د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

قبيلوي سيستم او متمدنه نړۍ/// روانو انقلابونو ته کتنه

و.افغان
05.03.2011

بسم الله الرحمن الرحیم.
د فوروم درنو ليکوالانو، ښاغلو لوستونکو، درنو خوندو او وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
محترمو وروڼو!
د تېرو دوه مياشتو راهيسې مونږ په عربي نړۍ کې د لويو پېښو شاهدان يو، لوی ولسي
انقلابونه په ډېرو عربي هيوادونو کې پيل شول، چې په ځينو کې په کاميابۍ متوج شو،
لکه مصر او تونس، داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې لا د انقلابونه لړۍ دوام
لري، او حاکمان هم په ډېرې وېرې او دهشت سره انتظار باسي، او هر يو يې په خپل زړه
کې وايي چې: حوالينا ولا علينا. (ګردچاپېر دې وي؛ نو په مونږ دې نه وي).

غواړم چې له دغو هيوادونو څخه د مصر ، تونس او ليبيا انقلابونه ځينو محددو
اړخونو ته په کتلو سره تر تحليل او مقايسې لاندې ونيسم، او په پای کې لوستونکو
د دغه تحليل او مقايسې نتيجه وړاندې کړم.

تونس:

ولس مسلح نه وو، انقلاب د سولييزو مظاهرو له لارې پيل شو.
تونس کې مدني سيستم وو، قبيلوي سيستم په کې نه وو.
رئيس بن علي کومه مشخصه قبيله نه لرله، چې تر شا يې ولاړه وی.
پوليسو د بن علي په امر په ډاکو، غلاګانو، تخريب او تدمير باندې پيل وکړ.
امن په کامله توګه له منځه لاړ.
ولس تعليم يافته وو، بلکه د تعليم کچه يې ډېره لوړه وه.
ولس ولسي کميټې جوړوې ، تر څو د هغوی امن ونيسي، او د شخصي او حکومتي
ممتلکاتو حفاظت وکړي.
ولس هم مظاهره کوله، هم يې د خپلو شخصي ممتلکاتو ساتنه کوله، او هم يې د دولتي
ممتلکاتو ساتنه کوله.
هېواد يو وطني فوځ لرلو.
په سولييزو مظاهرو باندې يې يوه مرمۍ هم فير نه کړه.
د امن نيولو لپاره يې ټټر ووهه، او د ولس سره د تعاون په سلسله کې يې د پوليسو
د انعدام خلا په کامله توګه ډکه کړه.
فوځ په پای کې بن علي مجبوروي، چې له وطن څخه ووځي.
فوځ خپله د سیاسي خلا د ډکولو څخه ډډه کوي، او دغه خلا ډکول ولس ته پرېږدي.
فوځ ولس ويروي چې بايد سياسي خلا رامنځته نه شي.
ــــ
نتيجه:
د سولييزو مظاهرو په لړ کې تقريبا 200 كسان په ظرف د درې هفتو کې د بن علي د ملېشو په لاسونو ووژل شول.
انقلاب کاميابيږي، او ولس د خپل مدنيت له برکته په دې توانیږي، چې تر نن ورځې
پورې خپلو اهدافو ته په تدريج سره د سولييزې مبارزې له لارې ورسيږي.

