اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د عقل رسالت په دنيوي چارو او د عقېدې رسالت په ديني چارو تسلط دی
پتوال
26.02.2011
درنو استادانو ، دينپوهانو ، اندوالو او اندويانو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
که د اديانو تاريخ ته وګورو الله سبحانه و تعالی تل بشري ټولنې ته هغه وخت يوپيغامبر را استولی دی چې په اړونده ټولنې کې اجتماعي فساد
ظلم او تيری ډير شوی او د خلکو د زغم کاسه يې لبرېزه کړې ده . تر څو چې نوموړې ټولنيزې ستونزې اوج او موج ته نه دي رسېدلي ، تر څو چې ټولنيز عدالت
برقرار او او سوله ييز ژوند په ښه شان دوام موندلی ، تر هغې پورې يواځې د روحانيت له پاره پيغمبران نه دي را استول شوي .
نو د ټولنې خير، رفاه او اصلاح ، د ټولنې سوله ييز ژوند او پرمختګ د اديانو له پاره تل مطرح پاتې شوی دی .
همدا سبب دی چې د اسلام په مقدس دين کې د اجتماعي خير رسولو ثوابونه تر هر عبادت زيات او د اجتماعي ضرر ګناه له
شرک پرته د هرې بلې ګناه څخه زياته ده . د ټولنې او فرد د خير او اصلاح له پاره الله تعالی په سپېڅلي قران کې له مسلمانانو څخه په درې
بيلابيلو سطحو اطاعت غوښتی دی :
لومړی په سوچه روحاني سطحه : دا سطحه تر ټولو مهمه اړينه او بنسټيزه سطحه ده چې د دين او دنيا په اړه د الله سبحانه و تعالی د اوامرو اطاعت کول دي .
دويم په روحاني - عقلي سطحه : د رسالت په زمانه کې د دين او دنيوي ژوند انه
له پاره په روحاني او عقلي سطحه د رسول اکرم (ص) ديني او اخلاقي
نارمونه بشپړ شول : په دې سطحه د الله د رسول (ص) داوامرو د ا طاعت غوښتنه شوې ده
او دريم يواځې په عقلي سطحه چې د رسالت له زمانې وروسته د ژوندانه د نويو چارو د تنظيم او ادارې د بشپړونې غوښتنه ده . په دې عقلي
سطحه د مسلمانانو له پاره د نړۍ او ژوندانه په چارو کې د اول الامر اطاعت لازم دي .اولی الامر خو ددين چارې نشي بشپړولی،
هغه الله او د هغه رسول بشپړې کړي دي او بدعت د اولی الامر له پاره هم منع دی ، خو ا ولی المر بايد
صرف ددين ساتنه او پالنه وکړي ! اولی الامر يو عقلي موجود دی اوکوم روحاني او اسماني رسالت نه لري . خو د هغه عقل ته د الله رسول
عقلې دندې په ميراث پري ايښې دي . ددين له ساتنې او پالنې پرته د اولی الامر نورکار ټول دنيوي او ټول په عقل ولاړ دی :
د اول الامر ټاکل په ععقلي لار کيږي نه په مذهبي او روحاني (بيعت = انتخابات)
د اول الامر وظايف هم په ععقلي لار ټاکل کيږي نه په مذهبي او روحاني (قانون، تقينيه)
د امارت دندې هم له شرعي امورو پرته په عقلي لار حليږي نه په روحاني ( حکومتي چارې )
لنډه داچې د ديني احکامو ساتنه او پالنه يوه محدوده برخه ده چې قضائيه ورته ځانګړې شوې ده .
خو د ژوند مسايل ډير او پراخه دی چې ورځ په ورځ
زيات شوي اونور هم پسې زياتيږي او په اسلام کې ټول عقل اوعقلي لار و چارو ته سپارل شوي دي، چې عامل او حامل يې امارت ، يا په قضا سر بېره [color=darkblue:d22150f59a]حکومت او پارلمان دی [/color:d22150f59a].
نتيجه :
په دين کې اخروي ژوندپه بشپړ ډول تنظيم شوی، د دنيوي چارو له پاره يې اساسات راښوولي دي، خوددنيوي ژوند جوړول او سمبالول يې
بيا د مسلمانانوخپله عقلي وظيفه ګڼلې ده ، چې د يوۀ اولی الامر (حکومت) په مشرۍ پرمخ وړل کيږي !
