د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عربي لاسپوڅي او دصليبيانو يرغل٠

pattang
20.03.2011

ګدافي لکه د فلم ډېوه چې په ورځ کې به يې درې واره قسم قسم کالي اغوستل
،داسې ښکاريده چې خپل شخصيت يې نشوی ارزيا بي کولی اوله خپل
شخصيت سره يې پرابلم لاره او د حقيت تلې به تل خپل مخ او کارنامې يې په
خوب کې ور ته ښکاره کولې٠
کله به داسې مالومېده لکه دروم امپراطور او کله به دکوچيانو په کېږدۍ کې
ناست وو او له خپلو دولتي اروپايې ملګرو سره به يې خبرې کولې ٠
ددې د له، له مخه څخه زما بد راتلل دفرعوني دعوايې کړې وه په هره حرامزادګي
کې به يې هر ډول لا سونه وهل او مخ به يې داسې خچن مالومېده لکه چې يوه
مياشت يې نوي مينځلی٠
خو دعربي تالېڅټيو فيصله چې د ليبيا په فضاکې يې د جنګي طيارود بنديز
اشاره صليبي اشغالګرو ته وکړه ترڅو چې ملکي وګړي وساتل شي او هغوی هم
سم دستي د ملمتحد په لاسپوڅې اداره تر لاسليک تېره کړه دعربو لودګي او د
اشغالګرو بيايوه درنه څپېړه د اسلامي نړۍ په مخ بولم :٠
- دصليبيانو په حملو کې به په زرګونو بې ګناه خلک وژل کيږي ، کومه چې
دعربو دليګې (عربي سياسي ټولنه ) دفيصلې په ضد دی دا پر دې مانا
چې يوازې کلتوري جنګ دی اوبس ٠
که اشغالګر په ليبيا کې خلک له مرګه خلاصوي نو ولې يې په افغانستان او
کوزه پښتونخوا کې هره ورځ بې ګناه خلک وژني !
- که دبشر حقوق غواړي نو د ګوانتانامو بنديخانه ولې نه بنده وي او په بنديانو
قانوني محاکمه نه شروع کوي !
- دابو غريب او بګرام په بنديخانو کې څه تېريږي !
- ولې سربيانو ٨٠٠٠ بوزنيان مسلمانان په يوه هفته کې واړه او زاړه له تيغه تير
کړل او دوی ورته کتل !
- ولې په چېچينياکې روسان بې ګناه انسانان وژني !
نور داسې لاسپوڅي لکه قطر او بحرين دځان له ډار ه ، حتا له اشغالګرو سره په
جنګي عملياتو کې شامل دي چې خپلې کورنۍ يې په اکسريت باندې يو
ديکتاتوري حکومتونه کوي خو هغوی بيا دصليبيانو مذدوري قبوله کړې ده٠
هدف ليبيا او ديموکراسي ندي ، هدف داسلام ضعيفه ول دي٠


و.افغان
20.03.2011

محترم او دروند مشر پتنګ صاحب:
ستاسې ټولې خبرې پر ځای دي.
خو آيا ستاسې په اند کوم بل حل وو، چې له مخې يې ليبي ولس د دغه سفاح له قتل او
کشتار بچ شوی وی؟

اوسني حالت ته په کتلو سره زما په فکر د يوه عربي دولت هم دا کار په وسعه نه وو پوره.
دا صحي خبره ده چې همدغه يرغلګر په افغانستان او پاکستان کې مسلمانان وژني، خو
دا هم لرې نه ده، چې د ليبي ولس په وړاندې د هغوی سفاح قصاب چپه کړي، او خپله
بېرته شاته لاړ شي، او خپل ګنده مخ ته بيا د عربي نړۍ او اسلامي نړۍ په وړاندې بل
ډول رنګ ورکړي.

که چېرې دغسې کار وکړي، نو سوچ کوم چې بيا به يې هم تاوان نه وي کړی، ليبيا به
ضرور هغوی ته د دغه احسان په په مقابل کې نفطي امتيازات ورکوي، البته سوچ نه
کوم چې داسې امتيازات وي، چې د ليبيايي ولس د سيادت په حساب وي، او که چېرې
داسې وشي؛ نو دغه منطقه به په ټولې اوروپا سور اور شي.

والعلم عند الله.

په درنښت


حذيفه
21.03.2011

دروندوهاج افغان اوقدرمن پتنګ صیب سلامونه اونیکي هيلي
په عربي نړۍ کي چي څه روان دي که له یوې خواګټه لري له بلي خواصلیبیان هم په کمین کي دي اوهره شیبه دسیمي حالت څاري غواړي په دې اړي ګړي کښي داسي فرصت ترلاسه کړي چي هم پرمسلمانانوخپل راج قائم وساتي اوهم دسیمي له نفتي زېرمو پراخه اوطویل المدة ګټه واخلي . لیبیاته په دومره بیړه دهغوئ ورتګ هم په ډاګه کوي چي صلیبي داړه مارانودخپل مخکیني پلان له مخي هغه هدف ترلاسه کړ چي لیبیاته دچین اوروسیې دلاس په رااوږدېدویې په خطرکي لیدی . سمه ده چي په ټوله اسلامي نړۍ کي له بده مرغه داسي ځواک نسته چي دمعمرقذافی وحشي اوظالم رژیم له پښووغورزوي اوهلته داولس په خوښه ملي اداره پرپښوودروي خو دومره یي کولای سوای چي له غرب سره په تفاهم يي هغوئ ته ددومره پراخ واک اجازه نه وای ورکړی هغوئ ته یي یوازي دومره ویلای وای چي دقذافي دهوايی ځواک مخه ونیسي اودځمکي له لاري به عربي نړۍ دلیبیاله مخالفینوسره مرسته وکړي،هغوی ته به دمصراوتونس له لاري سرتیري دننه کړي،دمخالفینو دلوژیستکي موادومصارف به پرغاړه واخلي،هغوئ ته به دنقل وحمل اسانتیاوي چمتوکړي ، دارو درمل اونورلوژستیکي موادبه ورته برابرکړي اوداسي نورپه دې سره به له یوې خوا عربي نړۍ ترډیره دغرب له وحشي نفوذڅخه خلاصه سي اوله بلي خوابه په اسلامي نړۍ کي هم داسي احساس پیداسي چي داړتیاپروخت داسلامي نړۍ ځواکونه کولای سي چي دخپلومسلمانوپرګنودعامه وژني مخه ونیسي خودعربي اواسلامي نړۍ پوځي ځواکونه دخپل اولس پرضدډیرژرټوپک رااړوي مګرداولس اورعایت دساتني لپاره هیڅ نسي کولای اوبیاغرب ته ناري وهي چي هلئ راسئ موږله اوره دروباسئ . ترڅوبه مسلمانان خپل اولسونه اوملي منافع په همداسي ډول دغرب په ځانګړي ډول دامریکاپه غېږکي غورزوي زه اوس هم په دې باوریم چي که اسلامي هیوادونه دلږمسؤلیت په پورته کولودلیبايي اولس ژغورني ته ملاوتړي نوخورا موثره نتېجه به ورکړي خودصلیبیانوپه راتګ به ووینوچي هرڅه به بیاګډوډشي، حالات به بیاهم دعراق اوافغانستان په شان سي چي دوینوبیالي به پکي بهېږي، عامه تاسیسات به له منځه ولاړسي اوهره ورځ به جنازي وي عرب لوی خیټي واکمن به بیاهم لاس ترزني دنرښځيانوپه شان ددې هرڅه ننداره کوي . څومره امکانات چي دوی لري ان له امریکایانوسره هم نسته خوله بده مرغه داسي څوکه نسته چي کار ترې واخلي پرچوکیومویوازي بي زړه ښځي کښینولي دي چي نه ددین دي نه ددنیا . یوازي وخوره،تس سه اوپاریس ولندن ته دجنسي اشباع لپاره سفرونه وکړه دملت په خولوګټل سوي په میلونوروپۍ مصرف کړه بیاراسه دمړزګی په څېردغرب په اشارو ګډیږه اوبس . وهاج افغان صاحب! که مسلمانان همداسي پاتي سول ژربه ووینوچي ورو- وروبه داسلامي نړۍ نوري سیمي هم په یوه اوبله بهانه له لاسه ځي اوزموږ بي غیرته واکمن به همداسي یوبل ته ګوري ته یوځل پراسلامي دنیادمغلوتاریخ ښه په دقت ولوله،ورپسي دصلیبی جنګونوتاریخ هم ښه مطالعه کړه چي دې لوی خیټو واکمنواسلام اومسلمانانوته څومره زیانونه رسولي دي الله جل جلاله دي یوځل بیا دصلاح الدین ایوبي اوسلطان محمودقطزپه شان زمریان پیداکړي چي مسلمانان په پوره هوښیارۍ،متانت اوغوره رهبري سره دکورنیواوبهرنیووحشیانوله منګولو وژغوري .


