ادبي ټوکې ټکالې
ښاغلي خیر یوسې ورور ته مبارکي او مشوره
عادل عادل
26.02.2011
سلامونه
دروند ورور ښاغلی خیر یوسې وروره
نه پوهېژم تاسو ته د ادبي ټوکو ټکالو د ټاکل شوي کاندیداتوری په اړه مبارکي ووایم که تسلیت، الله دې توفیق درکړي تر څو ددې دروند بار له عهدې کامیابه او سرلوړي راووزی.
وروره دا چې ستاسو په ګټه ما هم په خپلې رایې سره ستاسو په حق کې خدای خبر لورینه کړې که تیری، خو د حسن نیت او ددې فورم د ښه سمبالښت لپاره مې د نورو رایه ورکوونکو په شان مناسب بللي یاست.
که مو په یاد وي، کله به چې نوی خو مجرب استاد ټولګي ته راغی او د هلکانو د شیطانت نه به د خپلې تجربې له مخې پوره مطلع وو، نو په لومړي سر کې به یې یو ازل نیولی ټولګیوال په معمولي خطا یا بې ادبی سره داسې مجازات کړ چې د شیطانو ټولګیوالو څخه به یې هوا وایستله، او د کال تر اخره به د شریرو ټولګیوالو له شر څخه معلم څه چې والدین او محیط به هم خوندي شول.
یاده دې وي چې د ټوکو ټکالو په خونه کې شریر ملګري اصلا وجود نلري او ښاغلی هر یو تندر، پښتون، قریش او هوتک یو هم کوتک نه غواړي بلکه په اشاره پوه درانه او د ادب په چوکاټ کې د ټولو د طبعې برابر پر ځای ټوکیان دي :lol:
تاسو ته د الله ج د دربار څخه بریالیتوب غواړو، آمین ثم آمین
پتوال
26.02.2011
[color=red:d59303d4af]قاصده دا یوه ځواني راسره نن وکړه [/color:d59303d4af]
[color=blue:d59303d4af]د زړه آواز مې د ا شنا غږو ته ورسوه[/color:d59303d4af]
قاصده دا یوه ځواني راسره وکړه خير دی
قاصده دا یوه ځواني راسره نن خو وکړه
قاصده دا یوه ځواني راسره نن وکوه
[color=red:d59303d4af]
قاصده دا یوه ځواني نن په ما ولوروه .....دزړه اواز مې د اشنا غوږو ته ورسوه[/color:d59303d4af]
عنوان
tandar
26.02.2011
سلامونه٠
اول خيريوسې صاحب ته مبارکې وايم٠
[color=darkblue:0c17dc53c2]وطنمل صاحب ليکې٠
له دغه فوروم څخه يو ښکلی بنډار جوړ کړي چې هم لطيفې او د نورو له پاره خوشطبعې ټوکې ولري او هم د پند ورکولو
او پند اخيستلو يوه ښه سرچينه وګرځي ! [/color:0c17dc53c2]
زما په نظر دغه هيله فقط او فقط دټوکو ليکونکې پرځاې کولې شی نه چلونکې او نه ساتونکې٠
او که چيرته په ليکونکو فشارونه زيات شول ،نو په ډير کم وخت کې به په دې خونه کې دغڼو جالکې دومره زيات شې چه چلونکې به ې په برقې جارو سره هم په پاکولو ستړې شې:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: نو لږ ګذاره د وروڼو سره هم لازم ګڼم :roll: :roll: :roll:
زه په ځپله په کال کې هم داسې دوطن سړې نه وينم چه سترګې مې پرې خوږې شې،نن دټول افغان له لارې مې له خپل قوم او خپلو خلکو سر ه تماس پيدا شوې او دوطن او دديرې په ياد ورسره دزړه بړس وباسم او که نه نور مو زړونه د تورو وينو ډنډ دې او چاوديدوته نژدې دې٠
که دزړه حال مې درته وويل
............................خندا به پريږدې په ژړا به شې مينه٠
او هيڅوک دې زمونږ په ټوکو نه غوليږې نه مونږ مست يو اونه بې غمه يو ،مګر په خپل قوم او خلکو کې مو ډير خوشحاله ژوند تير کړيدې٠
چه دغرب ژوند ورته هيڅ ارزش نه لرې٠
هر کله چه يوه مرغې له خپل سيل څخه بيله شوه هغه ژر مرې، او انسان هم چه له خپل قوم او ملت نه چه جدا شو،بدبخته ژوند به لرې٠ چه تدريجې مرګ ورته ويلې شو٠
يار زنده صحبت باقې ،وګورو چه څه پيښيږې،داسې نه چه خيريوسې صاحب سبابړستنه په اوږه اچولې وې او ددې غوړې شوروا څخه تير شې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
