د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د خپلو وژل شويو مشرانو غچ اخلي

لاونګ
16.03.2011

ګرانو وطندارانو، الله پاک د وکړي چې تاسې ټول جوړ او روغ یاست.

د دې راپور لوستلو نه وروسته په یوه چورت کې لاړم:

طالبانو به په دې فکر کړۍ وي چی د ملي اردو، پولیسو، قومندانانو، والیانو، نور جګپوړي کسانو او د عام خلکو بچیان به یوه ورځ د دوی غچ د طالبانو نه هم اخلي؟

[quote:4480cc5546]طالبانو هوډ كړى، چې د امريكا د وروستۍ ستراتيژي په غبرګون كې خپل نوى جګړه ييز تاكتيك وكاروي.

طالبان به په دغه تاكتيك كې هڅه كوي، چې د افغانستان د ملي اردو، پوليسو قوماندانان، واليان او نور جګپوړي كسان ووژني.

د سياسي چارو كارپوهان وايي، په دې وروستيو كې ناټو او امريكايي ځواكونو خپله پاملرنه په افغانستان او پاكستان كې د وسله والو جنګياليو د مشرانو وژلو ته اړولې او په تېرو دوو كلونو كې ددوى ګڼ شمېر مشران وژل شوي، چې اوس يې ځايناستي ځوان طالبان دي.

طالبانو په دې وروستيو كې دا وړ بريدونه ډېر كړي هم دي. هغوى وړمه ورځ په يوه ځانمرګي بريد كې د كندز امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخيلي او تر هغه مخكې ددغه ولايت والي انجنير محمد عمر وواژه. دغسې هغوى پر يو شمېر نورو چارواكو هم بريدونه كړي دي. وسله والو جنګياليو په دې وروستيو كې اسانه ملكي اهداف هم په خپل تاكتيك كې ځاى كړي، چې ويل كيږي دا د دوى د نويو ځوانو قوماندانانو تګلارې دي، چې غواړي د ځانونو د ژوندي ساتلو لپاره تبليغاتي بازار تود وساتي.[/quote:4480cc5546]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more