و.افغان
21.03.2011

محترم حذيفه صاحب:
زه سوچ کوم، چې دا کوم کار چې وشو، کېدل يې ضرورۍب وو، ځکه چې بله چاره نه وه.
د عربي دولتونو په لاس دا مهال هيڅ هم نشو کېدی، که نه تاسو يې واضح کړئ.
د تقدير فيصلې د الله جل جلاله سره دي، اصلا پکار دا وه، چې ليبيايي ولس په ده
لېوني اوس نه وی راپاڅېدلي، او صبر يې کړی وی، چې نوره عربي نړۍ کې يو وار
وضعه طبيعي شوي وی، تر څو له داسې حالت سره نه وی مخ شوي.

اوس چې دا کار واقع شو، عربي دولتونو ته پکار دي، چې خپلو ميډياګانو، او
ديپلوماتيکو هڅو ته ښه زور ورکړي، تر څو دغه يرغل دېته پرېنږدي چې د فعلي
اشغال ځای ونيسي.

په درنښت

[quote:1a389ba2f2="حذيفه"]دروندوهاج افغان اوقدرمن پتنګ صیب سلامونه اونیکي هيلي
په عربي نړۍ کي چي څه روان دي که له یوې خواګټه لري له بلي خواصلیبیان هم په کمین کي دي اوهره شیبه دسیمي حالت څاري غواړي په دې اړي ګړي کښي داسي فرصت ترلاسه کړي چي هم پرمسلمانانوخپل راج قائم وساتي اوهم دسیمي له نفتي زېرمو پراخه اوطویل المدة ګټه واخلي . لیبیاته په دومره بیړه دهغوئ ورتګ هم په ډاګه کوي چي صلیبي داړه مارانودخپل مخکیني پلان له مخي هغه هدف ترلاسه کړ چي لیبیاته دچین اوروسیې دلاس په رااوږدېدویې په خطرکي لیدی . سمه ده چي په ټوله اسلامي نړۍ کي له بده مرغه داسي ځواک نسته چي دمعمرقذافی وحشي اوظالم رژیم له پښووغورزوي اوهلته داولس په خوښه ملي اداره پرپښوودروي خو دومره یي کولای سوای چي له غرب سره په تفاهم يي هغوئ ته ددومره پراخ واک اجازه نه وای ورکړی هغوئ ته یي یوازي دومره ویلای وای چي دقذافي دهوايی ځواک مخه ونیسي اودځمکي له لاري به عربي نړۍ دلیبیاله مخالفینوسره مرسته وکړي،هغوی ته به دمصراوتونس له لاري سرتیري دننه کړي،دمخالفینو دلوژیستکي موادومصارف به پرغاړه واخلي،هغوئ ته به دنقل وحمل اسانتیاوي چمتوکړي ، دارو درمل اونورلوژستیکي موادبه ورته برابرکړي اوداسي نورپه دې سره به له یوې خوا عربي نړۍ ترډیره دغرب له وحشي نفوذڅخه خلاصه سي اوله بلي خوابه په اسلامي نړۍ کي هم داسي احساس پیداسي چي داړتیاپروخت داسلامي نړۍ ځواکونه کولای سي چي دخپلومسلمانوپرګنودعامه وژني مخه ونیسي خودعربي اواسلامي نړۍ پوځي ځواکونه دخپل اولس پرضدډیرژرټوپک رااړوي مګرداولس اورعایت دساتني لپاره هیڅ نسي کولای اوبیاغرب ته ناري وهي چي هلئ راسئ موږله اوره دروباسئ . ترڅوبه مسلمانان خپل اولسونه اوملي منافع په همداسي ډول دغرب په ځانګړي ډول دامریکاپه غېږکي غورزوي زه اوس هم په دې باوریم چي که اسلامي هیوادونه دلږمسؤلیت په پورته کولودلیبايي اولس ژغورني ته ملاوتړي نوخورا موثره نتېجه به ورکړي خودصلیبیانوپه راتګ به ووینوچي هرڅه به بیاګډوډشي، حالات به بیاهم دعراق اوافغانستان په شان سي چي دوینوبیالي به پکي بهېږي، عامه تاسیسات به له منځه ولاړسي اوهره ورځ به جنازي وي عرب لوی خیټي واکمن به بیاهم لاس ترزني دنرښځيانوپه شان ددې هرڅه ننداره کوي . څومره امکانات چي دوی لري ان له امریکایانوسره هم نسته خوله بده مرغه داسي څوکه نسته چي کار ترې واخلي پرچوکیومویوازي بي زړه ښځي کښینولي دي چي نه ددین دي نه ددنیا . یوازي وخوره،تس سه اوپاریس ولندن ته دجنسي اشباع لپاره سفرونه وکړه دملت په خولوګټل سوي په میلونوروپۍ مصرف کړه بیاراسه دمړزګی په څېردغرب په اشارو ګډیږه اوبس . وهاج افغان صاحب! که مسلمانان همداسي پاتي سول ژربه ووینوچي ورو- وروبه داسلامي نړۍ نوري سیمي هم په یوه اوبله بهانه له لاسه ځي اوزموږ بي غیرته واکمن به همداسي یوبل ته ګوري ته یوځل پراسلامي دنیادمغلوتاریخ ښه په دقت ولوله،ورپسي دصلیبی جنګونوتاریخ هم ښه مطالعه کړه چي دې لوی خیټو واکمنواسلام اومسلمانانوته څومره زیانونه رسولي دي الله جل جلاله دي یوځل بیا دصلاح الدین ایوبي اوسلطان محمودقطزپه شان زمریان پیداکړي چي مسلمانان په پوره هوښیارۍ،متانت اوغوره رهبري سره دکورنیواوبهرنیووحشیانوله منګولو وژغوري .[/quote:1a389ba2f2]


