وطن پال او نور ګټور شعرونه
پښتنې هيلې او ارمانونه
      زرکه
      13.06.2004
    
پښتنې  هيلې او ارمانونه
                             
                                       نه  يوو اغزي  شوي ټول  ګلونه  لا لرو 
                                      غم  ځپلو   زړو   کې    اميدونه   لا لرو
                                 څو به بيلوې مومجاهد اوکمونيست په نوم
                                     ګډه   افغاني   وينه   او زړونه    لا  لرو
                               مونږ د افغاني جمال الدين او احمدشاه اولاد
                                   لوړ همت  نه ډک  مو تاريخونه  لا  لرو
                                واوره امريکا د مرګ خوبونه مو نور مه وينه
                                مونږه  افغانان   د  ژوند  فکرونه   لا  لرو
                                ته  کوه دښمنه  ازمايښت  ماتيږي نه مونږه
                                لويې  حوصيلې  او کلک  هوډونه لا لرو
                        هسې راته ناست يې په  دې تمه  چې ناسور به شي
                              مونږ  د  زړه   د  زخم    مرهمونه    لا  لرو 
              
                     ځان  افغانستانه  دښمن  بد وايي  چې  نشته دی 
                         مو نږ  پښتنې  هيلې  و  ارمانونه  لا لرو 
         ګرانو شاعرانو او دشعر مينوالو  سلامونه  مې  ومنۍ .
         دشعري  نيمګړتياوو څخه مخکې له مخکې  بښنه  غواړم  .
                 په  پښتنه  مينه  او درنښت 
         ستاسو خور  زرکه
Re: پښتنې هيلې او ارمانونه
      مرورپښتون
      30.06.2005
    
[quote:cc1020da14="زرکه"]پښتنې  هيلې او ارمانونه
                             
                                       نه  يوو اغزي  شوي ټول  ګلونه  لا لرو 
                                      غم  ځپلو   زړو   کې    اميدونه   لا لرو
                                 څو به بيلوې مومجاهد اوکمونيست په نوم
                                     ګډه   افغاني   وينه   او زړونه    لا  لرو
                               مونږ د افغاني جمال الدين او احمدشاه اولاد
                                   لوړ همت  نه ډک  مو تاريخونه  لا  لرو
                                واوره امريکا د مرګ خوبونه مو نور مه وينه
                                مونږه  افغانان   د  ژوند  فکرونه   لا  لرو
                                ته  کوه دښمنه  ازمايښت  ماتيږي نه مونږه
                                لويې  حوصيلې  او کلک  هوډونه لا لرو
                        هسې راته ناست يې په  دې تمه  چې ناسور به شي
                              مونږ  د  زړه   د  زخم    مرهمونه    لا  لرو 
              
                     ځان  افغانستانه  دښمن  بد وايي  چې  نشته دی 
                         مو نږ  پښتنې  هيلې  و  ارمانونه  لا لرو 
         ګرانو شاعرانو او دشعر مينوالو  سلامونه  مې  ومنۍ .
         دشعري  نيمګړتياوو څخه مخکې له مخکې  بښنه  غواړم  .
                 په  پښتنه  مينه  او درنښت 
         ستاسو خور  زرکه[/quote:cc1020da14]
زرکې خورې، تاته دې خدای زر کاله عمر درکړي او دتا بلا دې خدای پر ټولو هغو پښتنو وګرځوي چې پر پښتو ننګه نه کوي او دعا ته دی وايم چې زر واره امين
           که له زلمونه پوره نه شوې 
          دپښتو ننګه جنکئ به دې ګټينه
يوه نړۍ مننه،  ستاسو ورور او دﻻرې مل      
مرور پښتون
      sahar
      25.11.2005
    
درنوپښتنواوټول افغان ته سلامونه اودرنښت
          
وروسته ديادولووړيې ګڼم چې پورتنی شعر مې ډيرخوښ شو
 
په درنښت ستاسو سهار