اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسانه مسئلى چى مونږ يى حل پيدا نكړ
Kamil
20.03.2011
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اوس مى له ملكرو سره به فقهي مسائلو كى بحث كولو نو مختلفو مسئلو باندى مى ورسره شه كرم بحث اوكر, اخر خبره دى ته راغله جى صرافي به اسلام كى جواز لري او كنه؟ كه يى لري دليل يى سه شى دى؟ دوهم دا جى حوالى كول( ديو زاي نه بل زاي ته بيسى ليزل جى صراف به كى خبل كميشن اخلي) ددى مشروعيت به اسلام كى شته؟ دريم دا جى كه يو سرى بل سري ته يو بوجئ خرما وركري به دى شرط جى بله ورز ته به ته ماته يو بوجئ همداسى خرما راكوى, دا سود دى او كه قرض؟
كه سود وي دليل يى سه دى؟
به دى مسئلو مو بيخي سر خلاص نه شو, او اخر به دى سره قانع شو جى له جا به بوختنه اوكرو او دمسئلى حل به بيدا كرو, نو ستاسو درانه حضورته مى دا سوالونه بيش كرل كه يى راته حل كرئ ديره مهرباني به مو وي.
سادات
21.03.2011
اول خو زه تندرصاحب ته دنوی کال مبارکی وایم بیاکامل صیب که دخرما مسئلی نه تیر شو دخرماوو مسئله لږماغزه ویلی کول غواړی نودا دصرافۍ اوحوالی موضوع کی هیڅ اشکال نه شته البته زما په نظر. زه به یی ساده درته ووایم که صرافه په دنیا کی بنده شی نوخلک به څومره غټ مشکل کی اخته شی؟ ځه ته ووایه چی ته به افغانۍ په کلدارو اوکلداری په افغانیو څنګه بدلوی؟؟؟؟؟ داسی لله فی الله خویی درته والله که څوک بدلی کړی نوچی صراف دومره خدمت درته کوی نوبیاڅه پروالری چی یودوه روپۍ هغه ته ګټه پاتی شی. اوحواله هم همداسی ده هغه څه چی ته یی کمیشن بولی زه ورته مزدوری وایم مثلا ته یومزدورته یو شی ورکوی چی دافلانی کس ته وروړه اوتاته به ددی زحمت دومره پیسی درکړم نوهغه یی وروړی اوخپله مزدوری واخلی نو په دی کی هیڅ مشکل نه شته ځکه چی صراف خپله مزدوری اخلی نو ته څه وایی چی مفته یی درته حواله کړی؟؟
دا زمانظرؤ.
که کوم ځای یی ناقص ؤ نو الوزیری صاحب به یی تکمیل کړی.
مومن مهاجر
21.03.2011
محترم کامل صاحب سلام اواحترام !
صرافی یاوټه په اسلام کي جوازلري دلیل یي داحدیث دی :
((حَدَّثَنَا صَدَقَةُ بْنُ الْفَضْلِ، أَخْبَرَنَا إِسْمَاعِيلُ ابْنُ عُلَيَّةَ، قَالَ حَدَّثَنِي يَحْيَى بْنُ أَبِي إِسْحَاقَ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرَةَ، قَالَ قَالَ أَبُو بَكْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ( لاَ تَبِيعُوا الذَّهَبَ بِالذَّهَبِ إِلاَّ سَوَاءً بِسَوَاءٍ، وَالْفِضَّةَ بِالْفِضَّةِ إِلاَّ سَوَاءً بِسَوَاءٍ، وَبِيعُوا الذَّهَبَ بِالْفِضَّةِ وَالْفِضَّةَ بِالذَّهَبِ كَيْفَ شِئْتُمْ ).(بخاري اول جلدکتاب البیوع باب بیع الذهب بالذهب)
ژباړه : موږ ته صدقة بن الفضل حديث بيان کړ ، ده ويلي موږ ته اسماعيل بن عليه خبر راکړ ، ده ويلي ما ته يحی بن ابی اسحاق خبر راکړ ، ده ويلي موږ ته عبدالرحمن بن ابی بکرة خبر را کړ ، ده ويلي : ابوبکرة وويل : رسول الله ويلي دي چي سره زر په سرو زرو له برابروالي پرته مه خرڅوئ ، سپين زر په سپينو زرو له برابروالي پرته مه خرڅوئ او سره زر په سپينو او سپين زر په سرو زرو چي ستاسو خوښه وي هغه ډول خرڅوئ .
