اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ټاېي په غاړه کولو حکم، اصل او تاريڅ
شهاب الدین
24.02.2011
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=42323
و.افغان
10.03.2011
حقيار صاحب:
ستاسې ورکړي لېنک کې مې د ټايي په اړه څه ونه ليدل.
هيله ده چې دوباره پرې نظر وکړې.
څه وخت وړاندې په لباس باندې فوروم کې بحث شوی دی،په ټايي هم بحث شوی دی، خو
اوس يې رانه لېنک بې درکه دی.
په درنښت
G U L A P
20.04.2011
حقیار وروره غاړې ته دټایي اچول ټولو خلکوته معلوم دئ چي حرام عمل دئ او له دې سره دمسلمان اصلا کوم تړاو نشته که ددې پر ځای دعوامو په اصطلاح پر کونډئ ږیره بحث وکړې غوره به وي ځکه ډیری خلک اوس په دې ګناه اخته دي مننه
larghonay laraway
09.05.2011
زما په نظر خو ټايي دومره پخوانۍ نه ده چې حضرت رسول الله صلي الله عليه والسلم دې پرې بحث کړی وي او که د (تشبه) خبره وي نو د طالبانو په غوږونو کوړۍ پګړۍ هم د رسول الله صلی الله عليه والسلم له ذکر شوې پګړۍ سره توپير لري او د هند د سکانو سره تشبه لري که څنګه؟
بله د ږيرې خبره وه نو ږيره ږيره ده چې اوږده او لنډه يې هم روښانه دليل نه لري او دواړه ږيرې دي او سنت پرې ادا کېږي!
ځکه چې قبضه نيولو ته وايي او نيول يوازې په موټي نه بلکې په ګوتو هم سم دي.
مننه
م . ق
10.05.2011
[quote:6453211ec5="G U L A P"]حقیار وروره غاړې ته دټایي اچول ټولو خلکوته معلوم دئ چي حرام عمل دئ او له دې سره دمسلمان اصلا کوم تړاو نشته که ددې پر ځای دعوامو په اصطلاح پر کونډئ ږیره بحث وکړې غوره به وي ځکه ډیری خلک اوس په دې ګناه اخته دي مننه[/quote:6453211ec5]
بسم الله الرحمن الرحیم
زما په قاصر فکر د محترم ګلاپ صاحب د خبری سره مطابق باید د ږیرې د کمولو په باره کی علماء کرام د شریعت په رڼا کی خپل علمی او فکری معلومات زمونږ سره شریک کړي ترڅو مونږ یی د سعادت څخه برخمن شو.
د دې متعلق چی ما کوم ایت شریف اوریدلی دی چی فرمایی: ولامرنهم فلغیرن خلق الله.
او بل می دا حدیث شریف ترغوږو شوی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: خالفوا المشرکین واعفوا اللحی واقصوا الشوارب.
نو علماء کرامو نه می احترامانه هیله ده چی د دغی ایت شریف او حدیث مبارک تشریح او توضیح وکړي او هم د دې مبارکو نصوصو څخه د استدلال هراړخیر نقاط په ګوته کړي ترڅو مونږ ترینه هم مستفید شو.
والسلام مع الاحترام
chaparharay
10.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ګلاپ ورور د ټايي باره کي لیکلي چي پدي خو هرڅوک پوهیږی چي حرامه ده .
ګلابه وروره که څوک وواي چي ولي ؟
هو ټاي کوم تحریم نه لري دا هم لکه د نورلباس په شان یو لباس دي لکه څنګه چي لباس دستر سره سره د زینت او هم د نسق لپاره استعالیږي نو ټآي هم ده
عربان عقال [چهلتار] په سر تړي نو کوم دلیل يي شته نه نو ټاي هم داسي یو لباس دی او بس .