حذيفه
21.03.2011

وهاج افغان صاحب !بیاهم سلامونه
عربي دولتونه نه یوازي داچي بایددفعلي اشغال دخطرمخنیوی وکړي بلکي باید اوسني حالت ته په پام داسي ګامونه واخلي چي داړتیاپه وخت کي دهمداسي حالاتو دمخنیوي لپاره یودفاعي ځواک سي . مګرعربي اولسونه هم بایدپوه سي اوخپل مسؤلیت احساس کړي هغه څوک بایددمشرپه توګه ونه مني چي تراسلام،ملي ګټو اوخپل اولس شخصي اقتداراوواک ورته ګران وي دوئ بایدنورداسلامي نړۍ روان حالت ته په پام هغه څوک مشرکړي چي هم اسلام ته ژمن وي اوهم خپلوملي رواحقوقو ته، که اسلامي په ځانګړي ډول عربي ملکونه لږخپل مسؤلیت وپېژني اوپه ګډه داسي یومشترک پوځ تشکیل کړي چي دټولواسلامي هیوادونوپوځونه پکي برخه ولري نوزماپه اندمسلمانان به له یوې خوادغرب دټلوالي په وړاندي ددفاع ځواک ترلاسه کړي اوله بلې خوابه په اضطراري حالاتوکي دکفري نړۍ مرستې ته اړنه وي .


و.افغان
21.03.2011

محترم حذيفه صاحب:
عربي ولسونه هيڅ مشکل سره نه لري، څه مشکلات چې وو، هغه دې حکومتونو رامنځ
ته کړي وو، تر کومه حده چې حکومتونه ولسي کيږي، د دښمنۍ پاتې تارونه به هم
شکيږي،او عربي اتحاد ته به لار پرانيځي.

محترما: قذافي په تورپوسته افريقايي وچه کې ډېر ژور کارونه کړي دي، افريقايان ټول
پرې ولاړ دي، زه فکر کوم، که چېرې يواځې مصر او تونس او ورسره خليج د قذافي
مخنيوي ته دانګلي وی؛ نو دا ټول هېوادونه له ډېرو اوږدمهالو ستونځو سره مخ شوي
وی؛ داسې حال کې چې ديکتاتور بشار الأسد او بوتفليقه د قذافي تر څنګ ولاړ وو،
بيا به هم مجبور وی؛ چې مجلس امن ته چيغې ووهي.

دوی ټول په دې ملامت دي، چې د خپلو چوکيو د ساتنې لپاره يې د الاهي فرض اعداد
څخه تکاسل کړی دی.
اميد دی چې نوي ولسي حکومتونه په پوره قوت سره په دې آیت عمل وکړي چې:
وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة.

په درنښت

[quote:8b08f3872b="حذيفه"]وهاج افغان صاحب !بیاهم سلامونه
عربي دولتونه نه یوازي داچي بایددفعلي اشغال دخطرمخنیوی وکړي بلکي باید اوسني حالت ته په پام داسي ګامونه واخلي چي داړتیاپه وخت کي دهمداسي حالاتو دمخنیوي لپاره یودفاعي ځواک سي . مګرعربي اولسونه هم بایدپوه سي اوخپل مسؤلیت احساس کړي هغه څوک بایددمشرپه توګه ونه مني چي تراسلام،ملي ګټو اوخپل اولس شخصي اقتداراوواک ورته ګران وي دوئ بایدنورداسلامي نړۍ روان حالت ته په پام هغه څوک مشرکړي چي هم اسلام ته ژمن وي اوهم خپلوملي رواحقوقو ته، که اسلامي په ځانګړي ډول عربي ملکونه لږخپل مسؤلیت وپېژني اوپه ګډه داسي یومشترک پوځ تشکیل کړي چي دټولواسلامي هیوادونوپوځونه پکي برخه ولري نوزماپه اندمسلمانان به له یوې خوادغرب دټلوالي په وړاندي ددفاع ځواک ترلاسه کړي اوله بلې خوابه په اضطراري حالاتوکي دکفري نړۍ مرستې ته اړنه وي .[/quote:8b08f3872b]


عادل عادل
21.03.2011

السلام علیکم

مګر د غزې په انساني قتل ګاه کې همدا د امن مجلس نه وو موجود؟ نه یوازې دا چې عربي ذلیلو حکامو یې د مخنیوي هڅه ونکړه بلکه د غزې د محوه کولو په پلان کې د آل سعود او مصر د مخلوع فرعون لاسونه او خوښه دواړه شامل وو.

زه پر لیبیا باندې د صلیبي یرغلګرو وحشي یرغل غندم، د هغه مفتیانو دې کور ګډ سي چې د قذافي بلاقید او شرط ځپل یې غوښتل، قذافي باید خپل ولس او د سیمې مسلمانانو راپرځولی وای، خو دا چې د وهاج صاحب په قول ددې جوګه نه وو نو اوس خو پرې د قذافي پرځول نه بلکه د یرغل په وړاندې دریدل فرض شوي دي.

زه د پورته وحشي یرغل پایلې د لیبیا په ګټه نه وینم، خو د پاتې عربي دیکتاتورانو د راپرځولو په لړ کې مفید پریوتلای شي، مربوطه ولسونو ته مورال او ذلیلو حکامو ته تزلزل بښلی شي، که خدای وکړي چې د سوریې ولس هم راپورته شي نو جابر حکومت به یې د لیبیا پیښو ته په کتو سره زر له واکه لاس واخلي، ورپسې به د سعودي وار وي، د خدای نه مې غوښتي چې د حجاز د خاورې نه ددغې مردارې کورنی نوم د تل لپاره ورک شی.

دا ټول د افغان مظلوم ولس د سویو آهونو عذاب دی چې عربي واکمنان به یې یو پر بل پسې څکي، هغه شپې خو هېرې نه شوې چې پر افغانستان یرغل وشو او د اسلامي نړی ذلیل حکامو نه تنها چې محض احتجاج و نکړ بلکه د دوی په لس کلنو وحشي کړنو تر ننه ساکت او راکد پاته شول.

