د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د (انوار الحق مجاهد شاباس!!) په ځواب کې

Kamil
02.03.2011

ليكوال: نبي خيل
د بينو پر مخ مې د (انورالحق مجاهد صيب شاباس !!) تر عنوان لاندې د (ق . م . ز ننګرهاري) په نوم د يو نامعلوم شخص څو کرښې ليکنه وليدله چې نوموړى پکې د مرحوم مولوي محمد يونس "خالص" بابا ځوى مولوي انوار الحق "مجاهد" ته څو ليکلي او داسې يې ښودلې ده چې ګوندې په 2011-02-19 نيټه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې پر کابل بانک وسله وال بريدونه د هغه لخوا تر سره شوي دي.
د دې ناڅرګند ليکونکي دې بې سر او پښو لنډې ليکنې ته خورا زيات په تعجب کې شوم او د هغه د ځواب لپاره مې يواځې د څو کرښو ځواب ليکلو تابيا ونيوله .

د (ق . م . ز ننګرهاري) ليکنه څو لنډې برخې لري چې کوښښ به وکړم په ښه توګه يې ورځواب کړم.
د ليکنې پيل پدې توګه شوى (د فقيد مشر علامه خالص بابا (رحمت الله عليه) پورې اړوند يوه وينا ده چې د جهاد په وختونو کې يې مجاهدينو ته د واقعي مجاهد او عالم په توګه ابلاغ کوله ، خالص بابا (رح ) به ښه په فصاحت ويل چې افغانان ټول 99% مسلمانان دي او هيڅوک د وژلو نه دی حتی عسکر او کمونسټ صاحبمنصب هم که په مخامخ جنګ کې ونه وژل شي نور يې څوک د وژلو حق نلري ٠ حتی افغان هندوان او سګهان يې هم ددې وطن اصلي بچيان ګڼل دافغان هندو ازارول او وژل يې هم ناروا او ناجائزه بلل٠ ).
د نوموړي دا خبرې به پر ځاى بولو او د همده د خبرې د ثبوت لپاره د حضرت خالص بابا رحمة الله عليه هغه وينا د يادولو وړ بولم چې ويل به يې د روسانو او کمونستانو څخه به د نور محمد ترکي او حفيظ الله امين پوښتنه هم کوي چې ولې يې اقتدار ته ورسول او بيا يې ولې ووژل ځکه که هغوى وژل هم نو بايد افغانانو په خپله وژلى واى او پدې اړه يې يو شعر هم ويلې چې ټولو ته معلوم دى .
خو مرحوم خالص بابا هيڅکله هم د هيواد خرڅوونکي او د ملت سره د جفا کوونکو پر ضد د ټوپک د ايښودلو خبره نده کړى ، او نه يې څوک د پلورل شويو اجيرانو سره د جوړ جاړي ثبوت وړاندې کولاى شي ، هغه په خپلو ليکنو او شعرونو کې په بار بار ويلي چې نه يې د ظاهر خان شاهي نظام منلى او نه يې د داؤد خان استبدادي ، نه يې د خلقيانو او پرچميانو پلوي کړى او نه يې د هغوى د مشرانو ترکي ، امين ، کارمل او نجيب ، بلکه د هر يو پر ضد يې په عملي توګه په جهاد کې وڼده اخيستې او د روسانو په لاس خرڅ شوي د ملت دښمنان يې د خپل ځان دښمنان بللي دي ، چې له همدې امله نوموړي د امريکايانو د اشغال پر ضد هم د جهاد علم پورته کړ او د اشغال پر ضد يې وسله اوږې ته واچوله ، هغه هم تاريخ ليکلي چې د حامد کرزي د راتګ پر مهال حاجي دين محمد چې څو تنه امريکايان د هغه ليدلو ته وروستي وه چې او هغه خالص باباته وويل چې دوى ستا پوښتنې ته راغلي دي خو د خالص بابا سپين ږيرتيا او د هډوکو زړښت لا د هغه حوصله نه وه مړه کړى ، د هغه د سمدستي ځواب قوه لا ژوندۍ او څپانده وه نو ځواب يې وکړ (زما پوښتنې ته نه ، بلکه دې راغلي چې وګوري خالص اوس هم ټوپک پورته کولاى شي کنه ).