نو پوښتنه داده چې آيا همدغه مطلب په دې ايت شريف کې خلاصه شوی نه دی (؟) :
[color=blue:d22150f59a]اطيعو الله و اطيعو الرسول و اولی الامر منکم ![/color:d22150f59a]
که نه داسې نه وي يعنې د اولی الامر (= امارت، دولت : حکومت، تقنين او قضی) وظيفه ددين له ساتنې او پالنې سر بېره په عقلي ځواک
د دنيوي چارو سمبالول نه وي ، نو بيا دالله تعالی له اوامرو سر بېره د رسول اکرم (ص) اوامرو او د هغه له خوا اخلاقو بشپړولوته له يوې خوا ،
او د رسول اکرم (ص) له اوامرو سر بېره بيا د اولی الامر اوامرو ته له بلې خوا څه اړتيا وه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او که همداسې وي ، نو بيا دا پوښتنه ځوابول غواړي چې آيا ديني عالمانو ، ملا صيب او طالب صيب ته دا حق په اصولي توګه
حاصل دی چې د هيواد له قضايي چارو او عدليه وزارت بهر او له دغه مسلکي چينل پرته چې ددينپالنې او دين ساتنې ته ځانګړی شوي ،
د مولوي صيب په توګه په نورو دولتي چارو کې هم اختيارات او لاسوهنه ولري ؟؟؟؟؟
ع کريم حليمي
01.03.2011
ډېر محترم ، مکرم او دانشمند پتوال صاحب ، او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
دانشمند پتوال صاحب ، ستاسو لیکنه مي په څو څو واره ولوستل تر هر څه نه مخکي غواړم پر دغه
[quote] خو اولی الامر بايد صرف ددين ساتنه او پالنه وکړي[quote]
جمله بحث وکړم
پتوال صاحب ، د دین ساتنه د هر دینداره سړي دنده او وظیفه ده ، نه د حکومتونو !! زه نه غواړم چه د دین ساتنه دي حکومتونه پر غاړه واخلي ، بسم تعالی : وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
یعني خامخا د دین ساتني له پاره یوه ټولۍ خلګ په کار دي
موږ او تاسو ته معلومه ده چه حکومتونو نه دین صادر کړی او نه ساتلی
هو ! د دین ساتنه او صادرېدل خلکو کړي او کوی ئې
حکومتونو همېشه د دین په نامه خپل قدرت use and abuse ګړی
یا په بل عبارت حکومت ته اجازه نه ورکوم چه اخلاقو ساتنه وکړي
د اخلاقو ساتنه د افرادو ایماني وظیفه ده (اخلاق هغه کوثر دی چه ددېٖ کوثر
ته اوبه د ماغ څخه نه بلکي د زړه څخه رابهیږي )
پر حکومت او اولی الامر لازمه ده چه د قانون تطبیق او ساتنه به کوي
د طلب او ملا پر اختياراتو او لاسوهنو به وروسته بحث وکړو
مننه او درنښت
پتوال
02.03.2011
محترم او مکرم استاد مولينا حليمي صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
ستاسو ارشاد راته بالکل سم ښکاري، زما مطلب له حکومت څخه دمسلمان ولس
غوښتنه ده ، مسلمان ولس حکومت ته ددين ټيکداري نه ورسپاري ،
بلکې هغه څه چې مسلمانان يې پخپله کوي او کول يې غواړي د هغې ملاتړ له حکومت څخه هم غواړي او هغه د دين صرف
د ساتنې او پالنې چوپړ دی او بس .کله چې د اولی الامر دنده د دين په اړه صرف د ساتنې او پالنې چوپړ ته ځانګړې شوه، نو
ددين په نامه واک او ځواک او سياست کول يې بايد په خودسره اختيار کې نه وي .
په دې ترتيب څه چې د اولی الامر يا حکومت د اختياراتو
او اصلي دندې پورې تړل کيږي هغه بايد د دنيوي چارو سم سمون او غم خوړل وي، چې ورځ تر بلي پراختيا مومي او اړينه ده چې
د امت يا مسلمان ولس په اجتماعي ګټه يې مهار کړي . زما پوښتنه هم داده چې د اسلام په نامه خپل قدرت چلول او غځول د اولی
الامر نه حق دی او نه يې دنده، بلکې حق ، دنده او صلاحيت يې مسلمان ولس ته اجتماعي اواقتصادي خدمت دی ، چې مشروعيت يې
هم له دين څڅه نه، بءکې د مسلمان ولس ( امت) څخه تر لاسه کوي . کله يې چې مشروعيت له ولس ( يا امت) څخه تر لاسه کړی نو
تر هغه وروسته ددغسې ولس (امت) ټاکلي اولی الامر اطاعت هم د پورتني ايت مبارک له مخې فرض او راشدينو خلفاو ( رض . عنهم)
په وخت کې د اولی الامر اطاعت د امت واکۍ په توګه عملي شوی دی ! نو آيا په پورتني ايت شريف کې د ( و الی الامر منکم ) معنی د حکومت
انتخابي شکل او په دنيوي چارو کې د منتخب عادل چارواکي اطاعت ته اشار نه ده ؟؟؟؟
په درنښت .
