د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دالیکنه هرومروولولئ!!!

حذيفه
19.03.2011

مخته تردي چي لیکني ته ننوزئ دایادونه ضروري بولم چي دالیکنه بایدپه غور ولولئ،په محتواکي یي دقت وکړئ،له خپلومعلوماتوسره سم اصولي نظرڅرګند کړی اوله احساساتوپرته داصولوپه رڼاکي داسي تبصره ولیکئ چي دموحدصیب دلیکني شننه په سم ډول وړاندي کړي . بایدووایم لکنه مي دشهادت ورځپاڼي له ویب پاڼي څخه راخیستي ده .
موحد

د يوه محترم ورور له لوري يوه رساله رالېږل شوې وه او غوښتنه ئې كړې وه چي وئې لولم او خپل نظر او مشوره ورسره شريكه كړم، ده په خپلي رسالې كي د حديث پر منكرينو رد كړى او د قرآن گڼ شمېر آيتونه ئې د دې منحرفي ډلي په رد كي راوړي، ما د هغه رساله ولوسته او دا خط مي هغه ته ولېږو: ستا تفصيلي ليكنه مي ولوسته، ډېر زحمت دي ايستلى وو، الله تعالى دي اجر دركړي، د اړوند موضوعاتو په اړه ځيني عرائض لرم:
د اسلامي امت كورنۍ ستونزه دا نه ده چي كومه ډله ئې قرآن مني خو رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه حديث نه مني، كوم عاقل انسان به دا جرأت كوي كه څه هم سخت كافر او د دين لوى دښمن وي چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم او يا د هغه له احاديثو انكار وكړي؟ حتى د پرويزيانو په شمول هغه ډلي چي د دښمنانو له لوري رامنځته شوې، هغوى ئې پالي، وده وركوي، د كار شرائط او تسهيلات ورته برابروي او په امت كي د اختلاف راولاړولو لپاره ئې كاروي، هغوى هم نه يوازي له رسول الله صلى الله عليه وسلم او له حديث څخه انكار نه كوي بلكي ځان ته د احاديثو مجموعې لري. د امت اصلي ستونزي له هغو رواياتو راولاړي شوې چي ضعيف، موضوعي او په خپلو كي او له قرآن سره متعارض دي، د ټولو ضاله ډلو بنسټ په دغو رواياتو اېښودل شوى، د دوى گډه ځانگړتيا دا ده چي قرآن شا ته غورځوي او د خپلي سليقې مطابق روايات معتبر گڼي، د قرآن په اړه ئې دريځ دا وي چي وايي: قرآن مجمل دئ، هر څوك پرې نه پوهېږي، بايد د قرآن هغه تعبير ومنو چي په رواياتو كي راغلى، كه څه هم دا روايات هم د قرآن د صريح نص خلاف وي او هم د سليم عقل ضد، دوى د خپلي خوښي رواياتو ته د اصل په سترگه گوري او قرآن ته د فرع په سترگه، كه تاسو د روافضو، پرويزيانو او هري ضاله ډلي مذهب په دقيقه توگه وڅېړئ نو يقيناً چي دې نتيجې ته به ورسېږئ چي د دوى مشتركه وجه قرآن شا ته غورځول او په جعلي رواياتو پسي نښتل دي، دا نه يوازي د دې امت فتنه ده، بلكي ټول مخكني امتونه له همدې فتنې سره مخامخ شوي، هغوى هم هغه مهال بې لاري شوي چي د الله تعالى كتاب ئې شا ته غورځولى او په جعلي رواياتو پسي نښتي، همغسي لكه چي قرآن فرمايي: نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَب كتَب اللَّهِ وَرَاءَ ظهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ‏ * وَ اتَّبَعُوا مَا تَتْلُوا الشيَطِينُ ...
ما په ټول اسلامي امت كي د شيعه وو يوه ډله داسي وموندله چي د خپل مذهب روايات ئې مردود گڼلي او دې ته اړ شوي چي ووايي: قرآن كافي دئ او زموږ روايات له سره تر پايه جعلي دي، د دې ډلي مشر علامه برقعي نومېدو، څو كاله وړاندي وفات شو، هغه پر اصول كافي يوه دقيقه شرحه ليكلې او دا ئې ثابته كړې چي د اصول كافي روايات جعلي، موضوعي او له قرآن سره متعارض او اكثر روات ئې دروغجن، فاسق او منافق دي، تاسو ته به دا معلومه وي چي اصول كافي د شيعه وو د رواياتو كتاب دئ، دومره ئې د اعتبار وړ گڼي لكه موږ چي بخاري د اعتبار وړ گڼو.