خير يوسې صاحب هسې ټوکې کوم چرت خرابه نکړې ،بياهم مبارک ،مونږ دې په څنګ کې ولاړ يو،فقط چپه کووته :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: مګر په ټوکو غرض مه کوه ،يعنې ړنګې ې نه کړې :roll: :roll: :roll: :roll:
مننه
عنوان
spinkar
26.02.2011
خيريوسې صاحب ته سلام او ورپسې مبارکې وايم
[color=darkblue:1dc65b84c2]محترم عادل صاحب ليکې
نه پوهېژم تاسو ته د ادبي ټوکو ټکالو د ټاکل شوي کاندیداتوری په اړه مبارکي ووایم که تسلیت،[/color:1dc65b84c2]
وروره اوس مبارکې او څو ورځې ورسته تسلئيت :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: ځکه چه په طبعيت کې هم اول ژوند دې بيا مړينه ده :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
او دلته دې خداې ټول ژوندې او خوشحاله لرې داسې زر به خاورې په نه راړو :roll: :roll: :roll:
مننه٠
عنوان
chaparharay
27.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی خیرویسی صاحب ته ددی فورم دمدیریت مبارکی وایو او دلا ښه بریالیتوب دعا ورته کوو ،موفق واوسی.
قريش
27.02.2011
یاره عادل صاحب!
ته سړی په پسته کې وهې :) :) :)
[quote:9a9fced780]یاده دې وي چې د ټوکو ټکالو په خونه کې شریر ملګري اصلا وجود نلري او ښاغلی هر یو تندر، پښتون، قریش او هوتک یو هم کوتک نه غواړي بلکه په اشاره پوه درانه او د ادب په چوکاټ کې د ټولو د طبعې برابر پر ځای ټوکیان دي[/quote:9a9fced780]
رښتینی
27.02.2011
خير يوسي ورور ته دبريا دعاكو و
اود ټول افغان له ټولو ګډونوالو وروڼو نه هیله لرم چی
دخپل درانه ویب سایټ (ټول افغان ) د درنښت خیال
وساتی
په مینه
عنوان
tandar
27.02.2011
عادل صاحب سلامونه٠
په دې لاندې نظر سره مو لاسونه دمچې کوو دې،څکه وکړم چه رانه لرې ياستې،ډير عالې، خداې پاک دې له تا نه دفاع وکړې،ګوره چه زما دوعاګانې هم لګيږې ،ځکه چه دخپل خداې ،خاورې او ملت په مقابل کې دشودو غوندې سپين او پاک وجدان مې ساتلې او لرم٠
[color=darkblue:5cbd8e15b0]عادل صاحب ليکې٠
یاده دې وي چې د ټوکو ټکالو په خونه کې شریر ملګري اصلا وجود نلري او ښاغلی هر یو تندر، پښتون، قریش او هوتک یو هم کوتک نه غواړي بلکه په اشاره پوه درانه او د ادب په چوکاټ کې د ټولو د طبعې برابر پر ځای ټوکیان دي [/color:5cbd8e15b0]
ژوند ،ژوند اوزنده باد درته وايو٠
او خير يوسې صاحب خو خپل سړې دې،هغه دېرې ليدلې هغه هوجرې ليدلې هغه په پوښتنو کې پيدا شوې او لوې شوې،په هغه هم دغسې ځوانې تيريږې ،نو دوروڼو لپاره کوم تشويش نشته لکه دوطمنل صاحب خبره عزرائيل راغلو :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
زه دلته نه راتلم مګر دخير يوسي صاحب په خاطر حتمې راځم٠
ځکه چه انتخابات وشول،خلکو منډې رامنډې وکړې،نو او س ټول متوجه دې که کومه ټوکه به اول او له چا شروع او څومره به خنده داره او عبرتناکه وې :roll:
پوښتون خو دوخته ورته له چرګانو بڼکې ايستلې دې وګورو چه نور څه کوې :roll: :roll: :roll: او دچانوبت دې :roll: :roll: :roll:
مننه٠
عنوان
bewatan
27.02.2011
خيريوسې صيب ته مبارکې وايم٠
ټوکه،،،،داانتخابات بايد له سره وشې ځکه چه ٥٠ + ١جمع يو چا نه دې ګټلې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
مننه
bette
28.02.2011
خیریوسی ورورته مبارکی وایم الله دی توفیق هم ورکړی
خو دا کرسۍ یی لا نده ورته سپارلی دا ولی ؟؟
عنوان
chaparharay
28.02.2011
السلام علیکم !
