اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په نورو پیغمبرانو درود
وزیري
25.02.2011
ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
دا سوال زما ټولو وروڼو ته راجع ده بالخصوص محترم ساپی صاحب ته.
آیا په نورو پیغمبرانو درود ویل رواء دی او که نه؟ لکه یو شخص چی ووایی:
الهم صلی علی موسی یا داسی نور. که روا وی نو په کومو دلایلو او که ناروا وی نو په کومو دلایلو. سوال نه درباندی کوم، صرف د ځان د پوهاوی لپاره می پوښتنه کړیده.
والسلام
و.افغان
25.02.2011
الوزيريه ته منتسب محترم الوزیري صاحب!
وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته.
ستاسې له پوښتنې ښکاري، چې تاسې د درود په معنا د خپل ځانګړي فهم له مخې
پوهېږئ، ځکه مو په نورو پېغمبرانو د درود ويلو پوښتنه کړې.
نو محترما:
تاسې د درود تعريف وړاندې کړئ؛ بيا به خپله معلومه شي؛ چې آيا په نورو پيغمبرانو
درود ويل روا دي او که ناروا؟
په درنښت
وزیري
26.02.2011
ساپی صاحب محترم السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترما! تاسی زما پوښتنی ته د شک په سترګه کتلی دی ځکه مو تعریف غوښتی دی.
خو یقین وکړی چی زه صرف دا معلومول غواړمه چی په کومو اسلامی دلایلو ددی اجازه شته چی یو شخص دی داسی ووایی:
ابراهیم علیه الصلوة والسلام
موسی علیه الصلاة والسلام
یعقوب علیه الصلوة والسلام
او په کومو اسلامی دلایلو ددی نه منع راغلی ده چی درود لیګل فقط حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته مختص شویدی او په نورو پیغمبرانو باندی داسی صلوة او سلام لیږل منع دی.
والسلام
و.افغان
26.02.2011
محترم الوزيري صاحب:
د شک خبره هيڅ نشته، که چېرې د درود په معنا پوه شو، نو دغه پوښتنه خپله
ځواب کېدلی شي.
د درود په معنا د نه پوهېدنې په حال کې په نورو پيغمبرانو د درود ويلو په اړه پوښتنه بې
وخته او له ويالې مخکې ټوپ اچولو په معنا ده.
په درنښت
وزیري
27.02.2011
السلام علیکم:
ښه نو ساپی صاحب داسی ووایه چی مدلل نه پری پوهیږم. چی هغه د چا خبره آبی مړه تبه شکیدلی شی.
د درود معنی او دا ځای ډیر فرق سره لری. مثال به یی داسی درته پیش کړمه.
که یو څوک وغواړی چی د مازدیګر له لمانځه نه مخکی یو څلور رکعته نفل وکړی نو الله جل جلاله به ډیر زیات ثواب ورکړی.
خو که د مازدیګر له لمانځه وروسته بیا څلور رکعته نفل وکړی نو الله جل جلاله به هیڅ ثواب هم ور نه کړی.
اوس، دا نو څنګه خبره ده چی په هماغه لمانځه باندی چی پنځه دقیقی مخکی می وکړه خدای ثواب راکوی او چی پنځه دقیقی وروسته یی کوم هیڅ ثواب نه لری.
دا په دی خاطر چی دلته همداسی امر شویده چی همدا لمونځ به په دی وخت کی نه کوی.
نو ګرانه همدا درود ده او معنی یی هم لکه د پاسنۍ لمانځه په شان یوه ده خو آیا امکان لری چی په نورو پیغمبرانو یی منع راغلی وی او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د ویلو لپاره امر راغلی وی؟ او یا په ټولو پیغمبرانو باندی یی ویل جواز ولری؟
مطلب می دا ده چی دا خبره نقدا په اسلامی کتابونو کی شته او که هسی یی له ځان نه وایو او صرف معنی ته یی ګورو.