ع کريم حليمي
03.03.2011
ډېر محترم او مکرم دانشمند پتوال صاحب او درنو لوستوونکو
السلام علیکم ورحمة الله
[quote:1d7c369ccf] چې مشروعيت يې
هم له دين څڅه نه، بءکې د مسلمان ولس ( امت) څخه تر لاسه کوي . کله يې چې مشروعيت له ولس ( يا امت) څخه تر لاسه کړی نو
تر هغه وروسته ددغسې ولس (امت) ټاکلي اولی الامر اطاعت هم د پورتني ايت مبارک له مخې فرض [/quote:1d7c369ccf]
د ابتدایې قاضی د آمر ( اولی الامر ) مقام لري ، او اطاعة ئې مطلق ندی
ولي چه : فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله
او د ستری محکمې قاضي د عصر اولی الامر بلل کیږي ، نو اطاعة یې بغیر د قیده لازم دي ( اطاعت د قانون فرض دی !!!، د اسماني او هغه مدني قانون چه :زیر بنا يې پر اسماني اخلاقو ولاړه وي )
د نن عصر رئیس جمهور د امر مقام نه لري ، که منتخب رئیس آمر و بلل شي نو بیا وزارت عدلیه او قوه قضائیه او قضاتو استقلال له منځه ولاړ
د مملکت رئیس جمهور محترم !!!!!! وي او هم د شوری غړی
او کله چه د وظیفې دوره ئې خلاصه شي نو بیا ښاغلي شي ، کېدای شي چه د ملت یو فرد يې و محکمې ته هم را غوښتلای شي
درنښت
ع کريم حليمي
08.03.2011
ډېر دروند او محترم دانشمند پتوال صاحب او ښاغلو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله
[quote:ee75dca17d] نو آيا په پورتني ايت شريف کې د ( والی الامر منکم ) معنی د حکومت
انتخابي شکل او په دنيوي چارو کې د منتخب عادل چارواکي اطاعت ته اشار نه ده ؟؟؟؟ [/quote:ee75dca17d]
د پورته اية کریمې په تأویل او تفسیر کښی د فقهاو او علماء اختلاف نظر سته
او دا د ایران خلګ خو بیا بېخی دا وایی چه "والی الامر" ۱۲ نفره دي اوبس
نن ورځ زه شخصاً په دې عقیده یم چه: په پورته آیه کریمه کښی و منتخب
او غیر منتخت چارواکي ته اشاره نشته ،
نن پر علماء سربېره شیخ ګوګل هم خپل ځان د لویو او لویانو علماء په قطار کښي درولی دی نو کله چه مي ګوګل و پلټلی نو داسي رامعلومه شوه چه
نن ورځ منتخب چارواکی اولي الامر نه دي ، او نه ئې اولي الامر نومولی شو
الخلفاء الراشدين "اولي الامر" وه ، دوی وه چه د قرآن او د سنتو مطابق
حکمونه ورکول
په کومه ورځ چه موږ وپوهېدلو چه پاچاهان له لاري اوښتي او مخه ئې و شهوت او خواهشاتو ته ده ، نو اقوامو له دوی نه د اولی الامر مقام واخست
او قدرت يې پر ۳ ور تقسیم کړی ، اجرائیه قوه، مقننه قوه او قضائیه قوه
او قضات مو مستقیل او آزاد پرېښودل ، ابتدايې قاضي ، مرافعې قاضي ، او ستر قاضی
دری مو په دې سبب کړه چه : فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ
د آمر نوم او صفت د هغه چا دی چه آمرونه کوي لکه قاضي چه د سنګسار امر کوي ، صلاً د مسلمان قاضي امر د خدای او رسول امر دي
د نن عصر منتخب چارواکی پر ملت د امر حق نه لري ،
محترم پتوال صاحب ، په قرآن شریف کښی د چارواکو لپاره دغه ايه راغلې ده
بسم تعالی : فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ - سورة محمد آیه۲۲تمه
الله ج فرمائې چه : یعنی که رئیس جمهور شوې نو پرې به کړی قرابتونه خپل
درنښت
پتوال
09.03.2011
محترم او مکرم استاد مولینا حليمي صاحب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
الله سبحانه وتعالی مو ډير اجرونه او پوره روغتيا او نېکمرغي په برخه که !
راشيد ينو خلفاو رضی الله عنهم اجراييه او قضائيه دواړه په ځان کې متحد کړي
وو، واليان به يې هم قاضيان او هم حاکمان وو، تقنينيه لا نه وه رامنځته شوې . ولې خلفاو راشدينو خپل مشروعيت له کومه ځايه ترلاسه کاوه ؟ معلومدار د اسلامي امت له بيعته څخه، چې نن ورځ انتخابات د هغې پرځای هم د اجراييې او هم د تقنين له پاره دمشروعيت اساس ګرځي . قضائيه مافوق تقنين اومافوق اجرائيه
اعتبار او صلاحيت لري ، ځکه چې سرچينه يې شريعت يعنې د الله اود هغه د رسول احکام دي !
