د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

القاعده او روان اوښتونونه

و.افغان
28.02.2011

محترمو درنو او ښاغلو ملګرو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
له مقدمې به تېر شم، تاسې ټول په عربي نړۍ کې پرله پسې اوښتونونه څارئ، څه فکر
کوئ، چې دغه اوښتونونه به د القاعدې په ګټه تمام شي او که په تاوان؟

په پيل کې به زه خپل نظر وړاندې کړم.

القاعدې د څو لسيزو راپه دېخوا د القاعدې او نورو نومونو لاندې په عربي نړۍ کې
رنګارنګ مسلح عمليات تر سره کړي دي.
چې ټول يې د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمام شوي، او تر اوسه القاعده خپل يو هدف
هم نه دی ترلاسه کړی.
يو حکومت يې هم چپه نشو کړی؛ داسې حال کې چې د دوی لوی هدف د حکومتونو
چپه کول وو.

خو کله چې ولسونو د خپلې آزادۍ لپاره خورښتونه پيل کړل، نو په پرله پسې توګه يې
د ډېرو کمو قربانيو په ورکولو سره لوی لوی ديکتاتور نظامونه چپه کړل، چې چا يې
د چپه کېدلو خيال نه کاوه.
پرته له شکه چې د دغو ديکتاتور غلام غربه نظامونو په چپه کولو کې القاعدې
هيڅډول رول نه دی لوبولی، نه مسلح، نه اعلامي، او نه نور.

دغه انقلابونه وطني انقلابونه دي، چې په يوه کې يې هم ديني، طائفي، شيوعي، يا
علماني شعارونه نه پورته کيږي، بلکه د ټولنې ټولو مکتبونو ته منسبوب خلک
د ټولنيز عدالت او مشروعې آزادۍ لپاره په ګډه سره پورته شوي دي.

د اسلامي عقيدې له مخې پکار ده، چې مسلمانان د يوه حقيقي اسلامي حکومت په لټه
کې شي، تر څو د الله جل جلاله دين حاکم کړي، او د خدايي حاکميت لاندې ژوند تېر
کړي.
خو که چېرې د ځينو ظروفو لامله داسې
حکومت رامنځته کول د مسلمانانو له طاقته اوچت وي؛ نو کم نه کم د ځينو اسلامي
مقاصدو د تحقيق لپاره سره ټولېدل يو شرعي مطلوب دی، لکه څنګه چې نبي کريم
صلی الله عليه وسلم له بعثت څخه مخکې په حلف الفضول کې اشتراک کړی وو، او
وروسته له بعثته يې فرمايل چې: که چېرې په اسلام کې زه داسې حلف ته وغوښتل
شوم، نو ضرور به مثبت جواب ورکړم، حلف الفضول هغه معاهده وه چې د مشرکينو
مختلفو قبائلو په کې د مظلوم د مرستې او ورته نورو کارونو باندې سره معاهدې
کړې وې.

نو اوس مهال چې د عربي نړۍ ولسونه يو ديني دولت نه غواړي، بلکه ديموکرات نظام
غواړي؛ او د دې لپاره يې قربانۍ ورکړې؛ نو څنګه به ومني چې د القاعديي متطرف
فکر په اساس نظام ته غاړه کېږدي، يا ورته لاره هواره کړي.
فکر کوم، چې دغه انقلابونه د القاعدې پر مخ يوه درنده څپېړه ده.

په درنښت


اسد مومند
28.02.2011

وعلیکم السلام
وهاج ساپی صیب فکر کوم د القاعدې د ټکولو پخاطر دې روان پاڅونونه، سوچه ولسي بللي، که پردي لاسونه دې په کې یاد کړي وای بیا القاعده ښه نه ټکېده. :wink:
د القاعدې اهداف ډېر سپیڅلي دي، خو دا خبره دومره ساده هم نه ورخلاصېږي لكه چې تاسې ورخلاصه کړې چې القاعدې هیڅ هدف ندی ترلاسه کړی، دا یوه مستقله موضوع ده چې باید بحث پرې وشي چې د القاعدې د خوځښونو اغېز په عربي نړۍ کې څه دی؟؟
خو وهاج ساپی صیب ټوکه دې په کې وي (خو خبره جدي کوم)، چې کله روان پاڅونونه د سعودي ور هم وټکوي، بیا به دې ووینم چې سوچه ولسي یې بولې او که ترشا یې پردي لاسونه هم د یادونې وړ ګڼې؟ :)


و.افغان
28.02.2011

وهاج ساپی د خپلې عقيدې له مخې همېشه د مسلمانو مظلومو ولسونو په سنګر کې
ودريږي، که چېرې د ځينو عواملو او اسبابو له امله ونه توانيږي، چې د مسلمانو
مظلومو ولسونو سره د مرستې غږ پورته کړي، نو سکوت به ضرور اختياروي.

په دې هيله چې له ګران افغانستان څخه د القاعده او د القاعديي فکر خاوندانو ټغر
په کامله توګه ټول شي، او په اجتماعي عدالت استوار اسلامي متنور نظام د افغانانو
په برخه شي.

په درنښت

[quote:e5b2a1281c="اسد مومند"]وعلیکم السلام
وهاج ساپی صیب فکر کوم د القاعدې د ټکولو پخاطر دې روان پاڅونونه، سوچه ولسي بللي، که پردي لاسونه دې په کې یاد کړي وای بیا القاعده ښه نه ټکېده. :wink:
د القاعدې اهداف ډېر سپیڅلي دي، خو دا خبره دومره ساده هم ورخلاصېږي چې تاسې ورخلاصه کړې چې القاعدې هیڅ هدف ندی ترلاسه کړی، دا یوه مستقله موضوع ده چې باید بحث پرې وشي چې د القاعدې د خوځښونو اغېز په عربي نړۍ کې څه دی؟؟
خو وهاج ساپی صیب ټوکه دې په کې وي (خو خبره جدي کوم)، چې کله روان پاڅونونه د سعودي ور هم وټکوي، بیا به دې ووینم چې سوچه ولسي یې بولې او که ترشا یې پردي لاسونه هم د یادونې وړ ګڼې؟ :)[/quote:e5b2a1281c]


Re: القاعده او روان اوښتونونه

قادر خان
28.02.2011

[quote="وهاج ساپی"]
القاعدې د څو لسيزو راپه دېخوا د القاعدې او نورو نومونو لاندې په عربي نړۍ کې
رنګارنګ مسلح عمليات تر سره کړي دي.
چې ټول يې د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمام شوي، او تر اوسه القاعده خپل يو هدف
هم نه دی ترلاسه کړی.
يو حکومت يې هم چپه نشو کړی؛

زما ګران ورور ساپی صیب، ته ولی دا سی وایی چی الفایده معذرت غواړم القاعده تر اوسه یو حکومت هم چپه نشو کړی. زمونږ په ننګیالی هیواد کی دوی خو بلکل کامییاب شو، طالبان په نړی کی یواځینی اسلامی، شرعی او د امیر المومنین د مطابعت لاندی وو، د دوی د چپه کیدو او زمونږ د امیر المومنین د بر طرفی علت څوک وو، ټول نړی پوهیږی چی یواځی او یواځی زمونږ ګران او محترم میلمه وو، او بس.
دا ټول تباهی چی اوس زمونږ بیګناه ولس وینی، دا ددغه بد بخت میلمه په خاطر کی دی.

والسلام،
ستا سو ورور قادر خان


لقمان
01.03.2011

قادر خانه یوځل بیا ستړی مشې :wink: :)
انډیواله دطالبانو د حکومت دچپه کولو خلک او اصلي عوامل معلوم دي زما په عقیده دا دهماغه بختور میلمه برکت دی چې نن ورځ د طالبانو څرک یوځل بیا لیدل کیږي که طالبانو هغوی (مسلمانان) امریکا ته سپارلي وای په رب مې دي قسم وي چې الله پاک به داسې شرمولي وای چې نن به هر افغان د طالب دنوم په اخیستلو شرمیدلی.
القاعده زمونږ اسلامي حکومت ندی راچپه کړی، زمونږ دخپلو بې ناموسه افغانانو مرسته او ملاتړ که ورسره نه وای والله په بالله که به امریکا افغانستان ته په بده سترګه دکتلو جرئت کړی وای.


عادل عادل
01.03.2011

السلام علیکم

دروند ورور ښاغلی وهاج صاحب

تاسو باالاخره دا خبره تسلیم کړه چې فعلي حاکم نظامونه ولسي نه بلکه دیکتاتوری او د غربی استعمار د خوښې نصب کړل شوي نظامونه دي، نو په دې اساس اوس به که خدای کول دا منی چې د دوی په وړاندې خروج او ولسي پاڅون حرام نه بلکه جایز دی.

په پورتني باور کې د القاعدې اشتراک منځ ته راځي، دا چې روان ولسي پاڅونونه به د القاعدې په ګټه یا زیان تمام شي، بیله خبره ده، خو دا ټکی ډېر واضح دی چې القاعده د حاکمو نظامونو راپرځول غوښتل او غواړي یې.

ولسي پاڅون کله هم د ولس د یوې ورځې یا دوو د عدم رضایت یا تصمیم نتیجه نشي کیدای، معنی دا چې ولسونه له ډېرې مودې محکوم ساتل شوي، په دومره تفاوت چې یوازې هغه وخت په عمل لاس پورې کوي چې مناسبه موقع په لاس ورشي.

زما په نظر په اسلامي هېوادونو کې د غربي استعمار د سیوري حاکمیت نور، په عراق او افغانستان کې د دوی د شرمیدو او په ټوله کې د دوی د اقتصادي رکود په سبب د ټولیدو په حال کې دی، نو ځکه ولسونو ته د پاڅون مناسبه موقع په لاس ورځي.

خو د سیمې څخه د غربي استعمار لاس پر سر کېدل کله هم دومره ساده نه دي، چې د ولسونو د خوښې بدیل نظامونه به منځ ته راځي، ددې د مخنیوي لپاره غرب له کلونو راهیسې ایران ته دا مورال وربښلی چې د سیمې د هیوادو سره د زور په ژبه برخورد وکړي، غربي ښکیلاګرو ایران هڅولی چې له پامیر نه تر جولانه پورې خپل د نفوذ او راتلونکی واک چلولو دیوال وغزوي .

نتیجه دا چې، د عربي هیوادو حاکمو نظامونو، محکومو ولسونو او ددوی له منځه راټوکېدلې القاعدې ته ښایي چې په یوه مشترکه هم جهته ستراتیژي ګډ کار وکړي تر څو له یوې خوا د غربی استعمار له غلامی نه خلاص شی او له بلې خوا د ایران د حتمي نفوذ او خطر د مخنیوي په خاطر له وخت څخه وړاندې پر ځای عمل وکړي.