پر مونږ خو هسې هم قیامت دی، ډېره به ښه شي چې پر ټولو راشي تر څو زمونږ له حاله خبر شي، په همدې هیله


حمید هڅــاند
21.03.2011

د بحث ټولو ګډونوالو او ویونکو ته؛
اسلام علیکم
د معمر القذافې دیکتاتور نظام د هیچا خوښ نه دی خو په لیبیا کې د لوېدیځ لاسوهنه د قذافې له حکومت څخه ښه نه بلکه بد تره ده. د لویدیځ لاسوهنه په لیبیا کې د لیبیايې اولس لپاره نه ده او نه لوېدیځ دې جګړې ته بې پلانه ننوت. په لیبیا باندې بمبارې او تېری د کلونو کلونو خبره ده، شواهد موجود دې چې امریکا او انګلستان له کلونو په دې خوا غوښتل په لیبیا برید وکړې او په سیمه کې خپلې د تیلو ګټې خوندي کړي. General Wesley Clark چې د ناټو له نامتو قوماندانانو څخه دی، د کوسهو په جګړه کې سر قومندان ؤ او د امریکا فوځ ته یې څلوردېرش کاله خدمت کړي له نن څخه دوه کاله مخته منلې چې د لیبیا تېری لا همغه مهال د پنټاګون له ډېرو لوړو موخو څخه یو ؤ. لیبیا د نړۍ د تیلو درې نیم سلنه په خپله خاوره کې لرې چې د امریکا د زېرمو دوه چنده او د مصر لس چنده ده. په افریقا کې د تیلو د زېرمو له مخې لمړی هېواد دی چې ورپسې نایجریا او الجریا راځې.
د لیبیا وسله وال مخالفین لا له پخوا د لوېدیځ له ملاتړه برخمن ؤ. د مصر او تونس پاڅونونه په لوی لاس تر لیبیا کش شول.
دا څنګه کېدای شې چې لویدېځ دې په ورځ کې سلګونه بې ګنا کسان په افغانستان او پاکستان کې ووژنې خو بیا هم موږ ورته د سولې حامیان ووایو؛
همدا سوله ساتې د لبنان او غزې د جګړو په مهال چيرته ورک ول؛
لویدیځ دومره په سادګۍ لیبیا ته نه ننوت چې د لیبیا د حکومت له پرځولو وروسته به له سېمې ژر خپل اغېز لېرې کړې. وهاج ساپې ورور منلې چې امریکا به ځېنې امتیازات لاسته راوړې خو کېدای شې هرڅه سمې خواته لاړ شي. د امریکا پلانونه د ليبیایې اولس له پلانونو نه ډېر منظم او پاخه دي؛ لویدېځ په هیڅکله اجازه ورنه کړې چې عربې نړۍ سره یو موټې، یوه خوله او ځواکمنه شې.
مرګ په امریکا او صلیبیانو.


و.افغان
21.03.2011

محترم هڅاند صاحب:
د غرب له هوښيارۍ، فرېبکاريو ، دوکو او مطلب اشناييتوب څخه هيڅوک هم انکار نه
کوي، خو آيا تاسې بله حل لاره لرله؟
آيا د ليبيا ولس د شاته ستنېدو کومه لاره لرله؟
آيا د قذافي څخه د هغوی بچ کول يو مهم او ضروري کار نه وو؟؟.
تنها په يو ساعت کې هغوی سره له دې چې مسلح مقاومت يې په مقابل کې موجود وو،
94 بې ګناه خلک ووژل.
دا چې په بنغازي ښار غالبه شوي وی، کوم کې چې 1.5 خلک اوسيږي، نو څه کانې
به يې پرې کړې وې؟؟!!
د تېرې مياشت په ترځ کې چې قذافي هره ورځ په
لسګونه او سلګونه مسلمانان وژل، طالب امارت هيڅ د غندنې کوم اعلان ونه کړ، اونه يې د هغوی د خلاصولو لپاره خوله خلاصه کړه، خو چې کله د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د قذافي په عسکري اډو حملې پيل شوې؛ نو هغوی راويښ شول، او د بهرنۍ مداخلې غندل يې پيل کړل، او په اسلامي ولسونو او حاکمانو يې غږ وکړ،
ولې دا کار دوی مخکې نه کاوه؟؟
زه پوهېږم چې د طالب دا کار به دومره د تأثير خاوند نه وی؛ مګر يو معقول موقف
نيول په مناسب وخت کې د يوه حرکت په عقلانيت او هوښتیار دلالت کولی شي.

پاتې دې نه وي، چې غربي دولتونه به سره له خپلو خيرنو نیتونو په عملياتو کې له ډېر
احتياط څخه کار اخلي، چې ملکي خلکو ته په کې زيان وانه وړي، ځکه چې دغه کار
له هر څه مخکې دهغوی د مصالحو مخه په کامله توګه ډب کولی شي؛ دا هم د هېرولو
نه ده، چې له عملياتو مخکې د ليبيا حکومت وويل، چې ملکي وګړي چې له ښځو،
سپينګيرو او ماشومانو عبارت دي، ځانونه يې هغو ځايونو ته رسولي چې په کومو
ځايونو د بمبارۍ ګمان کېدلی شي، تر څو له خپلو ځانونو بشري سپرونه جوړ کړي،
او له قذافي دفاع وکړي، آيا دا خبره عقل مني؟؟؟
د قذافي او د هغه د لېونو ملګرو سیرت او سلوک ته په کتلو سره سړی ويلی شي، چې
دوی په زور سره دغه خلک د جنګ ميدانونو ته راولي، او له هغوی څخه د سپرونو
په توګه کار اخلي.

په درنښت


هیښ
21.03.2011

سلامونه

په لیبیا باندې دغربیانو وحشیانه یرغل ، ،دلیبیا د مظلوم وولس دپاره یوه بله غمیزه او فاجعه ده چې دنیوي او اخروي مسؤلیت ئې دلیوني دکتاتور قذافي دجنایتکارانه مطلقه حکومت په غاړه دئ.
په دې وحشیانه تجاوز سره په لیبیا کې هغه ستونزې او مشکلات چې خلک ورسره لاس او ګریوان وو اوپه ډیرو سختو شرایطو کې ئې ورسره مبارزه کوله نورهم ډیر شول .اوس دلیبیا وولس باید په دوو جبهو کې دخپلو حقوقو دلاسته راوستلو له پاره وجنګیږي چې یوه ئې دقاتل دکتاتور قذافي یعنی داخلي استبداد په مقابل کې او بله دغربي یرغلګرو
یعنی خارجي استبدادپه مقابل کې.له دې وروسته به دلیبیا خلک ددوو په درنو او مهلکو وسلو سمبالو حرفه اي قاتلانو له لوري په نښه کیږي ، بمباردکیږي او وژل کیږي .
دلیبیا وولس دمستبد قذافي او شریکانو له لوري په کلونو کلونو داسې ځپل شوئ دئ ،چې په اصطلاح داستبداد چاړه ئې هډوکو ته رسیدلې ده اوپه دې استبداد دغربیانو تجاوزکارانه استبداد هم وراضافه شو،نودلیبیا خلک دیوه داسې سالم سیاسي تشکل درامنځ ته کیدو دپاره چې په وولسي اقتدار ولاړنظام باورولري او دلیبیا ازادي او خپلواکې تضمین کړي باید یوې اوږدې مبارزې او پریمانه قربانیو ته ځان تیارکړي.
په عربي نړئ او داسیا ،افریقا او لاتینې امریکا په هیوادونو کې دمطلقه، مستبدواو وولس ضد نظامونه دغربي استعمارګرانو له لوري نصب شوي او ددوئ ترحمایت او حفاظت لاندې ئې خپل کرغیړن ژوند ته دوام ورکړئ دئ،نو دا به ډیره سادګي او ناپوهي وي چې هغه څوک چې دوولسونو په ازادۍ ،خپلواکۍ او قدرت باندې باور لري او دهر نوع استبداد سره تضاد لري ، دیوه استبداد(داخلي )نه خلاصون دبل استبداد (خارجي)په استقرار باندې قبول کړي.استبداد باطل دئ ،مردود دئ ،غیرانساني دئ او دازادۍ ضد دئ .دیوه استبداد په بدلون سره نه ازادي حاصلیږي ، نه دخلکو حقوق ساتل کیږي او نه سیاسي قدرت چې دوولس ملکیت دئ په ټولنه کې حاکم کیږي.نوکه یوهیواد او یا ټولنه ازادي غواړي ،عدالت غواړي اوپه وولسي اقتدار ولاړ نظام غواړي باید استبداد که داخلي دئ او که خارجی دئ محو او نابود کړي او دتل دپاره ئې رد کړي.