مصر:
ولس مسلح نه وو، انقلاب د سولييزو مظاهرو له لارې وشو.
مصر کې مدني سيستم وو، قبيلوي سيستم په کې نه وو.
رئيس حسني مبارک کومه مشخصه قبيله نه لرله، چې تر شا يې ولاړه وی.
پوليس په کامله توګه ميدان پرېږدي، او له ښارونو څخه پوليس ورکيږي.
پوليس د خپلو لوړ پوړو چارواکو په امر باندې په ساده جامو کې په ډاکو، غلاګانو، تخريب او تدمير باندې پيل وکړ.
د حکومت لوړ پوړي چارواکي د کرايه شويو مجرمينو، اجرتي قاتلينو څخه استفاده
کوي، او په زرګونه مجرمين له زندانونو راباسي چې خلک ووژني، ولوټي، تر
څو خلک د مظاهرو پر ځای د خپلو کورونو او مالونو په ساتنه بوخت شي.
امن په کامله توګه له منځه لاړ.
ولس تعليم يافته وو، بلکه د تعليم کچه يې ډېره لوړه وه.
ولس ولسي کميټې جوړوې ، تر څو د هغوی امن ونيسي، او د شخصي او حکومتي
ممتلکاتو حفاظت وکړي.
ولس هم مظاهره کوله، هم يې د خپلو شخصي ممتلکاتو ساتنه کوله، او هم يې د دولتي
ممتلکاتو ساتنه کوله.
هېواد يو وطني فوځ لرلو.
په سولييزو مظاهرو باندې يې يوه مرمۍ هم فير نه کړه.
د امن نيولو لپاره يې ټټر ووهه، او د ولس سره د تعاون په سلسله کې يې د پوليسو
د انعدام خلا په کامله توګه ډکه کړه.
فوځ په پای کې حسني مبارک مجبوروي، چې له ولسمشرۍ څخه لاس په سر شي.
فوځ خپله د سیاسي خلا د ډکولو لپاره ميدان ته رادانګي، او د ولس سره د انقلاب
د ټولو مشروعو اهدافو د پوره کولو لپاره کلکې ژمنې کوي.
ـــــ
نتیجه:
د سولييزو مظاهرو په دې لړ کې په ظرف د 18 ورځو کې تقريبا 350كسان د حسني د
ملېشو او نورو بلطجيانو او اجرتي قاتلانو په لاس ووژل شو.
انقلاب کاميابيږي، او ولس د خپل مدنيت له برکته په دې
توانیږي، چې تر نن ورځې پورې خپلو اهدافو ته په تدريج سره د سولييزې مبارزې له لارې ورسيږي.

