د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مــــــــــلالــــــۍ

Farhad zaheer
17.06.2004

مــــــــــلالــــــۍ
بيا مــــــــــــــلالۍ سور سالو دی پر سر کړی
د ميوند پر دښت يې چيغې او سورې کړې
ايـــــــــوب خان ته وای را پورته پښتانه کړه!
پردۍ ژبوپه پښــــــــــــــــتو بيا څه کانې کړې
سر ښندنه د پــــــــــــــــــــــښتون لوی افتخاردی
دښمن بيا پر دغه مـــځکه سترکي سرې کړې
زما قســــــــم دي وي په هغه خدای(ج) نيازمنو!
دبې نـــــــــــــــــنګو چې د زړه مراندي ورپرې کړې
مــــــــــــــــــــــــــــــــــلالۍ بيرغ په لاس په ميدان ګډه
په ميوند کي په انګريز منګولې ســــــــــــــرې کړې
پښــــــــــــــــــــــــــــــــتانه له سرو ماله څخه تير سول
ملالۍ چي په ميدان کي دانــــــــــــــــــــــــــــارې کړې
هر پښتون د سرښندني په ســــــــــــــــــــــــــــــــودا سو
له انــــــــــــــــــګريز يې د ميوند مځکې سپيرې کړې
دميــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوند توغونه رپي همدا وا يي
په انګريز خو مو هم ډ کې هـــــــــــــــــــــــــديرې کړې
نجيبه رشاد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more