د روانو ولسی پاڅونونو تر شا نه بلکه تر څنګ د القاعدې او د القاعدې د ازلي دښمن ایران لاسونه حتما وجود لري، دا تر واکمنو نظامونو او راپورته شوو ولسونو پورې اړه لري چې د چا لاس لرلو ته د څه لپاره د رد یا لبیک ځواب ووایي؟


عنوان

chaparharay
01.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
القاعده یا بنیادی مومنان هغه مومنان چی سوچه اسلامی حکومت غواړی نه دا چی تش په نوم حکومت وی او د سعودی منافق حکومت پشان په حاجیانو یو څو دانی خرما(کجوری)تقسیم کړی نو د اسلامی حکومت دی ونومولی شی!
زه خو بیا دا وایم چی هرڅوک القاعده نه وی بنیادی مومن نه وی نو بیا سر سری ایمان نه سوچه کفر به ښه وی نرغوندی دی کفر اعلان کړی دنفاق نه څه فایده!
او طالبان چی له القاعدی جلا شی نو بیا به یی هڅ خوند والله که پاتی شی که څوک مومن وی نو ښه پوخ او بنیادی ایمان دی ولری او کنه نو بیا کافر ښه دی !


و.افغان
01.03.2011

[quote:8607576f39="عادل عادل"]السلام علیکم

دروند ورور ښاغلی وهاج صاحب

تاسو باالاخره دا خبره تسلیم کړه چې فعلي حاکم نظامونه ولسي نه بلکه دیکتاتوری او د غربی استعمار د خوښې نصب کړل شوي نظامونه دي، نو په دې اساس اوس به که خدای کول دا منی چې د دوی په وړاندې خروج او ولسي پاڅون حرام نه بلکه جایز دی.

په پورتني باور کې د القاعدې اشتراک منځ ته راځي، دا چې روان ولسي پاڅونونه به د القاعدې په ګټه یا زیان تمام شي، بیله خبره ده، خو دا ټکی ډېر واضح دی چې القاعده د حاکمو نظامونو راپرځول غوښتل او غواړي یې.[/quote:8607576f39]

دروند او محترم عادل عادل صاحب:
ما بالآخره نه ، بلکه ډېر له مخکې دا عقيده لرله وه، چې دغه نظامونه د غربي تحت
الحمايې لاندې ديکتاتور او غير ولسي نظامونه دي.
البته د هغوی دنه تکفير په اړه هماغه مخکينۍ نظر لرم، اصولا د خروج په اړه هماغه
مخکينۍ نظر لرم، چې په قرآني او حديثي نصوصو ثابت دی، ما له مخکې په دې
ټينګار کاوه، چې افغانان دې خپل مشکلات يو ځل حل کړي، بيا دې د نورو ستونځو
پسې که وسعه يې وه؛ وګرځي، دا مې هم ويلي وو چې که چېرې د دغو ولسونو خلک
خپله ځان وخوروي، نو افغانان به يې کم نه کم په خوله ملاتړ وکړي؛ دا دی دغه ولسونه
خپله راپاڅېدل، او راپاڅېدل يې د خپلو علماوو په خوله باندې وو، زه ځانته هيڅ حق
نه ورکوم، او نه بل څوک حق لري، چې د نورو خلکو د وطنونو په اړه فيصلې وکړم، خو
که چېرې د دغو وطنونو علماء داسې يوه فيصله کوي؛ نو زه به يې ضرور ملاتړ کوم.

په ولي الأمر باندې خروج څه اسان کار نه دی، په خروج ډېر مفاسد مرتبيږي، کله کله يې
د مفاسدو تر څنګ د مصلحت هيڅ څرک نه لګيږي، اصولا بايد هر مسلم په دغو مبادئو
وروزل شي.

که چېرې خروج له هرې خوا وسنجول
شي؛ او د علماوو او متخصصينو په نظر يو مثبت ګام وګڼل شي؛ او هغوی پرې اقدام
وکړي؛ نو کله کله د جواز پر ځای د وجوب مرحلې ته هم رسيږي.
خروج تکفير پورې متعلق نه دی، که چېرې يو حاکم کافر هم وي؛ خو د علماوو او
متخصصينو په نظر په خروج لا لویه مفسده مرتبيږي؛ نو خروج د خپل اصل مطابق
ناروا او حرام دی.

اما د القاعدې کارونه نو پرته اسلام او مسلمانانو ته يې له بدنامۍ نور هيڅ ونه
رسېدل، ځکه چې دوی دغه کارونه د اسلام تر نامه لاندې ترسره کول، درحالېکه
اسلام له هغوی نه مبرأ وو، القاعده په حقيقت کې په اسلامي هيوادونو د غربي نوي
استعمار ته د لارې هوارېدو لپاره يو کليدي رول اداء کړ، دا چې دا رول مباشر وو،
او که غير مباشر؛ بېله خبره ده.

دا درسره منم، چې القاعدې د دغو حکومتونو له منځه وړل غوښتل، خو د هغوی د
ځانګړې متطرفې عقيدې له مخې له دغو انقلابونو وروسته راتلونکي حکومتونه
هم کافر دي، او هغه څوک چې په کې کار کوي؛ هم کافر دي.
دغو ولسي پاڅونونو کې يوه ولس هم له القاعدې الهام نه دی اخيستی.


دا نورې خبرې مو د سرو زور په بيه تلم، په ځانګړي ډول القاعدې ته همدغه ډول مشوره
لرم، چې مسلمانان پرېږدئ چې خپل ځانونه راټول کړي، د امرېکايانو ټغر له سيمې
په غونډېدو دی؛ پارسي مجوسو ته مخه کړئ؛ که رښتيا هم د الله جل جلاله د دين
نصرت غواړئ.

[quote:8607576f39="عادل عادل"]السلام علیکم
ولسي پاڅون کله هم د ولس د یوې ورځې یا دوو د عدم رضایت یا تصمیم نتیجه نشي کیدای، معنی دا چې ولسونه له ډېرې مودې محکوم ساتل شوي، په دومره تفاوت چې یوازې هغه وخت په عمل لاس پورې کوي چې مناسبه موقع په لاس ورشي.

زما په نظر په اسلامي هېوادونو کې د غربي استعمار د سیوري حاکمیت نور، په عراق او افغانستان کې د دوی د شرمیدو او په ټوله کې د دوی د اقتصادي رکود په سبب د ټولیدو په حال کې دی، نو ځکه ولسونو ته د پاڅون مناسبه موقع په لاس ورځي.

خو د سیمې څخه د غربي استعمار لاس پر سر کېدل کله هم دومره ساده نه دي، چې د ولسونو د خوښې بدیل نظامونه به منځ ته راځي، ددې د مخنیوي لپاره غرب له کلونو راهیسې ایران ته دا مورال وربښلی چې د سیمې د هیوادو سره د زور په ژبه برخورد وکړي، غربي ښکیلاګرو ایران هڅولی چې له پامیر نه تر جولانه پورې خپل د نفوذ او راتلونکی واک چلولو دیوال وغزوي .

نتیجه دا چې، د عربي هیوادو حاکمو نظامونو، محکومو ولسونو او ددوی له منځه راټوکېدلې القاعدې ته ښایي چې په یوه مشترکه هم جهته ستراتیژي ګډ کار وکړي تر څو له یوې خوا د غربی استعمار له غلامی نه خلاص شی او له بلې خوا د ایران د حتمي نفوذ او خطر د مخنیوي په خاطر له وخت څخه وړاندې پر ځای عمل وکړي.

د روانو ولسی پاڅونونو تر شا نه بلکه تر څنګ د القاعدې او د القاعدې د ازلي دښمن ایران لاسونه حتما وجود لري، دا تر واکمنو نظامونو او راپورته شوو ولسونو پورې اړه لري چې د چا لاس لرلو ته د څه لپاره د رد یا لبیک ځواب ووایي؟[/quote:8607576f39]


مومن مهاجر
03.03.2011

ترکومه ځایه چي مارسنۍ اوددې سیمي په اړه په مطبوعاتوکي راغلي انکشافات مطالعه کړي نوپه باورسره ویلای شم چي دعربي نړۍ په لروبرکي دراپورته شویوانقلابونویوازینۍ ګټه به بیاهم ترډېره غرب اوپه یوڅه کچه ایران ته ورسېږي . دوخت په تېرېدوبه ټولوته ان شاء الله ثابته شي چي ددې اړودوړ دراټوکولوترشاهم غرب اوایران لاس درلود. دلیبیااوسني حالات خوپه ډاګه ښيي چي غربیانوپه دې وجه دقذافي دپرزولواقدام وکړچي ده څه موده وړاندي له روسانوسره ددې هیواددنفتوپه اړه ګڼ تړونونه کړي وواوترهغه وروسته یي دڅوورځولپاره مسکوته سفرهم وکړ. غربیان په هیڅ قیمت نه غواړي چي روسان منځني ختیځ اویاهم هغوته په نژدي یوه هیوادکي انډیوالان اوشریکان پیداکړي . دا اولسي انقلابونه نه بلکي دغرب په اشاروله اولس څخه ناسمه ګټه واخیستل شوه . زماپه انددابدلونونه به بیاهم اسلامي نړۍ ته دیوې ذرې په اندازه ګټه ونه رسوي بیابه هم مسلمانان په اقتصادي،تعلیمی،کولتوري،پوځي اونظامي برخوکي دغراودهغودحامیانو په اشغال کي وي دڅېروپه بدلون مسلمانان له روان اشغال اواختناق څخه نه شي وتلای بلکي حالت به یې ورځ تربلی خرابېږي چي بیلګي یې موږهره ورځ په خپل هیواد،پاکستان،عراق اوداسلامي نړۍ په لروبرکي وینوهره ورځ وینوچي مسلمانان دیوکال په تیریدونورهم پرشاځي . دعربي نړۍ روان اړو دوړهم دمسلمانانودزیان لامل دی نه دګټي وبه ګوروچي لیبیادغربیانوله خواپه مستقیم یاغیرمستقیم ډول اشغالیږي که نه ؟


پتوال
08.03.2011

تر سلام وروسته :

ورونود اسلام مبارک دين د بشري ټولنې په ماهيوي اصل ټينګار کړی او کوي يې ،
دغه ماهيوي اصل د انسانانو آزادي ده . اسلام په آخرت
کې انسان د دوزخ له عذابه او په دنيا کې له ديکتاتوريو څخه خلاصوي !
عربي ولسونه زيار بآسي چې په يوه ديکتاتورۍ کې هم ښکېل نشي، خو القاعده د اخروي آزادۍ په نامه دنيوي ديکتاتوري تحميلول غواړي،
دا د اسلام له ماهيت سره ټکر خوري . همدا رنګه سيکولران او غربي دموکراتان غواړي ددنيوي آزادۍ په نامه مسلمانان په دنيا او اخرت دواړو کې د شيطآن په ديکتاتورۍ کې ښکېل کړي ، دا د اسلام سره
لا سخت ټکر لري ، لهذا د مسلمان ولس خپله واکمني رامنځته کول چې د ملي او اسلامي ولسواکۍ د قايمولو له لارې تامينيږي د هر ډول ديکتاتورۍ
د نفې کولو پر بنسټ ولاړه ده .
هغه څه چې عربي پاڅونونه يې غواړي او ورته رسيږي په حقيقت کې ملي اسلامي ولسواک انقلاب د ی چې مونږ يې د افغان ولس له پاره
لا له پخوا چغې وهلي دي ! ددې له پاره چې دغه ملي اسلامي انقلاب په هره اسلامي ټولنه کې بريالی شي په کار ده چې د پاڅونونو
مشرتابه يې په اګاهانه ډول رهبري کاندي ، څو بهرني لاسوهنې يې له خپل مسير څخه منحرف نشي کړای .
د القاعدې ستونزه همدغه ده چې د اسلام آزادي بښونکي ماهيت يې نه دی درک کړی او کوښښ کوي اسلام د خپلې (( اسلامي)) ديکتاورۍ
دقايمولو له پاره چې پۀ اسلام کې هډو شته نه، وکاروي ! هسې خو
دجال هم د مسيح په نامه راځي ! مهمه داده چې اسلام د لومړي، ملي ګټې د دويم او ملي اسلامي ولسواکي ددريم اصل په توګه سره
ترکيب او متناوب پلي شي څو ديني او دنيوي فلاح ، برياوي او ترقي واړه د مسلمانانو په عمومي ډول او د عربو
او افغانانو په خاصه توګه په برخه شي ! آمين !