خلفا ی راشدين اولی الامر وو، خو سلاطين نه دي، ځکه چې خلفا قاضيان وو خو پاچهان قاضيان نه دي . سره ددې هم دخلفاو او هم د سلاطينو،
دواړو مشروعيت د بيعت يا انتخاباتو پورې تړلی دی . نو له بيعت پرته د خلفاو په وخت کې او له شفافافو انتخاباتو پرته نن زمان مشرعيت نشته !
له دې نه دې نتېجې ته رسيږو چې صرف د قاضيانو ، موليانو يا طالبانوپه بيعت سره مشروعيت چا ته نه حاصليږي، بلکې د د اسلامي امت يا مسلمان ولس
چې قضيان او موليان يې هم يو مهم جز دی بيعت او انتخابات يې يو مسلمان واکمن ته مشروعيت وربښلی شي او بس .
همدغه انتخاباتي سيستم ته چې ولسمشر او پارلمان ته مشروعيت وربښي
د ملي ځانګړ تياو په چوکاټ او حدودو کې اسلامي امت واکي يا
ملي اسلامي ولسواکي ويلی شو . دلته له ولسواکۍ نه همغه د اجرائيه او تقنينيه ځواکونو انتخاباتي ټاکل او له اسلامي واکمنۍ څخه مطلب
د اسلامي شرعې انفاذ او له ملي وا څخه مطلب دا هر څه د ملت په حدودو او ملي ګټو ، آزادۍ او ملي خپلواکۍ د ساتنې په چوکاټ کې پلي کيږي .
نو که څوک په اسلام ټينګار کوي هغوی په قضائيه چارو زور وغورځوي ، که څوک په ملي واکمنۍ ټينګار کوي په خارجي، داخلي
او پوځي سياست زور وغورځوي او که څوک په ملي اسلامي ولسواکۍ ډير ټينګار کوي هغوی د حکومت په ولسي توګه او شېوه زور
وغورځوي ، نو آيا په مجموع کې به ددريواړو اړخونو وحدت ملي اسلامي ولسواکي رامنځته، ټينګه او پياوړې نکړي؟ او دغسې ملي اسلامي امت واکي به دتل له پاره د ټولو ستونزو د هر اړخيزه حل تر ټولو اغيزمنه لار نه وي ؟
والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
chaparharay
10.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صیب ستاسی لیکنی ټولی ښه په غور او څو واره لولم ځکه چی فایده منی لیکنی وی او یو فایده پری مرتبه وی ان شاءالله زه هم نور همدا هوډلرم چی همداسی لیکنی وکړم .
دلته ستاسی په لیکنو کی دری اساسی پوښتنی لرم هیله ده چی لرغونیات او عتیقیات راسره ونکړی.
یوه پوښتنه دا ده چی ایا په رایو ورکولو کی ټول خلک شریک کیدی شی که هغه نیک سړی وی او که بد لکه دا اوس مهال چی کوم غربی شکل انتخابات دی او کنه اهل الحل والعقد به رای ورکوی ؟
دوهمه پوښتنه داده چی د امارت لپاره [ریاست جمهوری] به یو سړی پخپله ځان کاندیدوی او که نه خلک به یی دی ته اړباسی چی تاسی باید ځمونږ مشری وکړی؟ او که چا پخپله امارت یا قضاء ته ځان کاندید کړ نو دهغه به څه حکم وی قضا یا امارت به ورکولی شی او کنه؟
او دریمه پوښتنه می داده چی پداسی حالاتوکی چی دا اوس په افغانستان کی واقع دی او د کرزی صیب حکومت هڅ خپلواکی نه لری او ټول واک او اختیار د بل په لاس کی دی نو پداسی حالاتو کی بیا انتخابات کول او یو مشر جوړیدل چی هڅ خپلواکی به نشی لرلی نو څنګه ده مشروعیت او حق به لری او کنه اول حالات جوړول او بیا یو تکړه سړی مشر کول چی د مشری صفات پکی پوره وی نو بیا انتخابات کول وی ؟
په درناوی
پتوال
12.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
[quote:fe210de28d]یوه پوښتنه دا ده چی ایا په رایو ورکولو کی ټول خلک شریک کیدی شی که هغه نیک سړی وی او که بد لکه دا اوس مهال چی کوم غربی شکل انتخابات دی او کنه اهل الحل والعقد به رای ورکوی ؟[/quote:fe210de28d]
ښه او په زړه پورې پوښتنه ده :
د راشدينو خلفاو په بيعتونو کې هر سړي مستقيم بيعت نه دی شوی، خو په غيرمستقيم ډول د هر مسلمان تبعه سره بيعت شوی دی ، په دې معنی چې دديني او تولنيزو محمرو، پوهو او مجربو مشرانو ، چې هر يوۀ د يو شمير مسلمانانو استازيتوب کاوه بيعت کړی دی . په دې ډول د هر کس رايه د اړونده مشر د بيعت له لارې خليفه ته ورکړل شوې ده .