لږتشریح :
په حدیث کي وویل شول چي یوجنس په خپل منځ کي برابرخرڅوئ زیادت اوکمی مه کوئ یعنی په اوس وخت کي که څوک افغانۍ په افغانۍ بدلوي نوبایدزرپه زربدلي کړي نه به زیادت کوي اونه کمی . خوکه افغانۍ په ډالربدلوي نوبیاچي یي څرنګه خوښوي هغه ډول یي بدلولای شي البتة دواړه جنسه به لاس په لاس اونغدوي داسي به نه کوي چي یوجنس په مجلس کي هغه ته وسپاري بل سبااویاکوم بل وخت ورکړي داسي کول ربانسئة یادپورسوددی چي له دې څخه هم منع شوې ده دلیل یې دای دی :
((حَدَّثَنَا حَفْصُ بْنُ عُمَرَ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، قَالَ أَخْبَرَنِي حَبِيبُ بْنُ أَبِي ثَابِتٍ، قَالَ سَمِعْتُ أَبَا الْمِنْهَالِ، قَالَ سَأَلْتُ الْبَرَاءَ بْنَ عَازِبٍ وَزَيْدَ بْنَ أَرْقَمَ ـ رضى الله عنهم ـ عَنِ الصَّرْفِ،، فَكُلُّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا يَقُولُ هَذَا خَيْرٌ مِنِّي. فَكِلاَهُمَا يَقُولُ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَنْ بَيْعِ الذَّهَبِ بِالْوَرِقِ دَيْنًا.))(مخکینۍ حواله)
ژباړه : موږ ته حفص بن عمر حديث بيان کړ، ده ويلي موږ ته شعبه حديث بيان کړ ، ده ويلي ما ته خبيب بن ابی ثابت خبر راکړ ، ده ويلي ما ه ابو المنهال څخه واورېدل ويل يې: ما له براء بن عازب او زيد بن ارقم رضی الله عنهما څخه د وټې په اړه پوښتنه وکړه دوئ هر يوه ويل : دا تر ما ښه دی ، دواړو ويل : رسول الله په پور سره د سپينو او سرو زرو بدلول منعه کړي دي .
پاتي شوه حواله نودشریعت په قدیمه اصطلاح کي حواله داسي نه وه لکه اوسنۍ پخوانۍ حواله داوه چي که به دیوه پربل پورباندي وواوپوروړي به دپورمالک دریم سړي ته ورلاس کړهغه به دده پورمالک ته ورکړدې ته حواله ویل کیده خواوس یې کیفیت بدل شوی . که څه هم په دي لړکي څرګندنص راته معلوم نه دی خوپه ماهیت کي يي کوم شرعي ممانعت هم نه وینم .
پاتي شوه دخورمامسئله نوخورماپه خورمابدلوهغه وخت جوازلري چي یوخوپه تول کي سره مساوي وي اوبل لاس په لاس اعني نغدوي که یوسړی یوه بوجۍ خورماله بل سره په یوه بوجۍ خورمابدله کړي نوداسي به نه کوي چي دی يي نن ورکړي اوهغه یي سباځکه بیادسودي پورپکي راغی چي په شریعت کي جوازنه لري دلیل یي داحدیث دی :
((حَدَّثَنَا أَبُو الْوَلِيدِ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ مَالِكِ بْنِ أَوْسٍ، سَمِعَ عُمَرَ ـ رضى الله عنهما ـ عَــنِ النَّبِيِّ صلى الله عليــه وسلــم قَــالَ ( الْبُرُّ بِالْبُرِّ رِبًا إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ رِبًا إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ رِبًا إِلاَّ هَاءَ وَهَاءَ )) (تیره حواله)
ژباړه : موږ ته ابو الوليد حديث بيان کړ ، ده ويلي موږ ته ليث حديث بيان کړ ، هغه له ابن شهاب او هغه له مالک بن اوس څخه روايت کړی ، ده له ابن عمر څخه اورېدلي چي رسول الله وويل : غنم په غنمو سود دی مګر نه لاس په لاس ، اور بشې په اوربشو سود دی مګر نه لاس په لاس او خورما په خورما سود دی مګر نه لاس په لاس .
