د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دلته

pashton
18.06.2004

دلته کور د جنګيالو دی
دلته تورې د ميړانو
دلته غږ د پښتون اورې
دا وطن د افغانانو
دلته دښتې ترانې کړي
پر هر خرپ د باتورانو
دلته باد په کرار ځغلي
دا دی کلی د پټانو
دلته پروت تاريخ د ننګ
دا ټاټوبی د زمريانو
دلته ډير تللي داغلي
لاس خالي او ملک يې وران وو
دلته ډير په غوره راشي
بيرته تور مخ بيا روان وو
دلته ښکار تل شين زمري کړي
منډه ده د کل مرغانو
دلته څه به درته وايم
نوم مو بد کړ غلامانو
دلته ئې مينې خوښۍ يوړې
تالي څټ پردو بچيانو
دلته زړه ويني مې څاڅي
د بابا په دې لمسيانو
دلته پريږده کارغان ګرځي
را به شي وار د بازانو
پسرلی پښتون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more