم
ورونو بریلویان هرچیرته شته خو نومونه یي بیا بیل دي
دا چي دبریلویانو نوم سره خلک اشنادي نو ځکه یي افغان
بریلویان نه یادوي البته افکاريي هماغه دي چي ددین تحریف
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کي غلو ده،بله دا
تاسي د ابوالفضل باره کي دومره ځان ولي ستړی کوی دده
صیب لیکنه دومره په شاربلو نه ارزي خو ټول اقوال يي
دنورو بدعي کتابونه نه دانقل کړي او خپل کوښښ یی هم ندي
کړي پریږدی هسي يي مه غټوی ،مه خپل وخت خرابوی او مه د
لوستونکو. نوري مهي مسلي وڅیړي چي څوک تري مستفید شي.
په درناوي
Re: السلام عليکم
رښتینی
15.04.2011
[quote:0c615d2b89="فاضل"]السلام عليکم
مستفتي صاحب شايد له دې وجي په جوش کي راغلي وي چي په دې پاڼه کي دارنګه په نوروپاڼوکي مادمهاجر وغيره له قلمه دعلامه ابوالفضل صاحب ډېراهانت ليدلي دۍ نو مستفتي چي داليدلي دي نوهم هغه جوش ورولاړسويدي که رشتياوويل سي نوداستفسار طريقه هم دانه ه ـ\که بالفرض مستفتي اوعلامه صاحب په ناحقه ستاسوسپکی کړي وي نوتاسوبايد په دې قول عمل کړيواۍ واحسن الي من اساء اليک
بدي را بدي سهل باشد جز ،،،ا اګرمردي احسن الي من اساء
له مهاجره خوګيله نسته ځکه هغه خو کبار دامت هم نه دي پرې يښي بلکي امام اعظم ېې هم نه دۍ پرې يښي
اووهاج افغان نه پېژنم چي دا هغه وهاج ساپي دي اوکه بل له هغه څخه خو داسي خبري ما نه دي حس کړي
ولنعم ماقيل کل ذي نعمة محسود
والسلام[/quote:0c615d2b89]
ښاغلی فاضل صاحب سلامونه اونیکی هیلی می منه!
وروره ګومان کوم ته به دمحترم مفتی ابوالفضل صاحب استازۍ وی اویا شونی
ده په خپله هغه محترم یی وروره ما دمفتی صاحب پرفتوی خپل نظر پخه ډیره
مودیانه توګه څرګند کړی و اوهیچا ته می شخصی تعرض نه و کړی او دمفتی
صاحب دشاګر دیامستفتی او دهغه له بی ادبه خبرو او په خپله دمفتی صاحب
له سپکو الفاظو وروسته ما دویم ځل هم کومه بده خبره نده کړی او هغه ده
زما لیکنه ستاسو په مخکی پرته ده او دواحسن الی من اساءاِلیک له نبوی
لارښوونی سره می ګام پورته کړی دی .
خو ستاسو له خوا د(عذر ګناه بدتر ازګناه )پر اساس داپورته ولاړه لیکنه
کفایت نه کوی مفتی صاحب باید دنرغوندی په ډاګه ووایی چی په دی ځای
کی زه خطاشوی وم او په ښکاره دی اعتراف وکړی عبدالله بن مسعودرضی
الله عنه وایی له ما چی څوک پوښتنه وکړی او ماته معلومات نه وی زه خوشاله
شم او په ډاګه ورته ووایم چی لا اعلم
اوعلماء وایی چی لا اعلم په خپله نیم علم دی
په هرصورت له تاسو نه بیا هم مننه کوم
عبدالحميد/افغ
24.09.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : محترمه وروره خداي پاک دي وکړي چي جوړاوروغ يې ـ
محترمه ، ماخوداسي عام نظروړاندي کړيوو ته مي نه وي يادکړئ ـ
خوهغه خلګ چي علامه ابوالفض صاحب ته دمخرب الدین په نامه وايي دازموږزړونه نه سي برداشتوالئ ، ته پورته وګوره پورته دابوالفضل صاحب په باره کي څه ليکل سويدي ـ
اوزه دعلامه ابوالفضل يوقديمي شاګرديم لس کاله مخکي مي سبق باندي ويلئ دي ، خواوس په تعلق کي نه يوسره ـ
زه دونه خبريم چي علامه ابوالفضل صاحب په ۱۴کلني کي دعلم په مقام مشرف سو ، دسبق سبب دګران پيغمبرصلي الله تعالي عليه وسلم ديدارمبارک ووپه خوب کي ، له هغه مبارک اقدس ذات څخه يې داوغوښته چي ماته الله جل جلاله دعلم لوړاوعظيم مقام رانصيب کړي بياهغه مبارک يولپه سپين نکل ورکړه (والله يختص برحمته من يشاء) ـ
والسلام ـ
Re: السلام عليکم
مومن مهاجر
24.09.2011
ښاغلی فاضل تر اوږده غياب وروسته بيا ستړي مه شئ!
تاسو په لاندينۍ ليکنه کي يادونه کړې چي له مهاجره خو ګيله نه شته کبار د امت يې هم نه دي خوشي کړي او د هغوئ اهانت يې کړی بلکي امام ابوحنيفه رحمه الله يې هم نه دی پرېيښی او سپکاوی يې کړی دی .
له تاسو پوښتم چي ما په کوم ځای کي د امام ابو حنيفه رحمه الله او د امت د نورو سترو علماوو سپکاوی کړی دی؟. ثبوت راوړه!
[quote:4b4c6f3291="فاضل"]السلام عليکم
مستفتي صاحب شايد له دې وجي په جوش کي راغلي وي چي په دې پاڼه کي دارنګه په نوروپاڼوکي مادمهاجر وغيره له قلمه دعلامه ابوالفضل صاحب ډېراهانت ليدلي دۍ نو مستفتي چي داليدلي دي نوهم هغه جوش ورولاړسويدي که رشتياوويل سي نوداستفسار طريقه هم دانه ه ـ\که بالفرض مستفتي اوعلامه صاحب په ناحقه ستاسوسپکی کړي وي نوتاسوبايد په دې قول عمل کړيواۍ واحسن الي من اساء اليک
بدي را بدي سهل باشد جز ،،،ا اګرمردي احسن الي من اساء
له مهاجره خوګيله نسته ځکه هغه خو کبار دامت هم نه دي پرې يښي بلکي امام اعظم ېې هم نه دۍ پرې يښي
اووهاج افغان نه پېژنم چي دا هغه وهاج ساپي دي اوکه بل له هغه څخه خو داسي خبري ما نه دي حس کړي
ولنعم ماقيل کل ذي نعمة محسود
والسلام[/quote:4b4c6f3291]
محمود سعيد
25.09.2011
ډیرو درنو سلامونه او نیکې هیلې.
د وهاج صیب او قدسي صیب د الله مل شي، خدای د وکړي چې بیا په خپلو ښکلو لیکنو زموږ د نشت علم تږی بڼ خړوب کړي.
قدسي صیب د سقراط د عمر په اړه یو څه تیر وتی دی، یعنې مرګ ېې له ژوند مخکې کړی دی...
[quote:d84ff3026e]د لرغوني يونان فیلسوف سقراط چې په ۳۹۹ قبل المیلاد کې زېږېدلی او په ۴۶۹ قبل المیلاد کې وفات شوی[/quote:d84ff3026e]