Re: عنوان

قادر خان
09.03.2011

[quote:13a79b4218="چپرهاری"]السلام علیکم ورحمةالله
القاعده یا بنیادی مومنان هغه مومنان چی سوچه اسلامی حکومت غواړی نه دا چی تش په نوم حکومت وی او د سعودی منافق حکومت پشان په حاجیانو یو څو دانی خرما(کجوری)تقسیم کړی نو د اسلامی حکومت دی ونومولی شی!
زه خو بیا دا وایم چی هرڅوک القاعده نه وی بنیادی مومن نه وی نو بیا سر سری ایمان نه سوچه کفر به ښه وی نرغوندی دی کفر اعلان کړی دنفاق نه څه فایده!
او طالبان چی له القاعدی جلا شی نو بیا به یی هڅ خوند والله که پاتی شی که څوک مومن وی نو ښه پوخ او بنیادی ایمان دی ولری او کنه نو بیا کافر ښه دی ![/quote:13a79b4218]

د لوی او بښونکی خدای په نامه،
ټولو ګرانو او عزتمندو افغانانو ته خپل سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم.

ګرانه ورور چپرهاری صیب،
یو شی ټولو افغانانو ته په ډیرافتخار او ډاډه زړه وایم هغه دا دی چی د نړی هر مسلمان که عرب دی او یا عجم، زمونږ د ننګیالی او پای لوڅو افغان مجاهدینو څخه باید چی مننه وکړی، په دی خاطر چی دویی ټولو ته د کمونیستانو د کفر او الحاد څخه په دایمی توګه آزاد کړل.
اوس خو د افسوس خبره دا دی چی زمونږ خپله یوه افغان دغسی فکر کوی. او د یو عربی سیاسی ګونډ څخه خپل اسلام اخلی. محترم ورور چپرهاری صیب د خدای په نامه لاړ شه او خپل ځان پوه کړه. القاعده لکه چی د هغوی فراری رهبر په وار واری ویلی دی چی د دوی یواځینی هدف د فلسطین آزادی دی او په دغه هدف باندی خپله جهاد شروع کړیدی او اوس هم ادامه ورکوی . اسلام چیرته او د دوی سیاسی هدف چیرته.

تاریخ په واضحه توګه دا څرګنده کړیدی چی افغانان تل د خپل مقدس دین (اسلام) څخه په ډیرایمانداری او اخلاص سره ساتلی او تر آخیرت پوری انشاءالله وساتی.

زما هیله دا دی چی مونږ د خپل دین او ایمان په باره کی د هیڅ عرب او یا نورو مسلمانانو څخه کم نه یو. د یو مسلمان عقیده او ایمان د هغه په اعمالو سره اړه لری، نه د هغه په نوم او نسب باندی.

و من الله توفیق،
ستا سو ورور قادر خان،

حق ویل رانه ډیر عقل او فکر غواړی
پدی لومړی خپل ځان پوه کړه وروره


chaparharay
10.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی او دروند ورور قادر خان صیب !
تاسی باور وکړی چی زه هم په همدی اند یم او همدا وایم او د ډیرو عرب ورونو ته می هم دا خبره کړی کومه چی تاسی اوس بیان کړی او هغوی هم بیدون له کوم چون وچرا نه تائد کړی او همداسی انګیری .
زه چی له القاعده سره تنظیمی تړاو نه لرم نو ځکه یی نمایندګی هم نه کوم خو هغه څه چی حق دی باید وویل شی.
دا یو حقیقت دی چی عرب ځمونږه افغانانو د ښیګنو مرهون دی او همداسی یی منی هم خو بیا دا ځینی خلک چی هسی ورپوری نښتی نو دا اوس بی انصافی ده او داچی ما ویلی چی یو سړی القاعده نه وی نو مسلمان هم ندی نو دامی په لغوی معنی اخستی نه په تنظیمی معنی کنه نو په تنظیمی معنی خو بیا زه هم ورسره نه یم نو زه خو اوس د اسلام نه بهر نه یم او نه ځان ته الله مکړه کافر وای خو ځما مطلب دا دی چی بنادی مسلمان او سر سری مسلمان نو وایم چی څوک بنادی مسلمان نشی نو بیا خو کافر ښه دی .
اوس خو دا تقسیم یرغلګرو کړی او د اول ځل لپاره د زلمی خلیل زاد میرمنی دی تقسیم باندی یو کتاب هم لیکلی چی مسلمانان یی په ۴ ډلو تقسیم کړی.
او دا القاعده یواځی د بن لادن ډلګی ته نه وای هر مومن مسلمان چی د شرعی احکامو پابند وی القاعده یی بولی نو مونږ اوتاسی خو بیا ان شاءالله ټول ددی نوم لاندی راځو .
او دا چی د بن لادن او د هغه سره عرب وعجم مجاهدین دی ټول یی ډیر ښه خلک دی او کلک مسلمانان دی او د تحریک نوم یی [حرکةالدعوة والجهاد] دی یعنی اسلام ته د خلکو رابللو او د الله په لار کی د جنګ کولو ټولګی.
نو القاعده یی اوس امریکنی نوم دی چی ورپوری کړی یی دی خو دوی پری خوښ دی او وای چی هو مونږ بنادی مومنان یو او سر سری نه یو .
د څرګندونی نه مو مننه


Re: عنوان

و.افغان
10.03.2011

محترم او راته چپرهاری صاحب:
په کوم کتاب الله او په کوم سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم کې راغلي دي، چې
څوک القاعده نه وي؛ نو هغه منافق دی.
بله پوښتنه دا چې دا شرعي اطلاق چا رامنځته کړی دی، چې هر مؤمن باندې د القاعده
اطلاق کيږي؟؟؟
بله پوښتنه: دا د سرسري ايمان څه تعريف لرئ، چې سوچه کفر ترې ښه بولئ؟
آيا دا ستاسې احساسات دي، او که کوم ديني عمق لري؟؟؟!!
بله پوښتنه: ولې به طالب د القاعدې څخه د کامل انفصال په صورت کې بېخونده کیږي؟
هيله ده چې په سړه سينه په شرعي اصولو برابر معقول ځواب راکړې.

په ډېر درنښت

[quote:1213e1c92f="چپرهاری"]السلام علیکم ورحمةالله
القاعده یا بنیادی مومنان هغه مومنان چی سوچه اسلامی حکومت غواړی نه دا چی تش په نوم حکومت وی او د سعودی منافق حکومت پشان په حاجیانو یو څو دانی خرما(کجوری)تقسیم کړی نو د اسلامی حکومت دی ونومولی شی!
زه خو بیا دا وایم چی هرڅوک القاعده نه وی بنیادی مومن نه وی نو بیا سر سری ایمان نه سوچه کفر به ښه وی نرغوندی دی کفر اعلان کړی دنفاق نه څه فایده!
او طالبان چی له القاعدی جلا شی نو بیا به یی هڅ خوند والله که پاتی شی که څوک مومن وی نو ښه پوخ او بنیادی ایمان دی ولری او کنه نو بیا کافر ښه دی ![/quote:1213e1c92f]


pattang
10.03.2011

قادرخانه يووارې بيا!
دمسلمانانو پورته کېدل په هر نوم چې ياديږي خپل علتونه لري او ټولو مهم
يې دادي چې صليبيان مسلمانانوته په سپکه سترګه ګوري ، سيا ل يې نه بولي
او خپل اسلامي اجنټان يې په سرکښته او پورته کوي٠
- صليبيان د اسلام له کلتور سره کلکه تربګيني تر مرګه پورې کوي او غواړي چې
کورنۍ تربيه او اجتماعي روابط يې خراب کړي ، څکه چې اسلامي ټولنيز اخلاق
ددوی د سرمايه لرونکو ، کومو چې سياست او ميديا هم اخيستې دي دکورني او
ټولينيزود تربيه وي او اقتصادي اخلاقو پر ضد دي٠
- صليبيان کوش کوي چې اسلام په رقم درقمونو ضعيفه کړي او اخلاقي ويروس
ور پېچکاري کړي٠
- صليبيان او cai ددې کار لپاره خپله پاشلې څو بعده ستراتېګي لري!
* د مسلمانانو دعوت صليبيزم ته په چل او ول ، اقتصادي مرستې ....
* دنرخونو لوړ بوول تر څوچې خلک وږي شي او ددوی لاره ومني٠
* داجنټانو، بې کاره او بې مسلکه خلکو لکه کرزی او نور يې په کار او سياست
ګمارل چې هلته په دالرو دديموکراسي په نو م فحشا مخ ته لاړه او اسلامي اخلاقو
ته ضربه وارده کړي ٠
* دصليبيانو سرمايه داره جنايت کاران اوس کوشش کوي چې ددرېمې نړۍ
نفوس کم کړي او هغه داده چې لوږه اوتنده را ولي او انسانان مړه او کم شي٠
* داسرائيلو جوړول چې هره ورځ د مسلمانانو په مځکو کې کورونه جوړوي
او مسلمانان له خپلو مځکو شړي٠ او مسلمانان پرې ډبوي خو بيا په هره ناروا
پټه او ښکاره کې له اسرائيلوڅخه دفاع کوي او خپل دچټلې ديموکراسي
پرينڅيپونه او قواعد تر پښو لاندې کوي٠
دوی له حبوباتو څخه دموټرو تېل ( بي يو اتانول ) جوړوي تر څو چې دغنمو او
نورو خوراکي موادو قيمتونه په درېمه نړۍ کې لوړ شي٠ په برازيل او اندونيزا کې
طبعي څنګلونه وهي او له منځه يې وړي او په خای يې دتېلو لپاره حبوبات کري٠
اوداسې ډېر نور مسالونه شته ....
ددې لپاره نور دهر مسلمان وظيفه دی چې خپل بيرغ دبي عدالتي او ظلم په مقابل
کې پورته کړي٠
ژوندۍ دې وي اسلامي لښکر ې داسلام دبقا او کلچر ساتني لپاره !