والسلام
عادل عادل
27.02.2011
سلامونه
دا پوښتنه خو ماته داسې برېښي لکه چې ووایو:-
ایا د والدینو والدینو یعنې اجدادو ته دوعا کول څنګه دي؟
دا چې زمونږ د نبی صلی الله علیه و سلم او نورو پیغمبرانو علیهم السلام د رالیګلو مرجع یوه ده، نو سل وارې خو درود پرې ووایی، که ثواب نلري، نو اوبال خو به کله هم ونلري، یا دا چې ټول کارونه نه باید د ثواب (مزد) په بدل کې وکړو :) فکر کوم چې د ټولو پیغمبرانو علیهم السلام تعظیم او درناوی کول به پر مونږ ټولو لازم وي، نو دا تعظیم یوازې د درود په حد کې ادا کیدای شي.
هیله ده چې ښاغلی وهاج صاحب به یې ښه روښانه کړي، هسې نه چې غلط څه مې لیکلي وي.
رښتینی
27.02.2011
سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ
په نورو انبیاو صلوه په هغه مشهورو معنی رواده او ددی له پاره دلیل
دالاندی حدیث دی او داراز دلمانځه له مشهور صلوه (اللهم صل علی
محمد وعلی ال محمد کما صلیت علی ابرهیم.....)نه هم مالومیږی
چی درود روا ده او هغه په صحیح روایت سره راغلی دی
روى عن أنس مرفوعًا: "صلوا على أنبياء الله ورسله فإن الله بعثهم كما بعثني" ويؤيد ذلك ما ورد في الحديث الصحيح في الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم "كما صليت على إبراهيم"
پاتی شوه د الوزیری او صافی صیب موضوع نه پوهیږم دوی یی ولی
پټه پټه سره وایی او ولی په یوه بل شروط لګوی ؟؟!!
وزیري
27.02.2011
السلام علیکم:
حامد صاحب، وایی چی ړوند له خدایه څه غواړی؟ صرف دوه سترګی نو ما هم په دی باره کی د امر او یا نهی اسلامی دلیل غوښته کوم چی تاسی وړاندی کړیدی. الله جل جلاله دی وکړی چی پوره حوالی سره یی ولیکی.
پاتی شو ساپی صاحب نو، جناب ساپی صاحب همدا زور لګوی چی د درود تعریف دی وشی. تعریف یی څه کوی، قطعی او یا ظنی امر په کی شته او کنه، دا خبره کوه.
والسلام
عنوان
chaparharay
27.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
الوزیریة صاحب که هسی یوه نوی جنجالی موضوع نه جوړوی نو بیا خو دا د درود خبره دومره سخته مسله نده چی تاسی غوندی یوه لویه مدرسة کی دی حل نه وی او دلته یی پوښتی او هغه هم بیا پکی یو خاص ملا لټوی خو که تاسی ته معلومه وی او حتما به درمعلومه وی په ِغټو غټو او سختو سختو مسآلو کی خپل دلایل وړاندی کوی خو دلته په یوه اسانه مساله کی بیا پوښتنه کوی چی په نورو پیغمبرانو درود څنګه دی !
رښتیا هم د شک خبره ده او بیا خاص د وهاج ساپی صاحب نه چی اکثرا ورسره په ډیرو مسالو کی اختلاف هم لری .
الوزیریه صاحب ځما په خبرو زړه بدی نشی او غلط تحلیل یی ونکړی زه په تاسی الله مکړه کوم ګذاری انتقاد نه کوم خو پدی مساله کی می ډیر شک شته!
حامد صاحب ښه ځواب درکړی همداځواب ماته هم رایاد وو خو ځکه می نه لیکه چی شاید دی کی دی هم کوم نقطه د اختلاف لیدلی وی نو ځکه می جرئت نه کاوه خو ښه شوه چی حامد صاحب درته واضح کړ او اوس یی چی هم نه منی نو بیا یی تاسی خپله واضح کړی چی څنګه یی حل کوی خو ځما په اند دابه کافی ځواب وی .
