د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پېريان ولي په زړو ( زيات عمره ) خلکوکي نه ليدل کېږي؟

شبيراحمد
01.03.2011

داسلام فورم چلونکواوکتونکوته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترموپه دې کي شک نشته چې دانسان په بدن کي پيرانوننوتلی ياحلول کولی شي چې داپه قرآن اوحديث سره ثابته ده.
اوډېروخلکوبه مشاهده کړي وي چې ځيني خلک چې پېريان يې ګنده کړي ( ونيسي ) نوپيريان دده په ژبه له نوروسره خبري هم کوي.
زماپوښتنه داده چې پيريان اکثره په هغوخلکوکي زيات ليدل کېږي چې عمريې له شلو۲۰ نه ترڅلوېښتو۴۰ پوري وي، اوپه هغوکسانوکي چې عمريې شپېته۶۰ ياله دې زيات وي بالکل نشته که وي هم ډېرکم به وي.
؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


bette
01.03.2011

شبیر احمد صاحب دپیریانو شتون اوپر انسانانو یی ملنډي وهل
خلک ثابته خبره بولی خو داد پیریانو ګنده کول به یی وبولو یوه
له ستونزوډکه موضوع ده ستونزه یی د پیریانو په لری کوونکو
ټګانوکی ده دی خدایګو دی خلکوستره بربادی جوړه کړی ده
او زما په اند خو له پیریانو دوی خطرناک دی بلکی دپیریانو دی
بلا ور وګرځی .

په مشخصه توګه ستا دپوښتنی په اړه څه نشم ویلی خو ستا په یاد
شوی عمر کی دسړې یا ښځی یوڅه عقل سرته ورشی او هاااغه زما
یادکړی ټګان یی نشی دروهلی
والله اعلم


عادل عادل
02.03.2011

السلام علیکم

محترم شبیر احمد صاحب

په ځوانانو کې د بې لمنځئ او ګناه کچه تر سپین ږیرو لوړه ده، او بیا په ځوانانو کې د نارینه وو په پرتله ښځې له بې اودسی سره ډیرې مخ دي، اضافه له دې میرمنې له همومره اسلامي زده کړو څخه نه دي برخمنې تر څو د ناستې پاستې او چارو د انجام یا پیل په وخت بسم الله الرحمن الرحیم ووایي. همدا سبب به وي چې اکثریت غیرمسلمان پېریان د دوی د لنډمهال یا اوږدمهاله اذیت او ازار سبب ګرزي، او ډیری ځوانان او په ځوانانو کې هم ښځې ښکار کوي، والله اعلم .

محترم بيټ صاحب

د شریعت له لحاظه نه پوهېژم چې په پیریاني خلکو یا د پیریانو په فزیکي کیفیت باور وشي کنه، خو فرض یې کړی په پېریانو اوړیدل روحي یا رواني ناروغي وي، نو ایا دا به ټګي یا برګي وي چې څوک یې د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره علاج وکړی شي. دا درسره منم چې په دې منځ کې به ځنې ټګماران د عشق او پیسو لپاره خپل کاروبار خامخا چلوي خو نه دا چې د یوه سره ورته ټګماران ووایو، په بل عبارت ټولو ډاکټر صاحبانو ته ټګماران ویل لوی ظلم او درواغ دي، خو که ووایو چې یو څه ټګماران هم پکې شته نو دا خبره یو سر لرلای شي.


م . ق
02.03.2011

...........


و.افغان
02.03.2011

ننګرهاريه وروره:
دا د ټوکو خونه نه ده، که د سکالو په اړه څه ځواب لرئ، له ګډونوالو سره يې شريکه
کړئ؛ او که نه نو شيخ فريده، پټه خوله دې بهتري ده.

په درنښت

[quote:90cf22a139="Nangrahari"]نو داخو ښکاره خبره ده چی د شپیتو شی د ویشتو شی
نو چی د انسانانو په خه نه راځی د پیریانو به څه په خه راشی[/quote:90cf22a139]


شبيراحمد
04.03.2011

ټولوګډونوالوته سلامونه
دعادل عادل صیب خبره مي ترډېره زړه ته لوېږي
رښتيا هم په ځوانان له ذکراوفکرنه غافله وي ځکه چې مرګ ورته لري ښکاري خوکله چې زوړشي بيانوخپل ځان عبادت ته وقف کړي.
اوپېريان ياجنات هغه مخلوق دی چې په بې لماځه خلکوکېني ياپه بله اصطلاح بې لماځه خلک نيسي اوګنده کوي يې.
-------------------
محترم د.وهاج صاحب سلامونه مي ومنه
له خولې دي ځارشم ننګرهاري ته موښه خبره کړي ده.
زه داډېروخت فورم ته نه يم راغلی چې تېره ورځ راغلم هغه څه مي پکي وليدل چې نه دلوستلو و اونه دليدلو
دټوکوټکالوفورم په اصطلاح بېخي شېوه شوی حتی چې داسلامي، سياست اونوروبرخوته يې هم بوی رارسېدلی و.
متاسفانه چې زمونږپښتانه موضوع ته نه ګوري اودټول افغان دټوکيانوپه چم يوازي ستوري زياتوي.
هيله ده څوک خپه نه شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more