حذيفه
11.03.2011

سلامونه او ښې چارې
زما په اند په عربي نړۍ کښي روان اوښتونه که له يوې خوا القاعدې ته په ګټه نه ورځي نو له بلې خوا ترې اسلام او مسلمانان هم ګټه نه شي اخيستلای ځکه زه فکر کوم چي يرغلګرې لوېديځۍ نړۍ په دې ځل دې ته مټې را بډ وهلي څو په اقتصادي ډګر کي عربي نړۍ په بشپړ ډول د ځان غلامه کړي ، په ديکتاتورو نظامونو کي د عربو دا برخه تر ډېره حده خوندي وه خو په جمهوري يا ډيموکراټو نظامونو کي هر سړی د يو محدود وخت لپاره پر واک راځي نو هغه ددې پر ځای چي هيواد او ولس ته خدمت ته وکړی (دين ځکه نه يادوم چي په داسي نظامونو کښي ديني خلک نه شي کولای پر واک راشي او نه لوېديځ دا غواړي ) غواړي خپله خېټه او نور وپالي چي ښه مثال يې د عراق ، پاکستان او نورو دی په داسي نظامونو کښي هيواد په پر له پسې ډول له نړۍ وال صندوق او نورو ادارو څخه پورونه کوي چي بالاخره مسلمان هيوادونه په اقتصادي ډګر کي هم دومره شاته کړای شي چي بيا بيا په کلونو کلونو ځان نه شي راپورته کولای .
ددې خبرې ښه ثبوت له ليبيا څخه کېدای شي ځکه لېبيا د تېلو او نفتو ډېري پراخې ذخيرې امريکا غواړي دداسي ذخيرو په تر لاسه کولو سره پر نړۍ لا هم خپل راج ته ادامه ورکړي ، دوئ په دې سره دې ته هم پاملرنه کړې چي که یې په افغانستان کښي ما ته وخوري نو بيا يې هم اسلامي نړۍ له امر او حکومت څخه نه وزي ځکه تر هغه وخته پوري به يې د اسلامي نړۍ ټول اقتصادي ذخاير تر ګوتو کړي وي او مسلمانه نړۍ به يې په اقتصادي ډګر کي دومره شاته پرځولې وي چي تر دې وروسته بيا په يوه ميدان کي هم نه شي ټينګیدلای .
په بل عبارت په لنډوويلای شو چي ډيموکراټ نظامونه په اسلامي نړۍ کي يوازي غله واک ته رسوي چي هغوئ د هيواد او ولس پر ځای ځان پالي چي تر بل هر نظام دا د مسلمانانو لپاره ډېر زيانمن دي .
الله جل جلاله دی د اسلام او رښتنو مسلمانانو نصرت وکړي . آمين
لکه وړاندي چي مي يادونه وکړه دا ډول خوځښتونه نه د اسلام او نه د القاعدې درد دوا کولای شي ، القاعده بايد تر دې وروسته خپل زور پر يوه محدوده سيمه تمام کړي نه په ټوله نړۍ کښي که القاعده په عربي نړۍ کښي صوماليې او يمن ته پام وکړي دا به ورته ډېره په ګټه تمام شي او د صوماليې خو ډېری برخې د الشباب اسلامي تحريک له لوري له حکومتي پلوه ملېشو څخه د القاعدې واک ته رسېدلې دي ، زه نه شم ويلای چي په دې خوځښتونو کي به القاعدې په پټه کوم رول ترسره کړی وي که يا ؟ خو دا ويلای شم چي په ګټه به یې تمام نه شي
او وهاج صاحب !
ته هم هم دې اوښتونو ته په دومره خوشبينۍ مه ګوره د اولس نېت که څه هم سپېڅلی وي خو پر سر به يې دويم عبدالله او يا حسن مبارک راځي . الله مه کړه


عادل عادل
12.03.2011

السلام علیکم

مکرم وهاج صاحب لیکلي:

[quote:dfa91f647e]بله پوښتنه: ولې به طالب د القاعدې څخه د کامل انفصال په صورت کې بېخونده کیږي؟ [/quote:dfa91f647e]

ډېر ښاغلي په دې نظر دي چې طالبان دې له القاعدې څخه بېل شي، دا ډول نظر که هر څو هم د دوی خپل وي خو نن سبا د یرغلګرو له خوا طالبانو ته هم د شرط په توګه تنبه کیژي ، دا نظر له ډیره وخته په بحثفورمونو کې د وروڼو د خبرو په لابلا کې لولم، او تر ننه پدې فکر کې یم چې دا نظر به تر کومه بریده معقول او عملي وي.

د هر بېلتون او انفصال نه مخکې لومړی باید په هغو څیزونو فکر او حساب وشي چې د یوځای دوه ډلو تر منځ مشترک وي، مثلا د کاروبار د دوو شریکانو تر منځ مال او پیسې شرېکې دي، د نسبي وروڼو تر منځ له پلار نه په میراث ورپاتې مځکه، کور یا مال دی او داسې نور ......

په پورتنی سلسله کې د دوه اسلامي وروڼو یا مسلمانو ډلو تر منځ به څه څیز وي چې د انفصال په نیت یې رامیدان کړو، لومړی دا چې ایا مشترکه اسلامي عقیده او اسلامي اصول انفصال مني؟ که یې مني نو عملي میکانیزم به یې څه وي؟

له بلې خوا، د خدای ج د دې صریح حکم چې فرمایي: واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا ...... د تطبیق ځایونه عملا کوم دي؟ ایا هر مسلمان ته لازمه نه ده چې د مسلمانانو د وحدت په لار کې هلې ځلې وکړي؟؟

غربي ښکېلاک چې افغان مقاومت ته له القاعدې څخه د انفصال په شرط شنه غولونکي څراغونه ورکوي، هدف یې تر لمر څرګند دی، دوی غواړي مسلمانان متشطط کړي او د کورنی تر حده یې په خپلو منځونو کې سره وویشي. له انفصال څخه د دوی تعبیر ډیر ژور دی، کنه افغانانو خو تر اوسه د خپلو پولو نه بهر د هیڅ دښمن سر ته خطر نه دی پیښ کړی، همدارنګه د ځمکې پر سر حقایق هم څرګندوي چې افغان مقاومت سوچه افغاني او ولسي دی، د ورته انفصال په صورت کې به افغاني مقاومت یو نوکې هم ټکنی او سوړ نشي خو خبره دا ده چې په تبلیغاتي ډګر کې به یرغلګر په نړیواله سطحه ترې ډېره ګټه پورته کړي، او په قوی احتمال سره به مسلمانان په خپل منځ کې سره اخته کړي.

نن سبا چې د نړی پر مخ د مسلمانانو مخ پر زیاتیدونکي شمیر ته وکتل شي نو د زښت ډیرې خوښی ځای دی خو په ورته وخت کې د دوی تر منځ ویشلی او پاشلی حالت ډېر افسوسناک دی، همدا سبب دی چې تر بل هر چا ډیر محکوم او محروم دي، په داسې یوه حالت کې د لاانفصال او لا ویشنې توصیې خو کله هم نه د سلیم عقل تقاضا ده او نه هم هیڅ ډول شرعي مبرا لرلای شي.

هغو ته چې ورته توصیې کوي وایم چې ایا په دا اوسنی فلاکت باره انفصالاتو مو زړونه نه دي یخ چې په نتیجه کې یې د غزې په اندازه وړه ټوټه مځکه باندې د محشر ورځ جوړیژي او د محیط نه تر خلیجه یې ټول عربي اسلامي امت په پټه خوله او لمدو سترګو ننداره کوي؟؟ او همدارنګه ایا ستاسو ورته توصیې به افغان مقاومت له نړیوالې انزوا، محرومیت او محکومیت څخه د نجات پر ځای د یرغلګرو په شیطاني دسیسو او دامونو کې راګیر نکړي؟؟

زما په نظر خو د طالبانو او القاعدې تر منځ هومره چې ښایي ژور اشتراک هم نشته چې زمونږ په اصطلاح ملي ګټې دی په خطر کې ترې ولويژي، بلکه نوموړی اشتراک پر مونږ افغانانو باندې د وحشي یرغل په ترڅ کې منځته راغلی چې له مخې یې په هر مسلمان باندې جهاد او د افغان مقاومت مرسته او لاسنیوی فرض شوی دی.

د اشغال په شرایطو کې د مسلمانو وروڼو په منځ کې د انفصال توصیه په دیپلوماتیکه کچه د مقاومت پر سر ملاماتونکی ګوزار بللی شو، ددې پر ځای دې د مسلمانو وروڼو ډلو بلا تفکیک تایید او ملاتړ وشي تر څو یرغلګر له افغانستان څخه حتمي تېښتې ته مجبورکړل شي.


و.افغان
12.03.2011

محترم او دروند ح‍ذيفه صاحب:
کم نه کم د دغه انقلابونو په سبب به اجتماعي عدالت، دنيايي پرمختګ او همدارنګه
د اسلامي دولت او اسلامي دعوت ته لارې پرانستلی شي.
ځکه چې د اوسنيو ديکتاتور دولتونو په وجود کې نه د چا دين خوندي دی، نه د چا
مال خوندي دی، او نه د چا پت.
د يوه تونسي ملګري له خولې چې په تونس کې به لمونځګذار په مسجد کې د لمونځ
کولو لپاره د ديني امورو له وزارت څخه کارټ اخيسته، او په دغه کارټ کې به هغه
ته له يوه محدد مسجد څخه بل مسجد کې د لمونځ اجازه نه وه، که چېرې به په لمانځه
لږ مواظب وو؛ نو ځای به يې زندان وو، چا يې پوښتنه نه شوه کولی، د مجرد نيولو سره
به يې په خلکو د ابدي حبس فيصله کوله، بختور به هغه څوک وو؛ چې له هېواده به په
تېښته بريالی شو.
هو، په دغو دولتونو کې استقرار وو، خو امن نه وو.
استقرار په خپل ذات کې مقصود نه دی، بلکه د استقرار راوستلو څخه موخه د امن
تحقيق وي،د فردي، اجتماعي، اقتصادي، غذائي، قومي امن او داسې نورو
تحقيق دی. د هديرو په شان استقرار ته هيڅکله امن نشي ويل کېدی.

په عربي نړۍ کې چې دا څه دولتونه جمهوري نظامونه لري، د ديموکراسۍ دعوا لري،
تر ټولو زيات ديکتاتور پاتې شوي دي، لکه د سوريې جمهوري نظام، د تونس
جمهوري نظام، د ليبيا جماهيري نظام، د مصر جمهوري نظام، د عراق جمهوري نظام
او داسې نور.
بر عکس ملکي دولتونه نسبت (د نسبت ټکي پام کې نيسه) هغوی ته ډېر ښه وو.

