ادبي ټوکې ټکالې
مبارک
tandar
13.03.2011
خيريوسې صيب ته مبارکې وايو٠
ما خو ې نوم نن په رسمې ډول وليدلو٠
برياليتوب مو غواړو ،مقصد که کومه خطرناکه خاطره مو ليکله مخکې له مخکې اجازه غواړو :roll: :roll: :roll:
مننه
خیریوسی
13.03.2011
محترم تندر (باوری ) صاحب، چپرهاری صاحب ، قریش صاحب ، پښتون صاحب ، او غیر حاضر محمد زمان هوتک صاحب او تراب صاحب هر څوک چی دقلم دڅوکی څخه پاته سوی وټولو ته سلامونه وړاندی کوم
کورمو ودان خیر یوسئ ، ډیره ډیره مننه ستاسو د زیارنه ، نور څه نه لرم بس دعا به درته کوم .
ډیر خوشحاله سوم خوشحاله په دې سوم چي یو څو وروڼه دخوشحالی او خندا په فضا کي په دې خونه کي یو دبل سره ټوکی کوی او دټوکو ټوکو ټوکو څخه نه یم خبر ټکلی که ټکالی جوړی سی
تراب صاحب ته مخصوص سلامونه وړاندی کوم وټول افغان ته ستاسو راتګ دځان سره دخوشحالی زیری راوړي خدای دې همیشه خوشحاله لره .
مینه او مننه
پښتون.
13.03.2011
السلام علیکم!
زړور ورور خیریوسی ته د( ادبي ټوکې ټکالې )د خونې د چلوونکې د دندی مبارکې وایم.الله تعالی دی ورته د حامد صاحب پشان پراخه حوصله ورکړی .
او بریالیتوبونه ورله د خونۍ په سمبالولو کې غواړم.
زما لخوا ډاډه اوسه،د عادل صیب خبره د کوتوکو د ټینګې نه یو. :lol: :shock:
:idea: نه رښتیا ویلی یئ وو چې :
ښاغلی هر یو تندر، پښتون، قریش او هوتک یو هم کوتک نه غواړي بلکه په اشاره پوه درانه او د ادب په چوکاټ کې د ټولو د طبعې برابر پر ځای ټوکیان دي :lol:
او بیا په بل ځاي کې وطنمل صاحب ليکې٠
له دغه فوروم څخه يو ښکلی بنډار جوړ کړي چې هم لطيفې او د نورو له پاره خوشطبعې ټوکې ولري او هم د پند ورکولو
او پند اخيستلو يوه ښه سرچينه وګرځي !
د تندر صیب ځواب :
زما په نظر دغه هيله فقط او فقط دټوکو ليکونکې پرځاې کولې شی نه چلونکې او نه ساتونکې٠
تراب
14.03.2011
[quote:83f0d4945f="خیریوسی"] نور
څه نه لرم بس دعا به درته کوم
[/quote:83f0d4945f]خیریوسی وروره تر هرڅه دې همدا دوعا ډیره لویه تحفه ده کور دې ودان
خوشحاله اوسې؟
الله ج دې ددې خونې واک در پسې بختور کړی آمین