نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان د راحت او نجات وخت رارسېدلی دی
و.افغان
19.03.2011
محترمو لوستونکو او ليکونکو.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
په افغانستان کې د غربي ښکېلاګ نږدې لس کاله کيږي، په دې لسوکلونو کې نه يواځې
دا چې دغه اشغالګرې لښکرې خپل کوم ښکاره هدف ته ونه رسېدې؛ بلکه له يوې تر
بلې ورځې يې تلفات مخ په زياتېدو دي، تېر کال 2010 د هغوی لپاره تر نورو ټولو
کلونو خونړۍ کال وو.
داسې حال کې چې په امريکا کې د افغان جنګ مخالفين ورځ په ورځ زياتيږي، او نږدې
له دريو څخه دوه برخې د دغه مجهول الهدفه جنګ مخالف دي، د وخت په تېرېدو سره د
امريکا نور متحالفين يو يو د امريکا له ملګرتيا سره مخه ښه کوي.
اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د فوځيانو شمېر نږدې 143زره ته رسيږي، چې
د هغوی له جملې 98 زره امريکايان دي، پولنډيان به سږ کال خپل 2600 فوځيان
وباسي، همدارنګه ورپسې به المانيا خپل 4700 عسکر وباسي، بريطانيا هم اعلان
کړی دی، چې په 2015 کال به د هغوی يو عسکر هم په افغانستان کې نه وي پاتې.
په دې سربېره امريکا تقريبا نوره يقين ته رسېدلې ده، چې د کسپين سمندر تېل، او شاوخوا سيمو کې رنګارنګ زېرمو ته يې رسېدل، او چين محاصره کول شبه مستحيل
دي، داسې حال کې چې چين، روسيه او هند ټول دغو زېرمو ته تږي پراته دي.
امريکا اوس په دې وېره کې ده، چې د منځنۍ آسيا زېرمو پسې يې لېونۍ هڅې ورڅخه
د افريقا زېرمې د چين او هند په لاسونو کې وانه چوي.
افريقا د مختلفو قيمتي معادنو تر څنګ 25 ٪ احتياطي تېل لري، چې لوی احتياطي
يې په ليبيا کې پروت دی، او د نړۍ تر ټولو ښه تېل لري.
امريکا د همدغې وېرې له وجهې په 2008 کال کې د افريقا لپاره يوه عسکري رهبري
د افريکوم په نامه اعلان کړه.
د افريکوم په اړه تفصيلات ډېر دي، چې دا يې ځای نه دی.
د ليبيا سره د امريکا اوسنۍ خواوږي د خدای لپاره نه ده، بلکه د تېلو لپاره ده، خو
منطق دا وايي، چې انسان د خپل محسن تشکري ضرور ادا کوي، امريکا چې د ليبيا
په تېلو کې هيڅ برخه نه لري، او چين او هند ترې تېل وړل، داسې ښکاري چې نور به
دغه تېل د امريکا او فرانسې په برخه رسيږي، همدارنګه د امريکايي سوداګانو لپاره
به په ليبيا کې بازارونه خلاصيږي، درحاليکه دغه بازار مخکې د روسيې وو، خصوصا
د وسلو بازار چې قذافي ورباندې په سوونه مليارده ډالر خرچه کول، او نن په دغو وسلو
باندې خپل ولس و ژني.
دا چې امريکا کوښښ کوي، چې د ليبيا په شمول د نورو ډېرو افريقايي دولتونو غوړې
مړۍ د چين او د هند له خولې وباسي، نو چين او هند به هيڅکله د دې اجازه ورنکړي،
چې د آسيا زېرمې هم امريکا لاندې کړي.
دوه درې مياشتې وروسته به د سوډان جنوب له سوډان څخه بيليږي، کوم چې په تېلو
ډېر غني منطقه ده، او هغه به هم غالبا د امريکا په برخه رسيږي، ځکه چې امريکا په
دغه انفصال کې کليدي رول لوبولی دی.
دغو پورتنيو مسائلو په ملګرو ملتونوکې د ليبيا په اړه د امن د کميټې په فيصلې باندې درانه سيوري
وغورځول، په دغه فيصله باندې له 15 دولتونو 5 سکوت اختيار کړ، چې عبارت
له چين،روسيې، هند، المانيا او برازيل وو.
دې ټول حالت ته په کتلو سره زما په سوچ افغانان د خپل نجات او راحت لپاره په نږدې
وخت کې يو د سرو زرو چانس لرلی شي.
افغان ولس بايد په خپل ابتکار سره ټولې نړۍ ته او په ځانګړي ډول امريکايي ولس
ته پوره ډاډ او اطمئنان ورکړي، چې نه خو دلته تروريستان شته، او نه به افغانان
په سيمه کې د تروريستانو لپاره ځای ورکړي، څومره چې افغانان د دې ډاډ په رسولو
کې ژر کامياب شي، په همغه اندازه به د افغان وطن د استقلال را روانې شېبې
رالنډيږي.
که چېرې طالب ځواک دغه کار ته زړه نشي ښه کولی، پکار ده چې خپله د افغان
ولس په خپلو ټولو طوائفو، قبيلو، قومونو، او مختلفو فکري مکتبونو سره
د سولييزو مظاهرو له لارې د دغه پروګرام واګې په لاس کې واخلي.
او په ټولو مغرضو، وطنفروشو غرب زده ګانو، او همدارنګه په ټولو افراطي مستبدو
خوزښتونو باندې لارې بندې کړي.
نه غواړو چې د امريکا څخه له خلاصېدو وروسته د نورو دښمنانو تر رحم لاندې راشو.
امريکا کېدای شي له افغانستان څخه په داسې حالت کې ووځي، چې پاکستان به بيا
هم د دې ځواک ولري؛ چې په کامله توګه د افغانستان طالبان کنټرول کړي، ځکه طالب
د خپل سياست او دريځ له مخې په دنيا کې هيڅ هېواد نه لري، چې لاسونه ورغځوي.
او امريکا او انګريز په هيڅ صورت کې نه غواړي چې پاکستان له منځه لاړ شي، ځکه
چې بيا به د هندي او چينايي نفوذ مخه نيول به دهغوی لپاره يو ډېر ستونځمن کار وي.
په درنښت
larghonay laraway
19.03.2011
السلام عليکم!
شيخ الحديث وهاج افغان صيب زما د زړه خبره مو کړې ده او په ډېر قوت او استدلال سره مو موضوع روښانه کړې ده.
کاشکې افغانان هم پوه شي او له همدې طلايي چانسه برخمن شي.
مننه
لرغونی لاروی