که چېرې په دغو هېوادونو کې حقيقي شفاف ديموکرات مؤسساتي حکومتونه رامنځته
شي؛ نو کم نه کم د اداري فساد، غلا، او ظلمونو مخه به ونيسي؛ او اجتماعي عدالت
ته به لار پرانيځي، څنګه چې دغه ټولنې مسلمانې ټولنې دي؛ نو اهل العلمو او ديني
پوهې خاوندانو ته به هم د شرعي علم او دين خپرولو هم لارې پرانيستلې شي.

دا هغه خبرې دي، چې زمونږ د وطن ملايان پرې په عملي طور سره عقيده لري؛ ځکه د
هغوی په ذهن کې پاکستان هيڅکله نه کافر کيږي، په دې چې نسبي ديموکراسي په
کې ده، او د دغې ديموکراسۍ له برکته د مشر ملا محمد عمر خبره هر څوک خپل کار
کوي، او ملايان او طالبان خپل کار کوي.

پاتې د ليبيا خبره، نو لمړۍ خو د دې خبرې تقرير پکار دی، چې د لويديځوالو هر حرکت
هره خبره، او هر عمل د خپلو هيوادونو د وطني او ولسي مصلحتونو څخه راټوکيږي،
ليبيا چې تېل او ګاز لري؛ او هغوی ترې استفاده کوي؛ نو هيڅکله د ليبيا د حالت په
وړاندې بې تفاوته نشي پاتې کېدای، دوی به هغه اړخ نيسي؛ چې د دوی په ګمان
مستقبل به يې په برخه کيږي، او دوی مجبور دي چې ورسره په راتلونکي کې تعامل وکړي.

قذافي يو ليونۍ د جنون العظمة په مرض اخته انسان دی، د هغه له مکررو فرعوني
خطاباتو څخه څرګنديږي، چې نه ليبيا د هغه لپاره څه اهميت لري، او نه د ليبيا ولس،
نن يې زوی ويلي چې دې ته تيار دی، چې دا ټول ليبيايان وباسي، او پر ځای يې په
دغه هېواد کې بنګاليان او پاکستانيان ځای پر ځای کړي.

قذافي او د هغوی کورنۍ وايي چې يا به دوی حکم چلوي، او يا دې ليبيا له يوه سره
وسوځيږي، او د ليبيا ټول ولس دې ووژل شي، او يا دې بيا د استعمار لاندې شي،
يعنې د دوی له حکمه چې ووځي؛ نو بيا چې په هرې بلا اخته کيږي؛ اخته دې شي، يا
به يې دوی په بلاګانو اخته کوي.

د ليبيا آزادي او له خارجي تدخل څخه بچ کېدنه د قذافي يو محب الوطن قرار ته اړتيا
لري؛ که چېرې همدا اوس قذافي خپل هېواد ولس ته پرېږدي؛ نو نه هلته امريکا راتلی
شي؛ او نه اوروپا راتلی شي، او نه هلته تدخل کوم اسان کار دی.
د قذافي دا اوسنی دريځ پرته له شکه غربي تدخل ته لاره هواروي، او همدغه د قذافي
موخه او هدف دی، چې زه يې د طالب مشرانو له دريځ سره مشابه کولی شم، چې په لوی
لاس يې امريکا افغانستان ته راوسته.
په 1996 کال کې يو عربي ودان ځواکمن هېواد لکه سوډان مجبوريږي، چې د
امريکايي تهديد لاندې اسامه بن لادن له خپلې خاورې وشړي، خو طالب ځواکونه
دغه د شر او فساد جرړې ته خپلې غېږې خلاصوي؛ تاسو د دې بې پرتوګه کار لپاره
کوم تفسير لرئ؟ پرته له دې چې امريکايانو ته لاره خلاصه کړي؟؟؟
در حالېکه کابل ته د طالبانو د رسېدو پورې د طالب جګړې خرچه يونيکال پرې کوله.

د أيمن الظواهري دې خبرو ته غوږ شئ:
http://www.prakashthapa.com.np/watch/A9_6Wk8LiHk/-
مونږ نه تنها د نيويارک دوه غبرګون اسمانڅوکې ودانۍ والوځولې، بلکه د امريکا
وزارت دفاع مو هم والوځوله.

ښه وروڼو! له داسې کارونو، او اقرارونو وروسته تاسې د افغانستان په اړه له امريکا
څه د څه فيصلې انتظار کولی شو؟؟؟؟
يوه لحظه که مونږ ځان د امريکا په ځای فرض کړو؛ نو آيا مونږ به ورته اقدام نه وی
کړی؟؟
نو امريکا ته د دې اقدام کولو موقع ولې مونږ په لاس ورکړه؟
وطن زمونږ دی مونږ ورسره مينه لرو، بيا به هم د امريکا په وړاندې له خپل وطنه
دفاع کوو؛ خو ولې مونږ په خپلو غلطيو سترګې پټې کړو؟ ولې له خپلو خطاګانو منکر
شو، او خپلې سرکشۍ ته ادامه ورکړو؟.
د افغانستان د کشالې حل په لوی الله جل جلاله باندې له توکل وروسته د افغان ولس
سره د يو لاس کېدو په نتيجه کې رامنځته کېدلی شي، او بس.

په درنښت

[quote:f4df5e479b="حذيفه"]سلامونه او ښې چارې
زما په اند په عربي نړۍ کښي روان اوښتونه که له يوې خوا القاعدې ته په ګټه نه ورځي نو له بلې خوا ترې اسلام او مسلمانان هم ګټه نه شي اخيستلای ځکه زه فکر کوم چي يرغلګرې لوېديځۍ نړۍ په دې ځل دې ته مټې را بډ وهلي څو په اقتصادي ډګر کي عربي نړۍ په بشپړ ډول د ځان غلامه کړي ، په ديکتاتورو نظامونو کي د عربو دا برخه تر ډېره حده خوندي وه خو په جمهوري يا ډيموکراټو نظامونو کي هر سړی د يو محدود وخت لپاره پر واک راځي نو هغه ددې پر ځای چي هيواد او ولس ته خدمت ته وکړی (دين ځکه نه يادوم چي په داسي نظامونو کښي ديني خلک نه شي کولای پر واک راشي او نه لوېديځ دا غواړي ) غواړي خپله خېټه او نور وپالي چي ښه مثال يې د عراق ، پاکستان او نورو دی په داسي نظامونو کښي هيواد په پر له پسې ډول له نړۍ وال صندوق او نورو ادارو څخه پورونه کوي چي بالاخره مسلمان هيوادونه په اقتصادي ډګر کي هم دومره شاته کړای شي چي بيا بيا په کلونو کلونو ځان نه شي راپورته کولای .
ددې خبرې ښه ثبوت له ليبيا څخه کېدای شي ځکه لېبيا د تېلو او نفتو ډېري پراخې ذخيرې امريکا غواړي دداسي ذخيرو په تر لاسه کولو سره پر نړۍ لا هم خپل راج ته ادامه ورکړي ، دوئ په دې سره دې ته هم پاملرنه کړې چي که یې په افغانستان کښي ما ته وخوري نو بيا يې هم اسلامي نړۍ له امر او حکومت څخه نه وزي ځکه تر هغه وخته پوري به يې د اسلامي نړۍ ټول اقتصادي ذخاير تر ګوتو کړي وي او مسلمانه نړۍ به يې په اقتصادي ډګر کي دومره شاته پرځولې وي چي تر دې وروسته بيا په يوه ميدان کي هم نه شي ټينګیدلای .
په بل عبارت په لنډوويلای شو چي ډيموکراټ نظامونه په اسلامي نړۍ کي يوازي غله واک ته رسوي چي هغوئ د هيواد او ولس پر ځای ځان پالي چي تر بل هر نظام دا د مسلمانانو لپاره ډېر زيانمن دي .
الله جل جلاله دی د اسلام او رښتنو مسلمانانو نصرت وکړي . آمين
لکه وړاندي چي مي يادونه وکړه دا ډول خوځښتونه نه د اسلام او نه د القاعدې درد دوا کولای شي ، القاعده بايد تر دې وروسته خپل زور پر يوه محدوده سيمه تمام کړي نه په ټوله نړۍ کښي که القاعده په عربي نړۍ کښي صوماليې او يمن ته پام وکړي دا به ورته ډېره په ګټه تمام شي او د صوماليې خو ډېری برخې د الشباب اسلامي تحريک له لوري له حکومتي پلوه ملېشو څخه د القاعدې واک ته رسېدلې دي ، زه نه شم ويلای چي په دې خوځښتونو کي به القاعدې په پټه کوم رول ترسره کړی وي که يا ؟ خو دا ويلای شم چي په ګټه به یې تمام نه شي
او وهاج صاحب !
ته هم هم دې اوښتونو ته په دومره خوشبينۍ مه ګوره د اولس نېت که څه هم سپېڅلی وي خو پر سر به يې دويم عبدالله او يا حسن مبارک راځي . الله مه کړه[/quote:f4df5e479b]


حذيفه
13.03.2011

ښاغلی وهاج افغان صاحب او نورو درنو وروڼو!
السلام عليکم
په عربي نړۍ کي واکمن ديکتاتور نظامونه او يا هم له منځه تللي حکومتونه نه يوازي چي له اسلامي اړخه د منلو اوتائيدنه دي بلکي په مقابل کي يې يوه غبرګون ته هم ډيره اړتياليدل کېږي ، په جمهوري نظامونو کي په رښتيا هم په نسبي توګه څه ناڅه ازادي وي خو بيا هم په حکومتي کچه د رښتني اسلام د واکمن کېدلو مخه نيول کيږي . زه نه يوازي دا چي جمهوري نظام نه ستايم او نه هم د ديکتاتور نظام پلوي يم خو په نسبتي ډول جمهوري نظام تر ديکتاتور نظام غوره بولم مګر بیا هم دا تکراروم چي په حکومتي کچه اسلام ته لاره نه ورکول کېږي ، دا خبرې بيا هم راوړم چي په عربي نړۍ کي روان پاڅونونه اسلام ته دومره ګټه لري چي نسبي ازادي به پکښې وي نور نو بيرته هماغه عبدالله يا حسن مبارک راباندي واکمن کېږي .

