د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ملا او ملګری یې

هلال
08.03.2011

سلامونه!
ټولو یارانو ته په خاص ډول اسدمومندصاحب ته
زه چه دی فورم ته راغلی یم دمومندصیب سره مې قدرتې مینه پیداسوې ده؟
مومندصیب اوس دایوه ټوکه لیکم څه پکښې وایې ؟
داهم ټوکه؟
ملانصرالدین یو وخت په شنو غنمو کې دیو ملګری سره ناست وو ګپ اوشپ یې سره کولو؟
دخبرو په دوران کې دملا دانډیواله څخه تیز ختا سو؟
غریب وملا ته ډیر وشرمیده حیران سو چه په څه چل ملا دوکه کړی؟
وروسته یې دغنمو شنه پاڼه به یې په ګوتو کی کش کړ همداسی ږغ به یې وکړو لکه تیز؟
ملا هم ډیر هوښیار وو پرملګری یې ږغ کړ؟ چه انډیواله د ږغ د ورکولو چل خو دی زده کړ مګر ددی بوې یې هم یوه چاره وکه؟هاهاهاها
که خندا نه درځې هم خیر دی؟
مننه ‏‎ ‎


chaparharay
08.03.2011

السلام علیکم
هلال صیب ستاسی ټوکه خو داسی خنداوره وه چی اګر تاسی اسد مومند صیب ته خاص او مونږ ته مو عام توګه لیکلی وه خو هغه صیب اوس انلاین ندی او زه به دهغه صیب په ځای هم وخاندم ههاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
ځه که هغه صیب بیا راخبر شو نو ځما په ځای به ورته وخاندی خو ګوره هسی نه چی لږه خوله چینګه کړی او نور بس کړی !
چی دا څومره می ورته خندلی ددی دری واری به خاندی !


هلال
09.03.2011

سلامونه!
محترم چپرهاری صیب داچه تا زما ټوکی ته دمومند صیب پرځای هم خندلې دې اوخپله مو هم ډیر ورته خندلې دی ډیره مننه خو فکرکوم په مطلب یې پوه سوی یې که څنګه.
مننه ستاسې وړوکی ورور هلال


chaparharay
09.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
هلال صیب دی ټوکی ته می ځکه ډیر وخندل چی هغه د څو په نوم افغانانو خبره رایاده شوه چی دامریکا د ظلم او وحشت نه دفاع کوی او په هره خبره کی وای چی طالبان ولسی خلک وژنی او امریکا هم همدوی راوسته او څنګه اوڅنګه ، نو دوی خو به دا ږغ جوړ کړی خو ددوی دی کارنامو بوی سره به څه وکړی دا دومره ظلمونه یی چی وکړل او نور هم کوی نو دی ته به څه بهانه ګوری دی ته خندا راغله .
دا ستا ټوکه چی یوه ډیره خندا وره ټوکه ده یوه ډیره ښه سیاسی معنی هم له ځانه سره لری.
ډیره مننه


Kamil
09.03.2011

>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>


chaparharay
09.03.2011

السلام علیکم
ولی وروره دومره بدی خبری ته څه حاجت وو !
نور خواږه کلمات درسره نه وو؟
دومره سپکه خبره څوک لیکی الله مکړه کومه ښکنځل خو می نده لیکلی چی تاسی داسی غبرګون وښوده .
یو ځل بیا ځما لیکنه هم ولوله او بیا دی دا خپله لیکنه هم ولوله چی ځما د لیکنی همدا ځواب دی؟


Kamil
10.03.2011

>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
کامل صیب زه هم دی ته حیران شوم چی له لیکنو نه خومی دا ورور ډیر ښه اومودب ښکاری حتی چی ټوکی هم ډیری ادبناکی لیکی خو دلته یی ولی دومره بدی خبری لیکلی دی .
خو خیر په هر تقدیر چی هرڅه وی ځما ورویی هڅ خبره نشته.
په مینه