ليبيا
انقلاب د سولييزو مظاهرو له لارې پیل شو.
ليبيا کې قبيلوي سيستم وو، يوه مدني ټولنه نه وه، ولاءات يې په مختلفو برخو وېشل
شوي وو، درحاليکه په شرق او غرب کې يې مصر او تونس دی، چې هغه هم عربي
هیوادونه دي، البته قبيلوي سيستم په کې ډېر پخوا له منځه تللی دی.
ولس کې د تعليم کچه ډېره کمه وه.
د ليبيا رئيس معمر القذافي تر شا د قذاذفه وو قبيله ولاړه وه، او نورې هغه قبيلې چې
د قذاذفه وو له قبيلې سره خپلوي لري، لکه مقارحه او نور، د کومو تمرکز چې د ليبيا
په مرکزي سيمه کې ده، د سرت له ښار څخه پيل کيږي، کوم چې شمال ته د بحر په غاړه
پروت دی، او بيا د جنوب اړخ ته د سبها تر مرکزي ښاره پورې امتداد لري.
ليبيا تش په نوم فوځ لري، چې ډېر کمزوری دی، او ولاءات يا دوستي يې په قبايلو
وېشل شوې ده.
قذافي د خپل حکم د بقاء لپاره نه غواړي چې قبيلوي سيستم له منځه لاړ شي، او د
قبيلوي اختلافاتو ته د لمن وهلو له لارې خپل حکم ته بقا وربخښي، او د ځان د امن
لپاره قوي ملېشې چې کتيبه نوميږي؛ جوړوي، او مختلفو پرمختللو، سپکو او درنو
وسلو يې سمبالوي، او په رأس کې يې خپل زامن ټاکي.
د قذافي ملېشې په شرق کې سولييزې مظاهرې په درنو وسلو او دافع هوا باندې وولي،
او ولس خپل اصرار نور هم قوت وربخښي، په تشو لاسونو د ملېشو په قرارګاوو
ورخيږي، او په ظرف د درې ورځو کې د 200 شهيدانو په ورکولو سره توانيږي، چې
د ملېشو قرارګاوې ونيسي.
په منطقه کې د فوځ قطعې د خپلو وسلو سره يو ځای له ولس سره يو ځای کيږي.
د مختلفو ليبيايي شرقي او غربي ښارونو څخه انقلاب سره د پيوستون غږ پورته کيږي،
البته د دغو ښارونو څخه مرکزي ښارونه لکه سرت، سبها، مستثنا دي، او دا هغه
ښارونه دي چې د قذافي قبيله او هغه قبائل په کې اوسيږي؛ چې د قذاذفه وو سره
خپلوي لري.
د ليبيا ختيځ او لويديځ ښارونه د ولس په لاس کې غورځيږي.
د قذافي ځوی په تلفزيون راښکاره کيږي، او خلکو ته په کورنۍ جګړې تهديد ورکوي،
او قبيلوي کاغذ په لاس کې نيسي، او خلکو ته اعلان کوي، چې پلار يې کوم کلاسيکي
رئيس جمهور نه دی، بلکه يو قومي مشر دی، او راپارېدلي خلک نشيان بولي.
له دې وروسته قذافي هم په څو ځلې د تلفزيون په پرده راښکاره کيږي، او د قومي
او قبيلوي سيستم د کاغذ څخه د استفادې تهديد ورکوي، او د خپل ځوی خبرې
تکراروي، او خپل ولس ته د نشيانو او موږکانو خطاب کوي.
که څه هم د ولس هغه برخه چې راپارېدلې د قذافي او دوستو قبايلو څخه يې شمېر
ډېر لوی دی؛ مګر تر اوسه پورې د قذاذفه وو او مقارحه وو قبيلې د قذافي سره کلکې
ولاړې دي، او تر دې دمه ويلی شو؛ چې په ليبيا کې مسلحه کورنۍ جګړه روانه ده.
قذافي په وار وار تأکيد کوي،چې له ليبيا به ونه وځي، او ووايي چې تر اوسه يې لا
وسلې ته لاس نه دی کړی، خو که لاس کړي؛ نو هر څه به وسوځوي.
د قذافي سره د هغه د خاصو ملېشو تر څنګ د فوځ هغه قطعې هم ودريږي، چې د ده
له قبيلې او نورو دوستو قبيلو څخه ځنې دي.
قذافي د هغه ملياردونو ډالرو څخه استفاده کوي، کوم يې چې د ولس عامې شتمنۍ
أعنې تېلو څخه لاس ته راوړي، او په کرايه باندې له افريقايي او شرقي اوروپا څخه
اجرتيان راولي، او خپل ولس پرې وژني.
د قذافي قبيله او نورې دوستې قبيلې دا هر څه ويني، خو د قبيلوي تړاو په وجه مجبور
دي، چې له قذافي سره ودريږي.
دا رنګه جګړه استمرار پيدا کوي، او هره ورځ په لسګونه خلک د قذافي د ملېشو،
اجرتيانو په لاسونو، او د طيارو په بمبار وژل کيږي.
ــــــ
نتيجه:
سره له دې چې د ولسي پاڅون نږدې دوه جمعې برابريږي، خو د ځينو بېطرفه منابعو
له خوا ويل کيږي، چې د مړو شمېر په دغه لږه موده کې 5000 کسانو ته رسيږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
عمومي نتيجه:
د عام ولس د پوهې د کچې لوړوالي دمصر او تونس په انقلابونو کې مهم رول ولوباوه.
همدارنګه مدني سيستم د مصر او تونس د انقلابونو په کاميابۍ کې کليدي رول
ولوباوه.
د مصر او تونس انقلاب سولييز انقلاب وو، قربانۍ په کې ډېرې کمې وې، نسبت هغو هر اړخيزو مثبتو نتايجو ته چې د انقلابونو په نتيجه کې رامنځته شوې.
درحاليکه د مصر عسکري قوت د عربي نړۍ ستون فقري جوړوي.
بر عکس په ليبيا کې د عام ولس د پوهې کموالي د مدنيت مخه ډب کړې، او بالآخره
د دې سبب شو ، چې انقلاب ولس ته په ډېره لويه بيه تمام شي (دا چې په پای کې به د
کاميابۍ مرحلې ته ورسيږي او که نه؟ لا مشکوکه ده).
قبيلوي سيستم د انقلاب د مخې ډب کولو کې لوی رول ولوباوه، او کورنۍ جګړې
ته يې لاره هواره کړه. پرته له دې چې دغه قبيلوي سيستم د خپل مشر اجرام، جنايت
او په مقابل کې د انقلابيانو مشروع مطالب په نظر کې ونيسي، او د خپل جاني مشر
څخه يې د دفاع په لار کې کورنۍ جګړې ته هم تيارۍ وښوده، او داسې مستقبل د ټولو
په مخ کې مجهول دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه په افغانستان کې له 35 کلونو راهيسې د جګړو او اختلافاتو د دوام اسباب کټ مټ
د ليبيا سره مشابه کوم، اګر که ليبيا به نسبت افغانستان ته ډېره ښه وي، او فکر کوم
چې افغانستان کې قبيلوي سيستم، نه مدنيت، د پوهې د کچې ټيټوالي په روانو
غميزو کې کليدي رول لوبولی، او لا لوبوي يې، بلکه په دې مې هم عقيده کلکه شوه،
چې په اوسنۍ متمدنه نړۍ کې قبيلوي سيستم په هيڅډول نه چليږي، او په هغو
دولتونو کې چې دغه سيستم تر اوسه چليږي؛ د هغوی امني سېستم د ډېر لوی خطر
سره مخ دی، په ځانګړي ډول که چېرې د روانو انقلابونه طوفاني څپې او ياغي بادونه
پرې راوالوځي.
نو کم نه کم ما له ځان سره پرېکړه
وکړه، چې نور به د خپل نوم سره د قبيلې نوم نه ليکم، او له خپلو دوستانو به هم دا غواړم چې ورته پرېکړې ته ورسيږي، او د خپل نسب ساتنه په هغه اندازه کې مد نظر ونيسو؛ په کوم چې ځينې شرعي احکام مرتبيږي.
او ټولو په ګډه سره د قبيلوي سېستم پر ځای د افغاني مدني پوهې ټولنې لپاره د خپلې
وسعې مطابق نه ستړېدونکې مبارزه پيل کړو.

