نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د یو طالب قیمت پنځوس ملیونه ډالره ؟
Kamil
26.03.2011
له الإماره ويببانى څخه
لیکوال : نثاراحمد صمد
بسم الله الرحمن الرحیم -
امریکا په افغانستان کی خورا ستر پوځی مصرف کوی او خزانې تشوی . د امریکا د کانګریس تحقیقاتی شعبه وایی چی پنتاګون په ۲۰۰۹ کی په افغانستان کی هره میاشت درې نیم ( ۳٫۵ ) بلیونه ډالره مصرفول ، خو په ۲۰۱۰ کی یې دا خرڅ د میاشتی ۵٫۷ بلیونو ډالرو ته ورسېد . امریکا په افغان پوځ او پولیسو هم په ۲۰۱۰ کی ۹٫۲ بلیونه ډالره مصرف کړي دي او د سږ کال یعنی ۲۰۱۱ لپاره یې ۱۱٫۶ بلیونه ډالره نور هم د کانګریس څخه ورته غوښتي دي .
که دا مصارف هم پر علاوه کړو نو امریکا هره میاشت په افغانستان کی څه نا څه اووه بلیونه ډالره ضایع کوی .
په هر صورت ، امریکایی ( بالتیمور سن ) ورځپاڼه په تیر اکتوبر کی او امریکایی ( بروکینګ انستیتوت ) هم په تیر سپټمبر کی جدا جدا راپور ورکړی دی چی :
۱ ـ پنتاګون په ۲۰۱۰ کی په افغانستان کی ۱۰۰ بلیونه ډالره مصرف کړل ؛
۲ ـ په افغانستان کی فعلأ د ټولو وسلوالو طالبانو شمیر پنځه دیرش زرو ته رسیږی ؛
۳ ـ ناټو ادعا کوی چی موږ هر کال دوه زره طالبان وژنو ؛
۴ ـ نو د هرو شلو طالبانو د وژلو لپاره به امریکا یو بلیون ډالره مصرف کړي وی ؛
۵ ـ نو د یو طالب وژل به په څو ډالرو تمام سی ؟ ځواب : په پنځوس ملیونو ډالرو !
۶ ـ د اسامه بن لادن د نیولو یا وژلو انعام څو دی ؟ هغه هم پنځوس ملیونه ډالره دی !
۷ ـ طالبان د کاله څه کم و زیات ۱۵۰ ملیونه ډالره عاید لری ؛
۸ ـ طالبانو تر اوسه څه نا څه درې زره بهرني پوځیان وژلي دي ؛
۹ ـ نو د هر بهرني پوځي د وژلو لپاره به یې پنځوس زره ډالره مصرف کړي وی ؛
۱۰ـ پنځوس ملیونه د پنځوس زرو ډالرو څو چنده کیږی ؟ ځواب : ۱۰۰۰ چنده !
۱۱ ـ نو د ټولو ۳۵۰۰۰ طالبانو وژل به څو ډالره وغواړي ؟ ځواب : ۱٫۷۵ ټریلیونه ډالره !
۱۲ ـ په افغانستان کی ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده جنګیالي پاته دي او بس ؛
۱۳ ـ نو د هر القاعده وال د سر بیه به څو وی ؟ ځواب : یو بلیون ډالره !
۱۴ ـ آیا ګټل یې امکان لری ؟ که وی ، څو کاله به په بر کی ونیسی ؟ آیا هغه به د واشنګټن ملا ماته نکړی ؟
ښه ، اوس به پورتنیو موادو ته یو څه وضاحت ورکړو او وبه ګورو چی امریکا څنګه وینی بهوی او خزانې تشوی . له دې ارقامو او ترخو حقایقو څخه ښکاری چی یو طالب څومره ګران او امریکایی پوځی څومره ارزان دی . یعنی د یو طالب د سر بیه پنځوس ملیونه ډالره ده خو د یو امریکایی عسکر د سر بیه صرف پنځوس زره ډالره ده ، حال دا چی د یو اروپایی عسکر بیه تر هغه هم ارزانه ده . عجیبه لا دا چی ، د یو ساده طالب او القاعده مشر اسامه بن لادن د سر قیمت یو برابر دی ! خو دا معلومه نه ده چی دغه ډیر ګران دی او که هغه ډیر ارزان دی ؟! امریکا د ۵۰ ملیونو ډالرو جایزې لپاره څلور زره ملیونه (۴۰۰ بلیونه) ډالره اور ته اچولي دي . دا لا څه ، امریکا تر ننه په افغانستان کی خپل ۱۵۲۰ پوځیان تلفات هم ورکړي دي . آیا له دې ټولو نه یې څه ګټه حاصله کړې ده ؟ ځواب طبعأ منفی دی .