سادات
10.03.2011

کامل صاحب پرون می درته جواب لیکلی و خوقسمت دا و چی دحفظولو نه مخکی برق لاړاوهرڅه یی دځانه سره یووړل. په هرحال ته وایی چی هغه لیکنه تانده نواوس خوکولای شی چی ړنګه یی کړی!!
ړنګه یی که!!
نورزه نپوهیږم چی ته به ریشتیاوایی که دروغ خودقرائنو نه داسی معلومیږی چی خبره دی ریشتیاده.
خویوشی می بیاشکمن کړی چی پرون خوپه لایبریری (مکتبه) کی دنجونو ورځ وه نوتا په کوم ځای کی نټ استعمال کړو؟؟؟
هوداامکان لری چی دشرعیاتوپوهنځی دنټ لیب ته ورغلی یی خوبیابیرته شکمن شم چی ته وایی اذان وشو؟ هلته خوداذان اواز نه درځی؟ اوکوم جومات ته لاړی؟دعربی پوهنځی مسجدته که بل ځای ته؟
که داجوابونه دی راکړل بیابه ستاپه ځای چپرهاری صاحب او م افغان صاحب ته زه هم زارۍ اوننواتی وکړم چی تاوبښی اوته پخپله خبره کی ریشتینی یی.
خوزمادمعلوماتومطابق خو ته په کمره کی ډي لینک لری نوبیاڅه ضرورت چی لیب ته پسی ځی؟
والله اعلم باصواب


اسد مومند
10.03.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ګران هلال صاحب ستاسو مینه که څه هم تاسو وایئ چې قدرتي پیدا شوې خو خامخا به زه او ته دواړه سره یو قسم نفسیاتي تړاو لرو او د همدې نفسیاتې ورته والي او تړاو نتیجه ده چې زما لیکنې په تا ښې لګي او ستا لیکنې په ما خوږې لګي.
ټوکه دې خوندوره وه خو چپرهاري صاحب زما پرځای ورته خندلي زه پرې اضافه خندا نلرم :)
په هر حال وايي یو سړي رخت د ګنډلو لپاره خیاط ته ورووړ د خیاط رخت ډیر خوښ شو نو پدې فکر کې شو چې څرنګه د رخت والا سوچ بلې خوا ته واوړي او دی د وخت نه په استفادې سره رخت ترې بېل کړي. نو اخیر یې ډیر زور وکړ په اواز سره یې اودس ته خاتمه ورکړه.
رخت والا چې یې اواز واوریدو نو په کړس کړس یې وخندل او د ډيرې خندا نه په شا لاړ خیاط د وخت نه استفاده وکړه او ژر ژر یې رخت ته قیچي بنده کړه. دوهم ځل یې بیا زور کړ زور کړ او د اودس ماتي عین فضا یې جوړه کړه رخت والا یو ځل بیا د خندا نه شین شو او خیاط خپل کار وویست. د رخت والا ته یې هم خوند ورکړ نو خیاط ته یې ویل: یو ځل بیا همغسې پرې ورځه...
خیاط: نه بیا ترې جامې نه ګنډل کیږي.

نوربیا


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
سادات صیب ګوره تاسی هم ډیره غیرحاضری پیل کړی داسی مکوی او مرکه جوړه کړی زر زر سر را ښکاره کوی چی مرکی خوند نور هم لا زیات شی.
او د کامل صیب باره کی به ووایم چی هغه صیب خپل عذر وړاندی کړ او همداسی کله ناکله کیږی ده سره به هم کوم ملګری شرارت کړی وی .
په هر حال مونږ یی عذر قبول کړ او هیله ده چی م افغان صیب یی هم عذر قبول کړی د یارانو سره خو څوک حساب نه کوی او کامل صیب هم ځمونږ اوستاسی یار دی بس دا خبره همدلته فول سټاپ کړی او نور نو خوندوری ټوکی پیل کړی او ای را ځۍ چی پری ورځۍ.


هلال
10.03.2011

سلامونه اسدمومند چپرهاری او سادات صیب ته!

اودس ته یې خاتمه ورکړه،
هاهاهاهاهاهاها
یاره مومند صیب الله ج دې ژوندی لره داسې ټوکې شروع کړه چه خوند وکړې دخندا دې مړکړم.
اوس وخت نور راسره یارې نکوې انشاءالله بیا به ټوکې کوو؟


Kamil
11.03.2011

>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>ليکنه ړنګه شوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more