ورونو دی مبارکۍ نه مو د پونداني(پنبه داني) قصه جوړه کړه اوس کومه قصه هم پیل کوی ؟ که نه همدا لړی به روانه وی هره ورځ یو ملګری نوم لیکلی وی چی سر ورښکاره کړو مبارکي وی .
اخر دا د مبارکۍ فورم دی او که د ټوکو ټکالو؟!
ټوکه شروع کړی، او راځۍ چی پری ورځۍ
اسد مومند
28.02.2011
زه هم پخپل وار محترم خیریوسې ورور ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ د توفیق غوښتنه کوم.
خو د بېټ غوندې پوښتنه ما ته هم راپیدا شوه چې ولې یې لا تراوسه کرسۍ نده ورکړې؟؟
نور مبارکیانې همدلته پول (فول) سټاپپپپپپپپپپپپپ
او د چپرهاري نه هیله کېږي چې د خیریوسې نوې دنده پخپلې یوې ټوکې رسما افتتاح کړي.
م افغان
03.03.2011
سلامونه.
یاره وطنمل صیب تاخو هم له دې کرسۍ څخه یو قیصه جوړه کړه خو حق حقدارته ور وسپاره چه دټوکو څخه هم یوڅه خوند واخلو؟
اوس موږ ټوله ورته سترګې په لاره یو؟
خو زه ترهغو خیریوسی ورورته مبارکې نه وایم څو چه یې ورته دفورم واک نه وی شپارلئ داپرتشه خیټه مبارکی ولاکه خوند راکوې.
م افغان
03.03.2011
اسلام علیکم!
دفورم ټولو ګډونوالو ته خپل دمینې ډک سلامونه وړاندی کوم؟
ته وایه مومندصیب نن بیخی یومخ نادرکه نه یې خدای ج دې وکړې چه دنادرکۍ اسباب دی پخیروی.
خو یاره چه دغه دټوکو خونه زه اوته ګرمه نکړو ګمان نکوم چه بل څوک دی داخونه ګرمه کړی؟دامې هسې درسره ګپ ولګوو؟ زه خو دټوکو سره څه خاص رابطه نلرم خو دملګرو سره ساده ګپ شپ مې ډیرخوښیږی؟
عنوان
chaparharay
03.03.2011
السلام علیکم
یاره اسد مومند صیب له هغه راهیسی چی تاسی راته د ټوکی وړاندیځ کړی تر دی دمه پکی سوچ کوم چی ټوکه وکړم خو هڅ می فکر ته داسی یوه ټوکه رانغله چی ښه ټوکه دی وی خندا اوره دی وی او نوی دی وی او ادبی دی هم وی .
بس خو ټوکه رایاده شی نو بیا دی مواصفاتو کی یو پکی کم وی یا د خندا نه وی څوک به ورته یو واری ها هم ونکړی او یا به بیا نوی نه وی زړاااااااااااااا لوږي والی ټوکه وی او چی بیا نوی وی او خندا وره وی نو بیا بی ادبه وی !
څه وکړم دا د بنی اسرایلو غوا تری جوړه ده پدی خو زه نه پوهیږم خو ځه اسد مومند صاحب دی کوښښ وکړی چی داسی یوه ټوکه ولیکی زه تری تیر یم نه شم برا برولی .
په ټول دی فورمی عمر کی می دوه ټوکی لیکلی هغه هم یوه رانه په بدل سوړی ننوته اوبله را نه اختلاط شوه چی بیا له انتقادونو نه خلاصیدم.
