نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
موږ خپل ماشومان وژنو!
نړیوال
24.02.2011
پېټريوس: په کونړ کې ماشومان خپلو پلرونو وژلي
22 February 2011 | خبرونه
دا د بهرنيو ځواکونو د جنايتونو او وحشتونو د پټولو يوه ناکامه هڅه ده. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان په کونړ کې د ماشومانو د وژلو مسولين د دوی ميندې او پلرونه بللي دي.
د انټي وار خبري رسنۍ د رپوټ له مخې، امريکايي جنرال ډېوېډ پيتريوس په يوه غيرعلني غونډه کې د دې لپاره، چې په کونړ وﻻيت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 64 تنو ملکي خلکو د وژلو پړه له ځانه لرې کړي، ويلي چې په کونړ کې ماشومان ځکه ددوى د ميندو او پلرونو لخوا سوځول شوي، چې امريکايان بدنامه کړي او د دوی پر ضد خلک راوپاريږي.
کتونکي وايي چې دا د امريکايي جنرال له خوا د خپلو جنايتونو د پټولو يوه ناکامه هڅه ده.
د يادونې وړ ده چې څلور ورځې وړاندې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون
http://spogmainews.com/?p=1545
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا لومړی ځل نه دی چې دا وینې زبیښونکي او ښکیلاکګر دا ډول او یا دې ته ورته خبرې کوي. کله په ښادۍ او یا جنازه کښې په راټولو شوو خلکو دوه ټني بمونه راوغورځوي او بیا په بیشرمۍ سره واېې چې دا هسې تیروتنه وه. دا ډول خبرې د دوی کرغیړنه څیره نوره هم نړیوالو ته ورپيژني. خو زموږ ګیله له خپلو کیږي. له یوې خوا د پاکستان لاسپوڅي په ډول ډول بریدونو زموږ خلک، تنکي ځوانان، سپین ږیري او ماشومان راڅخه اخلي او له بلې خوا بیا په ارګ کښې ناست پلوخوران په دا ډول کړنو پټه خوله ناست وي. تر دې چې زموږ ډیری مشران په هیواد کښې د تلپاته فوځي اډو غوښتنه هم کوي.
عنوان
chaparharay
01.03.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
دی ته وی دروغ دا نور خلک هم دروغ وای .
که څوک دروغ هم وای نو داسی دروغ دی ووایی چی دا نور دروغ دځان پوری وشرموی دا د امریکایانو دروغ یادوم!
خو که هرڅومر یی دروغ ښکاره او رسواشی خو دوی به بیا هم د یو دروغو پټولو لپاره سل نور دروغ وای دا ددی یرغلګرو عادت دی.
م . ق
02.03.2011
اوس ئی ښه خوند وکړو د ګیدړ نه دا پوښتنه مه کوه چی ولی ئی ستا چورګوړی خوړلی که ته ورپسی هملته غارته ورشی او ډز تری پورته کړی نو بیا به ستا د کور طرف ته هم ونه ګوری خو چی اصلی غار ته ئی ورشی هسی نه چی ته په خپل کور کی د هغی غار لټول شروع کړی
larghonay laraway
02.03.2011
کاشکې هيوادمل صيب پتروس ته ويلي وای چې مور او پلار له ماشوم سره داسې ليونۍ مينه او عاطفه لري چې دبدنامولو بهانه خو پرېږده که د امريکې ټول شراب هم يو افغان ته ورکړې نو خپل معصوم ماشوم به ونه وژني!
خو کاشکې په امريکا کې مور او پلار يو وای او دسپيو په څېر د ډله ييز فعاليت په نتيجه کې دوی تولد نه کولی!
زه خو وايم خدای دې ملاعمر او کرزی په خپلو بچيانو همداسې وچڼوي لکه بې وزله کونړيان چې د دوی د مردار سياست په بټۍ کې وسوزېدل.
لعنت پر ټګ او برګ
عنوان
chaparharay
02.03.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ننګرهاری صاحب ښه چاری هرکله راشی !
وروره خوښ شو چی په فورم کی یو بل افغان ورور هم ورزیات شو او بیا داسی ورور چی د راتلو سره یی شپو اوه اته لیکنی ولیکلی ، دلته همداسی تیز او چټک سړی پکار دی چی کله ورته سر راښکاره کړو نو چی یوه نوی لیکنه پکی شوی وی ایله خوند وکړی او دا چی فورم ته راشی او چی ګوری هماغه پخوانۍ لیکنی وی چی پنځه کرته مو لوستی وی نو هسی بیاسړی ستړی ستړی شی .
خو ددی سره ښونکی صاحب که تاسی یو ځل دا ټولی لیکنی او که داسی نشی کولای نو لږ ترلږه د یوه میاشتی لیکنی مطالعه کړی او بیا تنقید و تائید پیل کړی نو ښه به وی موضوع به ښه درته ښکاره شی نو بیا پری لیکنی لیکه او مونږ به یی لولو!
اوکه تاسی پغیر ددی نه چی ځان په موضوعاتو خبرکړی لیکنی پیل کړی نو بیا به د یو قسم ستونځو سره مخ شی .
د چټکو لیکنو نه مو مننه
م . ق
02.03.2011
...........
عنوان
chaparharay
02.03.2011
السلام علیکم!
ننګرهاری صاحب ډیر وبخښه زه غلط شوی یم او خپلی ټولی هغه خبري چی تاسی ته می لیکلی بیرته اخلم! .
مخکی لدی چی تاسی وپیژنم درسره مخاطب شوم چی دا ځما لویه غلطی ده.
م . ق
02.03.2011
چپریاری صیب خدای دی وبښه بنده به څه وی او بښنه به ئی څه.