د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تبلیغیان څوک دي؟

نړیوال
24.02.2011

تبلیغیان په رښتینې معنی نه پيژنم.
هیله ده مرسته راسره وکړی!


مومن مهاجر
24.02.2011

دتبلیغیانوپه نوم چي اوس کومه ډله مشهوره ده ددې بنسټ دهندیوحنفي دیوبندي عالم مولانامحمدالیاس د۱۹۲۰میلادي په شاوخواکي هغه وخت کېښودچي په هندکي دشدهي اواریه سماج په نوم هندوسخت دریځوډلوپه زوراوتبلیغ سره هڅه وکړه چي نوي مسلمان شوي هندوان اوهغه مسلمانان چي یووخت یې دکورنۍ څوک هندودین ته معتقدووبیرته له سره هندودین ته واړوي چي په نویمې لسیزې کي یي ستري بریاوې هم وموندي اوپه لسګونوزره داسي مسلمانان یي هندوان کړل چي یانوي مسلمانان شوي وواویایووخت دهغوئ پلرونه اویانیکه ګان هندوان ول دالړۍ دومره ګړندۍ وه چي دهندمسلمانان یې له سختي وراخطايي اوخپګان سره مخ کړل نوددې لپاره چي مسلمانان پرخپل اسلام ټینګ پاتي شي اودهندوسخت دریځوډلوتراغېزلاندي رانه نوپه هندکي مسلمانانوپریکړه وکړه چي دوی بایدیوتحریک شروع کړي څوله اسلامه ناخبره تش په نوم مسلمانان داسلام له لومړنیودیني عقائدوخبرکړي چي له همدې ځایه دتبلیغیانوپه نوم تحریک شروع شولومړی دهندپه میوقوم کي ډیرکاروکړځکه په همدوئ کي له اسلامه ناپوهي تربل هرقوم ډیره وه اودهندداخلي حالات هم داسي ول چي دې قوم دمختلفولاملونوپربناځان دمسلمان په هویت څرګنداوی له همدي امله په اول قدم کي هلته دتبلیغي کسانوپښه ټینګه شوه ورپسي دالړۍ دهندنوروبرخوته هم وغزېده چي دمولاناالیاس ترمرګ وروسته یې ځای دده زوی ونیواوپه همدې وخت کي ددیوبندي فکرګڼ علماء ورسره یوځای شول اوان له هنده دباندي هم وغزېده چي دادی دوخت په تېریدواوس یونړۍ وال دیني تحریک دی بایدووایوچي ددوئ کنټرول اوس هم په هندکي دهغوئ له سترمرکزڅخه کېږي خودوئ په پاکستان اوبنګله دیش کي هم ډیر ملاتړي لري چي هلته هرکال ددوئ لویي غونډې اواجتماعت کېږي اوپه لکونو انسانان پکي برخه اخلي له دې سره سره دوئ دنړۍ په نوروهیوادونوکي ملاتړلري خو هلته کم دي . ددوئ مشران اوډیری ګډونوال دحنفي دیوبندي اوپه لږه کچه دپنچ پیري فکرپیروان دي په عمومي ډول په سیاسي چاروکي لاس نه وهي اوځان له سیاسته ګوښی ساتي .


تبلیغیان څوک دي؟

نړیوال
26.02.2011

ښاغلی مومن مهاجر:
اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
ستاسو له هر اړخیز ځواب څخه یوه نړی مننه، الله مو قلم په یون کښې او ګوتې په امان کښې وساته.
ویاړم چې له داسې علمي بنسټونو سره ملګری شوی یم.
هیله ده ستاسې په دا ډول ځوابونو خپله پانګه نوره هم غښتلې کړم.
اوس اوس ویل کیږي چې تبلیغیان د ښکیلاکګرو ځواکونو په ګورت کښې دي، په دې اړه ستاسو اند څه دی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more