اوس پوښتنه دا ده چې ښاغلې ليکونکى د "خالص" بابا نظريې ته ولې د بل رنګ ورکولو کوښښ کوي او په څه توګه ثابتوي چې حضرت خالص بابا دي اوسنى خاديان او د امريکايانو وسله وال نوکران منلي او يا دې يې د هغوى پرضد د جهاد د نه کولو فتوى ورکړي وي.
د ليکنې په سرکې د خالص بابا مدحه کول او په خيټه کې يې د هغه د ځوى ذم کول خو همدا معنى لري چې خالص بابا د اجير افغان سره جګړه نه کوله خو د هغه ځوى يې کوي چې فکر کوم د ليکونکي تيروتنه خوراستره ده ، هغه خالص بابا چې د روسانو څخه يې ترکې او امين ګټل نو لدې لپاره چې روسانو وژلي دي نه د دې لپاره چې هغوى د ملت سره خيانت نه ؤ کړى ، که چيرته يې وژل لازم وه نو هم بايد افغانانو پخپله وژلې واى ځکه چې هغوى د افغاني ټولنې برخه وه نه دا چې يو غير راځي او ستا په کور کې وژنې کوي.

ليکونکى په دوهمه برخه کې وايي (اوس به راشو د بابا صالحه خلف او په توره بوره کې د بابا په مسند او سنګر کې ناست د انورالحق مجاهد صاحب کړنو ته زه د مجاهد صاحب په کړنو خبرې کول نه غواړم ځکه چې ټول عام ولس او په خاصه توګه ټول ننګرهاريان يې اوس ښه پېژني زه فقط د يوه مسلمان په توګه خپل هغه درد ښاغلي مجاهد ته ښودل غواړم چې د همدې ښاغلي مجاهد فی السبل الله په واسطه (ISI) په جلال اباد کې په يوه غيرنظامي ځای کې د ځانمرګو په واسطه په ډېرې بې رحمۍ سره ښځې ماشومان او عام وګړي او بانکي پرسونل قتل عام کړ افرين او شابس پدې جهاد).
ګرانه ليکونکيه داسې ښکاري چې دغه کرښې دې په ډير جذباتي او منفي احساساتي حالت کې تورې کړي دي ، ته وايي چې اوس به راشې د خالص بابا صالحه خلف کړنو ته خو په همدې ځاى کې بيا وايې چې زه د مجاهد صاحب په کړنو خبرې کول نه غواړم نو بيا څه کول غواړى؟

ته وايې چې نوموړى ته د خپل زړه درد ښودل غواړې چې د پاکستان د استخباراتي شبکې (ISI) د هغه په واسطه په کابل بانک بريد کړى او هلته يې ښځې او ماشومان او عامي وګړي وژلي دي .
ليکونکيه يو څو خبرو ته دې پام ندې کړې او يا دې قصداً پرې سترګې پټې کړي دي او هغه دا چې کله هم څوک داسې تور لګوي نو لږ تر لږه يو وړوکى ثبوت خو يې وړاندې کړي خو لکه د ړندو په څير دې د (ISI) نوم اوريدلى او په انوار الحق مجاهد دى ورتپلى دى او يا دى په کوم مجلس کې د هغه د ناقدينو لخوا دغه خبرې اوريدلې دي او بس ځان درته ليکوال ښکاره شوى ، څه چې دې په خوله راغلي دي هغه دې ليکي دي .

