د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د عربو انقلاب څه ډول انقلاب دی ؟

پتوال
24.03.2011

اسلام عليکم و رحمة الله !
د اسلام او عربي نړۍ پيژندونکو ورونو !

عربي ولسونه يو به بل پسې له شاهي او جمهوري ديکتاتوريو څخه ځان خلاصوي
اود ټولنيز عدالت او سياسي آزاديو بيرغ يې پورته کړی دی !
څرګنده ده چې دوی نه ديکتاتوري مني او نه غير اسلامي رژيم .
پوښتنه داده چې روان عربي انقلاب به په څه ډول رژيم انجاميږي ، آيا

١- بيا هم دالقاعدې په اسلامي ديکتاتورۍ انجاميږي که
٢- که د مسلمان اولس په اسلامي ولسواکۍ ؟؟؟؟ يوه بله دريمګړې لار خو ورته
الحمد لله نور نه ده پاتې !
تاسو راته وواياست چې :

آيا دا روان عربي انقلاب [color=blue:bc857f7d94]اسلامي ولسواک انقلاب نه دی ؟؟؟؟؟

که نه وي نو دا څه ډول انقلاب دی او کومه ديکتاتوري به رامنځته کړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

او که نه فکر کوئ چې عرب هم يوه چټله ليبراله غربي دموکراسي غواړي ؟؟؟ [/color:bc857f7d94]


عنوان

tandar
24.03.2011

په ليبيا باندی د فرانسې او انګليس او امريکې مستقيم ګوذارونه ټولو ته خبره په تشويش کې غورځولې ،هيڅ پته نه لګيږې چه دصلييانو له خوا په ټوله عربې نړې کې دا جنبش مينځ ته راغلې او که د اولسونو له مينځه دا خوځښت له خپلې پوهې او ملې ارادې له نظره راولاړ شوې؟
مبارک خو دغربيانو او امريکې سړې و، مګر په بحرين کې چه حتې سعودې خپل عسکر وروليږل ،نه غربيانو او نه امريکې غږ پورته کړ لکه په قضافې باندې چه حملې کوې،درحاليکه چه په عراق او سعودې کې مکملې قواوې هم پرتې دې ٠
دې جنبشو نو کې کاسه زير کاسه حتمې شته
نتيجه ې په کم وخت کې معلومږې
مننه٠


هیښ
29.03.2011

سلامونه
دهر انقلاب دپایلو او عواقبو په برخه کې هغه وخت نظر ورکول کیدائ شي ،چې سازمان ورکوونکي او رهبري کونکي ئې وپیژندل شي،چې څوک دی او په کومو فکرونو باندې دبدلون ډګر ته راوتلي دي.