هو که چیرته دا د کوم غیر اسلامي دین شعار واي نو بیا به حرامه وه اویا ورباندي کوم شعار لیک وي خوداسي هم نده او د پرتوک اوقمیص په شان هم نده چي که ډیر تنګ یا شفاف وي نو عورت به ښکاره شي نو حرامه ده نو بیا ولي حرامه ده که مونږ يي نه استعمالوو اویا ورسره بلد نه یو نو دا خو بیا ددی دلیل نشو چي حرامه ده مونږ خوله ډیر شیانو سره نا اشنا یو چي هغه حرام وي خو مونږ ته بیا هڅ نه ښکاري لکه په تندي یا مخ باندي شین خال چي حدیث کي ورته مطلق وعید ذکر شو ی دي او د لعن کلمه استعمال شوی او همدا راز وریځو نه ویښان ویستل او یا غاښونه توګل چي صریح نص وارد دی خو مونږ ورسره دومره بلد او اشنایو چي اوس راته هڅ حرام نه ښکاري خو ټاي ته به حرام وایو حال دا چي دتحریم کوم قرینه نده موجوده.
اوس به راشو ږیري ته :
نو عن ابن عمر رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم خالفواالمشرکین وفروا اللحی واقصوا الشوارب.
تاسي دمشرکینوسره مخالفت وکړی ږیږ غټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټټتتته کړی او بریتونه قینچي کړی.
وفروا د ر په شد سره راغلی یعني ښه يي اوږده کړی او بریتونه کم کړی نو مشرکینو او مجوسو به ږیری خریلی او بریتونه به يي د کمونستانو په شان غټ غټ پریښودل که چا پرچمیان لیدلي وي نو بالکل همداسي به مشرکان او مجوسو کول چي ورنه منع راغله او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ددي خلکو مخالفت وکړي ږیري ښي اوږدي کړی او بریتونه کم کړی.
بل روایت کي راغلي اعفواللحی وقصوا الشوارب.
ږیره معاف کړی او بریتونه قینچي کړی معاف معنی ده همداسي یي پریږدي چي هرڅومره لوي کیږي .
نوربیا
م . ق
13.05.2011
[quote:ad8077695e]هو ټاي کوم تحریم نه لري دا هم لکه د نورلباس په شان یو لباس دي لکه څنګه چي لباس دستر سره سره د زینت او هم د نسق لپاره استعالیږي نو ټآي هم ده
عربان عقال [چهلتار] په سر تړي نو کوم دلیل يي شته نه نو ټاي هم داسي یو لباس دی او بس[/quote:ad8077695e]
السلام علیکم ورحمة الله جناب محترم ومکرم چپرهاری صاحب،
جزاکم الله خیرا چی په دې باب مو خپله پوهه له مونږ څخه ونه سپموله.
ستاسو خبره سمه ده چی تحریم نه لري خو اشکال پدې کې دی چې دا د یهودو او نصاری عقیده ده چې دوي حضرت عیسی علیه الصلوة والسلام په دار ځړولی دی، نو دوی هم د همدغې عقیدې په اساس ټایې اچوي چی ګنې عیسی علیه الصلوة والسلام په سولۍ شوی دی او پدې توګه دا دوې یو دیني شعار ګرځیدلی دی.
دوهمه خبره داده که چیرې دا ددوي یو دینی شعار نه شي نو بیا هم یو غربی کلتور او د یهودیانو صلیبیانو لباس دې او مسلمانانو ته نه ښایې چې د غربیانو سره په لباس کې مشابهت وکړې او خپل اسلامي تشخص تمدن او کلتور له مینځه یوسي.
ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: من تشبه بقوم فهو منهم
همدارنګه په نورو ځایونو کې یې هم په دې باندې ټینګار کړی دی چې تاسو د یهودو نصاری او مشرکینو سره مخالفت وکړﺉ.
نو پدې صورت بیا هم یوه شبهه پکې شته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړې توصیه ده چی مونږ باید د شبهاتو نه هم ځان وساتو ترڅو په محارمو کی واقع نه شو.
هذا والله اعلم باالصواب.
chaparharay
14.05.2011
وعلیکم السلام ورحمةالله
ننګرهاری قرآني صیب دا ستاسو فکر سره بالکل ورته فکر ځما هم دی او زه به هم هچیري دا پرتوګغاښ په غاړه نه کړم او ښه نه راته ښکاری.
خو دا بیا بیله خبره ده چي ځما مزاج يي نه مني او حلال او حرام بیل شي دی حرام که ورته وایو نو مونږ سره باید کره دلیل موجود وي که همدا اوس یو ښاغلي سوال دا پارسل کړي چي یهود او نصاري خو صلیب نښه ده او د عیسي علیه السلام د سولۍ نښه ده ټاېي خو نده او نه په کوم دیني موخه اچول کیږي نو فکر کوم مونږ سره به يي کوم دلیل نه وي .
