د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ديني دولت، او که له اسلامي مرجعيت څخه مستمد مدني دولت؟؟ د طالبانو امارت ته کتنه

و.افغان
24.03.2011

محترمو وروڼو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
په دې ليکنه کې غواړم چې د مدني او ديني دولت په اړه د دوکتور يوسف القرضاوي د
يوې فتوا متن ستاسې مخې ته کېږدم، هيله کوم چې تحليل يې کړئ، او د خپلو
تحليلاتو په رڼا کې د طالبانو مخکنی امارت د دغې مسئلې له مخې وارځوئ.

دکتور يوسف القرضاوي وايي:
هغه اسلامي دولت چې اسلام منځ ته راوړی دی، او د مسلمانانو تاريخ پېژندلی دی،
هغه مدني دولت دی، د حاکم واک په کې د بيعت، اختيار او شوری له لارې منځ ته راځي.
هغه د خپل امت له اړخه وکيل وي، يا د هغوی خادم وي، او د امت حق دی چې (د هغوی
نه په نمايندګې اهل الحل والعقد) له هغه سره حساب وکړي، د هغه څارنه وکړي،
امر ورته وکړي، منع يې کړي، که کوږ شي سم يې کړي، که سم نشي؛ عزل يې کړي،
د هر مسلمان حق دی، بلکه د هر وطنوال حق دی، چې د خپل دولت د رئيس بد کار
وغندي، د بد کار د کولو په وخت، يا د کوم صالح کار د ضايع کولو په وخت په هغه
انکار وکړي، بلکه په ټول ولس واجب دي، چې په هغه باندې د پاڅون اعلان وکړي،
کله چې د داسې يو ښکاره کفر مرتکب شي، چې د الله جل جلاله له خوا د هغه کار
د ښکاره کفريت په اړه واضح او ښکاره دليل شتون ولري.

کوم چې ديني دولت دی، چې په غربيانو باندې يې په منځنيو پېړيو کې حکومت کړی،
او په تيوکراسۍ پېژندل کيږي، په کوم کې چې ديني يا مذهبي سړي حکومت کوي،
د خلکو په غاړو (مريو) او ضميرونو کې د الاهي حق په اساس تحکم کوي، کوم څيز چې
هغوی ته حلال ښکاري، نو هغه په اسمان کې حلال وي، او کوم څه چې په ځمکه کې
وتړي؛ نو هغه په اسمان کې هم تړل شوي وي، نو دغه ډول دولت په اسلام کې وجود نه لري، په اسلام کې په کهنوتي معنا د دين سړي نشته،
په اسلام کې ديني علماء دي، چې هر يو يې د زده کړې په ترسره کولو کولی شي؛ عالم جوړ شي، هغوی د خلکو په
زړونو باندې حاکمیت نه لري، او نه د هغوی د زړونو په رازونو کې مداخله کوي
هغوی له نورو خلکو زيات امتيازي حقوق نه لري، بلکه تر ډېره په هغوی ظلم کيږي، حق
يې پايماليږي.
نو زه له دې ځايه اعلان کوم. چې:
هو، د اسلامي دولت لپاره!، نه، او بيا نه، د ديني دولت (تيوکراسۍ) لپاره.

[quote:e8c8f0f642]
الدولة المدنية والدولة الدينية.. تحديد مفاهيم

موقع القرضاوي/8-4-2010

السؤال: ماذا يعني المفكرون الإسلاميون بقولهم : ( الحكم الإسلامي في الإسلام يقوم على الدولة المدنية ، وليس على الدولة الدينية؟؟ ماالمراد بذلك؟ أم أن هذا الكلام به خطأ.

بسم الله،والحمد لله،والصلاة والسلام على رسول الله،وبعد:-

يقول الشيخ الدكتور يوسف القرضاوي :-

فالدولة الإسلامية كما جاء بها الإسلام، وكما عرفها تاريخ المسلمين دولة مَدَنِيَّة، تقوم السلطة بها على البَيْعة والاختيار والشورى والحاكم فيها وكيل عن الأمة أو أجير لها، ومن حق الأمة ـ مُمثَّلة في أهل الحلِّ والعَقْد فيها ـ أن تُحاسبه وتُراقبه، وتأمره وتنهاه، وتُقَوِّمه إن أعوجَّ، وإلا عزلته، ومن حق كل مسلم، بل كل مواطن، أن ينكر على رئيس الدولة نفسه إذا رآه اقترف منكرًا، أو ضيَّع معروفًا، بل على الشعب أن يُعلن الثورة عليه إذا رأي كفرًا بَوَاحًا عنده من الله برهان.