اوس فرض کړه چې هر انتخاب شوی وکيل د خپلې پوهې، مخورتوب ، تجربي او سيمه ييز نفوذ د خلکو له خوا ټاکل کيږي نو انتخابات شفاف وي
مسلمان ولس به يو ناپوه، بې تجربې او فاسد ، منافق او معلومالحاله خاين او جنايتکار سړی د خپل وکيل په توګه ونه ټاکي ، نو د حل اوعقد د خاوند ان د شورا د وکيلانو په توګه ټاکل کيږي . نو که بيا د همدغوشورا د وکيلانو په رايو (= بيعت)
سره وټاکل شي دابه د خلفاو د بيعت له لارې له ټاکلوته ډير ورته او د هغې عصري بڼه وي . د شورا موجوديت به هم د الله سبحانه و تعالی ددې امر سره سم وي چې امر يې فرمايلی چې د د منازعې او اختلاف نظر په وخت کې په خپلو منځو کې مشوره وکړئ، د ټولنې هره مسله اوس له شوری پرته نشي حلېدای نو د شورا موجوديت يوه اړينه ورځنۍ موضوع ده ، نو پارلماني انتخابات د شرعي امر سره بشپړ سمون لري .
پاتې شوو د رئيس جمهور د مستقيمو رايو پواسطه د ټولو مسلمانانو له خواټاکل، نو د شفافيت د تضمين په صورت کې چې د منتخب پارلمان کنترول هم ورسره غاړه وي د جمهور ر مستقيم ټاکل آن د مخکيني شکل څخه هم په اسلامي روحيه
لا برابر راځي او دمسلمان امت استازيتوب ښه کولی شي .
[quote:fe210de28d]دوهمه پوښتنه داده چی د امارت لپاره [ریاست جمهوری] به یو سړی پخپله ځان کاندیدوی او که نه خلک به یی دی ته اړباسی چی تاسی باید ځمونږ مشری وکړی؟ [/quote:fe210de28d]
داچې حتی د هر وکيل او تر هغه زيات دجمهوري رياست هر کانديد بايد د څو زرو نفرو له خوا کانديد شوی وي د همدغه مفهوم نسبي معنی ورکوي چې پخپله نه، بلکې د نورو له خوا کانديد اومجبور شوی دی .
دا مسله په شرعه کې هم صرف اخلاقي مسوليت دی اوپخپله ځان کانديدول حرام نه دي ګڼل شوي .
[quote:fe210de28d]
او که چا پخپله امارت یا قضاء ته ځان کاندید کړ نو دهغه به څه حکم وی قضا یا امارت به ورکولی شی او کنه؟[/quote:fe210de28d]
صرف په کانديدولو قضا يا امارت نه ورکول کيږي، بايد د مسلمان ولس رايې (پيعت) وګټي يا قاضي د حکومت(امارت ) د مشرانو( وزير يا سترې محکمې ) له خوا وټاکل شي .
[quote:fe210de28d]او دریمه پوښتنه می داده چی پداسی حالاتوکی چی دا اوس په افغانستان کی واقع دی او د کرزی صیب حکومت هڅ خپلواکی نه لری او ټول واک او اختیار د بل په لاس کی دی نو پداسی حالاتو کی بیا انتخابات کول او یو مشر جوړیدل چی هڅ خپلواکی به نشی لرلی نو څنګه ده مشروعیت او حق به لری او کنه [/quote:fe210de28d]
نه هېڅکله نه، د اشغالګرو په موجوديت کې مشروعيت نشته ، که امريکايان او ناتو ووځي او بيا ملګري ملتونه د اسلامي هيوادونو د سرتيرو په موجوديت کې
شفاف انتخابات وکړي يا يې کړي وای مشروعيت يې لرلی شو ، که څه هم القاعده او طالبان يې دوښمنان وای .
[color=red:fe210de28d]خوهير مو نشي چې په ننۍ زمانه کې له شفافو انتخاباتو پرته هېڅ امارت هم مشروعيت نشي ترلاسه کولای ،
ځکه چې ديکتاتوري که پوځي وي، که فاشېستي وي، که کمونېستي او که مذ هبې ، په هېڅ شکل هم مشروعيت نه لري .[/color:fe210de28d]
په درنښت
chaparharay
12.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صیب الله جل جلاله دی خیر کثیر درکړی ښه ځواب مو ویلی مونږ هم دهمداسی ځواب توقع لرله او همدا ځمنونږ په اند هم صحیح ځواب دی درسره موافق یو.