او که کله پوښتنه کوی نو چی عام لیکونکو نه پوښتنه وکړی ښه به وی ځکه چی زربه حل شی او چی تاسی دیو خاص شخص نوم ذکر کړی نو بل بیا جرئت نشی کولای وای که زه یی ورته ولیکم نو راته دا ونه وای چی د شړومبو مچه ته پکی له کوه راولویدی ! نودی خبری نه ویریږی کنه فورم کی خو نور ښه ښه عالمان هم شته لکه حذیفه صاحب مومن مهاجر صاحب حامد صاحب او ګران استاذ عبدالکریم حلیمی صاحب .
هیله ده چی دحامد صاحب ځواب کافی وګڼی او نوره داموضوع همدلته پول سټاپ کړی .
په درناوی
قريش
27.02.2011
زه چی په ګوګل کی پسی وګرځیدم انبیاء څه، چی په غیرانبیاوو هم کله کله جواز لری. یا به زه په عربی ژبه سم نه یم پوه شوی خودادی تاسو د ابن عثیمین فتوی تاسو ته راکاپی کوم اوخپل جواب پخپله پکی پیدا کړه:
http://www.ibnothaimeen.com/all/noor/article_654.shtml
.................................
اګرکه چپرهاری صیب هیله کړی چی همدلته یی پول سټاپ کړو خو چپرهاری صیب! اجازه راکړه چی ستا پول سټاپ، فول سټاپ کړم. :)
وزیري
27.02.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
اول: له مدرسی نه تقریبا ۱۸۰۰ کیلومتره لری یمه نو هیڅ کتاب ته لاسرسی نه لرمه ځکه می پوښتنه کړیده.
دوهم: ما موضوع اول ټولو وروڼو او بیا په ټولو کی بالخصوص ساپی صاحب یاد کړی وه.
یو سړی خر روان کړی وه نو بل چا غږ پری وکړو چی خر ماما ودریږی. نو د خره څښتن ورسره په جنګ شو چی دا خر دی ولی راته وویل؟ سړی ورته وویل چی دی ماما ته دی پام نه ده او یواځی خره ته دی پام شو. یعنی ما خو درته ماما هم وویلی نو دا بدی خبری ته دی څنګه پام ورسیده او دا ښه ټکی (ماما) می چی درته وویلی دا دی وانه اوریده.
نو چپرهاری وروره تاسی می هم په کی یادکړی وی خو ستا دی ټکی ته پام شوی نه ده.
دریم: د حامد صاحب جواب ډیر ښه جواب وه او ما ورسره یو څه نور هم پیدا کړل. خوښه می ده چی تاسی ته یی هم وړاندی کړم.
حكم الصلاة على غير نبينا محمد -صلى الله عليه وسلم-:
سوف نتناول الحديث عن هذه المسألة من عِدة وجوه بإيجاز شديد:
أولاً : الصلاة على الأنبياء والمرسلين: قال ابن القيم: «سائر الأنبياء والمرسلين يُصلى عليهم ويُسلَّم». [جلاء الأفهام ص627]
روى البيهقي عن أبي هريرة أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: (صلوا على أنبياء اللَّه ورسله فإن اللَّه بعثهم كما بعثني) [حديث حسن: صحيح الجامع للألباني حديث 3782]
ثانيًا: الصلاة على آل نبينا محمد -صلى الله عليه وسلم- جميعًا بمعنى أن نقول: اللهم صلِّ على آل محمد. قال ابن القيم: «آل النبي -صلى الله عليه وسلم- يُصلي عليهم بلا خلاف بين الأمة». [جلاء الأفهام ص636]
ثالثًا: هل يُصلى على آل نبينا محمد منفردين؟ بمعنى أن يفرد واحد منهم بالذكر، فيُقال: اللهم صلِّ على علي، أو اللهم صلِّ على الحسن أو الحسين أو فاطمة ونحو ذلك، وهل يُصلى على أحد من الصحابة ومَنْ بَعْدهم ؟
قال الإمام النووي -رحمه اللَّه- عند الإجابة عن هذين السؤالين: «الصحيح، الذي عليه الأكثرون أنه مكروه كراهة تنزيه، لأنه شعار أهل البدع، وقد نُهينا عن شعارهم». [الأذكار للنووي ص159[
