د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شریعت یا سیاست؟

قادر خان
23.03.2011

د لوی او بښونکی خدای په نامه،
ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه او احترمات وړاندی کوم،

یوه موضوع چی تل زما زړه تنګوی او زما د ډیرو خپګان سبب ګرځی هغه دا دی چی مونږ مسلمانانو ته دنیاوی سیاستونه څنګه د حق له مقدس لاری څخه لیری کړی دي. مونږ ګورو چی د حزب اسلامی (انجنیر صیب حکمتیار) او د طالبانو تر مینځ یواځینی علت سیاست او قدرت طلبی دی، نور هیڅ شی نشته. دواړه خوایی ځانونه (الحمد الله) مسلمانان وایی او د اسلام د مبارک دین ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د شریعت نافذول غواړی، او دواړه خوا زمونږ د ګران هیواد (افغانستان) نیکمرغی او پر مختګونه غواړی؛ خو یواځینی علت سیاسی هدفونه او یا هم دنیاوی ګټو (قدرت)لپاره دویی نشی کولی چی یو بل سره یو موټی شی.

سیاست چی د دین څخه جلا شی نو نتیجه یی دغسی دي، آیا د دویی تر مینځ دنیاوی ګټو ډیر ارزښت لری او یا دینی ګټو؟؟؟
که دینی ګټو وای، نو ولی تر اوسه پوری دویی یو بل سره اتفاق ندی کړی؟؟؟
یا داسی کوم بل موضوع شته چی زه نپو هیږم.

مننه،
ستاسو ورور قادر خان


Re: شریعت یا سیاست؟

pattang
23.03.2011

قادرخانه !
يې دغسې او که کوې دغسې !
حزب اسلامي غواړي چې حکومت وکړي ، طالب غواړي چې ديانت وکړي
نو دادواړه خو نه سره جوړيږي .
دحزب اسلامي هدف قدرت دی له هر چا سره چې وي او ډېر غړي يې د راپوزي
قزلباش په فاسد دولت کې داشغالګرو صليبيانوتر بيرغ لاندې کار کوي ٠
يواځې دخلکو له شرمه حکمتيار ځينې وخت د اشغالګرو وتل غواړي٠
د طالب مسئله بل شی دی خر او اس بايد سره برابر نشي٠
** يوه به بله هم ورپسې وليکم :
ډېرو ځوانانو په پښتو او پښتنولي مونږ ساده پښتانه غلط کړو ، کله چې پيسې
او دالر چالان شول نه غيرت وو نه پښتو د اشغالګرو تر بيرغ لاندې يې کارونه
شروع کړل او په خړ وجدان يې پيسې اخيستې او اخلي يې هم ٠

نالت په اپورتونيستا نو چټلو او لاسپوڅيو٠

[quote:66cd4e8591="قادر خان"]د لوی او بښونکی خدای په نامه،
ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه او احترمات وړاندی کوم،

یوه موضوع چی تل زما زړه تنګوی او زما د ډیرو خپګان سبب ګرځی هغه دا دی چی مونږ مسلمانانو ته دنیاوی سیاستونه څنګه د حق له مقدس لاری څخه لیری کړی دي. مونږ ګورو چی د حزب اسلامی (انجنیر صیب حکمتیار) او د طالبانو تر مینځ یواځینی علت سیاست او قدرت طلبی دی، نور هیڅ شی نشته. دواړه خوایی ځانونه (الحمد الله) مسلمانان وایی او د اسلام د مبارک دین ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د شریعت نافذول غواړی، او دواړه خوا زمونږ د ګران هیواد (افغانستان) نیکمرغی او پر مختګونه غواړی؛ خو یواځینی علت سیاسی هدفونه او یا هم دنیاوی ګټو (قدرت)لپاره دویی نشی کولی چی یو بل سره یو موټی شی.

سیاست چی د دین څخه جلا شی نو نتیجه یی دغسی دي، آیا د دویی تر مینځ دنیاوی ګټو ډیر ارزښت لری او یا دینی ګټو؟؟؟
که دینی ګټو وای، نو ولی تر اوسه پوری دویی یو بل سره اتفاق ندی کړی؟؟؟
یا داسی کوم بل موضوع شته چی زه نپو هیږم.

مننه،
ستاسو ورور قادر خان[/quote:66cd4e8591]



ع کريم حليمي
24.03.2011

دروند او ښاغلي پتګ صاحب سلام او احترام
[quote:c51baf4b84] حزب اسلامي غواړي چې حکومت وکړي ، طالب غواړي چې ديانت وکړي
نو دادواړه خو نه سره جوړيږي . [/quote:c51baf4b84]
حضرت پتنګ صاحب ! زه نه پوهېږم داپورته جملې څه معنیٰ ؟؟؟؟

اما که ددېٖ الفاظو سر سرکي او آسانه تعبیر ته وګورم ، داسي راته معلومیږي
چه : حزبیان دیانت نه لری ، او طالب حکومت نه غواړي (!؟)

[quote:c51baf4b84]د طالب مسئله بل شی دی خر او اس بايد سره برابر نشي٠[/quote:c51baf4b84]
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more