الله دي وکړي چي ستاپوښتنوته مي قانع کوونکی جواب ویلی وي .
ورورمومؤمن مهاجر
Kamil
22.03.2011
مومن مهاجر صيب او سادات جان لالا
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
الله مو هميشه ددين دخدمت لباره سر لوړي لره.
دير اوبښۍ جى جواب مى زر درنكرو, يو سه عذر راته بيدا شوى و.
زما خو الحمدلله به مسئلو باندى سر خلاص شو خو يوه بله مهمه موضوع داده جى اوس به كليو كى يو رواج ده جى يو كور د بل كور نه وړه راخلي به دى شرط جى مونز يى سبا ته له بازاره راورو بيا بيرته تاسو ته خبل وړه دركوو, او داسى دير كيزي.
دا هم به رباالنسيئة كى رازي او كه دا قرض دى؟
كه ربا وي بيا د قرض سره يى فرق سه دى؟
له توجه مو يو جهان مننه
مومن مهاجر
23.03.2011
کامل صاحب بیاهم سلام اواحترام !
محترمه دکلیورواج رښتیاهم دربانسئیه یوقسم دی . علاج یی دادی چي اوړه دي ترې واخلي اوبیادي قیمت ورکړي . داسي دي نه کوي چي اوړه داوړوپه مقابل کي پورکړي،ځکه دابیادربانسیئه په قسم کي داخلېږي .
chaparharay
23.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
دا چی د کلیوال رواج خبره روانه ده نو زه به هم یو پوښتنه وکړم:
په کلیو او بانډو کی یو رواج عام دی چی کوم یو کسب ګر سړی لکه نایی[ډم]
چی خلک ورته د سر په حساب په کال کی یو وار غنم او یو وار جوار ورکوی
لکه ځینو ځایونوکی یو افغانی من [۷کلوګرام]او بیا یی ځینو کی دوه افغانی منونه چی پخوا
به لا نیم من هم وو ورکوی خو تر کال پوری بیا دا معلومه نه وی چی څو واری
به سر کلوی ، او همدا رنګی ترکاڼ او بندوری او نور کسب ګر شو چی کار
اندازه یی نه وی معلومه خو پدی کال کی به د یو سر په حساب او ترکان ته د
ځمکی د جریب او همدا راز بندوری چی د ابو بند ساتی هم د جریب په حساب
په کال کی یو وار دا مزدوری ورکوی چی مزد یی بولی نو د شرعی لحاظه به
دا کار څنګه وی چی د کارکمیت یی نه وی معلوم خو د وخت په حساب یی په
کال کی یو وار غنم اویو وار جوار ورکوی؟
په ډیر درناوی
عبدالله صابر
23.03.2011
السلام عليکم
محترم مؤمن مهاجرصاحب
زماپه فکر دکامل صاحب پوښتنه په دي ډول ده چي اصلا حواله په افغانيويا
کلدارو څنګه ده ؟ يعني يوسړئ له يوځای څخه بل ځای ته افغانئ ورکوي او
کلدارې غواړي ياپه بل عبارت دحوالې کارپه خليج عربي هيوادونوکښ زيات
دی ،هلته خلک د رهم ،ريال ،ديناروغيره ورکوي په افغانستان اوپاکستان کښ
افغانئ ياکلدارې غواړي په سلوکښ تقريبا ٨٠ فيصده دا کارپه قرض وي
معنی دا چي په دوبئ کښ يوسړئ حوالې ته وايی يولاک افغانئ کابل کښ غواړ
م ، ديولاک افغانيومتتبادل درهم بيا مياشت پس درکوم ،صراف ورته په همدي
ورځ نرخ ياريټ ورکوي چي ديولاک افغانيو٨٢٠٠ درهم کيږي داورپسي قرض
ليکي همدا حوالې والا ځي دريم کس يابانک باند ي دهمدي سړي لپاره يولاک
افغانئ کابل ته حواله کوي بانک والاوورڅخه ٨١٥٠ درهم اخلي ٥٠درهم د
حوالې واالا ګټه کوي نوپوښتنه داده چي داډول حوااله څنګه ده ؟؟
په داسي حالچي دا اوس په عربي هيواادونو اوافغانستان پاکستان کښ يوعام
کاراوباردی ،اوزياتتره داډول حوالې په ټليفون بد ليږي اووررابدليږي ٠
والسلام
عادل عادل
23.03.2011
السلام علیکم
[quote:7bcb33e219]خدايه څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهراو باطن سپين سپيڅلي خلک[/quote:7bcb33e219]
خدای ج دې جوړ کړه، ددې خپل لاسلیک تر پوښتنې لاندې، تاسو چېرته ورک یاست، الله ج وکړي چې هر څه مو په خیر وي :) خوښ یم چې په بیا حضور سره مو لیکنه لولم.