مننه


pattang
21.03.2011

هيښ صيب او نورو وروڼو !
د cia مکتبونه ډېر پراخه د هر ډول تجروبو لا براتوارونه لري ، زه پردې ډارېږم چې
دا حرکتونه د cia او مسد يوسيناريو په عربي نړۍ کښې نوي !! ځکه چې بدلون
دځينو خلکو په ګټه اود ځينو خلکو په نقص او په ټولنه کې يونوی سياسي او
اقتصادي پروڅيس منځ ته راولي او داسې نوي چې د cia ور ګډ شوی ويروس
يې دغربيانو داقتصادي او سياسي ګټو په محور وڅرخوي!!٠
cia اونو ر يې هلته هم شته چې ددوستانو په منځ کې لا ناست يې !!


حمید هڅــاند
22.03.2011

دروند وهاج افغان ورور جانه؛ دقذافې حکومت ملاتړي هیڅوک هم نه دي او نه دده له ظلمونو سترګې پټولی شو. تاسو پوښتنه کړې چې بله کومه حل لاره موجوده وه که نه؛ د صلیبیانو مداخله په لیبیا کې حل لاره نه شې کېدی. دوی لمړی یو فاسد او بدمخه انسان د واګ پر ګدۍ تر هغه بریده پرېږدې ترڅو د خلکو نفرت ورنه اسمان ته وخېژي او بیا د بشر حقوقو د مدافعینو تر جامې لاندې دا وینې تویونکې له خپلو وسلو سره ننوزې. زه دا درسره منم چې د لویدیځ مداخله به اولسې خلکو ته دومره د سر زیان رانه وړې ځکه بهرنیان نه غواړې خپلې ګټې زیانمنې کړې؛ خو دا ډېر محدود سوچ دی، همدا د وینو تږې په لوی لاس اوبه دومره خړي کړې چې زه او ته یې باید په پټو سرګو ددوی د مداخلې هر کلی وکړو.
په لیبیا کې د لویدیځ لاسوهنه ډېر پراخ اهداف لري؛ په لیبیا کې جګړه له لسیزو مخکې پلان شوې وه، د امریکا د ولسمشرانو پلان نه دی بلکه ترشا یې نړیوالې سوداګریزې ګټې پرتې دي، دې جګړې ته د بیلډربرګروپ لاره هواروله، ددې ګروپ غړي د نړۍ بډای سوداګر، د بانکونو چلونکې او د هالېووډ غټ غټ ستوري دي، دحیرانتیا خبره داده چې همدا ګروپ د امریکا د حکومت پالیسې کنترولوي، د ولسمشر تګ او یا راتګ بې مانا ده. همدې ګروپ ورته لمن وهله او نن ورځ یې ترټولو غوره ورځ ده، همدا خلک دهمدې جګړې په وسیله غواړې د قیمتونو په بدلون او انفلیشن راوستلو سره خلک برباد او لاهم بې وسه کړي او دوي پخپله د نړې د شتمنۍ ډېری برخه خوندي کړي. وهاج افغان ورورجانه؛ د ناټو مداخله به نن ترڅه ځایه د حل لارې په توګه وبرېښې خو زما پوښتنه داده چې که د ستونزې په خلق کولو کې له لویه سره زما لاس وې بیا څنګه زما مداخلې ته تاسو د حل لاره ویلی شئ؟
وهاج افغان ورور جانه؛ تاسو پوښتنه کړې چې ایا د قذافې ګوښه کول اړین کار نه ؤ؛ هوکې بېساری اړین کار ؤ خو دومره نه چې واک نړیوال زبېښاک ته په لاس کې ورکړو. زه پوښتنه کوم چې په افغانستان کې هره ورځ په لسګونه کسان همدا وینې څښونکې وژنې، ایا اړین نه دې چې مداخله وشې؟ پوهېږم چې ځواب همدا دی چې دوی د خبرو او کړو زور لرې، د ملګرو ملتونو د کوم چتر یادونه چې تاسو کوئ هغه ددوي په ستنو ولاړ چتر دی، نو ملګرې ملتونه په څنګه زما د سر ضمانت وکړې ځکه زما سر ته امریکا ضرورت لري.
زما پوښتنه داده چې ولې امریکا موږ د خپل سر د ضامنې په توګه منلې ده؛ موږ ولې په دې ګروهه یوچې که امریکا نه وې موږ به په خپل مینځ کې سره وخورو؟؟ زه د قذافې غوندې بدمخه خلکو شتون منم چې فضا همداسې جوړوي خو هغه هم دهمدې دسېسې یوه برخه وې.
زه دا هم منم چې په لنډ مهاله توګه په د لیبیا حالات په سمه لاره ولاړ شې؛ او لویدیځ به ما او تاسو ته خپلې لاسته راوړنې وښیې؛ مګر پیشو به زموږ د غوښو ساتندویه وې.


و.افغان
24.03.2011

محترم حميد هڅاند صاحب:
ستاسې ټولې خبرې پر ځای او د سر په سترګو د منل وړ دي.

ما دومره ويلي دي، چې بله د حل لاره نه وه، عقب نشيني يا شاته تګ ممکن نه وو، زما
لپاره شرعا د ليبيا له ټولو زېرمو او نفطو د بنغازي ښار د 1.5 مليونو مسلمانانو
نفسونو وينه ساتل ډېر اړين وو.

له غربي ازدواجيت نه هم څوک انکار نه کوي، غربي ازدواجيت او براګماتيزم د غرب
په نظر کې د هغوی د مصالحو د تقدس محصول دی.

افغانستان ته غربيان افغانانو راوستي دي، او د هغوی استمرار اسباب هم افغانان
برابروي.

مونږ د خپلو غلطيو څخه چورلټه انکار کوو، د اصلاح خبره خو په ځای پرېږده، همېشه
د خپلو غلطيو بده نتيجه د نورو خلکو د تصرفاتو محصول بولو.

