د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

یوبل ضروری اعلان

تراب
16.03.2011

اسلام علیکم!
له دوو ورځو راهسې زموږ یو خوږ زړه ته نږدې اوګران ملګری اسدمومند صیب نادرکه دی؟
لوی الله ج دې وکړې چه روغ جوړبه وې؟
او الله ج دې وکړی چه له هر رنګه مشکل څخه په آمان کې وې؟
اوخداې ج دې وکړې چه یوځل بیا خپلو ملګرو ته دګپ اوشپ د پاره تشریف راوړې؟
ګیله مې له چپرهاری صیب نه ده چه دا دوه ورځې موږ نه وو خو ده مو تشه پوښتنه هم ونه کړه؟
مومند صیب که زموږ اعلان اوری هیله ده چه یو ځل د ډاډګیرنې یو پیغام راته ثبت کړی ؟
تربیا دالله په آمان ‏‎ ‎


chaparharay
16.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
تراب صیب ګیله دی په سر سترګو او ګیله خو له خپلو نه کیږی باید چی
ګیله ولری !
خو وروره زه پدی اند وم چی چیرته ټوکی پسی تلی یی او اوس به نو له ځانه
سره یوه خنداوره ټوکه راوړی خو تاسی راغلی خو خالی خالی لاسونه!
وای یو ځل د صوابۍ کیمپ سره نژدی د شړشمو په پټی کی یو افغان مهاجر واښه کول نو ملا یی شخه شوه او ستومانی یی ویستله نو ودریده او وی ویل چی یاقربببببببببببببببببببببببببببببببببببببببببببان!
نوربیا ټوپ شو او د وښو په ریبلو بوخت شو ددی پټی سره نژدی لار باندی د انصارو یوه ډله ښځی روانی وی نو ودریدی چی اوس به نو که خیر وی ماجر ماما ټپه وای ، خو چی یوه ښه شیبه ودریدی نو ما ما خو بیا واښه ریبل پیل کړل نو ویل یی چی ځه مړه مونږ درته له ګهینټی نه په انتظار یو چی اوس به ماجر ماما ټپه وای ستا همدا یو یا قربان وو او خلاص شو .
نو ما هم ویل چی مونږ اعنی توراب به اوس له ځانه سره یوه خوندوره او خندا اوره ټوکه راوړی وی نو ځکه می اعلان نه کوو کنه د نادرکی اعلان خو ضرور وه.
ټوکه:
د یو سړی نه خپله ښځه په ښار کی نادرکه شوی وه نو چاورته وویل چی دی نژدی ماموریت کی د نادرکۍ راپور ورکړه !
سړی ماما ماموریت ته لاړ نومامور ورته ویل چی ښځه څه نومیږی او د څو کالوده ؟
سړی ورته وای چی ۳۰ ۳۲ ش
نومامور ورته په غوسه شو چی دا ته لیونی یی که زه درته لیونی ښکارم !
زه درنه د ښځی باره کی پوښتنه کوم او ته راته د موټر نومره راکوی !
سړی ورته په خواشینی وویل چی نه صیبه همداسی ده دا ۳۰ ۳۲ کاله یی عمر دی او ش یی نوم ولیکه شازمینه نو میږی خو مونږ پښتانه خو چا ته د ښځی نوم نه ورښایو نو ځکه می درته په رمز کی وویل چی ۳۰ ۳۲ ش
هاهاهاهاها
تربیا


سادات
16.03.2011

تراب صب مايي پوختنه وكړۀ مومند صيب يوڅوورځي مصروف غوندي دي ځکه نادركه دي
داډاډګيرنه به زه دركم چي هيركړي يي نه يي خامخا راځي
دومره خودمومند صيب په انډيوالۍ باورلرم چي يوپيغام يي په نمايندګي ثبت كړم؟؟؟؟
نو پوه شوي ترابه هيڅ خبره نه شته مومند صاحب په نن اوسبا كي حتما رازي
والسلام
عبدالباقي سادات
دغزني داندړو اوسيدونكي


تراب
16.03.2011

سلامونه!
یاره سادات صیب..... کور دې ودان چه دمومند صیب حال دې راکه خو یاره ګومان مې نشې چه ترما دې مصروفه وې ماته دا څو ورځې ده دوو نفرو کار راپه غاړه دی خو بیا هم مې تاسې نه یاست هیر؟
اوچپرهاری صیب روشتیا هم چه ګیله له خپله کیږې ولې په فورم کې نور هم ډیر خلګ شته ولې مو ترې ګیله نکول؟
مګر یاره زه خو دومره ډیر په ټوکو پسې وګرځیدم چه پښې مې پسې تڼاکې سوې خوبخښنه غواړم تر اوسه داسرخوړلې ټوکې لاس ته نه دې راغلې او پسې ګرځم چه کله ځان په لاس راکړی لاس تړلې به یې درته را ولم؟‎ ‎
نور څه غواړې؟
دعبدالباقي سادات صيب يوواربيا كور وداني وايم؟
تربيا دالله په آمان‎ ‎


chaparharay
16.03.2011

السلام علیکم مونږ او نورو ورونو!
ټوکه:
یوه ورځ مو په ټولګی کی یو استاذ ډیره ښه ټوکه وکړه او په همدی ټوکی سره یی درس هم را اسان کړ او ټول ښه پری پوه شو.
نو چی کله ټوکه خلاصه شوه یو شاګرد چی لږ سادګی وو او د وردګو اوسیدونکی وو نو ددی لپاره چی استاذ ته داد هم ورکړی او په ضمن کی ورنه د بولو کولو اجازه هم وغواړی نو ورته یی وویل چی :
استاذه تاسی خو ډیره ښه ټوکه وکړه او اجازه راکړه چی زه او ستا پدی ټوکه لږی متیازی وکړم!
استاذ یی په مقصد پوه شو خو بیا یی هم ددی شاګرد چی مرۍ داره خولۍ یی په سر وه تری راواخسته او ددی شاګرد غوږ یی پکی ونیو او ښی چیغی یی تری ویستی او ورته به یی ویل چی نه نو ځما دا ټوکه دومره خرابه وه چی ته پری متیازی کوی او دی سره به یی بیا زور ورکړ.
او چی ښی چیغی یی تری ویستی نو بیا یی ورته ویل چی زه دی په مطلب پوه وم خو داسی عبارت چی بیا بل چامخکی ونه وای او دخبرو سلیقه زده کړی.
نو زه اوس وایم چی ما خو هم یوه ټوکه لیکلی وه او ورپسی سادات صیب او تراب صیب دواړو لیکنی وکړی خو ځما په ټوکه یی هڅ اجازه هم ونه غوښته نو دومره بی موډه او بی ماډله ټوکه وه چی ورته نو یو وار ها هم ونه لیکل؟! نو بس زه پخپله ورته هاهاهاها او ههاههاههههههههههههههههاهاههاها
تربیا


حذيفه
16.03.2011

سلامونه
لومړی به چپرهاري صاحب ته وخاندو
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
دومره ډېر به دي نو هیڅکله نه وي خندلي او يا به دي نه وي خندولي .
تراب صاحب که ټوکي نه راوړي خو الحمدلله د ټوکو له برخو زه شتمن يم .
څه ته انتظار کوئ راځه چي ويې لولو :
***
نرسه له اولا د زېږوني له خوني څخه دباندي راووځي ، او سړي ته وايي، چي مبارک دي سه اولا دي پيداسو.
سړی ورته وايي، زما و مېرمن ته څه مه وايې، زه غواړم چي ددې خبر زېری اول زه ورکړم ، چي اولا ددي پيداسوی .
***


عادل عادل
16.03.2011

السلام علیکم

[quote:ee986a7284]یوه ورځ مو په ټولګی کی یو استاذ ډیره ښه ټوکه وکړه او په همدی ټوکی سره یی درس هم را اسان کړ او ټول ښه پری پوه شو.
نو چی کله ټوکه خلاصه شوه[/quote:ee986a7284] ..........

یره دا د استاذ ټوکه خو به دې لومړی کړې وه؟ مونږ مو د استاذ ټوکې ته غوږونه غوږونه کړو، خدای ج وکړي چې هېره شوې مو نه وي.

په هر حال لږ خو د وردګ ماما ادرار ناځواني کړې او لږ هم د استاذ وران پټ استنباط دی چې نه باید یې لومړی ځان او دوهم تاسو پرې پوهولي وای .

د استاذ د ټوکې په هیله ......

... خو پام چې له ځانه يې جوړه نکړې تر څو يې خدای مکړه په لوی لاس د وردګ دارې ته برابره کړی :lol:


نوروز خان
16.03.2011

:lol: :lol:
یاره عادل جانه بده بلایې په ټوکو کې دټوکو تراشلو چل دې ښه یاد کړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more