[quote:b029b5ec1a="وهاج افغان"]
پاتې د ليبيا خبره، نو لمړۍ خو د دې خبرې تقرير پکار دی، چې د لويديځوالو هر حرکت هره خبره، او هر عمل د خپلو هيوادونو د وطني او ولسي مصلحتونو څخه راټوکيږي، ليبيا چې تېل او ګاز لري؛ او هغوی ترې استفاده کوي؛ نو هيڅکله د ليبيا د حالت په وړاندې بې تفاوته نشي پاتې کېدای، دوی به هغه اړخ نيسي؛ چې د دوی په ګمان مستقبل به يې په برخه کيږي، او دوی مجبور دي چې ورسره په راتلونکي کې تعامل وکړي.[/quote:b029b5ec1a][/quote]
له دي خبرو په هیڅ ډول هم انکار نه سي کيدلای چي امريکا يا اروپا به خپلو ګټو په کتلو سره د لېبيا په اړه هغه غبرګون ښيي چي په راتلونکي کي په ګټه ورته تمام سي ، مګر دلته ددې خبرې تايد کېدای سي چي په لېبيا کي روان پاڅون د امريکا په اشاره يا هم د هغوی په ملاتړ مخ په وړاندي درومي ځکه امريکا د قذافي د واکمنۍ په دروان کي نه سي کولای چي د ليبيا تېل او ګاز تر ګوتو کړي ، قذافي غواړي له روسيې سره نژدې اړيکي ولري چي امريکا یي ددي کار سخته مخالفه ده ځکه نو وار په وار له قذافي د واک پريښودلو غوښتنه کوي او يوه هفته وړاندي خو دې خبر هم درسنيو سرټکي نيولي وو چي امريکا خپلې بحري بېړۍ لېبيا ته نزدې کړې دي چي د امريکا دې عمل په لېبيا کي دپوځي بريد د ترسره کولو ګونګوسې نوري هم تودې کړې لکه څرنګه چي یې په مقابل کي روسيه ولاړه ده نو امريکا هم په ډاډه زړه په لېبيا کي د قذافي پر خلاف سم اقدام نه سي کولای خير له دي دومره خبرو مي هدف يوازي همدا وو چي امريکا په هرډول چي غواړي ځان د لېبيا تېلو او ګازو ته رسوي په دې کار کي د قذافي عمل کوم ځای نه لري که قذافي جګړه وکړي که يې نه وکړي امريکا به هرومرو په هر قيمت د لېبيا پر تېلو او ګازو خېټه اچوي .

[quote:b029b5ec1a="وهاج افغان"]
د قذافي دا اوسنی دريځ پرته له شکه غربي تدخل ته لاره هواروي، او همدغه د قذافي
موخه او هدف دی، چې زه يې د طالب مشرانو له دريځ سره مشابه کولی شم، چې په لوی لاس يې امريکا افغانستان ته راوسته.
ما وړاندي هم يادونه وکړه چي دامريکا د دريځ په وړاندي د قذافي کړنې
په 1996 کال کې يو عربي ودان ځواکمن هېواد لکه سوډان مجبوريږي، چې د
امريکايي تهديد لاندې اسامه بن لادن له خپلې خاورې وشړي، خو طالب ځواکونه
دغه د شر او فساد جرړې ته خپلې غېږې خلاصوي؛ تاسو د دې بې پرتوګه کار لپاره
کوم تفسير لرئ؟ پرته له دې چې امريکايانو ته لاره خلاصه کړي؟؟؟
در حالېکه کابل ته د طالبانو د رسېدو پورې د طالب جګړې خرچه يونيکال پرې کوله.[/quote:b029b5ec1a][/quote]
لکه څرنګه چي مي وړاندي وويل د امريکا ددې مقصد په وړاندي چي د لېبيا تېلو او ګازو ته به ځان رسوي او يا به هم د روسيې لاسونه تري لنډوي يو داسي هدف دی چي امريکا به په هيڅ صورت کي ترې شاته نه سي ، قذافي يا د القاعدې په وينا دويم مسيلمة الکذاب د خپل واک د لاغزوني لپاره جګړه کوي ، لکه څرنګه چي د سعودي عبدالله غواړي پر واک پاتي سي همدارنګه له قذافي سره همدا شيطان ملګری دی چي د واک مینه یې په زړه کي ور اچولې ده ته فرض کړه که په سعودي کي ملت د حکومت پر ضد پاڅون وکړي (حال داچي ستاسو له خبرو سره سم د هديرې په څېر امن د منلونه دی او په سعودي کي هم همداسي حالت دی ) نو ايا عبدالله به يې له ځپلو ډډه وکړي ، دا څو ورځې وړاندي هغوئ دا خبره وکړه چي که چا د حکومت پر ضد چيغه پورته کړه دوی به یې له ځپلو مخ وانه ړوي !!! .
د قذافي دا جګړه په هیڅ ډول هم امريکا لېبيا ته نه کشوي بلکي هلته پراته نفت او ګاز يې ور بولي ، امريکا که په نړۍ کي جګړې نه غواړي نو بيا عاج ساحل ته د څه لپاره نه ورځي چي واکمن يې انتخابات بايللي ، ملګرو ملتونو يا شيطان ملتونو هم دا تائيد کړې چي نوموړي په ټولټاکنو کي ماته خوړلې او ده په خپله هم ويلي چي که څه هم انتخابات مي بايللي خو غواړم چي په واک کي پاته سم ، په يمن کي روان اخ و ډب ته په کوم نظر ګورئ ايا هلته روان ناورين دې ته لاره نه هواروي چي امريکا ورسي ، که يې هواروي ولي نه ورځي همالته خو هم د لېبيا په څېر حالت روان دی؟؟؟ نو څرګندېږي چي امريکا به د قذافي جګړه صرف د يو شمېر کسانو له انتقادونو څخه د مخنيوي يا ډال په توګه وکاروي که نه د امریکايي يا کفري اهدافو په وړاندي هغوی هر ناروا عمل ترسره کوي .
دلته بايد دا هم وڅېړو چي د امریکا او اسامه تر منځ دښمني پر څه راټوکيدلې او ولي امريکا نه غواړي چي اسامه يا هم القاعده ژوندۍ پاتي سي؟ ، ورسره په څنګ کي دا هم د هيرولو نه ده چي عربي واکمن او په خاص ډول عياش سعوديان (واکمن) ولي د امريکا د دې پلان ملاتړ کوي او ددې کار د ترسره کولو لپاره له امريکا سره هر ډول مرستو ته چمتو دي؟؟؟ او ددې هدف لپاره يې په روانه جګړه کي امريکا ته تېل په ډېره ارزانه بيه ورکول څو مسلمان افغانان او يا هم د اسلام د نفاذ په موخه راوتلي عرب او نور ځوانان په شهيدان کړي !!! ، ايا د حرمينو واکمن ته ښايي چي د نصاری او يهود دوستي وکړي او د هغوی په څنګ کي په دريدلو سره رښتني مسلمانان وځپي تاسو ددې بې پرتوګه عمل لپاره کوم تفسير لرئ؟؟؟.
موږ خو ځان داسي احساسوو چي زموږ په څېر د غيرت کار په نړۍ کي هم چا نه دی کړی ، موږ يوه مظلوم مسلمان ته پناه ورکړې او د اسلام پر سر مو د نړۍ د کبرجن فرعون په وړاندي د حق د کلمې ږغ پورته کړی دی چي د جهادونو جهاد يې بللای سو.
که ديوولسم سپتمبر بريد سوی وای که نه امريکا به هرومرو د اسيا زړه يا افغانستان تر لاسه کاوی ځکه امريکا د چين او روسيي له راتلونکي ډېرېدونکي ځواک څخه په وېره کي ده او ددې خطر د کمولو يا هم د ختمولو لپاره افغانستان ډېره ښه سيمه ده .
لکه وړاندي چي مي وويل امريکا ياهم کفري نړۍ به د خپلو اهدافو د تحقق لپاره له هيڅ ډول وسيلې څخه ډډه ونه کړي په افغانستان کي د اسامه شتون يوه بانه وه لکه څرنګه چي يي پر عراق هم په يوه پوچه او بې بنياده بانه بريد وکړ.
موږ به نه يوازي له افغانستان بلکي ټولي اسلامي خاورې او سپېڅلي اسلامي عقيدې دفاع کوو چي د يو مسلمان د ژوند هدف هم همدا وي يا د نسيم حجازي په خبره د مسلمان هدف د هغه تر ژوند ډېر ارزښتمن دی .


قادر خان
14.03.2011

[quote:0075f8c67e="لقمان"]قادر خانه یوځل بیا ستړی مشې :wink: :)
انډیواله دطالبانو د حکومت دچپه کولو خلک او اصلي عوامل معلوم دي زما په عقیده دا دهماغه بختور میلمه برکت دی چې نن ورځ د طالبانو څرک یوځل بیا لیدل کیږي که طالبانو هغوی (مسلمانان) امریکا ته سپارلي وای په رب مې دي قسم وي چې الله پاک به داسې شرمولي وای چې نن به هر افغان د طالب دنوم په اخیستلو شرمیدلی.
.[/quote:0075f8c67e]

ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه او احترامات وړاندی کوم،

لقمان صیب مبارکی وایم تاسوته، مونږ یو ډیر نامتو متل لرو چی وایی (خود کش بیګانه پرور) دا خو بلکل د تا په باره کی ویل شویدی، لدی کبله چی ته د خپل په دغه راځ بی بنیادو خبرو په کولو څخه زمونږننګیالی او مجاهد ولس ته، چی د دوه نیم ملیون شهیدانو ورکړیدی یواځی د خپل دین او هیواد په خاطر خپلی پاکی وینی قربانی کړیدی، هغوې ته څه ځواب وایی؟ آیا دا وایی چی دا ټول د عربانو په مرسته وو؟؟؟
د انګریزانو او یا د نورو جانی دښمنانو په مقابل کی څوک زمونږ مسلمان ولس ته مرسته کوله، یواځی الله (ج) وو، نه عربان وو او نه پارسیان؟
مونږ ګورو چی یو شمیر شته دی چی د خپل د جهالتونو او یا د بدو احساساتو په لرلو کی زمونږ سر لوړاو ننګیالی قام ته غواړی چی بد نام کړی او مهم دا چی د خپل د بادارانو د نیکنامی په خاطر هر اړخیځی کوښښونه کوی.

زه یو ځل بیا په ډاډه زړه وایم چی افغانان یو دیندار، ننګیالی، عزتمند او مجاهد ولس دې. اوس که هر څوک شک لری، نو بسم الله دا ګز او دا هم میدان.
آرزو لرم چی لدی نه وروسته نورو ته زمونږ د ګران ولس په سرونو مه کښینوې. افغانان ته (ماشأ الله) ټول نړی پیږنی اوس.

ژوندی دی وی افغانستان، او تل دی وی د افغان سر لوړی ملت.

مننه،
ستاسو ورور قادر خان


pattang
14.03.2011

احمد شاه جانه سلام !
دافغانانو مکتبي روڼ اندي په سياست نه پو هيږي په هر چا پسې منډې وهي
او په هېواد خرڅولو بډې اخيستلو او شيطاني کې يې هر يو دوکتورا لري٠
ددې باباګانو دخدای پاک کور ګډ کړي ، کوم يوه يې پښتو ، دين او اسلام ته
خدمت کړی دی! ٠ دغو بابا ګانو پښتانه ، کښته خواته په پنجا بي او برې خواته
په تا جک خرڅ کړل او خپل کلچر او ژبه يې له لاسه ور کړ ي دي٠ لوی بابا دې فارسي
درباري کړه او کوچني بابا ګان دې اوس هم په پښتو ژبه او لونګۍ شرميږي چې
يودله بابا پکول په سر کوي او بل دله بابا قره قولي٠
ستا د ستا تيستيک statistic روڼ اندي داسي دي لکه دچوک دسر مذدوران
هرڅوک چې ډېره مذدوري ور کوي له هغه سره په مړو سترګو منډې وهي٠
پر دوی يې ولاکه راشل کړې !
ژوندي دې وي طالبان چې هېواد له اشغالګرو ، شر او فساده ځخه خلاصوي٠


و.افغان
15.03.2011

محترم او معزز حذيفه صاحب:
بيا خو دغه غيرت دا هم توجيبوله چې دغو خلکو چې د ولس په سر په يواځې ځان داسې
لويه غيرتي فيصله کوله، له امريکايي تيارو څخه په سوړو، غارونو، نه وی ننوتلي.
په ميدان کې ورته لکه نران ودريدلي وی.
او 30000 متره اوچتو الوتکو ته يې دا چيغې نه وی وهلې، چې که نران ياستئ، نو
ځمکې ته راښکته شئ، يا لکه څنګه مو چې په مونږ په زلزله وکړه، داسې خدای پر
تاسې وکړي.