الله دی وکړی چی ټول افغانان ستاسی په شان فکر ولری اوهمداسی یوه فضا رامنځ ته شی او نور نو دا بدبختی ځمنونږ له هیواده لیری شی او یو رښتونی اسلامی امارت چی په رښتونی توګه اوکامل اسلامی او افغانی امارت وی او د مسلمان افغانانو د نیکبختی عامل شی آمین
پتوال
15.03.2011
[quote:551dbb6a8e="چپرهاری"]السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صیب الله جل جلاله دی خیر کثیر درکړی ښه ځواب مو ویلی مونږ هم دهمداسی ځواب توقع لرله او همدا ځمنونږ
په اند هم صحیح ځواب دی درسره موافق یو.الله دی وکړی چی ټول افغانان ستاسی په شان فکر ولری اوهمداسی یوه فضا رامنځ ته شی
او نور نو دا بدبختی ځمنونږ له هیواده لیری شی او یو رښتونی اسلامی امارت چی په رښتونی توګه اوکامل اسلامی او افغانی امارت وی
او د مسلمان افغانانو د نیکبختی عامل شی آمین[/quote:551dbb6a8e]
کور آباد چپرهاری صيب !
زه له ټولو لوستونکو نه هيله کوم چې ولسواکي د اسلام په چوکاټ کې اړينه وبولي، په دې معنی چې :
١- د انتخابيت اصل د اسلام د لومړيو څلورو خلفاو د بيعت له اصل څخه د امت د اجماع حکم او د دولت د ټولو ارګانونو د مشرانو د ټاکلو له پاره اړين وبولي
او په پراخه توګه يې تبليغ کړي !
٢- په نيمګړتياو تنقيد د فرد فردتبعه اسلامي حق وبولي او د فردي او بشري حقوقو له پاره د بيان آزادي د مطبوعاتو د آزادۍ په بڼه
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي اصل د پلي کولو له پاره اړين وبولي او تبليغ يې کړي
٣- د اساسي قانون لرل چې د اسلامي شرعې سره هېڅډول ټکر ونه لري د اولی الامر د مسوليتونو او صلاحيتونو د ټاکلو له پاره له
قران او سنتو وروسته د مهم اسلامي اصل په توګه ومني او پراخه يې تبليغ کړي
٤- د هرې مهمې اجتماعي مسئلي د حل و فصل
له پاره د امت تقنيني استازي يا د شورا وکيلان ټاکل د حل اوعقد د خاوندانو په توګه اسلامي ضرورت او اړينتيا وبولي، ويې مني
او پراخه يې تبليغ کړي .
په دې ډ،ل د هرې ممکنې ديکتاتورۍ مخه ونيسي او ناممکنه يې کړي نو بيا به
په اسلام کې نه پوځي او نه هغسې پاڅونو ته هم
اړتيا پيښيږي لکه نن سبا چې په مصر، تونس او نورو عربي هيوادونو کې ورته خلک اړتيا لري!
طالبانو ورونو ته بايد قناعت ورکړل شي چې له دغسې آزاد انتخاباتي سيستم پرته هېڅډول حاکميت او ديکتاتوري اسلامي مشرو عيت نه لري
او بايد ترې ډډه وکړي ! که نه دعربي هيوادونو پاڅونونه به لا مخکې له مخکې د ځان پر ضد وکرئ ! [color=blue:551dbb6a8e]والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:551dbb6a8e]
و.افغان
15.03.2011
محترم پتوال صاحب او د بحث نورو محترمو ګډونوالو.
اوسني هغه مستبد ديکتاتوران چې د غرب سره مثبتې اړيکې نه لري؛ دعوا لري چې
د انتخاباتو له مخې ميدان همېشه د غرب زده ګانو په نصيب رسيږي، ځکه چې غرب
له هغوی سره ولاړ وي، او د ټګۍ برګۍ له لارې يې چوکيو ته رسوي.
خو ان شاء الله چې د مصر او تونس مثبته تجربه به دا په اثبات ورسوي، چې ولس د چا
تر شا ولاړ وي، حقيقي ميدان وړونکی همغه دی، او د ولس حقيقي نمايندګي به هم
هغه کوي،له بله پلوه د ولس څخه د سلطې لپاره مشروعيت حاصلول يو شرعي مطلوب
دی، چې بايد تحقيق شي، د ولس سره په مشورې او بيعت امير ټاکل د ولس واجب
حق دی، نه کوم خيرات.
ستاسې نورې ټولې خبرې د سرو په بيه رانيسم.
