د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټولو نه عموما، او دتندرصیب نه خصوصا پوښتنه

نادر
04.03.2011

سلامونه او نیکې هیلې
تندرصیب زه ستا په لیکنو کې اکثره وخت لولم چې د وطن ډیر ارماني یې نو خدای دې وکړي چې وطن مو آزاد شي او ان شاء الله آزادوي یې، نو زه خو مو لیدو ته وږی او تږی یم خو په بهر کې د میشت یو افغان په حیث تاسو څه فکر کوئ چې آیا هغه افغانان چې په خارج کې اوسیږي دا قرباني به ورکړي چې خپل په اصطلاح د دنیا په جنت کې ژوند پریږدي او خړ پړ وران ویجاړ او په خاورو سپیره وطن ته بیرته راستانه شي؟؟
تاسو چې په بهر کې د مساپرۍ ژوند تیروئ او په بهر کې افغانان، دهغوی ژوند، کاروبار.... هرڅه د نږدې لیدلي او ګورئ یې څه فکر کوئ چې آیا هغوی به دې قربانۍ ته تیار شي چې خپل وطن ته راستانه شي؟؟
که مشران یې راستانه شي لا یوه خبره، څومره ډاډه یئ چې هغه اولادونه چې همالته په خارج کې ځیږیدلي او رالوي شوي خپل پلرني ټاټوبي ته د ستنیدنې زړه ښه کړي؟؟
ستاسو د جواب په هیله


tandar
04.03.2011

نادرخانه سلامونه احترامونه او دزړه سره، ليکنه مې دې ولوستله ،اوس وخت ډير تنګ دې ،حتمې به په ځواب کې دوخت دلرلوسره څه درته وليکم٠
مننه٠


پښتون.
04.03.2011

نادرخان درله ووایم او که ،،،،،،درله ووایم خو په هغه ورورولی کی دی ډیر خوند وو.اوس هسی اخوا دیخوا الوزی .او نورو خفه د نورونه ورونه چی سزا یی مونږ ته راکوی هم هیله ده چې بیرته خپلی دیری ته راستانه شی.


پتوال
04.03.2011

امنيت هر څه (هره نيکمرغي) نه ده خو د هر څه (هرې نېکمرغۍ)اړين شرط دی، که ازادي امن او امنيت رامنځته شي ژر يا وروسته به افغانان د ځاني او اقتصادي امنيت په صورت کې چټک ستانه شي ، نه هغه اولادونه يې چې په بهر کې زېږېدلي او دلته رالوی شوي دي .
پوښتنه داده چې تاسو د قربانۍ ورکولو يادونه ډيره تکرار کړې ده، هيله وواياست
قرباي د څه له پاره ؟؟؟؟؟؟ مفته او بې هدفه قرباي که نه د قربانۍ هدف څشی دی چې بايد افغانان يې ورکړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


monir
04.03.2011

سلامونه او ښې چارې!
استثناوې به موجودې وي خو په ټولییزه توګه زه پدې باور نه یم چې په لویدیځې نړۍ کې میشت افغانان د بېلا بېلو لاملونو له امله دې ته زړه ښه کړي چې بېرته هېواد ته ستانه شی:
- یوه ډله افغانان چې په پاخه عمر له هېواده وتلي دي اوس د کار خلک ندي چې د هېواد په درد وخوري.
- بله ډله یې که د کار خلک هم دي خو دوی پدغو هېوادونو کې دومره ژورې ریشې یې ځغلولي دي چې که دوی هېواد ته بېرته تللو ته تیار هم وی خو نور مکلفیتونه د دوی د بېرته تک مانع کېږی. د ساری په توګه بچي یې واړه او په ښونځیو کې دي !
- بله ډله یې ځوان نسل دی چې په دغو هېوادون کې زېږېدلي او لوی شوي دي. دوی افغانستان سره دومره اړیکې هم نلری . په لیکلې بنه دوی اکثر پخپلو مورنیو ژبو حاکم ندي او که هېواد ته لاړ هم شی ستونځو سره به مخامخ شی.
- بله ډله یې داسې حالت یې له خدایه غوښتل چې یوه پلمه برابره شی چې په لویدیځو هیوادونو کې ځای ومومی. دا ډله به هېڅکله حاظره نه وي چې افغانستان ته ستانه شی.