قال ابن القيم: «إن الرافضة إذا ذكروا أئمتهم يصلون عليهم بأسمائهم، ولا يصلون على غيرهم ممن هو خير منهم وأحب إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم-، فينبغي أن يُخالفوا في هذا الشعار».[جلاء الأفهام ص640]
فائدة هامة: قال الإمام النووي: «اتفق العلماء على جواز جَعْل غير الأنبياء تبعًا لهم في الصلاة، فيُقال: اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد وأصحابه وأزواجه وذريته وأتباعه، للأحاديث الصحيحة في ذلك، وقد أُمرنا به في التشهد، ولم يزل السلف عليه خارج الصلاة أيضًا». [الأذكار للنووي ص160]
حُكْمُ قول: فلان -عليه السلام-:
فَرَّق أهل العلم بين السلام والصلاة، فقالوا: السلام يُشرع في حق كل مؤمن، حي وميت، حاضر وغائب، فإنك تقول: بَلِّغ فلانًا مني السلام، وهو تحية أهل الإسلام، ولذا يجوز أن نقول: فلانٌ -عليه السلام-. وأما الصلاة فإنها من حقوق الرسول -صلى الله عليه وسلم-، ولهذا يقول المصلي: السلام علينا وعلى عباد اللَّه الصالحين، ولا يقول: الصلاة علينا وعلى عباد اللَّه الصالحين. [جلاء الأفهام ص639، 640]
څلورم: تا (چپرهاری) لیکلی چی (هیله ده چی دحامد صاحب ځواب کافی وګڼی او نوره داموضوع همدلته پول سټاپ کړی)
وروره دا (فول سټاپ full stop) ده نه (پول سټاپ pull stop).
pull په انګلیسی کی کش کولو ته وایی نو ته وایی چی کش سټاپ یی کړه.
دا ده غټه لیکنه می درته ولیکله او یو څه کش می ورکړو نو اوس به یی پری سټاپ هم کړمه.
والسلام
قريش
27.02.2011
الوزیریه صیب په ټوکه کې درنه وهاج ساپی سخت خراب شوی :D
نه پوهیږم چی دوهم ځلی به دی سوچ پری کړی وی اوکه سمدلاسه دی توغولې اوشاته دې پسی ندی کتلی چی څومره ورانی یی کړی؟؟ :)
[quote:5e2c1a2d40]ته وایی نو ته وایی چی کش سټاپ یی کړه.[/quote:5e2c1a2d40]
دچپرهاری صاحب مطلب دادی چی اول یی ښه سره کش کړۍ،
اوبیا یی سټاپ کړۍ :wink:
که څنګه چپرهاریه؟
وزیري
27.02.2011
قریشه وروره، کلا وحاشا! یوه ذره قدری می هم دا خبره په فکر کی نه ده راګرزیدلی لکه کوم تعبیر چی تا ترینه واخیست.
تا خو د ټوکو په فورم کی ډیر وخت لګولی نو ماغزه دی د ټوکو په ټولو اړخونو ښه چلیږی.
ستا دا یادونه به د ساپی صاحب غصه را وپاروی او بی ځایه به می پری وډبوی.
خو ساپی صاحب! په والله باالله که به می دا مطلب وه.
او تاسو خو الحمد الله په دی ډیر ښه پوهیږی چی خبره په نیت کی ده. شک به نه کوو.
والسلام
عنوان
chaparharay
27.02.2011
السلام عیکم ورحمةالله
قریش صاحب ځما مطلب وو فول سټاپ لکه الوزیریة صاحب چی پوه شوی خو دا چی ځما د الوزیریة صاحب په اندازه انګریزی نده زده نو ځکه را نه د فول او پول اختلاط وشو!
هیله لرم چی په فول سټاپ یی اصلاح کړی اګر چی اوس خوورنه پول سټاپ جوړ شو خوهسی مطلب می فول سټاپ وو.
فوللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللللل سټااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااپ.