نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان او د ایران وسلې...؟
لاونګ
16.03.2011
سلامونه او نېکې هېلې ټولو ته وړاندې کوم،
تیره اونه کې مې یو راپور ولوست چې په کښې لیکلي ول: طالبان د ایران څخه وسلې اخلي. نن ورځ مې دا راپور نشوۍ پیدا کولۍ چې تاسو ته یې هم وړاندې کړم خو بیا هم پوښتنه به وکړم چې دا به ریښتیا وي که نه؟ طالبان د ایران څخه وسلې اخلي؟
وسلام
نوروز خان
17.03.2011
لاونګه !
چې ورپیدا شي خودیې اخلي ، خوزما زړه ته نه لویږي چې ایران دې دومره ایمان تېر کړي چې طالبانو باندې وسلې خرڅې کړي ،او نه مې تراوسه داسې څه اوریدلي دی ، لاونګ خانه ،څه دچاپکو جنګ خو نه دی ، په توپکو ویشتل دی ، افغانان چې په ستن کې سپم نه شي کولای ، نو طیارې به په څه راوغورځوي ،مجبور دي له نورو ملکونو به وسلې او توغندي رانیسي ترڅو خپله ورلغاړې جګړې پرې وګټي .
که له یوه کافر سره دې جنګ وي له بل کافر څخه هم وسله اخیستلای شې ،ایران خو لا په نوم اسلامي ملک دی