- بله ډله هغه هېوادوال دي چې هسې خوشې باټې وهی او دخپل ساعت تیروی. دوی د شل دېرش کلونو راهیسې همدا لافې وهی چې وای وای ... . مونږ شاهدان یو چې په افغانستان کې ډول ډول حکومتونه( کمونستان، مجاهدین، طالبان او موجود حکومت) راغلل او لاړل خو یو یې هم د دغو محترمینو په زړه نه و چې هېواد ته بېرته ستانه شی.

ښایی نور دوستان نورې ډلې هم وپېژني!

په درنښت


pattang
04.03.2011

[quote:bdbc55e987="monir"]سلامونه او ښې چارې!
- بله ډله هغه هېوادوال دي چې هسې خوشې باټې وهی او دخپل ساعت تیروی. دوی د شل دېرش کلونو راهیسې همدا لافې وهی چې وای وای ... . مونږ شاهدان یو چې په افغانستان کې ډول ډول حکومتونه( کمونستان، مجاهدین، طالبان او موجود حکومت) راغلل او لاړل خو یو یې هم د دغو محترمینو په زړه نه و چې هېواد ته بېرته ستانه شی.
په درنښت[/quote:bdbc55e987]
نه داسې ندی ، چې شرا ئط برابر شي اول زه ځم ، خو دکرزي ، هېوادغل ، فهيم
.... مخونه ا و خاص بيا د اشغالګرو له مخونه چې وګورم نو خوا مې راګرځې ٠
له دې نه مخ کې اخ او دړ د مجاهدينو په منځو کې او له هغه نه مخ کې خلقيانو
مونږ امپرياليستان ګڼلو او مخبرې به يې راپسې کولې نو ته اوس راته وايه
چې چاته ورشو !!


monir
05.03.2011

سلامونه اوښې چارې!
[quote:c595fafe90="pattang"]
نه داسې ندی ، چې شرا ئط برابر شي اول زه ځم ، خو دکرزي ، هېوادغل ، فهيم
.... مخونه ا و خاص بيا د اشغالګرو له مخونه چې وګورم نو خوا مې راګرځې ٠
له دې نه مخ کې اخ او دړ د مجاهدينو په منځو کې او له هغه نه مخ کې خلقيانو
مونږ امپرياليستان ګڼلو او مخبرې به يې راپسې کولې نو ته اوس راته وايه
چې چاته ورشو !![/quote:c595fafe90]
پتنګ صاحب ما په عامه توګه یو څه لیکلي وو. دا چې تاسې خپل لاس پورته کړ نو له تاسو نه دا پوښتنه لرم چې د تاسو د څرګندونو له مخه ۴۲ کاله کېږي چې تاسې په جرمنی کې اوسېږﺉ او کاری عمر مو هم دومره پاتې ندﺉ نواوس د چا په تمه یاست چې واک تر لاسه کړي چې تاسې بېرته هیواد ته لاړ شئ؟ طالبان چې دومره ستاینه یې کوﺉ خو یو وار په قدرت کې وو او تاسې د تل لپاره هېواد ته ستون نه شوﺉ !

