د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دا مې دپلار قبر دي

Farhad zaheer
17.06.2004

دا مې دپلار قبر دي
وايي،چي يو سړی ديوه کوچني قبر ته ناست و او ژړل يې،يو لاروی ورباندې راغی او ورته وي ويل ،چي ولې ژاړې؟
ده ورته وويل، چي دا خو د کوچني قبر دی او ته لوی سړی يې.
ده ورته وويل،چي پلارمې په کوچنوالي کې مړ شوی دی.


دا مې د پلار قبر دی

زرکه
17.06.2004

زهيره وروره خدای (ج) دې مه زهيروه ودې خندولم او ماته دې هم يوه ټوکه راياده کړ ه

ملا نصرالدين په يو ځای کې په يوه هديره وربرابر شو همداسې هديرې ته ورننوت او په
قبرونو ګرځيدو چې پام يې شو چې قبرونه ښه لوي دي مګر په يوه قبر ليکل شوي چې د
ژوند موده يوه مياشت په بل بيا ليکل شوي چې يو کال او همداسې تر پنځو کالو پورې
يانې د پنځو نه پورته پکې هډو ؤ نه . ملا حيران پاتې ؤ چې قبرونه دومره لوي دي او دومره
د کم عمر خاوندان پکې خخ دي . ملا چې هر څه کوښښ وکړ چې پوه شي خو هيڅ پوه نشو
همغه ؤ چې د هد يرې د ساتونکي نه يې پوښتنه وکړه چې دا څه خبره ده چې قبرونه لوي او
خخ پکې واړه دي ؟ هغه ورته وويل چې ملا صيب دا ځکه چې مونږ په قبر د عمر هغه موده
ليکو چې هغه نفر په خوښۍ او ارامۍ تيره کړي وي .
ملا د لږ ځنډ نه وروسته ورته وويل چې داسې ده وروره نو زه غواړم چې د مرګه وروسته ماهم
په همدې هديره کې خخ کړي او په قبر مې وليکي چې د پيداکيدو نه وروسته د ستي مړ شو .

ستاسو خور زرکه



ع کريم حليمي
18.06.2004

په کندهار کي ښځه قبر ته ناسته ده او ژاړي ٠( ٠٠ )ورته و درېدی چه مور ولي ژاړې ٠
دا مي د زوی قبر دی ٠ ډير ځوانځواني مرګ سو ٠ (٠٠٠) ورته وويل چه زوی دي چرسڅکول ٠ يا زويه ٠
بيا(٠٠٠) ورويل غمزه ئی ځکول ٠يا زويه ٠بيا (٠٠٠) ورته ويل څه عمل کاوه بوډۍ ورته وويل يا زويه هيڅ بد عمل ئی نه کاوه٠ (٠٠٠ ) ورته وويل ولاړېږه ولاړېږه ٠ يو کډو دي ښخ کړی ٠ مه پر ژاړه ٠ بی عمله سر کډودی ٠


د مرګ خبر

Shamal yar
13.08.2005

سلام ټولو پښتنو ته :
دا ټوکې په نوې موضوع په شان مه ورکوې دا په جواب کې چې ورکړې نو ډيره به ښه وي.
نصرالدين له خپله کوره لري قدم واهه. يو نا اشنا او عجيب درد ئې احساس کړ. فکر ئې وکړ چې دئ نور مړ شوئ. سمدلاسه مخ په قبله و غزېده. ډير وخت تېر شو خوچا ئې پوښتنه ونه کړه. په غوسه له خپله ځايه پورته شو، کورته لاړ او ښځې ته ئې وويل: عجيبه زمانه شوه! څومره وخت کيږي زه په پلانکي ځای کي مړ پروت يم، خو هيڅوک نه شته چې راشي او زما جنازه پورته کړي. نصرالدين چې دا خبر ښځي ته راوړ نور په يوترپ بيرته لاړ. ښځې ئې ژړا او واويلا شروع کړه. ګاونډياني ښځي راغلې او دعلت پوښتنه ئې وکړه. د نصرالدين ښځي په ژړا ژړا کي وويل: مېړه مي په پلانکي ځای کي مړ پروت دئ، دومره څوک نه شته چي جنازه ئې واخلي او په هدېره کي ئې ښخ کړي. يوې ګاونډۍ ورنه وپوښتل: تاته دا خبر چا راوړچي هغه مړ شوئ؟ د نصرالدين ښځي په داسی حال کي چي خپلي اوښکي ئې پاکولې وويل: هغه خوا رکئ بل څوک لري؟ پخپله راغئ زه ئې خبره کړم او نور بيرته لاړ.


ما دې قرانکريم ووهي چې ما سره يوه روپۍ نشته‏

Farhad zaheer
13.10.2005

ما دې قرانکريم ووهي چې ما سره يوه روپۍ نشته‏
يو ملنګ وويو سړي ته ورغی ورته يې وويل : ماما ماته يوه روپۍ راکړه سړي ‏ورته وويل دغې چپ لاس ته لاړشه هلته به درته اوه سرکه راشي په هغې سرک ‏باندې به اوه موټره لاړ شي کله چې اوم موټر کې سپور شې يوه اندازه مزل به ‏وکړې بيا به کيڼ لورې ته لار شې هلته قلعه ګانې دي اخري قلعه ته په ننوځې ‏په هغې کې اوه کوټې دي په هغې اومې کوټې ته ننوځه ، په هغې کوټه کې اوه ‏المارۍ دي په هغه اومه المارۍ کې قرانکريم ايښی دی . هغه به راواخلې او ‏موچي به يې کړي بيا به راشې. چې سړي ته راغې سړي ورته وويل ما د همغه ‏قرانکريم ووهي چې ما سره يوه روپۍ نشتته.‏


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more