Kamil
23.03.2011
تولو ورونو ته
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عبدالله صابر زما به مسئله بوه شويدى او همدا زما مطلب و.
دى ته يوه حيله جوريزي هغه دا جى څومره بيسى جى دا ليږي دهغى سره دى اضافه دهغوي كميشن وركري نو هغه كميشن به د دوي مزدوري شي او بيسى يى جى څومره ليزلى وى هغومره به ورته به بل زاى كى ورسيزي.
دا كومه طريقه جى اوس راوانه ده تول سود ته ورته ده او تول خلك به دى مشكل كى اخته دي.
اوس سوال دادى جى:
دقرض او سود ترمنځ فرق څه دى؟
له توجه مننه
Re: اسانه مسئلى چى مونږ يى حل پيدا نكړ
و.افغان
24.03.2011
[quote:25c1584c01="كامل"]
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اوس مى له ملكرو سره به فقهي مسائلو كى بحث كولو نو مختلفو مسئلو باندى مى ورسره شه كرم بحث اوكر, اخر خبره دى ته راغله جى صرافي به اسلام كى جواز لري او كنه؟ كه يى لري دليل يى سه شى دى؟
[/quote:25c1584c01]
بسم الله الرحمن الرحیم:
هو صرافي جايز ده، دليل يې دا دی:
صحيح البخاري » كتاب البيوع » باب بيع الذهب بالورق يدا بيد
2071 حدثنا عمران بن ميسرة حدثنا عباد بن العوام أخبرنا يحيى بن أبي إسحاق حدثنا عبد الرحمن بن أبي بكرة عن أبيه رضي الله عنه قال نهى النبي صلى الله عليه وسلم عن الفضة بالفضة والذهب بالذهب إلا سواء بسواء وأمرنا أن نبتاع الذهب بالفضة كيف شئنا والفضة بالذهب كيف شئنا
كيف شئنا: یعنې کمۍ زياتۍ، په رېټونو کې توپير په کې هيڅ پروا نه لري.
اوسنۍ هره پيسه د بلې په مقابل کې بېل جنس دی، زيادت او نقصان په کې جايز دی.
البته يو ضروري شرط په کې يدا بيد لاس په لاس به سره تعامل سرته رسوي.
[quote:25c1584c01="كامل"]
دوهم دا جى حوالى كول( ديو زاي نه بل زاي ته بيسى ليزل جى صراف به كى خبل كميشن اخلي) ددى مشروعيت به اسلام كى شته؟
[/quote:25c1584c01]
هو، بلکه جايز کار دی، د خدمت پيسې اخيستل هم روا دي، البته کله چې په حواله
کې د صرف عمليه هم رامنځته شي؛ نو يدا بيد په کې شرط دی.
يعنې ډالر ورکوې؛ او هلته پرې کلدارې اخلي؛ نو دلته د يدا بيد شرط اړين دی، ځکه
چې صرف رامنځته شو، د يدا بيد شرط داسې متحقق کيږي، چې تاته لاس په لاس
د کلدارو سند په لاس درکړي، داسې حال کې چې هغه بل ځای کې چې پيسې ورته
تحويليږي، د ليږونکي بينک يا جهت له وکيل سره هغه عمله يا هغه پيسه يعنې
کلداره په هغه وخت کې حاضره وي؛ تر څو بيع ما لايملک رامنځته نه شي؛ ځکه چې
بيع ما لا يملک په اسلام کې حرامه ده.