نو پوښتنه دا ده چی آیا دا عظیم تلفات او مصارف په دغه اوږده ، مبهمه او ناګټونکې جګړه ارزی ؟ قطعأ نه . وګورﺉ ، امریکا همدا نن ۱۴ ټریلیونه ډالره پوروړې ده او هغه نسي ادا کولای . د امریکا بودجوی کسر ۱٫۷ ټریلیونو ډالرو ته رسېدلی دی چی د امریکا تاریخ یې سارﺉ نه لری . هر امریکایی نن ( ۴۵۳۰۰ ) ډالره پوروړی دی .
افغان جګړه د امریکا په تاریخ کی تر ټولو اوږده جګړه ثابته سوې او د پور په روپیو چلیږی . د امریکا ۹٪ خلک ( یعنی ۴۷ ملیونه امریکایان ) بېکاره دي او په کارونو پسی یې پښې تڼاکی سوي چی پخوا کله هم داسی نه وو .
خو افغانانو ته هغه اصلی علت اوس هم ښه واضح نه دی چی امریکا ولی افغانستان نیولی دی او د دومره سترو ځانی او مالی زیانونو سره سره ولی دغه اشغال ته بیا هم پایښت ورکوی ؟ که خبره :
الف ـ د القاعده وی ، نو د سي آی اې ریًس لیون پنیتا پخپله اعتراف وکړ چی په افغانستان کی صرف ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده جنګیالي شتون لری او بس .
ب ـ که خبره د منځنۍ آسیا او کسپین د تیلو وی ، نو څه ته معطله ده او ولی لا تر لس کلن اشغال وروسته بیا هم اقدام نه کوی ؟
ج ـ که خبره د افغانستان د آبادۍ او دیموکراسۍ وی ، نو بېله دې چی په لسو کالو کی یې د کابل شخصی رژیم د فساد ، غبن ، ساخته کاریو او جعل څخه خلاص نکړای سو او د دیموکراسۍ پر ځای یې سوټه کراسي نه ده لورولې ، بل یې څه کړي دي ؟
وګوری ، د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند تکړه کانګریس وال ( والټر جونز ) په کانګریس کی وویل چی یو تقاعد سوﺉ جنرال د افغانستان په اړه زما سلاکار دی او هغه داسی راته ولیکل : « موږ د هغه وروستي پوځي یا مرین مور او پلار ، میرمنی ته څه ځواب ورکړو چی د یو فاسد حکومت او فاسد رهبر د ملاتړ لپاره په هغه جنګ کی وژل سوی وی چی هیڅ ګټل کېدونکی نه دی . تاریخ ثابته کړې چی موږ افغانستان نسو سموَلای . دا زموږ په ډیره ګټه ده چی له تاریخه یې زده کړو ، هغه دا چی هیڅ هېواد هم افغانستان نه دی فتحه کړی ... نور نو دا وخت رارسېدلی دی چی په افغانستان کی د جنګ پای وګټو او بس . »
هو ، روان افغان جنګ ځکه بایلونکی دی چی عنوان او اعلان یې غلط دی . یعنی هغه د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی . په دې جنګ کی :
اول ـ خورا ډیر افغانان وژل سوي دي ؛
دوهم ـ خورا ډیر امریکایی او بهرني پوځیان وژل سوي دي ؛
درېیم ـ خورا ډیر ډالران مصرف ، غبن او غلا سوي دي ؛
څلورم ـ خورا ډیر پلانونه او تاکتیکونه بې نتیجې سوي دي ؛
پنځم ـ خورا ډیر وخت او فرصتونه ضایع سوي دي ؛
شپږم ـ خورا ډیر کلی ، کورونه او جایدادونه خاوری سوي دي ؛
اووم ـ خورا ډیر ظلمونه او کړاوونه تعمیل سوي دي ؛
اتم ـ خورا ډیر افغانان بندیان یا ورک سوي دي ؛
