د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ځان چاودي د بهرنيانو له خوا جوړېږي

larghonay laraway
01.03.2011

سلامونه!
مخکې هم ما په کراتو مراتو ويلي چې د کرزي او ملاعمر ډله د امريکا له خوا جوړه شوې او سپوټ کېږي خو ځينو وروڼو به نه منله چې د هلمند (لښکرګاه) پرونۍ پېښې يوه بله بې شرمي هم رسوا کړه.
په لښکرګاه کې د حکومت د امنيتي کسانو له خوا په سراچه موټر کې ځانچاودي کسان نيول کېږي چې واسکټونه هم ورسره دي خو سملاسي بهرني کوبايان رارسېږي او وايي چې دا زمونږ کسان وو چې تمرين يې کولو.
[color=darkblue:e23fb1a85f]وايي غل حافظه نه لري[/color:e23fb1a85f]
ځکه چې بهرني ځواکونه ولې د ځانچاودونې تمرين ورکوي؟
دا خو ټولو ته معلومه ده چې بهرنيان ټانک، توپ تياره او راکټ لري او هيچا هم تر اوسه نه ده اوريدلې چې دوی دې ورشي او پرطالبانو دې ځانونه انتحار کړي. ولې پرونۍ پېښې په ډاګه کړه چې کرزی او ملاعمر د يوې غوا خوسيان دي!
پاتې دې نه وي چې دا ډول پېښې ډېرې تکرارېږي چې بهرنيان کله طالبانو ته وسلې غورځوي، کله پيسې او کله هم موټر سايکل. د دې ترڅنګ ډېر ځله نيول شوي طالبان خوشې کېږي هم.
[color=red:e23fb1a85f]پردی ټوپک دی ، پردی سنګر دی ، هلته هم زه مرم ، دلته هم زه مرم.[/color:e23fb1a85f]


عادل عادل
01.03.2011

السلام علیکم

ښاغلی لاروی صاحب

تاسو چې تر څو انګرېزان په واقعي توګه سره پېژنی نو د سر مبارک وېښتان به مو تک سپین شوی وي.

د ورته خبرونو په نشر یا حقیقي ډرامو کې لاندې اهداف خوندي دي:-

-د طالبانو په وړاندې ولس بې اعتماده کول
-د لاسپوڅو شک او تردید په یقین سره بدلول تر څو خوا بدله نکړي او یا هم د مقاومت سره همکاری ته زړه ښه نکړي
-د خپلو لاسپوڅو کشفي او امنیتي وړتیا مالومول

په پورتنیو درې واړو اهدافو کې لومړی له محالاتو څخه دي، ځکه چې همدا د ولس بچیان دي چې استشهادي عملیاتو ته ځانونه چمتو کوي، دوهم او دریم احتمال سره خپل ګوډاګیان یو څه وخت نور هم غولولای شي.


Re: ځان چاودي د بهرنيانو له خوا جوړېږي

pattang
01.03.2011

انډيواله خپلې خبرې ته تمبه يې ، داخو واقعت دی چې اشغالګر طالبان بدناموي!
ته د مردارې cia په عمل خبر نه يې ?
خدای پاک دې تاسو فرهنګيانوته يو څه سياسي شعور او څيرکتيا درکړي٠

[quote:622e78748d="larghonay laraway"]سلامونه!
مخکې هم ما په کراتو مراتو ويلي چې د کرزي او ملاعمر ډله د امريکا له خوا جوړه شوې او سپوټ کېږي خو ځينو وروڼو به نه منله چې د هلمند (لښکرګاه) پرونۍ پېښې يوه بله بې شرمي هم رسوا کړه.
په لښکرګاه کې د حکومت د امنيتي کسانو له خوا په سراچه موټر کې ځانچاودي کسان نيول کېږي چې واسکټونه هم ورسره دي خو سملاسي بهرني کوبايان رارسېږي او وايي چې دا زمونږ کسان وو چې تمرين يې کولو.
[color=darkblue:622e78748d]وايي غل حافظه نه لري[/color:622e78748d]
ځکه چې بهرني ځواکونه ولې د ځانچاودونې تمرين ورکوي؟
دا خو ټولو ته معلومه ده چې بهرنيان ټانک، توپ تياره او راکټ لري او هيچا هم تر اوسه نه ده اوريدلې چې دوی دې ورشي او پرطالبانو دې ځانونه انتحار کړي. ولې پرونۍ پېښې په ډاګه کړه چې کرزی او ملاعمر د يوې غوا خوسيان دي!
پاتې دې نه وي چې دا ډول پېښې ډېرې تکرارېږي چې بهرنيان کله طالبانو ته وسلې غورځوي، کله پيسې او کله هم موټر سايکل. د دې ترڅنګ ډېر ځله نيول شوي طالبان خوشې کېږي هم.
[color=red:622e78748d]پردی ټوپک دی ، پردی سنګر دی ، هلته هم زه مرم ، دلته هم زه مرم.[/color:622e78748d][/quote:622e78748d]