ځما سره خو دا دلیل نشته چي نه د د یهودو او یا نصارای ساین اعني نښه ده او که تاسي سره بیا وي نو په مونږ يي هم راولوروۍ ډیر مي دا شي بد راځي
نو چي بیا کوم څوک تري منع کوم چي دلیل خو راسره وي چي پدي دلیل دا ټاېي د یهودو ،نصارای،یا کوم بل غیراسلامي شعاردي او ورسره تشبیه راځي چي ورنه په اسلام کي منع شوي ده.
او که هسي ورته وایم چي ماته ښه نه ښکاري نو دا به را سره څوک ونه مني .
نوربیا
وزیري
14.05.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترمینو! د نیکټائی په باره کی د دیوبند فتوی داسی لیکی چی دا د عیسویان شعار ده. مسلمان باید له داسی لباس نه ځان وساتی. هو که په داسی ځای کی یی کار کاوه چی هلته ددی اچول ضرور وه او بغیر له دینه له وظیفی برطرف کیده او دا برطرف کیدل دده لپاره د ژوندانه مشکلات زیاتول نو بیا یی فقط د کار په وخت کی اچولی شی.
هماری آفس میں ٹائی کا باندھنا ضروری ہے۔ کیا اس کا پہننا جائزہے؟ جیسا کہ تمام ٹائی ریشم سے بنائی جاتی ہیں یا سوفیصد ریشم سے اورسوتی ٹائی کاپانا بہت ہی مشکل ہے ۔ توکیا اس کوصرف آفس کے وقت میں پہننا جائز ہے؟
Jan 19,2009
Answer: 9882
فتوی: 36=36/ م
ٹائی باندھنا عیسائیوں کا طریقہ ہے، مسلمانوں کو اس کے پہننے سے حتی المقدرت اجتناب لازم ہے۔ اگر آفس میں ٹائی باندھنا لازم وضروری ہو اور نہ باندھنے کی صورت میں ملازمت کا خطرہ ہو، اور ملازمت ختم ہوجانے کے بعد غیرمعمولی پریشانی کا سامنا ہوسکتا ہو، تو ایسی مجبوری میں بادلِ ناخواستہ صرف آفس کے ٹائم میں باندھ لیا کریں، بقیہ اوقات میں ٹائی استعمال نہ کریں۔ اور ٹائی کی پابندی ختم کرنے کے لیے کوشاں رہیں۔
واللہ تعالیٰ اعلم
دارالافتاء، دارالعلوم دیوبند
chaparharay
14.05.2011
السلام علیکم
محترم او دروند وزیري صیب پدي خوښ شوم چي دیوبند يي هم په تحریم فتوی ورکړي نوره هم ښه خبره شوه خوکه د نصاراو د شعار باره کي واضح کړي چي شعاردی اوکه هسي له ځان نه خبره ده!
ګوره مونږ به بیا له کوم چا سره بحث کړی وي او ورته به وایو چي دیوبند فتوی ده چي دا دعیسویانو شعاردي نوکه له مونږ دلیل وغواړي چي عیسویانو کوم ځاي کي ویلي او یا يي دعوه کړي چي دا ځمونو شعاردی نو چي بي ځوابه او خجالت نشو که لږه پوره پلټنه يي وشي که د عیسویانو شعاروي نو بي له ځنډه بیا حرام دي ځکه چي تشبیه راځي اود غیر مسلمو سره تشبیه حرامه ده خو که يي شعار نه وي نو بیا خو مطلق لباس شو چي حرام ورته نشو ویلي د دیوبند دا فتوي چي تشبیه ده نو حرامه ده بالکل صحیح ده خو چي تشبیه وي دي کي زه فکر کوم چي د عیسویانو یا کوم نورو غیر مسلمو شعار به نه وي بیا هم مننه
چپرهاری
م . ق
14.05.2011
بسم الله الرحمان الرحیم
جناب محترم چپرهاري صاحب
ما د مزاج او خوښیدو یا نه خوښیدو خبره نده کړي ځکه پدې هر سلیم عقل پوهیږي چې دلته د مزاج خبره نه ده مطرح، بلکه تاسو سره ما داخبره منلي وه چې هو حرامه نه ده خو کراهت او د حراموالي شبهه پکې شته:
[quote:35ca01e9c6]ستاسو خبره سمه ده چی تحریم نه لري خو اشکال پدې کې دی[/quote:35ca01e9c6]
تاسو لیکلي:
[quote:35ca01e9c6]که همدا اوس یو ښاغلي سوال دا پارسل کړي چي یهود او نصاري خو صلیب نښه ده او د عیسي علیه السلام د سولۍ نښه ده ټاېي خو نده او نه په کوم دیني موخه اچول کیږي نو فکر کوم مونږ سره به يي کوم دلیل نه وي .[/quote:35ca01e9c6]
نکټایی پخپله یو صلیب غوندي شی دی ځکه صلیبیان لکه څرنګه چې صلیب په غاړه کې راځوړندوي نو دغسی نکټایی هم راځوړندوي نو په دې ترتیب دواړه د یوبل سره مشابهت لري او دواړه د صلیبیانو یو رواج رسم او کلتور دې همدا وجه ده چې دوي نکټایی په خاصو صلیبی او مذهبي رسوماتو کې اچوي لکه څنګه چې صلیب اچوي.
په دې سربیره د نکټایې تاریخ او اصلیت د اروپا صلیبي ځواکونو ته رسي، نکټایې په شپاړسمه صدﺉ کې د اروپا د کرواتینو صلیبي ځواکونو د فوځي ځواکونو رسمي فوځي لباس وو چې بیا وروسته د فرنسوي صلیبي ځواکونو رسمي لباس شو.
پدې هکله د انلاین ویکیپیډیا دائرة المعارف یا الموسوعة معلومات پدې ډول دي:
يرجع تاريخ ربطة العنق أو الكارفِتّه (بالإنجليزية: Necktie) إلى بدايات القرن 16 وبالتحديد عام في الفترة بين (1618-1648) وهي فترة الحرب الأوروبية التي امتدت 30 عاما. استخدم الجنود الكرواتيون بالتحديد هذه الربطة وكانت عبارة عن (شال) ملفوف على العنق وبنفس الطريقة التي يلف بها ربطة العنق اليوم. إن أصل كلمة (كرافات) هي كلمة محرفة ومشتقة من الكلمة "كروات" , وقد كانت الحرب شديدة وعنيفة لدرجة أن طريقة إعدام الكرواتيين كانت بتعليقهم بربطات العنق التي يرتدونها، ومن هنا جاء أصل الكلمة الإنجليزية نيك تاي والتي تعني بالعربية ربطة عنق.
وقد أعجبوا الفرنسيين بهذا الربطة وتم إدراجها من ضمن الزي الرسمي للساسة و القادة الكبار في زمن لويس السادس عشر وأطلق عليها الفرنسيون اسم (آ لا كروات a la Croate)
عرف العرب ربطة العنق في فترة الاستعمار الأوروبي للمنطقة العربیة الاسلامیة.
نو دغه خپله د اروپایانو معلومات دي چې څوک ترینه انکار نه شي کولې.
ویکیپیډیا دا لیکلي چې دا د اروپا د کرواتینو صلیبي ځواکونو او فرنسوي صلیبي ځواکونو رسمي فوځي لباس وو.
نو فکر نه کوم چې کوم مسلمان لپاره به د صلیبي ځواکونو د رسمي فوځي لباس اغوستل جایز یا مباح وي.
نو پدې اساس تشبیه هم پکې ده او شبهه هم پکې ده.
او ددې دواړو څخه د یو مسلمان لپاره ځان ساتل پکاردي. اعنی تشبیه او شبهه.
والله اعلم باالصواب
حذيفه
14.05.2011
ددې لیکنې عنوان بایدداسي وای : دټايي په غاړه کولوحکم اوتاریخ نه داسي چي تاریڅ
chaparharay
14.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
دروند او دمحترم ننګرهاري قرآني صیب ګوره اوس مو روغه او پوره خبره رانقل کړه که دغسي واضحي خبري وشي نو هڅوک يي نشي ردولي اوس نو ځما زړه ته پخه پریوته او په هڅ صورت کي به نو تري ونه وځي ان شاءالله.
ډیره مننه الله جل جلاله دي لوي اجر درکړي.
ستاسو چپرهاری