که تاریخ ته نظر واچوو ،نو ددریمې نړی وولسونه عموماً او اسلامي او عربي ملتونه خصوصاً داستعمار ،استثمار او دهغوئ دغلامانو داستبدادي او دظالمانه سلوک له کبله په دې نه دې توانیدلي چې سیاسي ـ اجتماعي سازمانونه او ګوندونه تشکیل کړي ،ترڅو په اضطراري او غیرمترقبه حالاتو کې دملي قیامونو او بدلونورهبري او انسجام په غاړه واخلي او دانحرافي مسیر څخه ئې بچ کړي.
هر انقلاب او بدلون دیوه عادلانه ،ازاد ،په وولسي قدرت استوار اودخلکو دحقوقو ساتونکي نظام داستقرار تضمین نه شي کولائ ،بلکه ډیرځله داسې شوي دي چې بدلون یو استبداد له منځه وړئ او بل ئې حاکم کړئ دئ ،چې دشکل او محتوا له مخې ښائې داولي سره توپیر ولري لکه په پخواني اتحادشوروي کې سوسیالستي انقلاب دتزارستم ته خاتمه ورکړه خو بل ستم د پرولېتاریا ددیکتاتورئ تر عنوان لاندې حاکم شو ،یا لکه په ایران کې شاهې استبداد له منځه ولاړ،خو په عوض ئې دتشیع اوملاتاریا ستم مسلط شو اویا په افغانستان کې خلک دکمونستانو دوحشت نه خلاص شول خو تنظیمي ـ ستمي بربریت داسلام ترنامه لاندې دوولس ابرو،عزت ،ناموس او شرف پایمال کړ.
دعربي وولسونو پاڅونونه هم د دا ډول خطرونو سره مخامخ دي ،که اسلامي او ملي قوتونه ئې په مشرئ او رهبرئ کې رول ولري او دخپلو وولسونو سره ئې رابطه کلکه پاته شي،نو بدلونونه به مثبت او دوولس په ګټه تمام شي او هغه هدف ته به ورسیږي چې خلک دخپل سرنوشت دټاکلو واک په لاس راوړي اواستبداد ته دتل دپاره خاتمه ورکړي.
یوه خبره چې ډیره دتشویش وړ ده ،هغه دغربي نویو استعمارګرانو موقف دبدلونونو په طرفدارئ ده چې سړی د پاڅون په نتایجو شکمن کوي ،ځکه غربي نوي استعمارګران په خپل ټول چټل ژوند کې دازادو او خپلواکو وولسونو او په وولسي اقتدار ولاړو نظامونو سره دښمني کړې ده او دخپلو ناروا ګټو دپاره ئې نه شي زغملائ او همیشه ئې کوښښ کړئ دئ چې دتوطئو ،دسیسو اوحتی دوحشیانه نظامي یرغل او اشغال له لاري ئې دمنځ ته راتګ مخه ونیسي ،نو کومه انګیزه او دلیل به وي چې دعربي دکتاتورانو حامیان اوباداران دخپلو وفاداره غلامانو را پرځولو او شړلو ته
علاقه مند کوي ،حال داچې همدغه غربي جانیان داسلامي نړی په نورو برخو لکه افغانستان،عراق او فلسطین کې
په عام وژنه او جنوساید لګیادي.
که خدای ناخواسته په پاڅونو کې دغربیانو لاس او نفوذ وي ،بیانو دعربي وولسونودازادۍ،په خپله خوښه دسیاسي نظام دجوړیدو اوذ دکتاتوری دختمیدو هدف ته درسیدو دپاره یوه اوږده لاره پرته ده چې باید طی ئې کړي.