په درنښت
[quote:3c0f27030f="پتوال"][quote:3c0f27030f="چپرهاری"]السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صیب الله جل جلاله دی خیر کثیر درکړی ښه ځواب مو ویلی مونږ هم دهمداسی ځواب توقع لرله او همدا ځمنونږ
په اند هم صحیح ځواب دی درسره موافق یو.الله دی وکړی چی ټول افغانان ستاسی په شان فکر ولری اوهمداسی یوه فضا رامنځ ته شی
او نور نو دا بدبختی ځمنونږ له هیواده لیری شی او یو رښتونی اسلامی امارت چی په رښتونی توګه اوکامل اسلامی او افغانی امارت وی
او د مسلمان افغانانو د نیکبختی عامل شی آمین[/quote:3c0f27030f]
کور آباد چپرهاری صيب !
زه له ټولو لوستونکو نه هيله کوم چې ولسواکي د اسلام په چوکاټ کې اړينه وبولي، په دې معنی چې :
١- د انتخابيت اصل د اسلام د لومړيو څلورو خلفاو د بيعت له اصل څخه د امت د اجماع حکم او د دولت د ټولو ارګانونو د مشرانو د ټاکلو له پاره اړين وبولي
او په پراخه توګه يې تبليغ کړي !
٢- په نيمګړتياو تنقيد د فرد فردتبعه اسلامي حق وبولي او د فردي او بشري حقوقو له پاره د بيان آزادي د مطبوعاتو د آزادۍ په بڼه
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي اصل د پلي کولو له پاره اړين وبولي او تبليغ يې کړي
٣- د اساسي قانون لرل چې د اسلامي شرعې سره هېڅډول ټکر ونه لري د اولی الامر د مسوليتونو او صلاحيتونو د ټاکلو له پاره له
قران او سنتو وروسته د مهم اسلامي اصل په توګه ومني او پراخه يې تبليغ کړي
٤- د هرې مهمې اجتماعي مسئلي د حل و فصل
له پاره د امت تقنيني استازي يا د شورا وکيلان ټاکل د حل اوعقد د خاوندانو په توګه اسلامي ضرورت او اړينتيا وبولي، ويې مني
او پراخه يې تبليغ کړي .
په دې ډ،ل د هرې ممکنې ديکتاتورۍ مخه ونيسي او ناممکنه يې کړي نو بيا به
په اسلام کې نه پوځي او نه هغسې پاڅونو ته هم
اړتيا پيښيږي لکه نن سبا چې په مصر، تونس او نورو عربي هيوادونو کې ورته خلک اړتيا لري!
طالبانو ورونو ته بايد قناعت ورکړل شي چې له دغسې آزاد انتخاباتي سيستم پرته هېڅډول حاکميت او ديکتاتوري اسلامي مشرو عيت نه لري
او بايد ترې ډډه وکړي ! که نه دعربي هيوادونو پاڅونونه به لا مخکې له مخکې د ځان پر ضد وکرئ ! [color=blue:3c0f27030f]والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:3c0f27030f][/quote:3c0f27030f]
ع کريم حليمي
16.03.2011
ډېر ګران او محترم استاد وهاج افغان صاحب ، او دبحث ملګرو
السلام علیکم و رحمة الله
[quote:9a88615844] د ولس سره په مشورې او بيعت امير ټاکل د ولس واجب
حق دی[/quote:9a88615844]
د رئیس جمهور انتخابول ،د ولس یو مسلم حق دی !
بیعت او انتخاب دوه جلا مفهومه دی ، تاسو ته بهتره معلومه ده چه : بیعت د خدای او رسول او یا د یو پیر کامل (صاحب د کرامت )سره کیږي ، او د همېشه له پاره عهد وي چه: شرک ، زنا ، غلا ، اولاد وژنه ، بهتان به نه کوي او په خپل لاس او پښو به درواغ نه جوړوي ، د لاس ور کول یا ورغزول د تأکید له پاره هم ضرور وي
اما د سیاست له پاره د زعیم او قائد د انتخاب خبره برعکس ده
د سیاسي زعیم انتخاب د یو څه وخت له پاره وي ۴ یا ۵ کالو لپاره ، او سیاسي زعیم د ولس سره عهد او سوګند کوي
که ستاسو خوښه وي ؟ دابه بهتره وي چه د سیاسي زعیم له پاره د انتخاب
جمله وکاروئ ، او خدای او رسول او یا د یو پیر کامل (صاحب د کرامت )
له پاره د "بیعت" جمله ، که څنګه ؟؟؟
درنښت
chaparharay
16.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
محترم او دروند شیخ عبدالکریم حلیمی صیب ښه چاری!
ستاسی اند او دریځ ته احترام لرو خو دی خبره کی درسره بیا لږ اختلاف الرای لرو اوهغه داسی:
چی کله مسلمانانو د لمړی خلیفة ابوبکر رضی الله عنه سره اوبیا دورهم خلیفة خلیفة الرسول عمر رضی الله عنه سره او همداسی دریم خلیفه عثمان رضی الله عنه سره او ډیرو صحابةالرسول د علی رضی الله عنه سره بیعتونه کول نو دا هم بیعتونه وو او بیعت یی ورته ویلی نه انتخاب.