په درنښت

[quote:4b68c17ae9="حمید هڅــاند"]دروند وهاج افغان ورور جانه؛ دقذافې حکومت ملاتړي هیڅوک هم نه دي او نه دده له ظلمونو سترګې پټولی شو. تاسو پوښتنه کړې چې بله کومه حل لاره موجوده وه که نه؛ د صلیبیانو مداخله په لیبیا کې حل لاره نه شې کېدی. دوی لمړی یو فاسد او بدمخه انسان د واګ پر ګدۍ تر هغه بریده پرېږدې ترڅو د خلکو نفرت ورنه اسمان ته وخېژي او بیا د بشر حقوقو د مدافعینو تر جامې لاندې دا وینې تویونکې له خپلو وسلو سره ننوزې. زه دا درسره منم چې د لویدیځ مداخله به اولسې خلکو ته دومره د سر زیان رانه وړې ځکه بهرنیان نه غواړې خپلې ګټې زیانمنې کړې؛ خو دا ډېر محدود سوچ دی، همدا د وینو تږې په لوی لاس اوبه دومره خړي کړې چې زه او ته یې باید په پټو سرګو ددوی د مداخلې هر کلی وکړو.
په لیبیا کې د لویدیځ لاسوهنه ډېر پراخ اهداف لري؛ په لیبیا کې جګړه له لسیزو مخکې پلان شوې وه، د امریکا د ولسمشرانو پلان نه دی بلکه ترشا یې نړیوالې سوداګریزې ګټې پرتې دي، دې جګړې ته د بیلډربرګروپ لاره هواروله، ددې ګروپ غړي د نړۍ بډای سوداګر، د بانکونو چلونکې او د هالېووډ غټ غټ ستوري دي، دحیرانتیا خبره داده چې همدا ګروپ د امریکا د حکومت پالیسې کنترولوي، د ولسمشر تګ او یا راتګ بې مانا ده. همدې ګروپ ورته لمن وهله او نن ورځ یې ترټولو غوره ورځ ده، همدا خلک دهمدې جګړې په وسیله غواړې د قیمتونو په بدلون او انفلیشن راوستلو سره خلک برباد او لاهم بې وسه کړي او دوي پخپله د نړې د شتمنۍ ډېری برخه خوندي کړي. وهاج افغان ورورجانه؛ د ناټو مداخله به نن ترڅه ځایه د حل لارې په توګه وبرېښې خو زما پوښتنه داده چې که د ستونزې په خلق کولو کې له لویه سره زما لاس وې بیا څنګه زما مداخلې ته تاسو د حل لاره ویلی شئ؟
وهاج افغان ورور جانه؛ تاسو پوښتنه کړې چې ایا د قذافې ګوښه کول اړین کار نه ؤ؛ هوکې بېساری اړین کار ؤ خو دومره نه چې واک نړیوال زبېښاک ته په لاس کې ورکړو. زه پوښتنه کوم چې په افغانستان کې هره ورځ په لسګونه کسان همدا وینې څښونکې وژنې، ایا اړین نه دې چې مداخله وشې؟ پوهېږم چې ځواب همدا دی چې دوی د خبرو او کړو زور لرې، د ملګرو ملتونو د کوم چتر یادونه چې تاسو کوئ هغه ددوي په ستنو ولاړ چتر دی، نو ملګرې ملتونه په څنګه زما د سر ضمانت وکړې ځکه زما سر ته امریکا ضرورت لري.
زما پوښتنه داده چې ولې امریکا موږ د خپل سر د ضامنې په توګه منلې ده؛ موږ ولې په دې ګروهه یوچې که امریکا نه وې موږ به په خپل مینځ کې سره وخورو؟؟ زه د قذافې غوندې بدمخه خلکو شتون منم چې فضا همداسې جوړوي خو هغه هم دهمدې دسېسې یوه برخه وې.
زه دا هم منم چې په لنډ مهاله توګه په د لیبیا حالات په سمه لاره ولاړ شې؛ او لویدیځ به ما او تاسو ته خپلې لاسته راوړنې وښیې؛ مګر پیشو به زموږ د غوښو ساتندویه وې.[/quote:4b68c17ae9]


عادل عادل
24.03.2011

السلام علیکم

ګران وهاج صاحب ستاسو موقف ظاهرا داسې دی لکه چې خدای مکړه او هزار بار خدانخواسته، امریکایانو سره د جنګي ائتلاف يو طرف هم تاسو وی.

تاسو بار بار ویلي چې امریکایان افغانانو راوستي او دا دی بیا هم ټینګار کوی چې د امریکایانو د پاتې کیدو لامل خپله افغانان دي، خو داسې نه ده، که افغانانو د تاسو جناب هغه پوخ دښمن لاس تړلی هم ورته سپارلی وای نو بیا به هم دوی له یرغل څخه نه وو لاس پر سر شوي، همدې قذافي خپل ذروي ټول تاسیسات او برنامې د غربیانو د یرغل د مخنیوي په هدف ړنګې نه کړې؟ .... طالبانو ته یې د اسامه نه علاوه په لس هاوو نور موضوعات هم لست کړي وو، اسامه به راکوې، که دې راکړ، نو په ښارونو کې به د ګوتو په شمېر لوڅو او عریانو ښځو حقوق هم تضمینوې، که دې ددې تضمین هم راکړ، ............نو ......... نو د کوکنارو په کاروباریانو باندې باید زمونږ خاصې قواوې لازم ځمکني عملیات وکړي او داسې نورې بې شمېره بهانې..... هو افغانان په دې ګرم دي چې امریکایان یې باید په صلح آمیزه توګه لکه څنګه چې په جزیره العرب کې ځای پر ځای دي، په افغانستان کې هم میشت کړي وای.

د بن غازي د ښار خلک خو دا 40 کاله محکوم او تر ظلم او استبداد لاندې وو، تر اوسه مو ولې هیر وو، او اوس مو څنګه په یاد شول؟


و.افغان
24.03.2011

[quote:1920faaf3e="عادل عادل"]
السلام علیکم

ګران وهاج صاحب ستاسو موقف ظاهرا داسې دی لکه چې خدای مکړه او هزار بار خدانخواسته، امریکایانو سره د جنګي ائتلاف يو طرف هم تاسو وی.
[/quote:1920faaf3e]

محترم عادل عادل صاحب: خدای مکړه او خدای ناخواسته په کې مه وايه، که چېرې
ما په فعلي ډول د يوه ځواکمن دولت مشري کولی، او د قذافي د ختمولو لپاره مې په يوه
ائتلاف کې برخه اخيستلای شوی؛ نو ضرور به مې اخيستې وی.

هغه حلف چې له بعثته مخکې د عربو مشرکو قبائلو د مظلومانو د مرستې په اړه کړی
او زمونږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم په کې شرکت هم کړی وو، نبي کريم صلی الله
عليه وسلم دهغه حلف په اړه فرمايي: ولو دعيت الی مثله في الاسلام لأجبت.
که چېرې زه د دا ډول حلف لپاره په اسلام کې وغوښتل شوم، نو خامخا به لبيک
ورته ووايم.

[quote:1920faaf3e="عادل عادل"]
تاسو بار بار ویلي چې امریکایان افغانانو راوستي او دا دی بیا هم ټینګار کوی چې د امریکایانو د پاتې کیدو لامل خپله افغانان دي، خو داسې نه ده، که افغانانو د تاسو جناب هغه پوخ دښمن لاس تړلی هم ورته سپارلی وای نو بیا به هم دوی له یرغل څخه نه وو لاس پر سر شوي، همدې قذافي خپل ذروي ټول تاسیسات او برنامې د غربیانو د یرغل د مخنیوي په هدف ړنګې نه کړې؟ .... طالبانو ته یې د اسامه نه علاوه په لس هاوو نور موضوعات هم لست کړي وو، اسامه به راکوې، که دې راکړ، نو په ښارونو کې به د ګوتو په شمېر لوڅو او عریانو ښځو حقوق هم تضمینوې، که دې ددې تضمین هم راکړ، ............نو ......... نو د کوکنارو په کاروباریانو باندې باید زمونږ خاصې قواوې لازم ځمکني عملیات وکړي او داسې نورې بې شمېره بهانې..... هو افغانان په دې ګرم دي چې امریکایان یې باید په صلح آمیزه توګه لکه څنګه چې په جزیره العرب کې ځای پر ځای دي، په افغانستان کې هم میشت کړي وای.
[/quote:1920faaf3e]

د اسامه بن لادن خبرې د يوې ورځې دوه ورځو خبرې نه وې، د اسلامي نړۍ د هېوادونو
ټول مفرورين په افغانستان کې راټول شوي، او مشر ملا صاحب د معسکراتو عامه
تامه او کامله اجازه ورکړې وه، هلته به يې ټريننګ کاوه، بيا به يې خپلو هېوادونو
کې ترهګريز عمليات کول.
اسامه بايد له سره په کال 1996 کې افغانستان کې نه وی پرېښودل شوی، داسې حال
کې چې د ترهګريزو عملياتو په وجه د امريکا په فشار له سوډان څخه وويستل شو،
داسې حال کې چې په سوډان کې يې ځينې اقتصادي پروژې هم پيل کړې وې، يا يې
د پيل کولو وعده کړې وه.

