د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دعنوانونو كاختي ...

bette
21.03.2011

دالومړۍ.... ان تر څلرم پوري دضروري اعلانونولړۍ دامانا لري
چي دعنوانونو كاختي راغلي ....

ولي له مضمون سره مناسب توري نشي پيدا كولي ؟
داچل ولاكه زما خوښيږي وروڼو هڅه وكړئ ښكلي
عنوانونه برابر كړئ !
كه نه ماته ليكني را ليږئ زه به يي عنوانونه درته
تياروم دا خو كومه بده خبر نه ده :D


نوروز خان
22.03.2011

السلام علیکم
بېټ نيکه ! ( بېټه ! خطاب ځکه نه ورته کوم چې بېټه زمونږ په سیمه کې کوچیان دکیږدۍ دمخې هغه میداني ته وایي چې دشپې رمه پرې پنډیږي دغه راز کوچی او کوچۍ چې یوه شوخه مېږ یې په پښه پورې تړلي وي ، هم دشنه اسمان لاندې خوب پرې کوي )
نوبېټ نیکه !
اصلي خبره دعنوانونه کاختي نه ده ، بلکې دمعنوناتو کاختي ده چې دعنوانونو کاختي یې هم زیږولې ده ، یو بله ستونزه داده چې زمونږ په ځینو ټوکیانو وروڼو باندې خلط راغلی دی ، او دټوکو دفورم په ځای اوس په نورو بې ټوکوفورمونو کې هم ګپ لګوي ، هیله ده ملګري دعنوانونو دتکرار غوندې دې ستونزې ته هم توجه وکړي
خو ګورئ ملګرو په دې مې ګرم نه کړئ چې تا ولې دټوکو په دې فورم کې بې ټوکو خبرې کړي دي ، ما کوښښ وکړ چې ټوکه راپه زړه کړم ، خو حافظې یاري ونه کړه


س افغان
22.03.2011

سلام علیکم
بیټ صیب اوس یی نود ګرسره خوند وکه چه د نوم معنی دی هم پیدا سوه
د نوی کال سره دی دا د نوم نوی معنی هم مبارک :) :) :) :)


سادات
22.03.2011

[quote:936c4da4e6]دعنوانونو [color=red:936c4da4e6]كاختي[/color:936c4da4e6] ...[/quote:936c4da4e6]
او که قحطي؟؟؟؟

[quote:936c4da4e6]ماته ليكني را ليږئ زه به يي عنوانونه درته
تياروم [/quote:936c4da4e6]
هو تاسو خودعنوانوپه تیارولو کی تخصص لرئ یوه بیلګه یې لوړه لیدلی شئ.


bette
05.04.2011

ښاغلیو او آغلیو درانه اوسنګین اوسئ !

ښاغلی نوروزجانه ! بیټ د قیس بن عبدالرشید
(رضی الله عنه په یوه روایت کی صحابی دی ) یو زوی دی او ما هم دهغه نوم
په ځان ایښی او همدا مانا می متلب وی او نور ی ماناوی نه مراد کوم مننه

او ښاغلی سادات په دا( قحطی) کلمه کی دریواړه توری ډیر مزی او بړسیدلی
دی نو دا به زما په اند ته هم سم نشی تلفظ کولی او که یی تلفظ کړی نو ډیر لوی
شور به جوړ کړی ....
هر ځای دا توری پښتانه کاختی تلفظ کوی نو که دی جنجال ته ت زړه کیږی
ادبی بحثونوته ورشه بناء صیب زما پر تخصص کی شک مکوه !

ستاسو بیټ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more