په درنښت


عنوان

tandar
05.03.2011

نادرخانه سلام٠
مونير صيب دا موضوع ډيره ښه په عمومې ډول څيړلې ده٠
په عمومې شکل خارج کې هره طبقه افغانان شته دپاکستان او ايران نه نيولې تر اروپا او امريکا ،استرياليا پورې٠
يوه ورځې د جرمنې په يوه ښار کې او په يوه لويه موټر فروشې کې ماته چا ٤ تکړه افغانان چه لوکس بينسونه ورسره وه را وښودل او پوښتنه ې رانه وکړه چه دا خلک پيژنې؟
ماورته وويل نه٠
ده راته وويل چه دکابل په ښار کې دې دتاجو مرده ګاو نوم دې اوريدلې و؟
ماورته وويل چه د هغه نوم خو ټول افغانستان پيژنې٠
ده راته وويل چه داڅلورواړه دهغه ځامن دې٠
او په همهغه ښار کې دبينسونو لوکسه موټرفروشې لرې٠ او دپيسو حساب ې نشته٠
نو افغانستان يو مملکت واو دې ،خارج ته قسم قسم خلک راغلې،دوې په خارج کې اوس قبرونه هديرې لرې٠
خارج ته ډير دخپل وخت او زمان جنايت کار هم راغلې او ځانونه ې ځاې پرځاې کړې دی،مثال ې داوسنيو ګوډاګيانو کورنې دې چه دټولو کورنې ې په اروپا او امريکا کې پرتې دې ،درحيم وردګ کورنې چيرته ده؟ او داسې نور،سبا چه اشغالګر ووتل ايا دا ګوډاګيان افغانستان کې شپې کولاې شې؟ هر ګز نه٠
او بل وطن ته تګ په احساس ،مينه ،دخاورې اوکورنې اړيکو او توان پورې اړه لرې،زما شخصې خپله ٥٠٠ نفر کورنې هغلته ژوند کوې،که زه زوړ او دکار هم نه وم مګر خاوره مې ده او په خپل قوم کې بيرته ځوانيږم ،دانسان روح ارامه وې٠
بله ډله دختر فروشان دې ،چه خپله ې خارج ته اقتصادې زور نه رسيدو دخور او لور په خرڅولو سره چه ځوان او زوړ ته ې هم نه کتل ،خارج ته ځان رسولې دې،او بيا ې ځوم هم پسې رخصت کړېدې :roll: هغه بيا وطن ته کله ځې٠
ددې ځاې افغانې نسل پس له درس او تحصيله شايد لاړ شې ،شايد لاړ نه شې،کله چه دوې خپل قانونې عمر ته ورسيږې ،دځان تصميم به خپله نيسې نه پلار او مور ،ځکه هغه يو مکمل او مستقل انسان دې٠
زما له تجربې نه دظاهر شاه په وخت کې دغريبو خلکو بچيانوته برسونه مهيا شوې وه ،ټول داکټران ،انجينران او داسې نو ر په سل هاو چه اوس هم ژوندې دې او دلته کار کوې،درحاليکه چه وطن کې نه جنګونه او نه انقلابونه وه په خارج کې پاتې شوې٠
نو اوس به چيرته لاړ شې٠ هغوې ټول خارجې شوې دې٠ هسې دافغان نوم ورپورې دې
یوې افغانې ښځې چه داکتره ده ميړه ې المانې هم داکتر دې ،٥٠ کاله کيږې شريکه معاينه خانه لرې،په خواصو،رويه اوخبرو کې ې يو ويښته هم افغان ته نه پاتې کيږې٠ دلته افغانې فاميلونه دې چه لورګانې په افغان باندې شرميږې، داخبره هم کوې، [color=red:f0fc784edb]افغانها همه غل هستند،پشتې دخترې ميګردند[/color:f0fc784edb] :roll:
يعنې خپل شيګڼې ې دوخته په المانيانو نوش جان کړيدې :roll: :roll:
قيصې درته وکړم چه هوش دې له سره لاړ شې،دابعضې دې خداې له سره دغلته نه درولې ،چه ټوله جامعه به خرابه کړې،دبعضو پلارونو هم دمرده ګاوانو غوندې نيکټاې تړلې دې ،او لورګانې او ځامن ې لکه غربيان ډارلينګان او ډارلينګانۍ کوروته راولې او مورګانې ورته قابلې پلاونه په افتخار پخوې ٠ځکه مترقې دې،شرم مرم نشته،ميلې دې ميلې ياره٠ ددوې همدغه ژونددې،چه ته ورته جنت واې :roll: هسې په نوم افغان دې٠
..............................................
مګر يوه طبقه خلک دې چه هغوې احساس لرې،په خپل وطن سر ورکوې ،خپل ملت او ناموس ورته ارزش لرې او درد ې ورسره دې٠
دخپلې خاورې ازادې غواړې دخپل ملت سرلوړې او خوشبختې غواړې،هغه که لاړشې او که لاړ نه شې مهمه نه ده ،مګر مبارزه او جهاد دخپل وجدان له رويه مخکې بياې٠
که زما دځان موضوع وې ،هيڅ کوم اړتيا نه لرم ،مګر په ارام ژوند کې ناارامه يم ولې؟
خاوره مې اشغال ده او ملت مې له هرې خوا او هره ورځ وژل کيږې ،زوريږې،شکنجه کيږې،په ناموسونو مو تعرض کيږې،دا به دچا وجدان ومنې ،چه ټول ملت ې دبدبختيو سره مخ وې او دې ورته ګورې٠
مونږ دخپل ملت او خاورې لپاره استقلال غواړو،ملې هويت غواړو٠ او له خپل ناموسه بايد دفاع وکړو٠
زه وروره دهقانې خبرې کومه،چه خفه نه شې، که څوک انتقاد کوې په خداې چه دبعضو نومونه او عکسونه هم دلته چاپ کړم،او زه ې پروا هم نه لرم٠
مننه٠