محترما: نه هغه غيرت وو، او نه دا غيرت دی، غيرت د الله جل جلاله په کتاب باندې
په تمسک کې دی، غيرت درسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې په تمسک
کې دی.
القاعده او د هغې مشر بايد هغه وخت علني محاکمه شوی او په سزا رسېدلی وی، کله
چې هغه په 1998 کال د افغانستان له ځمکې څخه د افريقايي دولتونو چاودنې رهبري
کړې، بيا يې خپل اقرار او اعتراف هم له افغانستان څخه اعلان کړ، داسې حال کې چې
طالبان په دې هڅه کې وو؛ چې په ملګرو ملتونو کې په رسميت وپېژندل شي.
بلکه له 1998 کال مخکې بايد په ده باندې په 1996 کې د افغانستان دروازې تړل
شوې وې؛ ځکه چې دا يو شرعي مطلوب وو، او دغه شرعي مطلوب پر ځای کول يو
غيرتي اړين کار وو.

په درنښت

[quote:e6ad39c822="حذيفه"]موږ خو ځان داسي احساسوو چي زموږ په څېر د غيرت کار په نړۍ کي هم چا نه دی کړی ، موږ يوه مظلوم مسلمان ته پناه ورکړې او د اسلام پر سر مو د نړۍ د کبرجن فرعون په وړاندي د حق د کلمې ږغ پورته کړی دی چي د جهادونو جهاد يې بللای سو.
که ديوولسم سپتمبر بريد سوی وای که نه امريکا به هرومرو د اسيا زړه يا افغانستان تر لاسه کاوی ځکه امريکا د چين او روسيي له راتلونکي ډېرېدونکي ځواک څخه په وېره کي ده او ددې خطر د کمولو يا هم د ختمولو لپاره افغانستان ډېره ښه سيمه ده .
لکه وړاندي چي مي وويل امريکا ياهم کفري نړۍ به د خپلو اهدافو د تحقق لپاره له هيڅ ډول وسيلې څخه ډډه ونه کړي په افغانستان کي د اسامه شتون يوه بانه وه لکه څرنګه چي يي پر عراق هم په يوه پوچه او بې بنياده بانه بريد وکړ.
موږ به نه يوازي له افغانستان بلکي ټولي اسلامي خاورې او سپېڅلي اسلامي عقيدې دفاع کوو چي د يو مسلمان د ژوند هدف هم همدا وي يا د نسيم حجازي په خبره د مسلمان هدف د هغه تر ژوند ډېر ارزښتمن دی .[/quote:e6ad39c822]


قادر خان
15.03.2011

[quote:e2b7568d74="pattang"]قادرخانه يووارې بيا!
- صليبيان کوش کوي چې اسلام په رقم درقمونو ضعيفه کړي او اخلاقي ويروس
ور پېچکاري کړي٠
- صليبيان او cai ددې کار لپاره خپله پاشلې څو بعده ستراتېګي لري!
* د مسلمانانو دعوت صليبيزم ته په چل او ول ، اقتصادي مرستې ....
* دنرخونو لوړ بوول تر څوچې خلک وږي شي او ددوی لاره ومني٠
* داجنټانو، بې کاره او بې مسلکه خلکو لکه کرزی او نور يې په کار او سياست
ګمارل چې هلته په دالرو دديموکراسي په نو م فحشا مخ ته لاړه او اسلامي اخلاقو
ته ضربه وارده کړي ٠
* دصليبيانو سرمايه داره جنايت کاران اوس کوشش کوي چې ددرېمې نړۍ
نفوس کم کړي او هغه داده چې لوږه اوتنده را ولي او انسانان مړه او کم شي٠
ددې لپاره نور دهر مسلمان وظيفه دی چې خپل بيرغ دبي عدالتي او ظلم په مقابل
کې پورته کړي٠
ژوندۍ دې وي اسلامي لښکر ې داسلام دبقا او کلچر ساتني لپاره ![/quote:e2b7568d74]

پتنګ صیب هیله لرم چی زما سلامونه هم ومنی،

وروره دیرش کال ډیر وخت دی، مونږ باید چی اوس د اصلی لاری په فکر کی شو، او هغه لار د خدای (ج) لاره دی. زمونږ سپیڅلی دین په (اقرأ) یا د علم او رڼا سره شروع شویدی خو مونږ ټول وایو چی (لااقرأ) مونږ د تعلیم سره په کلکه مخالفت کوو، ولی؟؟
دا یواځینی علت دی چی نور خلک مونږ ته خپل سیال نه بولی. دا د اسلام کمزوری ندی، چی تاسو ویلی دی چی (ژوندۍ دې وي اسلامي لښکر ې داسلام دبقا او کلچر ساتني لپاره). مونږ (مسلمانان) ضعیفان یاست، چی د الله(ج) مبارک ارشادات ته غوږ نه نیسو.
تاسو بلکل ریښتیا ویلی دی چی د (دریمه نړی) خلک ته داسی ظالمانه پلانونه جوړیږی. ولی نه؟؟
دویی خو زمونږ په فکر کی ندی. دویی غواړی چی مونږ یو بل ته ووژنو او یو بل ته کافران خطاب کړو، او بر څو چی مونږ په دغه کار اخته یو نو دویی کولی شی خپل شیطانی اهدافو ته ورسیږی.

مونږ افغانان باید چی له دی ګرانه خوب څخه ژر تر ژره ځانونه ویښ کړو، یواځی د شعارورکولو څخه کومه ګټه نراځی. باید چی خپل دوستان او دښمنان وپیږنو. او اوس که هر څوک زمونږ په مینځ کی دښمنی او نفاق ته لمن وهی نو مونږ باید لومړی دویی وپیږنو، مهمه ندی چی عربان دی او اروپییان (صلیبیان دی او یا زمونږ خپله بد بخته مسلمانان).

بیا وایم چی مونږ یواځی او یواځی د خپل د پوهنی په رڼا کی کولی شو چی د ظالمانو په مقابل وړاړ شو، نه د خپل ځانمرګی بریدونه چی زمونږ خپله بیګناه ولس پکښی وژل کیږی.

دا خو یو ښکاره خبره ده هر څوک چی علم لری هغه پیسی هم لری، او که هر څوک پیسی لری هغه واضحه ده چی قدرت هم لری.

زما هدف دا دی چی زمونږ په عقیده او ایمان باندی بلکل کوم شک نشته (الحمد الله) خو اوس باید چی د هغوی سره عمل هم وکړو. او عمل یی دا دی چی خپل ځانونه پوه کړو. علم او دانش د خدای رحمت دی، دا د اروپییانو او یا د نورو شخصی ملکیت ندی.

زه د تاسو په خبرو باندی پوهیږم، خو خرابی چیرته دی؟ هغه دا دی چی مونږ یواځی شکایتونه ډیر کوو،شعارونه ډیر ورکوو، د هر څوک سره فقد مخالفت کوو او بس، د خپل ژوند څخه، د ګاونډی هیوادونو څخه او کله کله د خپل ولس څخه شکایتونه ډیر کوو.
دا خو د حل لاره نشو. دیرش کاله دی چی مونږ یواځی دغه راځ شکایتونه کوو، اوس چیرته یو؟؟

واضح خبره دی که مونږ دا لاری ته ادامه ورکړو نو زمونږ د دین او ولس دښمنان نور هم خوښ شی، او مونږ ټول وژاړو، لکه اوس چی یو.

مننه،
ستاسو ورور قادر خان


و.افغان
16.03.2011

محترم عادل عادل صاحب:
القاعده زمونږ مسلمانان وروڼه دي، خو له مستقيمې لارې کاږه شوي دي.
دوی وليدل چې په دې 20 کلونو کې هيڅ په لاس ورنغلل. پرته له دې يې چې
مسلمانان له نورو زياتو ستونځو مخامخ کړل.

اوس هغه وخت رارسېدلی ، چې دوی د عقل آواز ته غوږ کيږدي، او په خپلې
استراتيجۍ کې معقول تغيير راولي، او له اسلامي ولسونو سره يوځای شي؛ او
له تکفيري افکارو کاملا لاس واخلي.

دا چې دوی په امريکا او اروپا کې او په نورو هېوادونو کې د عملياتو دعوی کوي،
په ليبيا کې اوس د دوی لپاره ډېر ښه فرصت دی، چې د ليبيايي ولس سره يو ځای
شي، او د طاغوت قذافي په وړاندې في سبيل الله جهاد پيل کړي، هسې خو هم
قذافي له 42 کلونو راهيسې مسلمانان ډېر ځپلي دي، او د القاعده يې هم ځپلي دي،
او اوس هم دعوا لري چې دی د القاعده په وړاندې جنګيږي.

بالمقابل القاعده وايي چې مدرب او مسلکي خلک لري؛ نو ولې اوس داسې يو زرين
فرصت ضايع کوي؛ مهمه دا نه ده چې په مستقل نوم او مستقل چتر لاندې جګړه وکړي
بلکه د ليبيايي ولس تر بيرغ لاندې يې وکړي.

که چېرې دوی دا جګړه ونه کړي، يا ونشي ګټلی؛ داسې حال کې چې قذافي له ټولې نړۍ
له طرفه يو منفور شخص پېژندل شوی، او قانونيت يې هم له لاسه ورکړی دی، نو د دې
معنا دا ده چې دا خلک يواځې او يواځې د امريکا د لاس جوړ خلک دي، پرته له دې چې
مسلمانان کافرو ته څملوي؛ نور يې هيڅ هم له لاسه نه کيږي.

نو که سمې لارې ته نه راځي؛ نو رب جل جلاله دې مسلمانان د دوی له شره په امان کړي.

په درنښت

[quote:036862d2a8="عادل عادل"]السلام علیکم

مکرم وهاج صاحب لیکلي:

[quote:036862d2a8]بله پوښتنه: ولې به طالب د القاعدې څخه د کامل انفصال په صورت کې بېخونده کیږي؟ [/quote:036862d2a8]

ډېر ښاغلي په دې نظر دي چې طالبان دې له القاعدې څخه بېل شي، دا ډول نظر که هر څو هم د دوی خپل وي خو نن سبا د یرغلګرو له خوا طالبانو ته هم د شرط په توګه تنبه کیژي ، دا نظر له ډیره وخته په بحثفورمونو کې د وروڼو د خبرو په لابلا کې لولم، او تر ننه پدې فکر کې یم چې دا نظر به تر کومه بریده معقول او عملي وي.

