د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

فال کتل، بخت آزمایل,کاهن ، نجومی

خالدمنصورهډا
01.03.2011

ډيرو درنو او قدرمندو پښتنو ورڼو او خويندو
اسلام عليکم ورحمت الله و برکاته
او ورسته له سلام نه
لکه څنګه چه مونږه او تاسې په ډاګه پوهيږو چی

فال کتل، بخت آزمایل او نور خرافات هغه ناوړه کړنې دي چې زموږ د ټولنې په رښتینو باورونو يي منګولې لګولې دي. ځینې کسان خو د نورو د راتلونکي په اړه هم وړاندوینې کوي او ځان داسې ښيي چې ګواکي دوی علم غیب لري. له دې خبرو ان زموږ لوستي ځوانان هم متأثر شوي دی. زما یو ملګری چې د پوهنتون په کچه زده کړې لري راته ویل چې زما د کوزدي بخت بند وو او هغه ملا راته خلاص کړ! کله چې ما غوښتل د هغه ملا په اړه څه ووایم نو دې ځوان ویل چې ګوره داسې مه وایه چې هغه خبر نه شي...له داسې غلطو باورونو زموږ د خلکو د خلاصون لپاره هڅه یوازې زما نه بلکه زموږ او تاسو ټولو دنده ده.

حدیث شریف کی رازی :
څوک چه کاهن ، نجومی ته لاړشی او دهغی په خبره یقین وکړی نو هغه کفر وکه په هغی کتاب چه په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شویدی. د حدیث متن دادی : ( من اتی کاهنا اوعرافا فصدقه بما یقول فقد کفر بما انزل علی محمد صلی الله علیه وسلم
رواه الترمذی

تاسو دا یو تصوېر واګورې په دې لنک کلیک کرې

http://hadawal.blogspot.com/2011/03/blog-post.html

د نړيوال صاحب څخه په مننې.

لیدونکو او لوستونکونه زړه له کومی مننه

وسلام
خالدمنصور هډاوال
__اللهم لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك و عظيم سلطانك

اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى

_________________
http://hadawal2.net.ms/ :


خالدمنصورهډا
05.03.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
يوه نړۍ مننه admin وروره ژوندی وسې ,خدای مو کامیاب لره ,
تاسو د لا بریالیتوت په هیله او د الله د لوی دربار څخه درته بریا او زیات عمر غوښتنکی یم
-----------__________----------------___________---------
داسلام دغربت زمانه هغه ده چي د دين عالمان د دنيا عاشقان شي

قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم -

« من دعا إلى هدى كان لـه من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئاً..»

وقال صلى الله عليه وسلم :

« من دل على خيرٍ فله مثل أجر فاعله »


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more