أما الدولة الدينية "الثيوقراطية" التي عرفها الغرب في العصور الوسطى والتي يحكمها رجال الدين، الذين يتحكَّمون في رِقاب الناس ـ وضمائرهم أيضًا ـ باسم "الحق الإلهي" فما حلُّوه في الأرض فهو محلول في السماء، وما ربطوه في الأرض فهو مربوط في السماء؟ فهي مرفوضة في الإسلام، وليس في الإسلام رجال دين بالمعنى الكهنوتي، إنما فيه علماء دين، يستطيع كل واحد أن يكون منهم بالتعلُّم والدراسة، وليس لهم سلطان على ضمائر الناس، ودخائل قلوبهم، وهم لا يزيدون عن غيرهم من الناس في الحقوق، بل كثيرًا ما يُهضَمون ويُظلَمون، ومن ثَمَّ نُعلنها صريحة: نعم.. للدولة الإسلامية، ولا ثم لا.. للدولة الدينية "الثيوقراطية".

والله أعلم .

http://www.tolafghan.com/forum/posting.php?mode=newtopic&f=19

[/quote:e8c8f0f642]

په درنښت


chaparharay
24.03.2011

السلام علیکم
د عبدالله عزام صیب په کتاب کی چی اوس رانه نوم یی هیر دی خو غالبا چی
فقه الجهاد کتاب وو لیکلی وو چی تاسی د سعودی اونور هغو شیخانو او ملایانو
خبره مه منی اومه یی په علم غولیږۍ چی دوی په سعودی کی ناست وی او
دجاج وخوری او پیپسی ورپسی وڅښی او بیا نو فتوی صادروی چی په افغانستان
کی جهاد ځکه نه کیږی چی هلته روسیانو سره ټانګونه دی طیاری دی او توپونه
دی او مجاهدین تش لاس دی او دا خو نو ځان هلاکول دی نو ولاتلقوابایدیکم
الی التهلکة نو دا بیا جهاد ندی ځان هلاک کول دی چی ورنه منع راغلی
نه تاسو د هغه چا خبره ومنی چی دوی د افغانستان جهاد له نژدی نه لیدلی وی
او پخپله جهاد کی ی برخه اخستی وی
زه یی چی اوس ګورم نو ډیره په ځای او حکیمانه خبره یی کړی ده هغه ورونه
چی په سعودی کی ناست دی او دوه دری زړه ریال اخلی او د سعودی غاصب
دولت لخوا مکفول وی نو هڅ داحق نه لری چی په سعودی کی سورکړی چرګ
وخوری او د پسه په غوښه د زیتون تیل هم ور واړوی او بیا ورپسی دری څلور
پیپسی وڅښی او ګررررررررررررررررررررت ارګمی وکړی اوبیا نو
کینی او لیکی چی افغانستان کی طالبان داسی دی او کرزیان داسی دی
دا لله نیکبختو دلته راشۍ په جهاد کی برخه واخلی او بیا نو حق
لری چی هر څه مو زړه وی وی لیکی او که تاسی دا وای چی قربانی دی بل څوک ورکړی
او چی کله بیا هیواد ازاد شی نو مونږ به راشو په تیاره او خپلی دا پڅی
شهادتنامی به وړاندی کړو چی مونږ خو له الازهر فارغ یو او له فلانی او فلانی
جامعی فارغ یو او مونږ یی حقداریو
خبره لنده کوم چی هرڅوک د هیواد له غمه مړ وی نو که د یرغلګرو سره یی فکر
برابر وی او غواړی چی یرغلګردی پاتی شی نو هم رادی شی او نر غوندی دی
د یرغلګرو خواکی ودریږی ښه په نره دی جنګ وکړی او که څوک بیا وای چی نه یرغلګر
ښه ندی او طالبان هم ښه ندی نو ډیری نوری وړی وړی ډلی هم شته
چی دهغوی طالبانو سره په څه اختلاف بیله ډله جوړه کړی د امارت په
طمع ندی خو د جهاد فرضیت ادا کوی نو دوی سره دی ودریږی او که دا هم نه وی
نو داسی خو هم والله که ښه ښکاری چی دجاج نه دی کړس وباسی او تبصیری دی
د یو جنګیالی هیواد کوی او هغه هم د جنګ په دوران کی
د ټولو هیوادوالو او مومنانو نه دا غوښتنه کوم چی که پخپله جهاد نه کوی نو لږ ترلږه
دا طالبان چی په سره سنګر کی شپی ورځی تیروی بد پری مه وای
که دوی ښه ندی نو تاسو څه شی شوی د کوم درد دوا شوی او څه مو وکړل؟
به درناوی