البته دا خبره مو بیا صحیح ښکاری چی چا سره بیعت وشی نو دهغه د امریت او بیعت موده تر مرګه او قتل یا تر ارتداده او یا تر استعفی (استقالة) پوری وی
نو تر څو پوری چی یا مړاو یا قتل نشی یا مرتد نشی او یا هم پخپله استعفا ونکړی نو دامر سره بیعت موجود وی او کومه نیټه یی نه وی معلومه او دا هم یو د اسلامی سیاست او غربی سیاست ترمنځ د فرقونو نه یو دی چی ځینی نور یی هم شته.
پاتی شوه د نبی خبره نو هغه خو اوس ځکه نشته چی ځمونږ ستاسی د مومنانو خو عقیده ده چی بل نبی او پیغمبر نه راځی او د پیرکامل خبره نو تاسی پری ښه پوهیږی دی کی بحث ندی نو نه یی چیړو.
هیله ده د محترم وهاج افغان صیب او مومن مهاجر صیب او حذیفه صیب او الوزیری صیب او حامد صیب او د فورم نور علماء کرام هم خپل رای پکی ولیکی ، ځکه دا موضوع خورا مهمه موضوع ده او دومره مهمه ده چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تدفینه مخکی صحابةالرسول خپل امر وټاکه نو دی کار کی جدیت پکار دی .
په ډیر درناوي
ع کريم حليمي
18.03.2011
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم چپرهاري صاحب ښې هلي
[quote:501ab6adf6] چی کله مسلمانانو د لمړی خلیفة ابوبکر رضی الله عنه سره اوبیا دورهم خلیفة خلیفة الرسول عمر رضی الله عنه سره او همداسی دریم خلیفه عثمان رضی الله عنه سره او ډیرو صحابةالرسول د علی رضی الله عنه سره بیعتونه کول نو دا هم بیعتونه وو او بیعت یی ورته ویلی نه انتخاب. [/quote:501ab6adf6]
خلفاء الرسول او اصحاب انتخاب شوي خلګ وه ، د رب العزت له طرفه د رسول له پاره !، کوم څوک چه رب انتخاب کړي وي نو طبعاً کرامت هم پر ښکاره وي په داسي حال کي نو د زمانې پر خلکو واجبه وه چه بیعت ورسره وکې ، که په نن عصر کي هم داسي سړئ پېداسي چه کرامت ښکاره کړي
پر موږ واجب کیږي چه عهد ورسره وکړو
رئیس جمهور موږ انتخابوو ، خدای زموږ له پاره رئیس نه انتخابوي
که د ملک رئیس خدای در انتخاب کړي او کرامت ئې ښکاره کړی
نو عهد واجب کیږي
داچه موږ و یو ملي او سیاسي زعیم او قائد ته ضرورت لرو هغه چاته رایه
ورکوو چه له اقوامو (مونږ) سره عهد !!!! وکړي ، د آبادۍ د راوستلو !!!
دا به ډېر غټ حماقت مطلق وي که موږ د سیاسي زعیم سره د ابدالاباد او همېشه لپاره عهد وکړو او لاس ورکړو او ورته ووایو چه د سیاسي زعامت دي مبارک شه
د بیعت زمانه بیا را رسیږي ( مهدي )
رئیس جمهوره او رئیس جمهور یعني د ملت مأمورین ،
اصلاً و ابداً ندي أمیرین !!! (خادمین ولس ، معتمدین ملت )
جناب آمیر اسماعیل د هرات ، امیر صاحب مسعود د پنجشېر ، او آمیرالمؤمنین ملا عمر دوی داسي تصادفاً نه وه آمیرین شوي ، دوی ښه پوهېدل
چه ولي ئې ځانونه اميرین بلل ، معنيٰ او مطلب ئې دا وو چه د ژوند تر آخیره
به پر قدرت پاتیږي ، دغه سبب دی چه نن موږ سیاسی نظام د چلولو د پاره آمیرین نه نیسو ، مأمورینو دروو او انتخابوو چه د وطن ښځنه هم د محرومیت احساس و نه کړي ، دا په ټنګه منم چه ښځه د امیریت حق نه لري
د اسمانی اخلاق څخه داسي څرګندیږي چه ښځه د أمریت حق نه لري ،
اما په اسماني اخلاقو کښی داسي نه دي راغلي چه ښځه رئیس جمهورۍ
( مأموریت )حق نه لري ،
د مأمور او آمیر تر منځ د مځکي او اسمان فرق سته ، فکر کوم چه تاسو ته بې فرق درمعلومیږي ؟؟
درنښت