نهم ـ خورا ډیر جاسوسی ، انتقامی او جزایی کارونه سوي دي ؛
لسم ـ خورا ډیر بمونه ، راکټونه ، ماینونه ، ټانکونه او توپکونه چلیدلي دي ؛
چی داسی ده نو باید څه وکړو ؟ حل لاره ډیره آسانه او ساده ده ! څنګه آسانه ده حال دا چی د دیرشو کالو راهیسی مسلسل د هغه پر ضلالت او کراهت نور هم ور ډیریږی ؟ ځواب دا دی چی لوی خدای موږ ته چلنج راکړی چی تر څو د دغسی مخالفتونو ، عداوتونو او مصیبتونو پر مهال ما ته صادقانه مراجعه و نه کړﺉ ستونزه به مو کله هم حل نسی ، دیرش کاله څه چی دیرش لسیزی هم تیری سی ! نو لومړی باید په ځانونو کی مثبت او رغنده بدلون راوړو چی له دې پرته مو الله هیڅکله هم حالت نه رابدلوی ( الرعد ـ ۱۱ ) . دوهم دا چی د روانو اختلافونو او شخړو د رفع او دفع لپاره الهی لارښوونی او نبوی ښوونی د زړه له اخلاصه هضم او پلی کړو ، نه نوری نسخې ( النسأ ـ ۵۹ ) . آیا زموږ دا ټول مصیبتونه او غمونه په دغو ډول ډول نظامونو ، رژیمونو ، غولونو ، ټاکنو ، جرګو او فیصلو سره حل سوي ؟ لږ سوي ؟ یا اقلأ نرم سوي دي ؟ ځواب طبعأ منفی دی . نو ځکه غوره دا ده چی نوری لاری چاری خوشی کړو او هغه مضبوطه رسۍ ونیسو چی ټول هرومرو قوت ، سعادت او مؤفقیت ته رسوی او دا یې وعده ده ( آل عمران ـ ۱۰۳ ) و ما ذالک علی الله بعزیز . والسلام ،
http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=9475:2011-03-26-07-00-47&catid=2:articles&Itemid=4
پتوال
26.03.2011
[quote:2672ea0510]
نو ځکه غوره دا ده چی نوری لاری چاری خوشی کړو او هغه مضبوطه رسۍ ونیسو چی ټول هرومرو قوت ، سعادت او مؤفقیت ته رسوی او دا یې وعده ده ( آل عمران ـ ۱۰۳ ) و ما ذالک علی الله بعزیز . والسلام ، [/quote:2672ea0510]
بېشکه چې يواځې همدغه د بري، فلاح او صلاح لاره ده ، هم په ژوندانه او هم په اخرة کې !
خو پوښتنه داده چې آيا دا رسۍ يواځې له طالب سره ده ؟؟؟؟
او له طالبانو پرته نور لوړ ديني علما په افغانستان کې نشته او نه وو ؟؟؟؟؟؟
که څوک وايي چې دا الهي رسۍ يواځې له طالب سره ده ، نو بيا له القاعدې سره کومه رسۍ ده (؟) او له ISI سره د چا رسۍ ده ؟؟؟؟؟
د عربي هيوادونو د مسلمانانو سوله ييز پاڅونونو وښودله چې بری او فلاح ددوی په برخه دی ، القاعدې او اخوانيانو په برخه نه بری شو
او نه فلاح ، ځکه چې هغوی د قدرت غوښتنې رسۍ ټينګه کړې نۀ حب الله ! او isi
خو بالکل د شيطان رسۍ نيولې ده !
اصلي ستونزه دا نه ده چې صرف له امريکااو ايساف سره جګړه روانه ده، بلکې اصلي ستونزه داده چې دا جګړه د قدرت په سر بين الافغاني جګړه ده،
وه اوتر هغه به وي تر څو چې د افغانانو ترمنځ سوله رانشي! ددې له پاره پکار دي چې د کابل اجيره اداره له امريکايي بوًلمون څڅه څخه ځان خلاص کړي او طالبان د isi شيطاني لومې وشلوي انشا الله چې فلاح او بری به د افغانانو په برخه شي !