و.افغان
24.03.2011

محترم او دروند چپرهاری صاحب:
ستاسې ليکنه د پورتنۍ سکالو سره څه اړيکه لري؟
آيا د مطرح شوې سکالو مطرحول حرام دي؟ يا کم از کم مکروه دي.
يواځې د تحليل لپاره وړاندې شوې علمي موضوع ده، ما تر اوسه لا خپل نظر هم نه دی
څرګند کړی، چې څوک په ورته موضوعګانو نه پوهيږي؛ نو د اسلامي دولت اصطلاح
دې په خوله نه راخلي.

[quote:1b1d71611e]
زه یی چی اوس ګورم نو ډیره په ځای او حکیمانه خبره یی کړی ده هغه ورونه
چی په سعودی کی ناست دی او دوه دری زړه ریال اخلی او د سعودی غاصب
دولت لخوا مکفول وی نو هڅ داحق نه لری چی په سعودی کی سورکړی چرګ
وخوری او د پسه په غوښه د زیتون تیل هم ور واړوی او بیا ورپسی دری څلور
پیپسی وڅښی او ګررررررررررررررررررررت ارګمی وکړی اوبیا نو
کینی او لیکی چی افغانستان کی طالبان داسی دی او کرزیان داسی دی
دا لله نیکبختو دلته راشۍ په جهاد کی برخه واخلی او بیا نو حق
لری چی هر څه مو زړه وی وی لیکی او که تاسی دا وای چی قربانی دی بل څوک ورکړی
او چی کله بیا هیواد ازاد شی نو مونږ به راشو په تیاره او خپلی دا پڅی
شهادتنامی به وړاندی کړو چی مونږ خو له الازهر فارغ یو او له فلانی او فلانی
جامعی فارغ یو او مونږ یی حقداریو
[/quote:1b1d71611e]
ذلک فضل الله يؤتيه من يشاء، والله ذوالفضل العظيم.

په هغه جګړو کې چې د پيل کېدو د اسبابو، جريانونو، او نامعلومه پايلو په اړه يې
زما مخې ته د استفهام ؟؟؟ په لسګونه علامې پرتې دي؛ څنګه په مطمئن زړه ميدان
ته ورشم؟؟؟؟!!!

هر څوک چې يواځې او يواځې په امريکايي ښکېلاګرو، او د هغه سره په جګړه او صف
کې په ولاړ لاسپوڅي وسله اوچتوي؛ غازي دی، مجاهد دی، او که قتل شي؛ نو
عند الله شهيد هم دی.
هر څوک چې د سلطې مشروعيت له پاک افغان ولس مسلمان څخه اخلي؛ زه له همغه
سره په صف کې ولاړ يم.
زه دې د خپل دين لپاره، د خپل وطن د آزادۍ لپاره، او د ولس د ښېګڼو لپاره د قلمي
مهم جنګ تر څنګ د مسلح جنګ توفيق هم راکړي.