محترما: په دې خبره کې پنځه کاله ووتل، پنځه کاله کم عمر نه دی، دې ځوان سره له
خپلو ملګرو په افغانستان کې پلانونه جوړول، او پس له پلانونو به يې په تطبيق
رسول، او د افغانستان له ځمکې به يې د اعتراف اعلان په ډاګه کاوه، چې مونږه دا
کار کړی دی، او ويډيوګانې به يې په ټولې دنيا کې خپرې شوې. لکه د تنزانيا او دار
السلام تفجيرات او داسې نور.
چې بالآخره يې هغه لويه مرادري يې په نيويارک کې ترسره کړه، او له افغانستان څخه
يې خپل انتصار اعلان کړ.
امريکا داسې فرصتونه په اسمانونو غوښته، بن لادن نغد چغد په ځمکه ورکړ.
له امريکايي کرغېړن يرغل وروسته ايمن الظواهري په الجزيره راښکاريږي، او وايي
چې مونږ په خپل لوی هدف کې کامياب شو، چې امريکايان مو افغانستان ته راوستل.

محترما: زه له تاسې يوه پوښتنه کوم، هيله ده چې نېغ په نېغه يې ځواب راکړې، ،،
راځه د لږ وخت لپاره فرض کړه، چې افغانستان امريکا دی، او د نړۍ يو طاقتورترين
هېواد دی، په هر څه سمبال دی.
او په مقابل کې امريکا يو جنګ ځپلی ضعيفترين هېواد دی. او په دغه امريکا کې يوه
اجرامي ډله چې له امريکايي حکومت له خوا حمايه کيږي، را پاڅيږي،
او وخت په وخت د افغانستان په وړاندې ترهګريز عمليات ترسره کوي، لوی لوی
بلډنګونه او سفارتونه يې کې يې چاودنې کوي، دغه عمليات له پنځه کالو زيات دوام
کوي، اسمانڅوکي بلډنګونه يې الوځوي، او په زرګونه خلک يې وژني.
آخر تاسو له افغانستان څخه د امريکا په وړاندې د کوم اقدام طمعه لرئ؟؟؟؟

[quote:1920faaf3e="عادل عادل"]
د بن غازي د ښار خلک خو دا 40 کاله محکوم او تر ظلم او استبداد لاندې وو، تر اوسه مو ولې هیر وو، او اوس مو څنګه په یاد شول؟
[/quote:1920faaf3e]

محترما: مخکې مې هم ياد وو، خو په ډېرو ليکنو کې ما ويلي دي، چې افغانان د ټولې
اسلامي نړۍ د حکومتونو د ستونځو ذمه وار نه دی، که چېرې د دغه دولتونو ولسونه
ځانونه وخوځوي؛ نو افغانان به د خپلې وسعې مطابق مرسته ورسره وکړي، کم نه کم
د قلم او اعلام له لارې به يې مرسته وکړي، په دعاوو کې به يې ياد کړي.

زه د فردي يا حزبي اجرامي اعمالو ملګرتوب نه کوم، البته ولسي پاڅون له دې هر څه
اوچت ګڼم، د مسلمانانو له تکفير څخه ځان ډېر لرې ساتم، په دې حديث هم ايمان لرم:
اطع واسمع للأمير ولو ضرب ظهرک و أخذ مالک.
خروج پرې ناروا بولم، تر څو چې د هغه د کفر په اړه يو واضح دليل رامنځته شوی نه وي.
البته دا ورته نصوص د يو فرد يا څو افرادو د مظلمو او خروج په اړه دی.
له کومو نصوصو چې القاعده او ورته ډلې کلکه سرغړونه کوي، کله د دې سرغړونې
او د حديثو په اړه د سوء فهم په وجه مجبوريږي، چې حاکم، او د حاکم حاشيه او هغه
څوک چې په حکومت کې کار کوي؛ بلکه هغه څوک چې په حکومت رضا وي، کافر
کړي؛ تر څو ورباندې د خپلو عملياتو لپاره تجويز پيدا کړي.

البته صحي خبره دا ده، چې دغه احاديث د يوه فرد يا يو عدد افرادو په اړه دي، چې
د جماعة المسلمين د اصطلاح لاندې نشي راتلی، خو کله چې پوره اولس د شکنجې لاندې نيول کيږي، پوره جماعة المسلمين د تعذيب او تقتيل لاندې نيول کيږي،
نو د ظلم په وړاندې د پاڅون حق لري، البته د ولس پوهان او عاقلين بايد مخکې له
داسې اقدام څخه د پاڅون محتمل مصالح او مفاسد سره وسنجوي، او بناء عليه
اقدام وکړي.

په درنښت


ډاکتر څپاند
25.03.2011

درنوهېوادوالوسلامونه، 
امريکا اونوره غربي نړې،نن سبا،په ټوله نړۍ باداري کوي،هر حاکم ئي چې
خوښ نه وي،په ناسيخه يا سيخ ډول ئي راپرزوي٠

لرې به نه ځو،دې تېرو ٢٠ کالو پيښې به راواخلو٠
شوروي اتحاد ئي رامات،ويجاړ او ټوټې ټوټې کړ٠
پرچين ئي زور ونه رسېد،که نه ډېرې توطئې پرې وکړې،خو دې ته ئي اړکړ
چه خپل خاجي سياست،دامرېکې په ګټه،واړوي٠
هند ئي هم دې ته اړباسه چې دې غرب دګټو په لاره کې هيڅکله خڼډ نشي٠
يګوسلاويا ئي ټوټې ټوټي اوبمباري کړه،ميلاسويچ ئي په خپل کورکې ګرفتار
او په هاګ کې ئي زنداني او بيا مړکړ٠

افغانستان ئي اشغال کړ٠

عراق ئي اشغال اومرحوم صدام حسين ئي په دار وځوړاوه٠

په فلسطين کې ئي دحماس منتخب حکومت داقتصادي تعذيراتو په وجه اړ کړ
چې دغزې تړانګې ته محدود شي،هلته ئي هم بمبارد کړ٠

ليبيا،ايران ،سوريه،برما او په جنوبي امريکا کې،دې ويزويلا دې دولت په مشرۍ،څو نورهيوادونه په نوبت کې وول٠
دليبيا وار رارسېدلی،دنورووخت لرې نه دی٠

سوال دادی چې ولې شمالي کوريا،ويتنام،کوبا او دې ته ورته هېوادونه لې 
دې غرب په لست کې علويت نلري؟
ځواب واضح دی،اقتصادي منافع !