ته دومره هم ناخبره يې چې د دې بريد مسئوليت چا په غاړه واخيست او څه يې وويل ، که چيرته تا په خپله ليکنه کې د طالبانو اسلامي امارت په نښه کړى واى نو بيا هم يو جواز ؤ خو په يوه ډله کې يو ځانګړى شخص تورنول هغه هم بې له کوم ډول ثبوت وړاندې کولو څخه د کوم عام افغان جذبات نه بريښي.
ليکنه په يو بل ځاى کې وايي (راځۍ ددغه وحشي او لېوني ځانمرګي ويډيو فلم فقط يوه صحنه پخپلو مبارکو سترګو وګوره او بيا پرې د هماغه خدای (ج) لپاره قضاوت وکړه چې د هغه (ج) د رضا لپاره دې دومره بې ګنا وينې تويي کړې بيا هم افرين شه ستا په ايمان او دومره تقوا).

تا هغه ته د ويډيو د کتلو دعوت ورکړى او دا ښيې چې ګوندې انتحاري وايي ملکي وګړي يې وژلي او يو چا را استولى دى ، که پوښتنه وشي چې دې انتحاري خو د انوار الحق نوم ندې اخيستې بيا تا له کومه کړ نو ځواب به دې څه وي ؟ که انوار الحق يې ياد کړى وي نو (ISI) يې نده ياده کړې تا له کومه کړ ؟ هغه خو ويلي چې په شمالي وزيرستان کې يې د حقاني په مدرسه کې درس ويلى خو تا د هغه يادونه قدرې هم نده کړى ؟ سربيره پر دې دا سمه ده چې دې انتحاري به ډير څه ويلي وي خو تا هم ورته د راپور په هکله پوره بحث ندې کړې ، د همدې بريد په هکله د ننګرهار هغه والي چې اوس يې پر ضد ټول ننګرهار راپاڅيدلې او پاريدلې دې وايي چې پدې پيښه کې څلويښت (40) تنه وژل شوي دي چې په دوى کې پنځه ديرش (35) تنه ، پوليس ، ملي ادور او د ملي امنيت (خاد) کار کوونکي دي خو ته بيا وايي چې د بريد عيني شاهد يې او پدې پيښه کې په لسهاوو ملکي وګړي ، ښځې او ماشومان قرباني شوى دي خو تا يواځې ويډيو کتلې او يا دې د يو خبري اژانس يو خبر کتلى دى ، ايا په ثبوت رسولاى شي چې پدې پيښه کې څو تنه کوچينان او څو تنه ميرمنې وژل شوي دي ؟؟

يو بل ډير بې ځايه جرآت دى کړې دې چې د هغه د ايمان او تقوى پورې دې ملنډې وهلې دي خو نه پوهيږم چې د دې ځواب په کومو ټکو کې درکړم کيدلاى شي خپله پرې سوچ وکړې چې د هغه ايمان تا چيرته تللى او له ريا ډکه تقوى دى يې چيرته ليدلې ده چې د اعتراض وړ درته ښکاري.
دا خو بايد ټول ومنو که له يوې خوا طالبان پر افغاني ځواکونو بريدونه کوي نو له بلې خوا افغان قواوې هم د طالبانو سيورې په ډبرو ولي او دا ثابته خبره ده چې هر څوک خپل دښمن ته لاره ګوري څو هغه له منځه يوسي او تا به هم اوريدلې وي چې (الحرب خدعه) جنګ دهوکه ده نو که طالبان او دولتي ځواکونو په خپلو کې يو بل وژني يو بل بحث دى.

