نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد عام خلکو ته: مونږ نه غواړو تاسې ومرۍ
لاونګ
21.03.2011
سلامونه او نیکې هیلې ټولو ته وړاندې کوم. الله پاک د ټول د ښه سحت خاوندان وساتي.
[quote:5e62dec0a3]راپورونه وایي چې خلک شکایت کوي چې طالبان د خپلو بریدونو لپاره د عادی خلکو ځایونو څخه ګټه پورته کوي چې د ملکي خلکو له ګڼی ګوڼي ډک وي، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دی اړه وایی: دوی هیڅ کله هم له هغو ځایونو څخه ګټه نه پورته کوي چې هغه د خلکو له ګڼي ګوڼې ډک وي، کله چې طالبان د فروشګاه دولتي مارکیټ ته ورسیدل خلکو ته وویل شول که ژوند غواړۍ لدی ځایه ووځئ، ځکه مونږ نه غواړو تاسی ومرئ؛ طالبان هیڅ کله هم ملکی ځایونه نه په نښه کوي دوی یواځی دولتي ځایونه په نښه او هغه تر بریدونو لاندی نیسي.
مجاهد وایی:" مونږ د خلکو سر او مال خیال ساتو، هغوی ته زیان نه ور اړوو، د فروشګاه مارکیټ په لوی لاس امنیتي ځواکونو په توپونو او نورو اور اچوونکو ګولو وویشت، طالبان هیڅ کله هم ملکیانو ته زیان نه رسوي."[/quote:5e62dec0a3]
په دې کې تاسې څه نظریه لرۍ؟ د ذبیح الله خبر د طالبانو عمل دۍ که نه؟
نوروز خان
22.03.2011
د[color=red:665a900018]ۍ[/color:665a900018]
پتوال
22.03.2011
١- حکومت دې له طالبانو سره د بېطرفو ملي شخصيتونو يوه کمېټه جوړه کړي،
٢- بهرنيان دې ووځي
٣- طالبان دې ژمنه وکړي چې د بيطرفو شخصيتونو لڼډمهاله حکومت به مني
٤- منفور اجير ګوډاګی حکومت دې استفا ورکړي او حکومت دې نوموړې کمېټې ته وسپاري
٥- بېطرفه ملي حکومت به آزاد او شفاف انتخابات تر سره کړي د طالبانو استازي او اوسني حکومت استازي به هم په کې ګډون وکړي .
که دا مېکانيزم طالبان ومني او يا يې وړانديز وکړي بيا رښتيا او په اثبات رسېدلې ده چې دوی بېګناه ملکي کسان وژل هم نه غواړي .
chaparharay
23.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صیب ډیر ښه وړاندیزونه مو کړی او پنځه واړه ښی مادی دی
الله دی وکړی چی همداسی وشی او کیدل یی ناشونی نه خو ګران دی
د ملت او اسلام په درد دردمن او مخلص افغانان اوس هم ډیر زیات دی
او فکر کوم چی یو لږ تعداد خلک به داسی وی چی هغوی دی داسی فکر
ونلری خو په تأسف باید ووایو چی همدا لږ شمیر خلک بیا د قدرت خاوندان
دی او کوم چی مخلص دی هغوی بیچارګان نو بغیر د چیغو او سورو نور
هڅ هم نشی کولی مونږ یی هم یو برخه یو چی ډیر وکړو نو دی ټول افغان
کی هغه د تندر صیب خبره د زړه نه بغ وباسو.
الله جل جلاله دی وکړی چی زمونږ طالبان ورونه هم دا سی یو اعلان وکړی
او ورسره دی ته یو شمیر خلک چی د اسلام او ملت غم ورسره وی چمتو شی
خو داسی ونشی چی کل یوم بتر خبر شی او بیا وایو چی پلار دی الله وبښی
یواځی کفنونه به یی غلاکول .....!
نو الله دی نور دا د مظلوم او ناچار ملت دعا قبوله کړی او په افغانستان کی نور
یو داسی اسلامی او افغانی دولت منځ ته راشی چی د افغان د ټول اقشارو او
افکارو خلکو ته د اسلام د مقدس دین په اصولو برابر حق ور وسپارل شی
او نور نو په هڅ نوم او په هڅ شعار وینه توی نشی او نه څوک ازار شی آمین
په همدی دعا او هیله