د هر بېلتون او انفصال نه مخکې لومړی باید په هغو څیزونو فکر او حساب وشي چې د یوځای دوه ډلو تر منځ مشترک وي، مثلا د کاروبار د دوو شریکانو تر منځ مال او پیسې شرېکې دي، د نسبي وروڼو تر منځ له پلار نه په میراث ورپاتې مځکه، کور یا مال دی او داسې نور ......

په پورتنی سلسله کې د دوه اسلامي وروڼو یا مسلمانو ډلو تر منځ به څه څیز وي چې د انفصال په نیت یې رامیدان کړو، لومړی دا چې ایا مشترکه اسلامي عقیده او اسلامي اصول انفصال مني؟ که یې مني نو عملي میکانیزم به یې څه وي؟

له بلې خوا، د خدای ج د دې صریح حکم چې فرمایي: واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا ...... د تطبیق ځایونه عملا کوم دي؟ ایا هر مسلمان ته لازمه نه ده چې د مسلمانانو د وحدت په لار کې هلې ځلې وکړي؟؟

غربي ښکېلاک چې افغان مقاومت ته له القاعدې څخه د انفصال په شرط شنه غولونکي څراغونه ورکوي، هدف یې تر لمر څرګند دی، دوی غواړي مسلمانان متشطط کړي او د کورنی تر حده یې په خپلو منځونو کې سره وویشي. له انفصال څخه د دوی تعبیر ډیر ژور دی، کنه افغانانو خو تر اوسه د خپلو پولو نه بهر د هیڅ دښمن سر ته خطر نه دی پیښ کړی، همدارنګه د ځمکې پر سر حقایق هم څرګندوي چې افغان مقاومت سوچه افغاني او ولسي دی، د ورته انفصال په صورت کې به افغاني مقاومت یو نوکې هم ټکنی او سوړ نشي خو خبره دا ده چې په تبلیغاتي ډګر کې به یرغلګر په نړیواله سطحه ترې ډېره ګټه پورته کړي، او په قوی احتمال سره به مسلمانان په خپل منځ کې سره اخته کړي.

نن سبا چې د نړی پر مخ د مسلمانانو مخ پر زیاتیدونکي شمیر ته وکتل شي نو د زښت ډیرې خوښی ځای دی خو په ورته وخت کې د دوی تر منځ ویشلی او پاشلی حالت ډېر افسوسناک دی، همدا سبب دی چې تر بل هر چا ډیر محکوم او محروم دي، په داسې یوه حالت کې د لاانفصال او لا ویشنې توصیې خو کله هم نه د سلیم عقل تقاضا ده او نه هم هیڅ ډول شرعي مبرا لرلای شي.

هغو ته چې ورته توصیې کوي وایم چې ایا په دا اوسنی فلاکت باره انفصالاتو مو زړونه نه دي یخ چې په نتیجه کې یې د غزې په اندازه وړه ټوټه مځکه باندې د محشر ورځ جوړیژي او د محیط نه تر خلیجه یې ټول عربي اسلامي امت په پټه خوله او لمدو سترګو ننداره کوي؟؟ او همدارنګه ایا ستاسو ورته توصیې به افغان مقاومت له نړیوالې انزوا، محرومیت او محکومیت څخه د نجات پر ځای د یرغلګرو په شیطاني دسیسو او دامونو کې راګیر نکړي؟؟

زما په نظر خو د طالبانو او القاعدې تر منځ هومره چې ښایي ژور اشتراک هم نشته چې زمونږ په اصطلاح ملي ګټې دی په خطر کې ترې ولويژي، بلکه نوموړی اشتراک پر مونږ افغانانو باندې د وحشي یرغل په ترڅ کې منځته راغلی چې له مخې یې په هر مسلمان باندې جهاد او د افغان مقاومت مرسته او لاسنیوی فرض شوی دی.

د اشغال په شرایطو کې د مسلمانو وروڼو په منځ کې د انفصال توصیه په دیپلوماتیکه کچه د مقاومت پر سر ملاماتونکی ګوزار بللی شو، ددې پر ځای دې د مسلمانو وروڼو ډلو بلا تفکیک تایید او ملاتړ وشي تر څو یرغلګر له افغانستان څخه حتمي تېښتې ته مجبورکړل شي.[/quote:036862d2a8]


حذيفه
16.03.2011

[quote:6394a4bf76="وهاج افغان"]محترم او معزز حذيفه صاحب:
بيا خو دغه غيرت دا هم توجيبوله چې دغو خلکو چې د ولس په سر په يواځې ځان داسې
لويه غيرتي فيصله کوله، له امريکايي تيارو څخه په سوړو، غارونو، نه وی ننوتلي.
په ميدان کې ورته لکه نران ودريدلي وی.
او 30000 متره اوچتو الوتکو ته يې دا چيغې نه وی وهلې، چې که نران ياستئ، نو
ځمکې ته راښکته شئ، يا لکه څنګه مو چې په مونږ په زلزله وکړه، داسې خدای پر
تاسې وکړي.[/quote:6394a4bf76][/quote]
قدرمن او دروند وهاج صاحب ! السلام عليکم
تاسو که منئ که نه خو موږ په تاريخ کي د مېلمه پالنې او له مظلومانو سره د مرستې داسي مثال وړاندي کړ چي د دنيا تر هستۍ به ورته خلک ګوته په غاښ پاتي وي .

محترما: نه هغه غيرت وو، او نه دا غيرت دی، غيرت د الله جل جلاله په کتاب باندې
په تمسک کې دی، غيرت درسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې په تمسک
کې دی.
[quote:6394a4bf76="وهاج افغان"]
القاعده او د هغې مشر بايد هغه وخت علني محاکمه شوی او په سزا رسېدلی وی، کله
چې هغه په 1998 کال د افغانستان له ځمکې څخه د افريقايي دولتونو چاودنې رهبري
کړې، بيا يې خپل اقرار او اعتراف هم له افغانستان څخه اعلان کړ، داسې حال کې چې
طالبان په دې هڅه کې وو؛ چې په ملګرو ملتونو کې په رسميت وپېژندل شي.
بلکه له 1998 کال مخکې بايد په ده باندې په 1996 کې د افغانستان دروازې تړل
شوې وې؛ ځکه چې دا يو شرعي مطلوب وو، او دغه شرعي مطلوب پر ځای کول يو
غيرتي اړين کار وو.[/quote:6394a4bf76][/quote]
که ياد مو وي په دې اړه طالبانو له وړاندي لا اعلان وکړ چي که نړۍ واله يا هم کفري ټولنه عدالت غواړي يوه بې پره محکمه دي را وغواړي چي موږ به پکښي اسامه بن لادن محکمې ته وړاندي کړو که يې په رښتيا هم کوم جرم ثابت شو هغه سزا به ورکړای شي چي اسلام یې ورته غوره کوي مګر هيڅوک هم دا نه شي منلای چي يو مسلمان دي له اسلامي هيواد څخه يووړل شي او په کفري هيواد کښي دي د بائبل په رڼا کښي فيصله پرې وشي . تاسو بايد له شريعت (قرآن او حديث) څخه موږ ته دا دليل وړاندي کړئ چي په ۱۹۹۶ کښي پر اسامه بن لادن د افغانستان دروازې تړل ولي ضروري او مهم کار وو؟.

زه د القاعدې له ټولو پاليسيو دفاع نه کوم خو د دې پلوي هم نه يم چي په يو مخيز ډول دي پر القاعدې د ناسموالي کرښې وويستل شي ، القاعده نن يوازينی داسي غورځنګ دی چي په اسلامي نړۍ کښي يو سوچه او سپېڅلی اسلامي نظام غواړي، القاعده نن يوازينی داسي غورځنګ دی چي له ايډيالوژيکي پلوه په نړۍ کي خپل جهاد مخ په وړاندي وړي . له القاعدې سره د خلکو دښمنۍ پر دوه ډوله وېشلای شو يو هغه چي د امريکايي تبليغاتو تر اثر لاندي راغلي وي يعني د ډيموکراسۍ يا جمهوريت پلويان ، دويم هغه کسان دي چي د عربي شيخانو تبليغاتو اثر پرې کړي وي ، دا دواړي ډلې له کوم منطقي دليل پرته له القاعدې يا هم اسامه سره دښمني يا هم کرکه لري .
دويمه ډله چي ځان ته د نېغي اسلامي لارې پلويان وايي لومړی بايد دا کار وکړي چي د القاعدې اهداف او کړنې د قرآن او حديث په رڼا کښي خلکو ته توضيح او وړاندي کړي څو خلک وپوهېږي چي په رښتيا هم د القاعدې دا ځای ، دا نظريه او دا مفکوره له اسلامي نظره هم غلطه ده .
دا هیڅ ډول دليل نه دی چي القاعدې ولي د يوولسم سپټمبر بريد ترسره کړ او يا يې هم ولي پر افريقايي هيوادونو بريد وکړ .


و.افغان
16.03.2011

محترم حذيفه صاحب:
د دغه سرکشه مېلمه او د هغه د سرکشو پيروانو په اړه مې يو بحث په عربي ژبه ليکلی،
ان شاء الله تعالی چې پښتو ژبې ته به يې ضروري برخې وژباړم:
اوس په لنډ ډول دومره ويلی شم.
چې دغه سرکشه مېلمه سرکشه نه وو، او نه ټول عرب مجاهدين سرکشه وو، مګر په
1985 کال کې سيمې د ايمن الظواهري او نورو تکفيريانو رارسېدلو يو لوی تحول
رامنځته کړ، هغه عرب مجاهدين چې سوچ يې کاوه چې نور يې خپله ديني وجيبه
او اخوي وظيفه سرته رسولې، يا له سيمې لاړل، او يا يې په خيري کارونو پيل وکړ.

ايمن الظواهري او د هغه ډله چې اصلا يې د روسانو په ضد په جهاد کې برخه نه وه
اخيستې، شپه او ورځ په تبليغاتو پيل وکړ، او اسامه بن لادن يې له ډاکټر عبد الله
عزام څخه را جدا کړ، او د خپل تأثير لاندې يې ونيو.

د 1992کال په رارسېدو سره تقريبا ټول مسلح عرب همدغې ډلې او فکر ته اوښتي وو،
او د ټولې اسلامي نړۍ په ضد يې غير معلن جهاد اعلان کړل، داسې اسلامي هېواد
به نه وي چې دوی په کې عمليات نه وي کړي؛ په استثناء د دوه درې هېوادونو چې
يو له هغوی سوډان دی، کوم چې تر 1996 پورې د هغوی مېلمستيا وکړه.

بلکه په غير منظم ډول سره دوی، له 1992 کال څخه مخکې ځينې ناترسه عمليات
عمليات او کارونه کول؛ چې د هغوی له افراطي عقيدې څخه منبثق وو.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more