د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ستاسی نظر

وزیري
24.02.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
له ټولو نه مخکی له ټولو وروڼو نه هیله کوم چی له بیځایه ټاپو وهلو نه جلوګیری وکړی.

عن نصربن عاصم رضی الله عنه عن رجل منهم انه أتی النبی صلی الله علیه وسلم فأسلم علی انه لا یصلی الا صلاتین فقبل ذالک منه.
أخرجه أحمد بن حنبل فی المسند، پنځم جلد، صفحه ۲۴
وابن أبی عاصم فی الآحاد والمثانی، دوهم جلد، صفحه ۱۹۵

حضرت نصربن عاصم له یو صحابی نه روایت کوی چی هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کی حاضر شو او ددی خصوصی اجازت یی وغوښت چی زه به اسلام راوړم خو په یو شرط هغه دا چی زه به صرف دوه لمونځونه کومه. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دده دا شرط قبول کړ.

نو ګرانو علماؤ، استادانو او شاګردانو تاسی ددی حدیث د صحت په باره کی څه نظر لری؟

والسلام


اسد مومند
24.02.2011

وعليكم السلام ورحمة الله وبرکاته!

محترم Alwazirya صاحب ستاسو پوښتنه ظاهرا د حدیث د صحت په باره کې ده خو ممکن ستاسو مطلب ترېنه د حدیث معنی وي.
دا حدیث د امام الباني رح په نزد صحیح حدیث دی. هغه وايي چې دا احادیث په فقه الدعوة یا (دعوتپوهنې) پورې اړه لري او مطلب ترېنه اسلام ته د کفارو په دعوت کې د تدرج څخه کار اخیستل او د هغوی زړونه اسلام ته مایلول دي.
دې ته ورته یو بل حدیث ابو داود روایت کړی:
‏عن ‏‏وهب‏ ‏قال‏ ‏سألت‏ ‏جابرا ‏‏عن شأن‏ ‏ثقيف‏ ‏إذ بايعت قال اشترطت على النبي ‏ ‏صلى الله عليه وسلم‏ ‏أن لا صدقة عليها ولا جهاد وأنه سمع النبي ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏بعد ذلك يقول ‏سيتصدقون ويجاهدون إذا أسلموا.
د وهب څخه روایت دی چې وايي ما د جابر رضي الله عنه څخه د ثقیف د قبیلې په باره کې پوښتنه وکړه چې د ثقیف قبیلې په نبي علیه السلام باندې دا شرط کېښود چې موږ به ایمان راوړو خو په دې شرط چې زکات به نه ورکوو او جهاد به نه کوو.
جابر رضي الله وايي چې بیا وروسته ما د نبي علیه السلام واورېدل چې ویل: که اسلام قبول کړي نو پخپله به زکات هم ورکوي او جهاد به هم کوي.

پیغمبر علیه السلام پدې باندې پوهیدلو چې په کافر باندې یو په یو ډېره سخته پرېوځي چې خپل دین پرېږدي او مکمل په اسلام کې داخل شي، د شرابو د تحریم واقعه خو مشهوره ده چې په تدرج سره حرام وګرځول شول او که یو په یو یې ورته د شرابو د پرېښودلو ویلي وای، نه به یې وای پرېښي. نو پیغمبر علیه السلام هم پوهېدلو چې دا شرط د انسان د نفسي غرور او تکبر څخه راټوکېدلی او که چېرې اسلام ته غاړه کېږدي او مسلمانان شي نو پخپله یې دا غرور له منځه ځي او پخپله به په دې شرط باندې پښېمانه وي.

دا د هغه الهي ارشاد مفهوم دی چې الله تعالی فرمايي:
ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة

که پیغبر علیه السلام پخپله خبره ټینګ درېدلای وای چې نه، پنځه وخته فرض دی که دې تابیا ورته راځي مسلمان شه او که نه نو دا شرط دې نه منل کېږي.
نو دا به د یو حکیم دعوتګر له شان څخه ډېره لېرې وه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more