له دې بايد ډډه وكړو چي ووايو: قرآن كافي نه دئ، بايد پر دې ټينگار وكړو چي قرآن كافي او شافي دئ، په قرآن كي هر څه راغلي، دا د قرآن په اړه د الله تعالى وينا او لارښوونه ده، دا د قرآن په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا ده، څوك چي له قرآن پرته په بل څه كي هدايت ولټوي الله تعالى ئې بې لاري كوي. د حديث په اړه بايد زموږ عقيده دا وي چي حديث د قرآن شرح او تفصيل دئ، رسول الله صلى الله عليه وسلم د قرآن حامل، شارح، معلم او مفسر دئ، وحي په قرآن كي راخلاصه شوې، څه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وحي شوي ټول په قرآن كي راغلي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم ټولي ويناوي او كړني د قرآن مطابق دي، داسي صحيح حديث نشته چي منشأ ئې په قرآن كي نه وي، هغه روايت چي له قرآن سره تعارض ولري رسول الله صلى الله عليه وسلم ته منسوبول ستر جسارت دئ، له دې بايد تل او په جدي توگه ډډه وكړو، ټول فقهاء او محدثين په دې متفق دي چي صحيح حديث هغه دئ چي نه له قرآن سره تعارض ولري او نه له عقل سره، د روايت سند په درېيمه درجه كي اهميت لري، كوم روايت چي په قرآن كي شاهد ونه لري، له عقل سره اړخ نه لگوي او د عام الهي سنت خلاف خبره كوي نه يوازي د اعتبار وړ نه دي بلكي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئې منسوبول ستره گناه ده، هر څه بايد قرآن ته راجع كړو او هغه مهال ئې ومنو چي له قرآن سره مطابقت ولري يا لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه لري.
كه كوم روايت د سند له پلوه ضعيف وي خو د متن له پلوه ستونزه ونه لري او له قرآن سره مطابقت ولري، نو نه ئې په منلو كي څه حرج شته او نه ئې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په منسوبولو كي، زه ئې يو مثال ستاسو په وړاندي ږدم، عن الحارث الأعور قال: مررت فى المسجد فإذا الناس يخوضون فى الأحاديث فدخلت على علي فقلت يا أمير المؤمنين ألا ترى الناس قد خاضوا فى الأحاديث قال أو قد فعلوها قلت نعم قال أما إنى سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ألا إنها ستكون فتنة فقلت ما المخرج منها يا رسول الله قال كتاب الله فيه نبأ ما قبلكم وخبر ما بعدكم وحكم ما بينكم هو الفصل ليس بالهزل من تركه من جبار قصمه الله ومن ابتغى الهدى فى غيره أضله الله وهو حبل الله المتين وهو الذكر الحكيم وهو الصراط المستقيم هو الذى لا تزيغ به الأهواء ولا تلتبس به الألسنة ولا تشبع منه العلماء ولا يخلق عن كثرة الرد ولا تنقضى عجائبه هو الذى لم تنته الجن إذ سمعته حتى قالوا {إنا سمعنا قرآنا عجبا يهدى إلى الرشد فآمنا به} من قال به صدق ومن عمل به أجر ومن حكم به عدل ومن دعا إليه هدى إلى صراط مستقيم خذها إليك يا أعور رواه ابن أبى شيبة، والدارمى، والترمذى
له حارث الاعور روايت دئ چي وايي: په يوه جومات تېر شوم، خلك مي وليدل چي د احاديثو په اړه لگيا دي، نو علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته ورغلم او ورته ومي ويل: اې امير المؤمنينه! آيا نه گورې چي خلك په احاديثو كي په بحثونو لگيا دي؟ وئې ويل: آيا همداسي ئې كړي؟ ومي ويل: هو؛ وئې ويل: خو ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم اورېدلي چي فرمايل ئې: دا به يوه فتنه وي (په بل روايت كي داسي راغلي: له ما وروسته به داسي احاديث راڅرگند شي چي ويونكي به ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل، له رسول الله صلى الله عليه وسلم مي واورېدل، دا ټول به زما په اړه تور او افتراء وي، قسم په هغه ذات چي زه ئې په حقه سره رالېږلى يم زما امت به د خپل اصلي دين او جماعت په اړه په دوه اويا فرقو ووېشل شي، ټول به هم په خپله بې لاري وي او هم به د نورو بې لاري كوونكي وي، چي د دوزخ لوري ته به بلنه وركوي، كه داسي وشول نو پر تاسو لازمه ده چي د الله تعالى پر كتاب منگولي ولگوئ،) علي رضي الله عنه وايي: ما ورته وويل چي له دې فتنې د وتلو لار كومه ده؟ وئې فرمايل: د الله كتاب، چي په هغه كي د مخكنيو قومونو قصې دي او د راتلونكو قومونو په اړه خبر، ستاسو تر منځ (د شخړو او منازعاتو په اړه) حكم او پرېكړه، هغه فيصله كوونكى دئ (د حق او باطل تر منځ پرېكنده حكم)، هسي بېهوده وينا نه ده، هر جابر چي هغه پرېږدي الله تعالى به ئې مات مات كړي، څوك چي له ده پرته په بل څه كي هدايت ولټوي الله تعالى به ئې بې لاري كړي، همدا د الله تعالى مضبوطه رسۍ ده، همدا له حكمته ډك پند او ذكر دئ، همدا مستقيمه لار ده، همدا هغه څه دئ چي نه ئې هوى او هوس كږولى شي او نه ئې ژبي گډوډولى شي، نه علما پرې مړېدلى شي او نه په ډېرو لوستلو سره زوړوالى مومي، نه ئې عجايب پاى ته رسي، دا همغه كتاب دئ چي كله پېريانو واورېدو نو له دې ئې ډډه ونه كړه چي ووايي: موږ عجيب قرآن واوريد، د كمال لوري ته بلنه وركوي نو ايمان مو پرې راوړ، څوك چي د قرآن له مخي څه ووايي نو رښتيا ئې ويلي، چا چي عمل پرې وكړ نو اجر ئې په برخه شو، چا چي حكم پرې وكړ عدالت ئې وكړ، او چا چي (نورو ته) د ده لوري ته بلنه وركړه په خپله مستقيمي لاري ته هدايت شو...
كه څه هم ترمذي د دې روايت د سند په اړه څه ملاحظات لري خو د روايت متن ډېر ښكلى او دقيق دئ او په هغه كي چي د قرآن په اړه څه ويل شوي ټول ئې د قرآن له آيتونو اخيستل شوي مطالب دي. حقيقت دا دئ چي ډېر خلك په دې فتنې اخته شوي، قرآن ته ئې شا كړې او په ضعيفو او د قرآن خلاف رواياتو باندي نښتي.
تاسو د ورېرې او عمه، خورزې او خاله د يو ځايي نكاح خبره كړې چي گواكي په قرآن كي ئې يادونه نه ده شوې او حرمت ئې يوازي د حديث له مخي ثابت دئ!! په دې اړه بايد لومړى هغه خبره تصحيح كړم، له ورېرې، عمه، خورزې او خاله سره نكاح نه يوازي يوازي روا ده او نه په گډه او يو ځايي، بايد داسي وويل شي: د هغو دوو ښځو يو ځايي نكاح جائزه نه ده چي په خپلو كي ورېره او عمه يا خورزه او خاله وي، خو دا چي د دې حرمت منشأ قرآن دئ او كه له قرآن پرته بېله او مستقله وحي، بايد ووايم: د دې منشأ په خپله قرآن دئ، رسول الله صلى الله عليه وسلم دې ته په پام سره چي د دوو خويندو، د ښځي او د دې د مور، د ښځي او د هغې د لور يو ځايي نكاح حرامه گڼل شوې، دا وضاحت كړى چي د ټولو هغو ښځو يو ځايي نكاح ناجائزه ده چي كه په دوى كي ئې يو نارينه وي نو په خپلو منځونو كي ئې نكاح جائزه نه وي. ورېره او عمه، خاله او خورزه داسي دي چي كه يو ئې نارينه وي نو د دواړو ترمنځ نكاح ناجائزه ده، نو د دوى يو ځايي نكاح ناجائزه ده. د هغو خلكو ادعاء بې بنسټه او له ځانه جوړه كړې ادعاء ده چي وايي د دوى حرمت د مستقلي وحي له مخي ثابت شوى نه د قرآن له مخي!! حال دا چي قرآن د ټولو قضاياوو په اړه اصول وضع كړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه اصول تشريح كړي او تفصيلات ئې موږ ته بيان كړي، قرآن د مور او لور يادونه كړې او ويلي ئې دي (حرمت عليكم امهاتكم و بناتكم) خو د انا او لمسۍ يادونه ئې نه ده كړې، هر عاقل انسان پوهېږي چي د انا حكم د مور په څېر دئ او د لمسۍ حكم د لور په څېر. د فروعاتو او تفاصيلو په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لارښوونو منشأ په خپله قرآن دئ نه مستقله او بېله وحي، كه دا مستقله وحي وى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويلي وو چي ما ته وحي شوې چي داسي نكاح حرامه ده.
دا روحيه خلكو ته وركول چي قرآن كافي نه دئ د هغو ضاله ډلو تبر ته لاستى برابروي چي قرآن شا ته غورځوي او په جعلي رواياتو پوري نښلي، داسي وينا نه يوازي بد عواقب لري بلكي د قرآن د صريحو او څرگندو آيتونو خلاف وينا ده.
نوربيا