که چېرې دغه دوه شرطونه متوفر شي؛ نو په حواله کې هيڅ باک نشته.
البته که چېرې لاس په لاس معتمد سند ورنکړل شي ؛يا هلته د بنک له وکيل سره هغه
عمله په هغه وخت کې نه وي موجوده؛نو حواله حرامه ده.
ولې؟
ځکه چې صرافه لاس په لاس رامنځته نشوه، بله دا چې بيع ما لا يملک په کې رامنځته
شو؛ چې دغه دواړه شرعا ناروا دي.
[quote:25c1584c01="كامل"]
دريم دا جى كه يو سرى بل سري ته يو بوجئ خرما وركري به دى شرط جى بله ورز ته به ته ماته يو بوجئ همداسى خرما راكوى, دا سود دى او كه قرض؟
كه سود وي دليل يى سه دى؟
[/quote:25c1584c01]
دا قرض نه دی، قرض په داسې حالت کې کېدلی شي، چې نرخ يې معلوم کړي، او د نرخ
پيسې پرې قرض شي؛ بل کال ته دې قرض ورخلاص کړي، او دغه کس دې بيا ځانته
څنګه خورماوې چې اخلي وادېخلي، په شپږو اجناسو کې چې يو له هغو خورما ده،
نبي کريم صلی الله عليه وسلم لاس په لاس شرط په کې ايښی دی:
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: والتمر بالتمر مثلا بمثل، سواء بسواء يدا بيد.
له دې بيعې څخه يواځې العرايا حالت مستثنا دی.
ښه، ولې او څنګه په کې سود رامنځته کيږي.
د دې په علتونو د مختلفو مذاهبو علماوو ډېر بحثونه سره کړي دي، چې دلته يې
تفصيل ګران دی.
شوافع يې علت قيمت او طعميت ښيي، کله چې خرماوې لاس په لاس ورنکړل شي، او
کال وروسته همغسې خرماوې وغوښتل شي؛ نو په هغه قيمت کې يې زيادت او نقصان
راتلی شي.
بل علت په کې د طعميت دی، چې خرما او هغه نور محدد اجناس د خلکو طعام دی،
که چېرې د يدا بيد څخه خبره واوړي، نور مثلا د دې امکان شته، چې هغه وخت کې دغه
سړی خپله د دغه طعام خوراک ته محتاج وي، نو د هغه غذائي امن لپاره هم دغسې حکم
الله جل جلاله رالېږلی دی.
والله أعلم.
په درنښت
عبدالله صابر
24.03.2011
االسلام عليکم
quote]خدای ج دې جوړ کړه، ددې خپل لاسلیک تر پوښتنې لاندې، تاسو چېرته ورک یاست، الله ج وکړي چې هر څه مو په خیر وي خوښ یم چې په بیا حضور سره مو لیکنه لولم.[/quote]
ښاغلئ قدرمن عادل عادل صاحب
له خيريت اوعافيت پوښتنې مويوه نړئ مننه ،الله جل جلاله دتاسوهم روغ
جوړلري ، په خيروم يوڅه ځانګړومصروفياتوله امله له کمپيوټراووانټرنټ
څخه لري وم ،، مننه خوښ اواباد اوسئ
عبدالله صابر
24.03.2011
االسلام عليکم
[quote:6e095db150]خدای ج دې جوړ کړه، ددې خپل لاسلیک تر پوښتنې لاندې، تاسو چېرته ورک یاست، الله ج وکړي چې هر څه مو په خیر وي خوښ یم چې په بیا حضور سره مو لیکنه لولم[/quote:6e095db150] ښاغلئ قدرمن عادل عادل صاحب
له خيريت اوعافيت پوښتنې مويوه نړئ مننه ،الله جل جلاله دتاسوهم روغ
جوړلري ، په خيروم يوڅه ځانګړومصروفياتوله امله له کمپيوټراووانټرنټ
څخه لري وم ،، مننه خوښ اواباد اوسئ [/quote]
Kamil
26.03.2011
السلام عليکم
درباالنسيئه او قرض تر منځ څه فرق دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
له ټولو ښاغلو څخه په ډير احترام هيله کوم چی دا راته واضح کړي؟
مننه