د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوسنۍ ټولټاکني په هيواد کي د نړوالو بله لوبه نه ده؟


ليلماـ الفت
12.06.2004

د هيواد د روانو سياسي حالاتو څخه داسي انګېرل کيږي چي زموږ زوکلېدلئ اولس يو ځل بيا د فريب او خطا ايستولو په څپېړه وهل کيږي .
دا چه ښاغلی کرزئ لا له وړاندي د شمالي ټوپک سالارانو سره راتلونکئ حکومت ويشي
دا چه د DDR ناکامه پروسه له خپلي نا کامئ سر ټکوي
دا چه امريکا د جنګسالارئ او ټوپک سالارئ ريښه د خپلو ګټو لپاره نه باسي
دا چه د ملت خولې ته د ټوپک د وېري قولفونه ورلويږي
دا چه د ملي ګټو ساتونکي او سرښندوکي له دندو ګوښه کيږي
دا چه مرکزي حکومت د کابل نه ها خوا واکمني نه لري
دا چه د اوس قاتلينو ته د جزا پر ځائ مډالونه او القاب ورکول کيږي
داچه .......................................
ايا دا رارواني ټول ټاکني به د نړوالو يوه بله لوبه نوي ؟
ايا دا ټولټاکني به د پخوا په شان يو ځل بيا د دې کړيدلي او مظلوم اولس په سترګو کي خاوري ونه شندي ؟
ايا دا ټولټاکني به جنګسالارانو ته دحکومت د وېش او برخو ورکولو يوه بله لاره نوي ؟

په کليواله پښتنه مينه
د همدي مظلوم ملت په غم کي غرقه .........ليلو


اوسنۍ ټوټاکنې په هيواد کې د نړيوالو يوه بله لوبه نده ؟

زرکه
18.06.2004

ګرانې خور ليلو جانې او د ټول افغان مينوالو ته دز ړه دکومې سلامونه .
خوږې خورې ستا د پوښتنې ځواب بيرته ستاپخپله پوښتنه کې دی .
دکلونو راهيسې زمونږ زوريدلې هيواد د جنګ او جګړو هغه ميدان ګرځيدلې چې نه پکې
د جګړې لوبه ختميږي او نه هم نړيوال ددغه لوبې په ليدو ستړي شول . بلکه نړيوال په همدې
کوښښ کې دي چې دا لوبه سړه نشي . اوسنۍ ټولټاکنې بې له کوم شکه د نړوالو يوه بله د
چم او تيرويستلونه ډکه لوبه ده . ګرانې خورې زه پدې اړه نور څه نه وايم خو ستاسونه يوه
پوښتنه لرم اوهغه دا چې [color=blue:41b767f6b4]مو نږ د خپل خوږمن او کړيدلي هيواد په رنځ خو پوه شوي يؤ خو
څه بايد وکړو چې که ټول نوي لږلږ د دغه زخمونو ټکور شو ؟
[/color:41b767f6b4]
په پښتنه مينه او درنښت
ستا په شان د افغان اولس په غم اخته [color=darkred:41b767f6b4]زرکه [/color:41b767f6b4]


نقاد
18.06.2004

بيشکه چې ټولټاکنه يوه لوبه ده، يوه سياسي لوبه، خو لوبه ، په تيره يوه سياسي لوبه لکه نوموړې ټولټاکنه
هغه څوک ګټي چې لږ تر لږه په لوبه پوه او فعاله ونډه په کې واخلي او فعال رول پکې ولوبوي، که نه لوبه بايلي
او ورسره د قوم ، اولس او خلکو مهمې حياتي ګټې هم بايلل کيږي. دا لوبه خو که مونږ وغواړو اوکه نه، پر مونږ تر سره کيږي، نو که چيرې يې په سر او اسرار پوه شو نو د قام اولس له پاره به ترې څه ر ﻻسه هم کړو، اوکه پرې پوه نشو، ټول زيان او تاوان به يې مونږ پښتنو ته متوجه وي او ګټې وټې به يې نور تر ﻻسه کړي. نوموړې ټولټاکنې ، کومې چې هم يې يو ښه چانس او هم يې د خطر زنګ بللی شو، بايد د چانس په توګه وکارول شي. او دا طبعأ اسانه کار نه دی . والسلام


Azad Nazer
19.06.2004

راځۍ چې په ساده الفاظو يې ووايو !