نادر
05.03.2011

تندرصیب دا خبره مې دې ډیره خوښه شوه ډیره پرځای خبره مو کړې:
[quote:6d26b7a181]دابعضې دې خداې له سره دغلته نه درولې ،چه ټوله جامعه به خرابه کړې،دبعضو پلارونو هم دمرده ګاوانو غوندې نيکټاې تړلې دې ،او لورګانې او ځامن ې لکه غربيان ډارلينګان او ډارلينګانۍ کوروته راولې او مورګانې ورته قابلې پلاونه په افتخار پخوې ٠ځکه مترقې دې،شرم مرم نشته،ميلې دې ميلې ياره٠ ددوې همدغه ژونددې،چه ته ورته جنت واې هسې په نوم افغان دې٠ [/quote:6d26b7a181]

پتوال صیب قرباني د خپل وطن دخدمت دپاره، موږ الحمد لله په بهر نړۍ کې داسې تکړه تکړه پوهان لرو چې آن ځینو خو یې په نړیواله کچه جایزې ترلاسه کړي، په طب، انجینرۍ، اقتصاد، حقوقو، او همدارنګه دژورنالیزم، صحافت، زراعت.... او نورو برخو کې ډیر نوموتي پوهان افغانان شته چې نن ورځ د پردي وطن خدمت کوي او ملامته هم ندي، پداسې حال کې چې خپل وطن ورته د اشد ضرورت په حال کې دي. نو آیا ښه به نه وي چې دغه درانه پوهان په خپل شخصي ژوند کې په ځان لږه تنګسه راولي او په مقابل کې به یې خپل وطن او ولس ته ډیر زیات خیر ورسیږي. او همدا د قربانۍ هدف وه چې ما په خپلې لیکنې کې ورته اشاره کړې وه.


pattang
05.03.2011

[quote:9dd9fb2b9c]
پتنګ صاحب ما په عامه توګه یو څه لیکلي وو. دا چې تاسې خپل لاس پورته کړ نو له تاسو نه دا پوښتنه لرم چې د تاسو د څرګندونو له مخه ۴۲ کاله کېږي چې تاسې په جرمنی کې اوسېږﺉ او کاری عمر مو هم دومره پاتې ندﺉ نواوس د چا په تمه یاست چې واک تر لاسه کړي چې تاسې بېرته هیواد ته لاړ شئ؟ طالبان چې دومره ستاینه یې کوﺉ خو یو وار په قدرت کې وو او تاسې د تل لپاره هېواد ته ستون نه شوﺉ !
په درنښت[/quote:9dd9fb2b9c]

ښه پوښتنه دې کړې ده ، هغه وخت طالبان په جنګ کې وو ، اودولت يې هم په
رسميت سره د UN له خوا څخه نوو پېژندل شوی او نه يې غوښت ،خو داهم دليل
نشي کېدلی ، اصلي مسئله اختلا ف نظروو ، چې اوس يې هم لرم که طالبان ځينې
کارونه درست نکړي٠
طالبان دکلي خلک ،ډېر پاک انسانان وو مايې له نژدې عمل ليدلی خو
په سياسي ډول يې تجربه نلرله، څکه دوی ديني مسلکيان وو په سياسي
بل مسلک کې تجربه نلرله ٠
دوی اوس دتجربې خاوندان شوي او له تېرو يې زدکړه کړې٠
الله دې موفق کړي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more