د علمی سیاسی او نورو لیکنو دفاع تر یوه حده کولی شم خو دا د ټوکی بیا هڅ لاره نه وی رامعلومه .
نو اوس د اسد مومنو صیب څخه هیله کوم چی خپله خندوره ،ادبی،او ګریس بنده ټوکه را وتوغوی ای هننننننننننننننننننننننننننننننننننننننننننننننننن!
هلال
04.03.2011
سلام علیکم۰
چپرهارصاب که دا راته ووایی چه تاسو په اسلامی بحثفورم که یو غل ګیر کړی وو نو په هاغه مو څه چل وکړه
عنوان
chaparharay
04.03.2011
السلام علیکم
هلال صیب ښه چاری!
تاسی د غل خبره کوی نو غلا خو کبیره ګناه ده خو کفر ندی !
او مونږ خو دلته په اسلامی اونورو فورمونو کی کافر ګیر کړی خو همدا اوس دکفر په کلیمی ټینګ دی وای همدا افغانیت دی که څوک یی نه منی نو بیا افغان ندی پنجابی هم ندی بلکی د پنجابی غلام دی یا به همدا د سور کفر خبره منی او کنه بیا دی له افغانیته وباسو !
نو وروره هغوی سره مونږ څه وکړای شول چی دی بیچاره غل سره به یی وکړو؟!
یو یی پرون پکی مستقیما د یرغلګرو داسی صفتونه پیل کړی چی ته به وای سکه پلار یی دی (اوشاید وی هم) نو هغه صاحب ته خو تراوسه فکر کوم هچا ځواب هم ندی ورکړی او لامل به یی دا وی چی له ډیری غوصی به چا سره داسی الفاظ نه وی چی ورته یی ولیکی نو ځکه به هرسړی غلی غلی لاحول ولا قوة وای .
اوکه هر چا ځواب ورکړ نو دی ټول افغان کی بیا یو څو دی چی مخکی به یی افغان شوروی ورته ویل او اوس ورته افغان امریکا وای او که امریکا افغان وای خو یو شی دی نو هغوی به بیا سترګی پټی او خولي به وازه کړی ، خپلی نومری به زیاتوی خو ځمونږ به فشار لوړ کړی!
نو بس ورور تیر شه ورنه هسی نه هم دیموکراسی ده او دی پوهانو هم د [هر عمل ازاد خوانتقاد بندی]په معنی قبوله کړی ده که څه وای نو د پ ن ج ا ب ټاپه درباندی لګوی تیاره په سیاهی ککړه ورسره په لاس ده ډیر احتیاط کوه
مننه
م افغان
04.03.2011
ټولو ملګرو ته سلامونه!
چپرهاری صیب هغه په اسلامی بحثفورم کې ماهم هغه لیکنه ولوسته خدای سته ډیر یې وځورولم زه ددی فورم مدیرانو ته خوب وړی یم چه داسې لیکنو ته ولې اجازه ورکول کیږی؟
اسدمومند صیب ته څه کې واې داهم هغه کس نه بولې؟
خیریوسی
10.03.2011
وټولو ورڼوته لمړی سلامونه وړاندی کوم او بیا مننه کوم
ډیر وخت ودی خونی نه وم راغلی نن چي می وکتل مبارکی دی بل حال دی .
وطنمل صاحب په خپل کار ښه پوهیږی وهغه چا ته داوظیفه ورکوی چي دهغه دچلولو وړتیا ولری
ورڼو ! دفورم یو چلونکی باید داسی سړی وی چي دچا پر خوابدی نه وی هر څوک چي وی باید ملی اسلامی ګټی په نظر کی ونیسی نه دچا خوابدی هوتک صاحب وړ کس او زه یي خپله ډیييييييييييييييييير احترام کوم
زه خپله څوک نه سم خوابدی کولای . که یوه څوک بی ادبه ټوکه لیکی کیدای سی چي یو څه یي به پکښی نغښی وی دومره وزګاره به هم نه وی
خو دا یو کار می ډیيييييييييييييييييييييييیر زوروی چي دوه وروڼه یو وبل ته سپکی سپوری لیکی او یا ځنی خلګ بیا په خپل کور کي سپکه خوله کاروی
مینه او مننه
خیریوسی