په درنښت


نوروز خان
24.03.2011

السلام علیکم
وهاج صیب نن سبا اسلام دسپین ږیرو مشورو نه ، بلکې دځوانانو وینو ته ضرورت لري ، ستا لیکنې خورا ارزښتمنې دي اوزه ډیر څه ترې زده کوم ، خو یومخ په داسې بحثونو کې ډوبیدل ، چې له سړي نه شکاکي جوړوي ، ښایي داوسني حساس پېر تقاضا نه وي ،که مونږ طالبان ( چې زما غوندې ډیرو دافغان اولس له اوسني بحران څخه دیوازیني ناجي په توګه هیلې پورې غوټه کړې ) بیا بیا دترازو په پلو کې ږدو ، زما په باور خو به یې نه سپک کړو او نه هم درانه ،خو یوازې به مو خپل وخت ضایعه کړی وي .
دطالبانو په کړنو ستاسو علمي او رغونکی نقد خورا اړین او با ارزښته دی ، خدای دې وکړي چې دخپلو لیکنو دا لړۍ دغرض له زهرو خوندي وساتئ


اسد مومند
25.03.2011

وهاج افغان صاحب سلامونه او احترامات!
لومړی خو باید واضحه شي چې د دکتور یوسف القرضاوي حفظه الله پورتنۍ وینا فتوا نده، او نه نوموړي د فتوا ورکولو په نیت کړي دي. آن زه خو وایم چې قرضاوي په دې وینا کې له سره د یو اسلامي دولت په بنسټونو او اصولو غږیدلی نه دی څو سوال راپورته شي چې ددې بنسټونو په رڼا کې د طالبانو امارت څنګه تلل کیدی شي؟!
دکتور قرضاوي په دې وینا کې تنها او تنها دا واضحه کول غواړي چې (دیني مشران) په اسلامي واکمن نظام کې کوم مقام لري او په غربي واکمن نظام کې دیني مشرانو (کلیسا) کوم مقام او منزلت درلود؟؟. په مقتبسو جملو کې لیدل کیږي چې هغه څه چې وهاج افغان صاحب راژباړلي په اصل کې د دې پوښتنې ځواب دی چې:
(د اسلامي مفکرینو ددې خبرې مطلب او معنی څه ده چې: په اسلام کې د واکمنۍ نظام ولسي دی، دیني نه دی؟)
وګورئ پوښتونکي ډیره پرځای پوښتنه کړې، چې که چېرې مونږ په دې ایمان او عقیده ولرو چې د اسلام دین یو جامع او کامل دين دی نو بیا د ځینو اسلامي مفکرینو دا خبره څه معنی لري چې په اسلام کې د واکمنۍ د نظام سیستم دیني نه دي بلکې ولسي دی؟
قرضاوي صاحب د سوال کوونکي د پوښتنې تل ته کوز شوی او په اصلي مطلب او هدف یې پوه شوی نو په ځواب کې وايي چې په اسلام کې دیني واکمني په هغې معنی نه شته په کومه چې په لویدیځ کې په منځنیو پیړیو کې کلیسا (دیني مشرانو) په خلکو باندې چلوله، کلیسا به خلکو ته داسې نظریه ورکوله چې ګواکې د کلیسا واکمني په اسمان کې فیصله شوې خبره ده، دوی چې څه وايي یا کوي نیغ په نیغه د اسمان نه سرچینه نیسي، نو ددوی د واکمنۍ په خلاف خبره کول یا ترې سرغړونه داسې مثال لري لکه د خدای د امر سرغړونه چې کړي وي ځکه چې دوی چې څه ته جواز ورکوي په حقیقت کې د اسمان نه یې د جواز امر راغلی وي او چې د کوم څیز د عدم جواز امر د کلیسا لخوا په ځمکه کې صادر شي په حقیقت کې دا امر د اسمان نه صادر شوي وي. خلاصه دا چې د کلیسا مشرانو او مذهبي رهبرانو به د خلکو د ضمایرو، زړونو، او نفسونو قیضه په لاس کې نیولې وه.
داسې دیني واکمني (لکه دا مخکې چې ذکر شوه او د ثیوکراسي په نامه یادیږي) په منځنیو پیړیو کې په غرب باندې حاکمه وه، په اسلام کې نه شته، په اسلام کې په دغې (کهنوتي) معنی مذهبي مشران وجود نلري، هو! په اسلام کې دیني علماء شته دي خو ددیني عالم درجې ته رسیدل داسې ندي لکه په غرب کې چې په منځنیو پیړیو کې و، بلکې هرڅوک کولای شي چې په زده کړې او تعلیم سره د دیني عالم مقام وګټي خو همدا دیني عالم هیڅکله نشي کولی د سیاسي واکمنۍ په صورت کې د خلکو په زړونو او ضمایرو باندې واکمني وچلوي (ځانونه د هر ډول نقصان نه خالي، او د خدای رالیږل شوي وبلي او ولس یې وینا ته لکه د اسماني وحې په سترګه وګوري) دوی د عامو مسلمانانو سره په حقوقو کې برابر او مساوي دي آن تردې چې تر ډیره په همدوی باندې ظلم هم کیږي او خپل حقوق نه ورکول کیږي.