لقمان
02.03.2011

لاروی صاحب دا ډیر اوږده پلانونه دي لکه چې عادل صاحب وايي چې ته دا خلک په واقعي توګه پیژنې نو د سر ویښتان به دې سپین وي. د کوبایانو ډرامه دې تراخیره نده تعقیب کړي، دا ډرامه په دې ځای نده ختمه چې
[quote:39c6ff4703]سملاسي بهرني کوبايان رارسېږي او وايي چې دا زمونږ کسان وو چې تمرين يې کولو[/quote:39c6ff4703]
بلکه ته په ځان هم نه یې پوه شوی خو دا یې تاته په حقیقت کې دانه اچولې چې تر وخته دې ددې واقعې په شاربلو بوخت وساتي او له تانه د خپلو دښمنانو په ټکولو کې کار واخلي. که دا کار یې نه وای کړی تابه نن موږ ته په بحثفورم کې څه وړاندې کول؟؟

پخوا به خلکو ویل چې لغمانیان ډیر چالاک دي، نه غولیږي، ما داسې فکر کاؤه چې ریښتیا به هم لغمانیان نه غولیږي خو اوس چې د انګریزانو چلونه او مکرونه وینم نو د خلکو هغه خبره راته بیخي غلطه ثابته شي چې لغمانی نه غولیږي ځکه چې د ټولو په سر کې یې لغمانیان غولولي دي.


م افغان
02.03.2011

لاروی صیب نورڅه نه دې داولس دغولونې اومجاهدینو دبدنامولو دسیسه ده ؟
اشغالګر او فیدایانو روزل؟؟ ډیره سره لرې خبره ده
خدای ج مو دې دسالم عقل خاوندان کړې
امین


م . ق
02.03.2011

،،،


larghonay laraway
02.03.2011

ښه شوه چې رسوا شول کنه باور وکړه که چاودنه يې کړې وای نو پړه به يې ذبيح الله مجاهد په غاړه اخيستې وای. دا کومه نوې خبره نه ده. ذبيح الله مجاهد د ډېرو بې ګناه خلکو د وژنې پړه په غاړه اخيستې ده.


قادر خان
02.03.2011

د لوی او بښونکی خدای په مبارک نوم،
ټولو ګرانو هیوادوالو ته خپله سلامونه او نیلی هیلی وړاندی کوم،

زما پوښتنه د ټولو افغانانو څخه دا دی چی:
تر څه وخته پوری مونږ خپل مازغه د یو بل د ملامتولو لپاره خراب کړو؟
هیڅ کومه ګټه نلری، زمونږ یواځینی لاره باید دا وی چی مونږ باید خپل قام ته د دغه اوسنی وژلی او تباهی څخه خلاص کړو. دیرش کاله کیږی چی زمونږ بیګناه او ننګیالی ولس د نفاق او ورور وژنی په لور روان دی، دا یو واضح خبره ده چی د نورو خلکو لاس دی، ټول پوهیږو. دا خو کومه پټه او نوی خبره ندی !!!!!

بس دی د خدای په نوم، اوس هم وخت شته چی د نورو د غلامی څخه لاس واخلو او یواځی د الله (ج) د رضی لپاره چی دمحبت او یو والی لاره ده، لاړ شو.
دخپل مظلوم ولس او وران هیواد په فکر شو.
زه پوره ایمان لرم چی په آخر کی مونږ به دا کار ته مجبور شو، (انشا الله).

والسلام،
ستا سو ورور قادر خان


م افغان
02.03.2011

که فیدایان داشغالګرو روزنه وې؟؟ نو بیا خو باید چه اوس یې یوار مجاهدین هم ترخپل برید لاندی راوستې واې؟
داخو ماته بلکل دروغ ښکارې پرحق سترګې پټول دی.
او که دزبیح الله مجاهد یو ثبوت دلته راوړل سې چه ذبیح الله چیرې او په کومه ورځ دبې ګناه ملکیانو د وژنې پړه پر غاړه اخستې وی نو به ښه وی؟
اوکه هسې دلته دګیډې لیکل کیږې دابه دیو مسلمان پرحق ته وایه تیری نه وې.