په درنښت


م . ق
06.03.2011

...........


عنوان

chaparharay
07.03.2011

السلام علیکم
ننګرهاری صیب ګوره ما تاسی ته په شخصی پیغام کی هم یوه خبره کړی وه چی وروره تاسی محض لیکنی مه کوی بلکی داسی لیکنی وکړی چی یو څوک ورنه مستفید هم شی او ستاسی وقار او شخصیت هم پکی ښکاره شی !
خو تاسی تر اوسه پوری شاید هغه پیغام هم نه وی لیدلی چی ما ستاسی دراتګ په اوله ورځ درلیږلی وو او ستاسی ښه راغلاست می کړی وو
بیا می فورم کی بیا در ته عرض وکړ او د یو ورور په حیث می درته لارښونه وکړه او بیا نورو ورونو لکه وهاج صیب هم درته خبل د وروری نصیحت ولیکه او اوس دادی بیا درته عارض شوم!
نو ښاغلی ننګرهاری صیب په ډیره عاجزۍ او احترام او نور نو په ژړغونی اواز درڅخه هیله کوم چی لږ انصاف وکړی ، دځان سره او بیا د علم او فکر مرکز دننګیالو او توریالو او نوابغو کور ننګرهار سره نور ظلم مه کوه .
بس دی همدومره بی عزتی مو بس دی نور دالله په خاطر په ننګرهاریو رحم وکړه چی هرڅوک یی! بس ډیره ډیره دعا به درته کوو خو مونږ سره نور دا ظلم مه کوه د یو بیچاره او مظلوم او ستاسی ددی لیکنو نه په ژړا ننګرهاری په حیث درته سوال کوم چی نور بس دی!!!