دانتخاباتو نتيجې به کوم نوې شې نه وي ، بس هغه زوړ ملا اوزړې تراوې به وي ، افغانان به مجبور وي چې په خپلو سرونو مېخونه پخپله ټک وهي اوخپل دردونه اورنځونه به يو څو کاله نور هم اوږده کړي او
دادمړدکي ديموکراسي به يقيني شي ٠
زه حېران يم چې په هغه هېواد کې به انتخابات څه معنا ولري چې سړې پکې حداقل دخپل ځان واک ونه لري ؟
ايا ټوپکچيان به هرڅه خلکو ته وسپاري ؟
ايا وزيران اودکابينې غړي به نوي شي ؟
ايا رشوت خوړل ، خيانت کول ، بې عدالتي او قبيله پرستي به کم شي ؟
ايا ملي تروريزم به لمنځه لاړ شي ؟
ايا دمخدره موادو توليد او قاچاق به کم شي ؟
ايا رښتيا به يو خپلواک ، غښتلې اوددولتي چارو ماهر حکومت رامنځ ته شي ؟

په درنښت

ازاد نظر


اوسنۍ ټولټاکنې به په هيواد کې د نړيوالو لوبه نوي ؟

زرکه
20.06.2004

قدرمنو مشرانو سلامونه او درناوی .
دپوښتنې پسی پوښتنه دا به تر څو وي ؟
ايا مونږ به د خپل درديدلي هيواد او زوريدلي ملت د زخمونو کوم ځواب
هم پيدا کړو او که نه ناست به يؤ ترڅو امريکا هم لکه د روس په شان په
مونږ ه لوبې وکړي . عزتمن مشر نقاد صيب وايي چې ( [color=blue:1e7c4ce826]مونږ بايد د ټولټاکنو نه
د يو چانس پشان کار واخلو ) [/color:1e7c4ce826]
کوم چانس همدا د ټولټاکنو دنده وه چې د زرو ستونزو سره سره يو پښتون پاله او فرهنګپاله
افغان ( يون ) په غاړه لرله . او ټول پښتانه پوه شول چې نوموړی يې ولې لدغه
دندې ګوښه کړ . پدې اړوند چا عملي ګام اوچت کړ اوکه وي مونږ ترينه نه يوو خبر شوي
غير لدينه چې په ليکنو کې يې يادونه وکړو .

په ډير درنښت
زرکه


Azad Nazer
21.06.2004

زرکې خورې مونږ نو پرته له پوښتنو څه کولای شو ؟
چې يو خواته ډانګ وي اوبل خوا ته پړانګ نو غېر له دې چې اسمان ته کوکې ووهو بله چاره نه لرو٠ تاسووواياست چې دسړي کوپړۍ ته کلاشينکوف په نښه وي اوپه ټټر يې برچه دټومبلو په حال کی وي ، < ابۍ ته به دادا> ونه وايي ؟
زه خو سره ددې چې د کاسه ګړب (کيشف) په سرعت روان يم ، بيا هم خوښ يم چې له لرې لرې نه تاريخي ناولو ته ردبد وايم ، خووايه د سلطان محمود دلټانو چې ښه ويني چې سوځي خو د (( وسوم )) غږ يې هم له لاسه نه کيږي ٠

په درنښت
ازاد نظر


او سنې ټولوټاکنې که بله لوبه

زرکه
22.06.2004

[color=red:bbe9da6edf] ګرانو خويندو او ورونو سلامونه مې ومنۍ .
قدرمن ورور ازاد نظر صيب په خير راغلې .[/color:bbe9da6edf][color=green:bbe9da6edf]
زما پورتنۍ ليکنه تاسو ته نه بلکه خپل ځان ته وه . که ستاسو ورته پام
وي زما ليکنه پخپله د پوښتنې نه پيل کيږي او په پوښتنه ختميږي .
ستاسو دخبرې مونږ هم هسې له لرې لرې ځان له زړه ښه کؤ ځکه کله چې
ټول افغان ته راشم نو زړه مې ښه شي چې ځه په پښتو خو لا څوک خبرې کوي .
بله دا چې که تاسو د کاسه ګړب په سرعت (تيزۍ ) روان ياستۍ نو مونږه
هم د مرغانو پشان نه الوزو :lol: همد غه حال زمونږه هم دی .
خو دا رنځ لکه چې درمل نلري .
[/color:bbe9da6edf] په درنښت [color=black:bbe9da6edf]
ستاسو خور زرکه [/color:bbe9da6edf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more