نو ځکه خو دکتور یوسف القرضاوي د خپلو خبرو په یاي کې وايي: مونږ اسلامي نظام منو، خو هغسې دیني واکمن نظام چې مخکې یې تفصیل ذکر شو (چې ثیوکراسي ورته ویل کیږي) نه منو.
اوس ددې لپاره چې غربیانو ته د اسلامي سیاسي نظام ممیزات او غوره والی ښه ورمعلوم شي، دکتور یوسف القرضاوي وايي چې په اسلام کې دیني واکمن نظام هیڅکله د دین په نامه د خپل ولس او رعیت په خولې او مرۍ باندې پل نه دی ایښی بلکې آن په یو اسلامي نظام کې ولس او ولسمشر، حاکم او محکوم، دواړه یو برابر دي (او د غربي ثیوکراسۍ برعکس) ولس کولی شي په ولسمشر نیوکه وکړي، خپل حق ترې وغواړي، او سمې لارې ته یې متوجه کړي، او ولسمشر د یو مزدور په څیر مجبور او مکلف دی د ولس هرې مشروعې غوښتنې ته لبیک ووايي په یو اسلامي نظام کې رعیت ته دا حق حاصل دی چې واکمن خپلو نیمګړتیاوو او تیروتنو ته متوجه کړی شي، که د اسلامي دولت ولسمشر په منکر او ګناه کې اخته کیږي ولس حق لري مخه یې ونیسي، او واکمن پخپله خلکو ته وايي (لکه چې د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه هغه مشوره مقوله هم ده) چې ای خلکو که ما د سمې لارې څخه پښه واړوله او په غیر ما انزل الله باندې مې حکم کاو نو تاسو مې د تورې په زور سمې لارې ته راولئ. خو دا حق په ثیوکراسۍ (د غرب په دیني واکمنۍ) کې د ولس څخه کاملا سلب شوی و، دا هغه خصوصیت دی چې د غرب په دیني واکمنۍ کې یې چا سوچ قدرې هم نشو کولی او که به د واکمن (کلیسا) په وړاندې چا اعتراض وکړ نو سخت ګنهګار به بلل کیدوو ځکه چې دې عمل به په خدای باندې د اعتراض او نیوکې معنی درلوده.
او همدا د اسلامي مفکرینو د هغې خبرې معنی ده چې وايي: په اسلامي کې واکمني دیني نه ده، بلکې ولسي ده.
د دکتور یوسف القرضاوي د ټولې وینا موخه او هدف په اسلام کې دیني نظام، د غرب د دیني نظام سره پرتله کول دي، چې وګورئ په اسلام کې دیني علماء د دین او مذهب په نامه د ولس څخه حقوق نه سلبوي خو په غرب کې چې کله کلیسا ته د چارو واګي لاسته ورغلل په خلکو یې هاغه کانې وکړې چې تاریخ به یې هیڅکله هیرې نکړي.
نو د یوسف القرضاوي د وینا پورتنۍ شرحې ته په کتلو ویلی شو چې دلته د طالبانو د اسلامي امارت، یا د بل اسلامي هیواد د واکمنۍ د مطرح کولو لپاره اصلا سوال نه پیدا کیږي. که د یوسف القرضاوي څخه د شوې پوښتنې، او د هغه د ځواب په اصلي معنی او مطلب پوه شو نو د طالبانو امارت په دې موضوع کې رامنډل بیخي له عقله لیري خبره ده. دا خو اصلا په ثیوکراسۍ باندې د دکتور یوسف القرضاوي رد دی، ددې پورتنۍ وینا په وخت کې به –والله اعلم- د یوسف القرضاوي په ذهن کې د یو اسلامي دولت نوم هم نه وي ګرځیدلی ځکه چې ټول سوچ او فکر یې د شوې پوښتنې په سمه توګه واضحه کولو ته و. زه پوهیږم چې د یوسف القرضاوي په پورتنۍ وینا کې د یو اسلامي واکمن نظام اصول او ضوابط شته خو دومره عام او مجمل دي او شرحې او تفصیل ته اړتیا لري چې زه ورته فقط او فقط عنوانونه او سرلیکونه ویلی شم او بس، او ددې جوګه نه دي (او نه به یې پخپله قرضاوي ددې جوګه وبولي) چې د طالبانو د اسلامي امارت د صواب او خطا معلومولو لپاره دې د تلې په حیث وکارول شي.
وهاج افغان صاحب تاسو کوښښ وکړئ د دکتور قرضاوي داسې تفصیلي آثار، لیکنې، او فتواوې راپیدا کړئ چې په مشخصه توګه د یو اسلامي سیاسي واکمن نظام په تعریف، اصولو، ضوابط، مشخصاتو، صفاتو، ما لها وعلیها باندې مشتملې وي. بیا زه چمتو یم چې د طالبانو اسلامي امارت د علامه دکتور یوسف القرضاوي د نظریاتو په رڼا کې هر ډول علمي تحقیق او څیړنې ته کیږدم. والله المستعان