Sangar Watan
07.03.2011

دروند وهاج افغان صيب سلامونه ومنۍ،

پداسې حال کې چه دقبيلوي جوښت نه د ملي جوړښت په لورخوزښت، دستاينې او ملاتړ
وړ دی،خو راځۍ چه خپل اختلافات د قوم،قبېلې،مذهب،شکل او قيافې پر ځای
د ټولنې او دهغې د لارښونکي ځواک دې جوړښت له مخې وڅيړو او خپلې ليکې
سره منظمې او متقابلې کړو٠
لکه چه تاسو ورته په پوره مهارت سره ګوته نيولې،دې قوم او قبېلې
تر نامه لاندې مجادله او جنګ جګړه،دلوی خدای ج درضا وړ نه ګرځي٠
زما په اند (چې په هيڅ ډول يو کمونستي اند ندی) انساني ټولنه دوه اساسي
او عمده ډلې او خلکې لري:ظالم او مظلوم٠ معلومه ده چې ددې دواړو تر منځ
داسې خلکې شتون لري چه کله ظالم او کله مظلوم شي٠
ستاسو نظر څه دی؟


و.افغان
15.03.2011

محترم سنګر وطن صاحب:
ټول افغانان د افغانستان بچي دي، د افغان بچي دي، شکر دی مسلمانان دي، هيڅوک
حق نه لري، چې د بل په ادرس د وطنفروش، غلام، ګوډاګي، کافر او مرتد تهمتونه
وليږي.
هو، له دې خبرې هغه تش په نامه افغانان مستثنی دي؛ چې ښکاره خيانتونه يې کړي
دي، او اظهر من الشمس دي، همدارنګه هغه خائنين ترې مستثنی دي، چې د غربيانو
په غېږو کې پراته دي، خپل جيبونه له ډالرو ډکوي، او خپل ولس په ښکېلاګرو وژني.

افغانستان زمونږ د ټولو مشترک ټاټوبی دی، او په ټولو يو شانته حق لري، هيڅوک
حق نه لري؛ چې له ساحې څخه د بل د ويستلو کوښښ وکړي، ټول به په ګډه د دې وطن
خدمت کوو، او ټول به ګډه سره يو ملي سپيڅلي پاڅون ته لاره پرانيځو.
ان شاء الله تعالی.
حقيقي مخلص ملي ځواکونه په وطن کې د تل لپاره د خارجي دښمنانو له خوا له ساحې
لرې ساتل شوي دي، دغه ملي ځواکونه اوس کولی شي؛ چې د الله جل جلاله څخه
وروسته يواځې او يواځې په خپل ولس متکي شي؛ او د يوه پاک سپيڅلي ولسي
پاڅون رهبري وکړي، د دين او وطن دښمنان به ان شاء الله الرحمن پخپله پر ليکه
سرونه ږدي.

په همدې هيله.

په درنښت

[quote:b7bd99b598="sangar watan"]دروند وهاج افغان صيب سلامونه ومنۍ،

پداسې حال کې چه دقبيلوي جوښت نه د ملي جوړښت په لورخوزښت، دستاينې او ملاتړ
وړ دی،خو راځۍ چه خپل اختلافات د قوم،قبېلې،مذهب،شکل او قيافې پر ځای
د ټولنې او دهغې د لارښونکي ځواک دې جوړښت له مخې وڅيړو او خپلې ليکې
سره منظمې او متقابلې کړو٠
لکه چه تاسو ورته په پوره مهارت سره ګوته نيولې،دې قوم او قبېلې
تر نامه لاندې مجادله او جنګ جګړه،دلوی خدای ج درضا وړ نه ګرځي٠
زما په اند (چې په هيڅ ډول يو کمونستي اند ندی) انساني ټولنه دوه اساسي
او عمده ډلې او خلکې لري:ظالم او مظلوم٠ معلومه ده چې ددې دواړو تر منځ
داسې خلکې شتون لري چه کله ظالم او کله مظلوم شي٠
ستاسو نظر څه دی؟[/quote:b7bd99b598]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more