س افغان
19.03.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم .
وبعد : حذیفه ورورکه تاسی ته دی الله جزاء خیر درکړی چی زحمت مو ایستلی او دا لیکنه مو و دلي را کاپی کړی
اول خو دا چی دا موحد [ګلبدین حکمتیارصیب] خو یو انجنیر ده او که چیری د موټرانو د جوړولو او تخنیک بحث وی نو ده ته به غوژ کیژدو چی څه کی وای. دلي دا په شرعی مسلو کی نو باری هڅ حق یی نسته چی خبری کی وکی.
اوبیا به نو راسو ودی لیکنی تبصیری ته نو دا خو د پرویزیانو منکرین احادیثو دلایل دی هغوی و همدئ دلیل راوړی او وای سی قران سته او محفوظ او معجزة ده نو بیا و دی احادیثو ته څه ضرورت ده؟
خو د منکرینو د احادیثو +ګلبدین صاب ته و دا ځواب ده سی هر څه په قران کی سته دی کی خو شک وشبه نسته خو دا تفصیل یی په احادیثو کی بیان سو ی لکه دی چی په لیکنه کی د عمه او وریری او خاله او خورزی و یو ځای نکاح خبره کړی همداسی په زرګونانو مسلی سته چی به احادیثو تشریح سوی دی تاسی به وګوری چی په قرانکریم کی راغلی لمونځ ادا کئ .
نو څرنګی یی ادا کو دا څرنګ والی ی بیا په احادیثو کی دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی صلوا کما رئیتمونی اصلی .
تاسو لمونځ وکۍ څرنګی چی زه لمونځ کوم او تاسی راته ګوری همداسی لمونځ وکړی نو چی احادیث ونه منی نو بیا و لمونځ باری څرنګی کوی؟؟
او داسی نو نور هم ډیر ځایونه سته چی که احادیث شکه ورتیر سی نو بیا خو مشکله ده نو قران چی څوک نه ومنی نو کافر ده خو داحادیثو منکر هم بیا کافر ده ځکه الله فرمایی [وماینطق عن الهوا ان هو الا وحی یوحی ] نو احادیث هم وحی خفی ده او دی ته بیا ید پام ور وسي.
خو بیا ګلبدین صاب خو نو ډیر خبری کا د امام بخاری پسی هم ډیر وای نو ده
ته خو بیا غوژ نسو نیوی.
خو شه به دا وی چی دا ی مسلک نده نو خبری او لیکنی دی هم پکشی نه کوی
په همدی خو ورنه لارنه نادرکه ده .
دا ځما نظر وو البتة


سادات
21.03.2011

دموحدپه لیکنه زمایوملګری لګیادی یونقدی ځوابی لیکنه کوی انشاء الله په څوورځو کی به بازار ته راووځی.
واسلام
عبدالباقی سادات


ګل ولي
26.04.2011

http://nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=2940:2011-04-26-17-10-10&catid=299:islamic-articles&Itemid=547

په دی لنک کی دحکمت یار صیب اشطباهات لیکل شوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more