و.افغان
25.03.2011

محترم او دروند اسد مومند صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسې تفصيل بيخي پر ځای دی، او زما موخه دا نه وه چې اسلامي امارت د ثيوکراسۍ
په عقيده ولاړ دولت وو.
البته په عمل کې د ثيوکراسۍ نه کم نه وو.
د دې څو دليلونه:
لومړی: د قضايي مؤسسې کمزوي، او د ځينو آخوندانو له خوا د خلکو د ژوند او مرګ په
اړه پرته له کومې محاکمې فيصلې کول، او دا خو ټولو ته معلومه ده، چې د ژوند او
مرګ مسئله په اسلام کې څومره درنه ده، يعنې د دغو خلکو په واک کې وو، چې پرته
له محاکمې يې راسته يا چپه وچلوي.
دا هر څه د اسلام په نامه. يعنې د دين په نامه. نو په عملي ډول سره له ثيوکراسۍ سره
ډېر شباهت لري.

دويم: د دولت په هرې چوکۍ چې ډېرې يې د آخوندانو تخصص نه وې؛ د آخوندانو
کښېنول په عملي ډول سره يې له ثيوکراسۍ سره شباهت درلود.
فکر کوم، چې دا داسې دولت وو، چې ټول اسلامي تاريخ کې يې ساری نه وو.

درېيم: د بيعت، شورا، اختيار، مراقبت او نصيحت انعدام ، او پر ځای يې د استبداد
بالرأي وجود او اقصاء الآخر (له بل چا د رأي ورکول حق اخيستل) شتون هم په عملي
جانب کې يې له ثيوکراسۍ سره شباهت درلود.
ځکه چې دغه هر څه د ديني علماوو او اسلام په نوم ترسره کېدل.

په درنښت


غټی غټی خبری !!!

قادر خان
25.03.2011

دکتور يوسف القرضاوي وايي:
(هغه مدني دولت :?: دی، د حاکم واک په کې د بيعت، اختيار او شوری :?: له لارې منځ ته راځي.
هغه د خپل امت له اړخه وکيل وي، يا د هغوی خادم :?: وي.)

د لوی او بښونکی خدای په نامه،
دا چی ډاکتر صیب د مدنی دولت په هکله مالوماتونه ورکړیدی، آیا دغسی یو دولت په اوسنی حالاتو کی شته دی؟؟؟ او یا چی (ډاکتر صیب) د خپل سیاسی پلانونه (خیالونو) په نړی کی دی. دویی د شوری په مقدس کلمه په هکله هم څه فرمایلی دي (د ټولو خلکو شوری) دا خو ډیر ښه خبری دی، بیا هم زه غواړم چی پوه شم، دغسی شوری چی د ټولو خلکو څخه جوړ شوی دی، دا خو هیڅ امکان نلری، چی ټولو خلکو خپلی رایی او یا نظریی وړاندی کړی.
یو وار بیا وایم، آیا په اوسنی نړی کی دغه شان یو دولت شته چی د عامو خلکو د رایی په اساس جوړ شویدی؟؟؟
زه پوره باور لرم چی په اوسنی مستبدو دولتونو کی دا امکان نلری.
اوس راشو په آخر کی، که داسی یوه شوری او یو دولت امکان نلری، نو ولی مونږ خیالی (سیاسی) خبرو ته دومره ارزښت ورکړو؟؟؟