مننه


پتوال
29.03.2011

سلامونه او درناوی !
د انقلاب پيژنټاک (تعريف) او څه توب (ماهيت):
انقلاب د يوې ځلځلنې (پدېدې) او ټولنې له شته کيفيت څخه بل لوړ کېفيت ته د اړونده ځلني او ټولنې اړين بدلون ته وايي ! په دې توګه انقلاب
د کيفيت له پلوه يوه تکاملي پېښه ده او له کيفي بدلون او تکامل پرته هسې د قدرت بدلون ته ټولنيز انقلاب نشي ويل کېدای .
په دې توګه وروستی ټولنيز تاريخي انقلابونه برژوا-دموکراتيک انقلابونه دي چې بشري ټولنه يې له فيوډالي ټولنو څخه سرمايدارۍ ته ليږدولې ده .
په ماقبل سرمايداري ټولنو کې د سياسي رژيمونو کيفي بدلون ته هم يو سياسي انقلاب ويل کېدای شي، چې په ټولنه کې لږ و زيات د ژورو
اقتصادي بدلونونو اړيځ ګرځېدای شي ! د يوسياسي رژيم کيفي بدلون ته هغه وخت سياسي انقلتاب ويل کيږي چې تکاملي وي ،
يعنې د يوه کيفيت په يو بل معادل يا کښته کيفيت باندې بدلېدو ته انقلاب نه وايي بلکې شرط يې دادی چې
نوی کيفيت بايد لوړ او عالي وي يعنې بدلون د خپل څه توب له مخې تکاملي اوسي !
په مصر ، تونس او نورو عربي هيوادونو کې تيټ کيفيته ديکتاتوري رژيمونه د سولييزپاڅونو له خوا نفې شوي او له منځه تللي دي
خود نوی رژيم تکاملي کيفيت لا نه دی رامنځته شوی ، بلکې سترګې ورته په لاره دي چې بآيد رامنځته شي !
داچې زړه ديکتاتوري بيا منځته نشي راتلای او ديکتاتوري داسې نفې شوې چې په هېڅ بڼه هم بآيد رامنځته نشي، له دې څخه
دا اټکل کېدای شي چې راتلونکی انقلابي رژيم بايد په هېڅ صورت يو ديکتاتور نه وي او ولسواکه ځانګړنه ولري .
که ولسواکه بڼه ونه لري معنی به يې داوي چې سياسي انقلاب له ماتې سره مخ شوی دی او نفې شوې ديکتاتورې صرف په يوه
بله بڼه بيرته اعاده شوې ده .نو له دې کبله دروان انقلاب کيفيت د ديکتاتورۍ د نفې څخه په ډاګه دی چې ولسواک څه توب او
ماهيت لري او تشخيص يې د بري او ماتې پورې اړه نه لري ، که کاميآب شو نو وايو چې ولسواک انقلاب کامياب شو او که ناکام شو
نو وايو چې ولسواک انقلاب له ماتې سره مخامخ شو ، ماتې او بری دواړه د ولسواک انقلاب
ماتې او بری دی . داچې د اقتصادي زېربنا بدلون په کې تر اوسه نه دی مطرح، يواځې معنوي او ايديالوژيک بدلون مطرح دی
او د اسلامي د مقدس دين په په ايديالوژيک چوکاټ کې دغه سياسي بدلون تر سره کيږي بآيد اسلامي ولسواک انقلاب يې وبولو،
چې بری او خدای مکړه ماتې به يې هم په همدې نوم د نومولي انقلاب بری يا ماتې وي !مهمه داده چې آيا عرب به وکړای شي ددغه
انقلاب ولسواک او اسلامي ځانګړتياوې وساتي (؟) او لا پراختيا ورکړي ؟؟؟؟
داسې بريښي چې دوی په دې برخه کې دومره
پياوړي او تياری نه لري لکه څومره يې چې ستاينه کيږي او هيلي ورپورې تړل کيږي !
عجيبه داده چې ددومره ظاهراً لوی بدلون سره سره چې امريکا پلوه واکمني په مصر کې راپرځوي هېڅ ډول ملي او ضد امريکايي شعارونه په کې تبارز اوظهور نه کوي (!!!)
نو که چيرې تر شا يې د غرب (امريکا) لاس پټ موجود وي، نو دا هيلې به ټولې له خاورو سره خاورې شي، د افغانستان په څېر به
لا ګوډاګي رژيمونه رامنځته کړي خو لا فحاش، لا اجير، لا مفسد ، د لا زيات فسق او اخلاقي فساد سره چې نه به دموکراسي په کې ملي شکل ولري
او نه اسلام په واقعي شکل پرېږدي ! يعنې اوسنی انقلاب به له ماتې سره مخ شي او د اولس په درد به دوا نشي !
په ليبيا کې خو د غرب څرګنده پوځي لاسوهنه روانه ده او د افغانستان غوندې هلته هم د ناتو مداخله د ملل متحد په نامه تر سره کيږي
او هدف ټول د ليبيا د نفتو په پراخو زيرمو چې په نړۍ کې دريمه درجه پراخه لاس ناوهلې نفتي زيرمې دي تر خپل کنترول لاندې راولي !
داچې په مصر او تونس کې پوليس او پوځيانود مظاهره چيانو ملاتړ کاوه داسې علوميږي چې تر شا يې د امريکا لاس،
په داخل کې دقدرت په اړه د پوځيانو او واکمنانو ترمنځ پټ اختلافات موجود وو . داخو امکان نه لري چې مظاهره چيانو په پوځ کې
اغيز خپور کړی وي ، بلکې برعکس پوځيانو او د حکومت دننه هغه کړيو چې د حسن مبارک مخالف شوي او د امريکا ملاتړ له ځنه سره لري
پر مظاهرو اغيز شيندلی او په دې ډول په ټوله کې د CIA طرحې او پلانونو له چوکاټ څخه مظاهرې او بدلونونه بهر نه وي !
که دغه انديښنې حقيقي راووځي نو روان پاڅونونه د غرب لوبه ده اود اسلام
او مسلمانانو پر ضد د امريکا د تسلط تجدد دی
دفسق او فساد له ډکې غربي دموکراسۍ سره او بس !
په دې توګه به دا له امريکا څخه پر عراق او افغانستان وروسته د يهودي دجال د لښکر کشۍ بله لړۍ وي چې نه يواځې په پوځي بلکې
په غير پوځي ډول هم پر عربي هيوادونو روانه ده او دجال به بالاخره تر مکې پورې ځان رسوي ، نو وخت دی چې عيسی مسيح ددغه خردجال د راپرځولو
له پاره نور له اسمانه راکښته شي او اسلام په ګرده نړۍ خپور کړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more