اسد مومند
02.03.2011

[quote:e2d9abeaf5]که فیدایان داشغالګرو روزنه وې؟؟ نو بیا خو باید چه اوس یې یوار مجاهدین هم ترخپل برید لاندی راوستې واې؟[/quote:e2d9abeaf5]
م افغان صیب ستړې مشې هرکله راشې وټول افغان ته!
افغان صیب دا پورتنۍ خبره دې د لرغوني صیب دپاره داسې قوي جواب دی کچیرې فکر وکړي نو باید بیګا ته هم په خپلې خبرې د پښېمانۍ د وجې خوب ورنشي.


م . ق
02.03.2011

.....


م افغان
02.03.2011

مومندصیب!
یوجهان مننه چه زما هرکلی موکړی دی کور مو ودان


larghonay laraway
03.03.2011

وروڼو ټر په پر نه پټېږي.
د کرزي او ملاعمر ډله په اصل کې د امريکا او انګليس روزل شوي کسان دي. خو زه حيران هغو خلکو ته يم چې د ISI د پنجابيانو په روزنه نه شرمېږي خو دا چې د لنډغرو امريکايانو او انګريزانو له خوا يې روزنه رسوا شوه نو پرې شرمېږي.
کابل ته نږدې په وردګو کې څو څو وارې د حکومت له خوا طالبان ونيول شول خو بهرنيانو ډېر په بيړې سره خوشې کړل. حتی ملا داد الله مخکې تر دې چې ووژل شي په کشک نخود کې د ملي اردو له خوا نيول شوی ؤ خو کله چې بهرنيان پرې خبر شول نو ډېر زر يې خوشې کړ. دا چې کله مړ شو دا هم بهرنيان پرې خبر نه وو او ملي اردو سره په جګړه کې ووژل شو.
په هلمند کې چې د پاکستان له ګردي ځنګل څخه طالبان په ډاډسنو کې د دوی د امارت د حکومت په څېر په ډاډسنو کې راخوشې وي او په هوارو دښتو کې مزلونه کوي هيڅکله هم بهرنيان پرې حمله نه کوي خو کله کله بيا د يوې سپږې لپاره ټول پوستين سوزوي او د يو هغه طالب لپاره چې د دوی د راز او نياز سړی نه وي په ټول کلي بمبارد کوي حتی په ودونو او غمونو هم بمبارد کوي.


عنوان

chaparharay
03.03.2011

السلام علیکم
ننګرهاری صاحب چی هر څه لیکی دا ستاسی خپل حق دی لیکی یی خو داسی یو شی لیکی چی که بیا یو څوک درسره بحث پری کوي نو چی دخپلی خبري دفاع بیا وکړی شی دی خبری ته مو پام وی !.
په درناوی


م افغان
03.03.2011

larghonay laraway ‎
لیکی: حتی ملا داد الله مخکې تر دې چې ووژل شي په کشک نخود کې د ملي اردو له خوا نيول شوی ؤ خو کله چې بهرنيان پرې خبر شول نو ډېر زر يې خوشې کړ. ‎
‏..................................................‏‎
آفرین خبره نوره هم دنه منلو پرخوا ولاړه؟
ولې چه اکثر درواغ په مړو پسې ویل کیږی
‏‎


larghonay laraway
03.03.2011

ګرانه م افغانه!
په دې اړه پخوا ډېر بحث شوی دی. د ملاعمر، کرزي او صليبيانو ائتلاف اوس ډنډوره شوی دی. تاسو که لږ زحمت وباسئ او د همدې بحث فورم پاڼې وپلټۍ نو حتی د زابل ولايت د وکيلانو چيغې او سپينې خبرې به دا پليت ائتلاف درته نور هم روښانه کړي.


م افغان
03.03.2011

لاروی صیب
بحث خو تاسو راپیل کړی وو موږ خو هسی در ودانګل؟
خو پام دی وی چه نن صبا خلګ دجالی پیسو سره ډیر بلد دی ‏‎ ‎


عتیق الله
05.03.2011

اسلام عليکم!
م افغان صيب فکر کوم په غوسه شوي يئ. د لرغوني هدف دا دی چې د طالبانو او بهرنيانو د نږدې اړيکو او همکاريو په اړه په همدې بحث فورم کې مخکې خبرې شوې دي او تاته يې ماخذ وښود چې که لا ډېر معلومات دې غوښتل نو شته دي.
نور نو بحث د همدې لپاره دی چې تاسو ټول په کې شريک شئ او لوستونکو ته يو ښه ليدلوری ورپه ګوته کړو !
په همدې هيله