د ليکنې يوه برخه پدې ډول ده (د ننګرهار د خلکو چې څومره مينه او اخلاص ستا ، ستا له کورنۍ او په خاص ډول د يرغلګرو په وړاندې له مجاهدينو او طالبانو سره وه ټوله دې له خاورو سره خاورې کړې افسوس چې اوس بې اختياره د مرګ پر يرغلګرو سره سم وايوو مرګ پر ترهګرو٠ )
په پاى کې د تعصب تر وروستۍ کچې پورې رسيدلې يې چې د هغه کورنۍ دې هم نده بخښلې او په ټولې کورنۍ دې وار کړى دى ، ته وايي چې د ننګرهار د خلکو مينه ورسره وه خو پدې بريد سره دا ټوله مينه مجاهد له منځه يوړله او اوس د ننګرهار د خلکو د مجاهدينو او طالبانو سره هم مينه اوبو يوړله ، تر ټولو دمخه خو به زه تاته ووايم چې دا هميشنۍ مينې د يو چا په تبليغاتو له منځه نه ځي ځکه چې څوک د دې بې داغه لمن لرونکى کورنۍ سره مينه لري نو ستا په څير نه غوليږي او نه د بل په لمسه په حقيقت سترګى پټوي .

هغه څوک چې د جهاد ، مجاهد ، طالب او علم سره مينه لري پوهيږي او د بصيرت خاوندان په خپله پريکړه کوي.
ګرانه ليکونکيه په يو ځاى کې تا په خپل ځان حکم کړى دى او ويلي دې دي (..............زه هم درته يو لاسپوڅي او نوکر ژورنالسټ او خبريال ښکارم..............) ته ريښتيا وايي ، يواځې دا نه چې ته به لاسپوڅې يا نورکر ژورنالست يې خو د دې ليکنې دې څو نور علتونه کيدلاى شي .

لمړى:- دا چې کيدلاى شي ته د ښاغلي انوار الحق مجاهد سره شخصي تعصب ، دښمني او يا عقده لرى نو ځکه دې بې له کوم دليل او برهان څخه د فرصت په تر لاسه کولو سره په هغه وار کړى دى .
دوهم:- کيدلاى شي چې ته د يو چا په لسمه دې ليکنې ته اړ شوى وى او د يوې داسې لورې څخه چې د ښاغلي خالص بابا د ځاى ناستي او يا د هغه د کورنۍ بدنامول غواړي او يا يې يو چاته وريادول غواړي ته راپارول شوى يې .

دريم:- دا هم کيدلاى شي چې يو څه تمه ولرې او د دې ليکنې تر شا د څه تر لاسه کولو نيت لرى .
څلورم:- د مرحوم خالص بابا د وينا په مصداق ته د لستوڼې مار هم کيدلاى شي ځکه خو دې نوم پټ کړى دى او سره لدې چې شخصاً نوموړى او د هغه کورنۍ پيژنې خو بيا دې هم خيانت ته مټې رابدوهلې دي .

پنځم:- او کمزورى علت دا هم کيدلاى شي چې ته ريښتيا يو درديدلې افغان يې خو مطالعه نه لرې ، احساساتي يې ، بې فکره او بې پلټنې هر څه ته لاس اچوى او بيا ترې دغسې يوه ليکنه تياروى .

ته خو د ښاغلي "مجاهد" څخه غواړى چې د خداى لپاره ويديو وګوري او بيا قضاوت وکړي چې بې ګناه وينې يې تويې کړي دي خو ته هم د خداى لپاره ووايه چې همدا تيره اونۍ د ننګرهار په ګاونډي ولايت کنړ د غازي اباد په ولسوالۍ کې امريکايي وحشيانو عام خلک بمبار کړل او پنځه شپيته (65) تنه چې د کنړ والي هم وويل چې دوه ويشت (22)تنه يې ميرمنې ، نهه ويشت (29) تنه يې کوچنيان او څوارلس (14)تنه يې ځوانان او سپين ږيري پکې دي تا د امريکايانو پر ضد چيرته يوه کرښه هم کاږلې ده ، ايا په زړه کې دې هم در تير شوي دي چې دا بد کار شوى راځه د انوار الحق مجاهد پسې په (ق . م . ز ننګرهاري) نوم ليکنې وکړه او د امريکايانو پسې د (کنړي) په نوم يو څه وليکه او څيره يې رابربنډه کړه او که نه زړه دې درته وايي که چيرته داسې وکړې نو بيا درباندې ($) بندوي او که جرآت نشې کولاى ؟