مننه،
قادر خان


بشري
25.03.2011

د ژوند ډیرې پوښتنې نیمګړې او بې ځوابه دې او ژوند کې ډیرې خپلې هیلې داسې راته ښکارې لکه اسمان کې چې سپینې ورېځې په الوتو دې خو د لاس ته راوړلو هیله مې حتا له زړه نه مې باسلې.په اسمان کې وریځې ما هم کله کله ځان سره بلې نا اشنا نړۍ ته یوسې او د محوو او ورکو پوښتنو مخ ته مې ودروې.وریځو ته په ځیر ځیر وګورم او د یوه باران څاڅکې په لټه کې شم.

د داسې یو څاڅکې په لټه کې چې د ورېځو تر منځ د بصرت په سترګو یې لیدل ناشونې وې.خو زه یې بیا هم په لټه کې وم او په بله شېبه کې هغه څاڅکی په چټکی سره له اسمانه زما په لورې راروان شې ،زه لاس وراوږد کړم او څاڅکی مې د لاس په اورغوې کې په ځلیدو شې یوه شېبه راسره تم شې ،بیا په نامعلوم لورې روان شې او له سترګو مې پنا شې. دا چې هغه څاڅکی څنګه راغلو او څنګه بیرته لاړ شې تر اوسه هم دا پوښتنې مې نیمګړې او بې ځوابه په زړه کې دفن دې.خو هغه یوه شېبه هم زما لپاره د خوښی یوه نړۍ وې چې یوه لحظه زما په لاس کې تم شوی وو، په ځلیدو وو او زما روح ته یې هم ځلا وربخښله...


حذيفه
26.03.2011

وهاج افغان صاحب ! سلامونه اوښې ارزوګانې
ترکومه ځایه چي دواکمنۍ په اړه داسلام احکام لوستي،درسول الله صلی الله علیه وسلم سېرت مي مطالعه کړي،دراشده خلافت تاریخ مي لوستي اوپه ټوله کي مي اسلامي تاریخ ترنظرتېرکړی نورښتیاهم اسلام ددیکتاتورنظام پلوی نه دی هغه چي په هره بڼه وي ددین په نوم وي اوکه دبلې نظریې ترچترلاندي اسلام په تمامه معنی دزورواکه اودیکتاتورنظام مخالف دی . په اسلام کي شوراسته ، دوینااوبیان ازادي یې مهم اصل دی ، واکمن له خپلې خوښې سره هیڅ هم نسي کولای ، اولس حق لري چي دواکمن پرمنکرعمل نیوکه وکړي اوکه دشرعي اصولوپه رڼاکي دهغه ګوښه کول لازم سي نوپه وړاندي یي پاڅون وکړي اودواک له ګدۍ یي عزل کړي .
پرهمدې اساس ویلای سوچي دطالبانواسلامي امارت په دې تول پوره نه ووبلکي په ټوله اسلامي نړۍ کي داسي حکومت نسته چي دواک په اړه یي داسلام غوښتنې په پام کي نیولي وي اوله هماغي لاري واک ته رسیدلی وي . دطالبانوافراطي کړني خوداسي دي چي په ویلواولیکلویي سړی شرمیږي . خوراځئ پردې وږغېږوچي هغوئ ولي داسي نادودي وکړي؟ کوم لاملونه ووچي دوئ یي داسي اسلام اوبشرضد کړنوته وهڅول ؟ که پردي لاملونوبحث وسي ګټه به یي داوي چي کیداسي طالبان خپلواوسنیواعمالوته پام وکړي اوبیاپرداسي مسیرروا ن نسي چي په تېرکي روان ووځکه که یي هماغسي وکړل نه به یي ملت ترشاودرېراونه دنوري نړۍ مسلمانان .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more