که دې نړۍ دې "دويمې درجې" هيوادونو واکمنانو ته ځغلنده نظر وکړو،داسې
به راڅرګنده شي چې:
1-دغرب دګټو دې خوندي ساتلو ياران٠
پدې ډله کې 
A-هغه واکمنان چې دې اومه توکو دلرلو له نظره فقير دي،لکه پاکستان،
هند،بنګله ديش،مصر،تونس،ماليزيا،ټايلند،فلپين او نور٠خو دا هېوادونه علمي
کادرونه او تحصيل لرونکي قشر لري٠پدې هېوادو کې دغرب دخوښې دوه دري
اساسي ځواکونه شتون لري چې له يوی خوا،پخپلو ټولنو کې څه ناڅه نفوذ
او محبوبيت لري او دې بله پلوه،دې علمي کادرونو دلرلو په وجه،دغرب سره
دمعاملې په وخت،دې خپلې بقا لپاره،ملي ګټې په کلي ډول دغرب تر ګټو نه
ځاروي٠
B-هغه واکمنان چې هېوادونه ئي خورا ډېر اومه مواد لري٠پدې ډله کې
سعودي ،قطر،بحرېن ،امارات او نور شامل دي٠
ددې هېوادو واکمنان،سره ددې چې دې غرب دخوښې ښايسته شعارونه،لکه
دموکراسي،دبشرحقوق،دښځو حقوق او نور نه خوښوي او داسلام دې مقدس
دين دې "ريا ټېکه دارۍنقاب" ئي پر خپل مخ راکش کړې،خو دې غرب 
خوښ دي٠داځکه چې داحاکمان،دې خپل هېواد طبيعي،ملي منابع په ارزان
اوپريمانه پيمانه خپلو غربي بادارانو ته ورکوي٠په مقابل کې غرب ددې واکمنانو دحکومت دساتلو ضمانت کړی او دې تبليغاتي
منابعو نه علاوه،خپلې نظامي هډې ئي دې داسې وفادارو غلامانو دساتلو لپاره
رامنځ ته کړي٠دوي يوبل مهارت هم لري،اوهغه داچې ډير تکړه اوباستعداده
"ديني عالمان" ئي روزلي،څو دې اړتياپه وخت کې ،دې رګارنګ تبليغاتو علاوه
دې "ضرورت وړ فتوي ګانې" هم صادرې کړي٠لکه چې سعودي ملا په
عربستان کې هرډول پاڅون اومظاهره داسلام دشريعت خلاف ګڼي خو په
ليبيا،سورئي او ايران کې ئي جايز٠

2-هغه حاکمان چې دغرب حلقه ئي په اړه کې نشته٠
پدې ډله کې:
A-داومو توکو لرونکي هيوادونه،لکه ليبيا،ايران ويزويلا او نور٠
په ايران،خاصتا ليبيا کې،واکمنانو خپلې ملي منابع،دې غرب دې مستقي تاراج
نه خوندي کړي،خومتاسفان،دا واکمنان ،ملي منابع دشخصي ګټو لپاره 
پکاروړي٠سره ددې چې په ويزويلا کې ملي منابع عمدتا دملت لپاره تخصيص
شوي،خو دې غرب لپاره،قذافي،او چاويزچندان توپير نلري٠

B-فقير هيوادونه،لکه سوريه،افغانستان(دې ډاکتر نجيب او طالب په ادوارو کې)
او ورته نورهېوادنه،دخپلو جيوپوليټيکي ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره،دغرب
دې قهر اوغضب وړکرځيدلي دي٠


..Ahmadzai
30.03.2011

أصلي خبره دلته ده، چې ټول عربي نظامونه لاسپوڅي او د غرب پاخه غلامان دي
د غلامي وجه یې دا ده چې دوئ خپله بقا یا د خپلو چوکیو بقا د أمریکا په ملاتړ أو رضایت کې ویني، نو هیڅکله د غرب له تابعیت څخه ځان نسي ژغورلی، دوئ خپلې شپې آوورځې تیروي ،تر أخر حده پورې ګوزاره کوي، په هیڅ قیمت نه غواړي چې د خپلو کورنیو واک له لاسه ورکړي، دې کې اسلام ولس او بعیدة المدی ګټې هیڅ مطرح ندي آو نه یې په غم کې دي.

دا چې آولسونو شورش کړی، بدلون غواړي، دوه فرعونیان یې چپه کړه أو له نورو سره لیا په أخ ډب کې دي، نو دا پاتې فرعونیان څک څک غوږونه دي أو درګرده الله الله وایي، څوک اصلاحات راولي ، څوک بندیان أزادوي أو د بیړني حالاتو د ختمولو وعدې کوي أو څوک بیا پیسې پاشي، ټول درګرده په یو نه یو ډول خپلو ولسونو ته رشوت وړاندې کوي ، خو داسې ښکاري چې نتیجه به ورنکړي، بې ځایه هڅي دي أوږد مهاله ګټې نلري، أو نه به د دوئ دغو م‍ذبذبو نظامو ته ثبات ورکړي أو دوام به وکړي.

بدلون راروان دی، أو پاتې هیوادونه به هم بر کې نیسي، څوک وړاندې څوک وروسته.

دلیبیا په مورد به دومره ووایم، چې أمریکا أو غربي صلیبي ښکیلاګرو ته دومره موقعه ورکول د عربی لیګ یوه لویه اشتباه وه، چې ډیرې بدې پایلې به ولري، نه یواځې لیبیانو ته بلکې ټولې سیمې ته.

خو بیا هم وایو دغه بیچاره عرب چارواکي نور څه وکړي؟ أصلاٌ دوئ ټول قذ‌افیان دي، سره له خپل منځي اختلافاتو او بدیو سره .
کوم یو یې په لار ده، چې دا نور بې لاري لارې ته کړي.

او داچې أمریکا ته ملا ماتي أو پړ دي، نو أوله دغو صلیبیانو پرې ښه شرعي کړه، چې تاسې فیصله وکړي موږ به یې عملي کړو، آو کوم توافق ته چې ورسیدل هغه د پردې شاته ترسره سو، أو اوس که دوئ څومره چیغې وهي چې مداخله بس یا محدوده کړي، نو هسې عوام تیرباسي.

کوم مملکتونو چې په ځان باوري وو آو داستقلال نشه یې په سر کې لرله، هغو دغه عملیات وغندل أو پایلې یې ناسمې وبللې، لکه ترکیا أو نور، ترکیې تر هغو بوج واچوو ترڅو یې چې ځان ته برخه جوړه کړه أو بیا یې په نره میدان ته ورودانګل، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي، آو خپل حضور په بین المللي سطحه په پیښوکې رسمي کړي.

نو وروڼو
له عربو ګیله کول بې ځایه ده، عرب هیڅ واک نلري، ټول محکوم دي
آو دغربي آشنایانو (بادارانو) له اجازې پرته هیڅ اقدام نسي کولی أو نه څه ویلی سي.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more