ايا څو ورځې دمخه چې همدې امريکايانو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو د ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې د ملي اردو د يو تن عسکر (پتنګ) کور بمبار کړ او هغه يې د خپلې ميرمنې او څلور (4) تنو اولادونو سره ووژلو څه وکړل ؟ او که نه ته يواځې د حق د لارې د لارويانو پسې د ليکلو وړتيا لرى ؟

يوې بلې خبرې ته دې هم پام را اړوم او هغه دا چې د ننګرهار د پيښې څخه څو ورځې مخکې په کندهار کې هم د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ بريدونه وشول خو هلته تر امنيتي ځواکونو زيات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ورسيدله چې بيا د بينوا په ګډون په پښتو ويبپاڼو کې پر هغې ليکنې وشوې او داسې وويل شول چې هلته د بريد کوونکو نه بلکه د پوليسو او ملي اردو د عسکرو لخوا ملکي وګړو او عامه شتمنيو ته زيان رسيدلې او د (دننګرهار دپوليسو او کندهار دټوپکيانو ترمنځ توپير) تر عنوان لاندې يو تن ليکونکي (انجنير عبدالله "ننګ") ليکنه هم وکړه او ويې ويل چې د کندهار او ننګرهار د بريدونو فرق څه ؤ توصيه درته کوم ويې لوله يو څه فايده به ترې واخلې او پوه به شې چې دې ليکونکې ضمناً د کندهار بريد کوونکى ستايلي دي ، ته به هم په راتلونکى کې پلټنه وکړى اوبيا به دخپلو ګوتو په ښوځولو کې له احطياط څخه کار واخلى.

خو تا چې په خپله ليکنه کې دې حقايقو او واقعيتونو ته پام کړې وي په داسې يو ځاى دې خوله لګولې چې بايد نه دې واى لګولې.

ستا د معلوماتو لپاره بايد ووايم ټول افغانستان بلکه ټولې نړۍ ته معلومه ده چې انوار الحق مجاهد اوسمهال د هماغه چا په بند کې شپې تيروي د چا سره چې تا په اړيکه تورن کړى دى ، پاتې شوه د هغه د سنګر ملګري او د خالص بابا ريښتيني پيروان تا به نه وي اوريدلي چې چيرته يې ناحق څوک وژلى يا يې تښتولې او يا يې ګواښلې وي بلکه تا به اوريدلي وي چې دتورې بوړې په غرونو کې يې وينې تويې کړي ، شهيدان شوي دي او د هيواد د ازادۍ لپاره يې خپلې خپل سرونه شيندلي دي .

په پاى کې درته ووايم که ته چيرته په ريښتيا سره هم د ملت په درد دردمن وى نو دا ډول اقدام به دې نه واى کړى او په پنجره کې بند زمري باندې به دې ګوزارونه نه وه کړي او په همدې مناسبت درته د خالص بابا شعر وايم

مه خانده ظالمه کــړپهار دزولنوته مې
ګور ه نتيجه کې اخــر کار د زولنو ته مې
تاته غرابې کوټه قلفې مظلوم بندې ښکارم
ناڅې دجنت حورې سينګار دزولنو ته مې
انس او جن لاڅه چـې ورته اسمانو کې هم
غوږ ملايکان نيسې شرنګار دزولنو ته مې
خداى چې راته وايې څۀ دې راوړل ورته وايم به
داپه پښو کې وګوره پرهار د زولنو ته مې
ستا دژوندانه د دايرې محيط که پام وکړې
نن سبا اړشــــوى دى برکار د زولنو ته مې
مړبه شې راپرې به وځې اوملابه دې درماته کړې
داقدرت ورکړې رب ګوزار د زولنو ته مې
خيزکړه نبې خېله په مور چل باندې ورودانګه
زر کړه ملتفت ظالم پيکار دزولنو ته مېک

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more