سادات
05.03.2011

[quote:0180a69aab="عتیق الله"]اسلام عليکم!
م افغان صيب فکر کوم په غوسه شوي يئ. زما هدف دا دی چې د طالبانو او بهرنيانو د نږدې اړيکو او همکاريو په اړه په همدې بحث فورم کې مخکې خبرې شوې دي او ما درته ماخذ وښود چې که لا ډېر معلومات دې غوښتل نو شته دي.
نور نو ما بحث د همدې لپاره پيل کړی چې تاسو راشريک شئ او لوستونکو ته يو ښه ليدلوری ورپه ګوته کړو !
په همدې هيله [/quote:0180a69aab]

شاغلی عادل صاحب زه خو خبر نه وم چی خبره دکومه قراره ده؟ نوماته تشویش پیداشو چی ولی عتیق الله دبل چاپه نمایندګۍ خلکوته جوابونه ورکوی زه په اصل کی نوی ګډونوال یم تاسوبه یی ونه منۍ راسره خوزه ریشتیا نوی ګډونوال یم دبحث فورمونو درازونو نه خبرنه وم نویقین وکه چی زه وډار شوم چی بله ورځ به زماپه نمایندګۍ بل چاجواب ورکړی وی نوبیاخو به مشکله شی ځکه چی زه حیات یم اوزما پرځای بل څوک لیکنی کوی؟ نوځکه می دعتیق الله نه هغه پوښتنه کړی وه
اوس چی تاسو وایۍ ړنګه یی که!
دایی ړنګه
ستاسو ورور
عبدالباقی سادات
دغزنی ولایت داندړو اوسیدونکی


عنوان

chaparharay
05.03.2011

السلام علیکم
م افغان صیب ! که مو یاد وی نو ښاغلی laraghony larawayصیب یو ځای لیکلی وو چی[ غل حافظه نلری ] نواوس می ګمان په یقین بدل شو چی دا کار یی عملا راته وښوده !
یره منم یی اوس ایله لاری ته راغی !
پرتوګ یی خپل وو خو قمیص یی دبل چا اغوستی وو.
هاهاهاهاهاهاهاها
ورونو ما ټوکه نه کوله خو دی ورور خپله په ځان ټوکه جوړه کړی !


م افغان
05.03.2011

‏.....‏‎‏


عادل عادل
06.03.2011

السلام علیکم

[quote:bc709b945c]وروستی ځل بدلون عتیق الله په شنبه مارچ 05, 2011 1:30 pm ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 [/quote:bc709b945c]

یره ښاغلی سادات صاحب تاسو خو باید لږ صبر کړی وی، دومره زر مو د ښاغلي عتیق الله صاحب لیکنه اقتباس کړې ده، هغه اوس اصلاح کړې ده، تاسو یې اقتباس شوې لیکنه هم د مزیدې او ډېېېېېېېېېېرې مهربانی له مخې اصلاح کړی تر څو یې نوکې نیمه شپه نوره هم پرده وشي :wink:


م افغان
06.03.2011

سلامونه!
عادل صیب دامهربانې به سادات صیب وکړی ولې چه اقتباس کړی لیکنه د سادات صیب ده؟
خیر دی انسان بې خطآ ندی ‏‎ ‎


ډاکټر څپاند
06.03.2011

دروند سادات صيب سلامون،
لوی خدای ج دې ډييييييييييييييييييييييير خېرونه درکړي٠

منافق،مارماهي،مفتن ،دوسره مار،دوه کونی،بيمخه-بيشا او داسې نور ،هغه
اسطلاحات دي چه زموږ مشرانو د منافقينو صفت پکې بيان کړی دی٠

قريب ١٢ مياشتې پدې اندونو کې ډوب وم چه دا سړي چه ماته ئي ښکنځلي
کړې دي څوک دی او ولې؟

بيا هم ستاسونه ډ ييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييرررررره مننه٠


سادات
06.03.2011

عادل -م افغان- ثبات ثابت اسلام علیکم
عادل صاحب او افغان صاحب ستاسو خبر می ومنله اوپه خپلی تبصری کی می لازم اصلاحات راوستل
ثبات صاحب الله پاک دی تاسوته هم ډیراجرونه درکړی چی ماته دی دعا کړی ده
اصل کی خدای پاک دمظلوم فریاد اوری تاته چی ښکنځل شوی نوپه هغی موضوع کی به شایدتاسو بیګناه وۍ نوځکه خوقریب ۱۲ میاشتی وروسته درته خدای دروپیژندو
تاسو نه هم ډیییییییییییییییییییییییییره مننه کوم خویوه ګیله هم درنه کوم چی تاسو پخپلو خوشالیو کی دومره ډوب شوۍ چی زماهرکلی اوستړی مشی مودیاده ووته
په هرحال خدای دی زمونږ دځوانۍ نه دخپل دین دخدمت په لارکی کارواخلی
امیییییین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more