د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتنومشرڅوک دۍ؟

salou
12.06.2004

درروند اوقدرمن غروال صيب ،
خپل دزړه له کومي سلامونه له نېکوهيلوسره يوځاي در ډالۍ کوم او له
لويخداي ( ج ) څخه مو جوړاوتيارغواړم٠
دپښتنو دمشرتابه په هکله بحث تاسوراپيل کړۍ اوتاسويي وياړلرۍ٠
داچي چادلچسپي ونه ښوده رښتياهم دخواشينۍ وړ ده٠
کچيري پرhttp://www.afghan-web.com/language/index.html باندي
کليک ؤکړونوﻻندنۍ مطللب به پکي ولولو:
A Look at the Languages Spoken in Afghanistan
Pashto and Dari (Afghan Persian/Farsi) are the official languages of Afghanistan. پښتانهPashto was declared the National Language of the country during the beginning of Zahir Shah's reign, however, Dari has always been used for business and government transactions. Both belong to the Indo-European group of languages. According to recent US government estimates, approximately 35 percent of the Afghan population speaks Pashto, and about 50 percent speaks Dari. Turkic languages (Uzbek and Turkmen) are spoken by about 11 percent of the population. There are also numerous other languages spoken in the country (Baluchi, Pashai, Nuristani, etc.), and bilingualism is very common
پښتانه 35%اوفارسيبانان50%٠٠٠اوداسي نور
څومره ښکرلرونکي دورواغ ٠
که دانترنټ پااڼي راواړؤداسي ډير ښکرلونکي او
خواشينوونکي دورواغ به په مختلفوژبو پکي وګورو٠
اوس کلکي هلي ځلي رواني دي چي د ي او دي ډول نورودورواغوته دعمل جامې
ورواغوندي٠
ايازمونږحال دخواشينۍ وړندي؟
خومونږددي پرځاي چي خپلي غميزي ته لږ پام ؤکړودنوروپرغم ويرکوواوغټي غټي ا
اوښکي تويوو٠
مونږته پرولتري اواسلامي انترناسيوناليزم له حده زيات زيانونه رااړوولي دي خو
له بده مرغه مونږ عبرت نه اخلو٠
پدي حساسه مرحله کي چي پښتواوپښتوندښمنه عناصرواوډلوټپلودپردوپه مرسته
زمونږپرخلاف لاسونه رانغښتي اوله هيڅډول له شرمه ډکوهلوځلوڅخه درېغ نکوي
مونږ دبل هروخت پرتله اوس يوه ملي مشراوﻻرښودته سخته اړتيالرو٠
داسي مشرچي زمونږپرسرسياسي تجارت ونکړي،
داسي مشرچي پخپله ژبه راته غږيږي اوترجمان ته يي حاجت نه وي،
داسي مشرچي هيڅ يي له مونږڅخه پټ نه وي اودتړلودروازوشاته زمونږپرسر
پټي معاملې ونه کړي،
اوداسي مشر چي وکولۍ شي چي مونږلدې بحران څخه راوباسی٠
داسي مشر چي هرڅوک وي،که دشرق وي اوکه دغرب،که دشمال وي اوکه دجنوب
زمونږقبول دۍ اوخداي دي راولي٠
زه پدي ټينګ باورلرم چي داسي شخصيتونه اواستعدادونه په پښتنو کي کم ندي٠
خويوسړۍ په بېله توګه هيڅ هم نشي کولۍ٠
دده ترشا بايديوغښتلۍ ملي ځواک ولاړوي٠
په پاي کي دعاکوم چي خداي دي ټول پښتانه سره يوکړي!!!
په ډيره مينه اودرنښت
سالو



[size=7:6ea0bb4a92][/size:6ea0bb4a92]


Re: دپښتنومشرڅوک دۍ؟

لونګين
12.06.2004

سالو خانه سلام دغه د لوچکانو پاڼه (http://www.afghan-web.com) له ٩٧را پديخوا
زه پيژنم او مونږ هم ارامه نيو ناست اوس ئي زما ټول د ( IP ) پتې بندي کړي دي او هيڅ
اجازه هم نه راکوي چې زه هلته دوى ته سپين ځوابونه ددوي په سويه ورکړم
دغه پاڼه د ستميانو ده زمونږ څو ملګري چې ډيره کلتوري حوصله لري اوس هم
ورسره لګيا دي اوس به راشو خپل هدف ته .
دلمړي څل لپاره کله چې رباني خا مکله او ددروغو ډاکتر عبدالله په قدرت راغلل نو
لمړي کار ئي چې وکړو هغه داوه چې د باندينيو چارو د وزارت له خوا ئي ټو لو هيوادو
اود ملګريو ملتو اداري ته د پښتنو شمير ٣٥% وټاکه که څه هم دوي دکابل په دو کوڅو
حکومت کاوه خو نفوس شماري ئي په ټول افغانستان کي کړيده. ددوي نفوس شماري د
افغانستان په تاريخ کې اودنړي په دائرت المعارف ( encyclopedia) کې بي مساله ده.
دغه خلک چې افغانستان ته مهاجر راغلي دي هيڅ شرم او حيا نلري
ته ګوره سړۍ چې سيال نوي او په سيالې نه پوهيږي نو هغوي کله شرم او حيا لري .
په افغانستان کې ٣٥-٤٠% خلک په پاړسو نه پوهيږي او يواځي په پښتو خبري
کوي او نور ټول هغه پشتانه چې ښاروته نږدي پراته دي او يا هغه پښتانه چې له فاړسي
ژبو سره ګډ ژوند کوي لکه قندوس ،خانابات ،لوګر ، غزني لغمان او داسې نور چې
اکسريت ئي پښتانه دي او ټول په پاړسو پوهيږي د فاړسو په حساب ئئ نيولي دي .
د (CIA ) په احسايه کې هم داسي غلطي شوي دي چې دوي يواځي هغه خلک پښتانه
بولي چې هغوي يواځي په پشتوخبري کوي او په فاړسو نه پوهيږي يعني مونږ مکتبي
خلک اوهغه نور پښتانه چې په فاړسو خبري کولاي شي هم د پاړسو په ډله کې راځو.
تازيګل کوښښ کوي چې په ژوندونې خپل هويت را څخه واخلي اما دا وړۍ به ئي شيړۍ نشي.
په هغه پاڼه کي ارانۍ او خراسانۍ پرو پا ګنده کيږ ي او پشتانه په ډيرو بدو نومونو يادوي
او ډيري سپکي کنځلې ورته کوي خو وروره غم ئي مکوه لونګين ، شاترنګ .... هم له دوي
کم نوه او ندي.
دوي تازيان په نړۍ داسي ځان خرڅوي :
ځوک چې په پاړسو نه پو هيږي هغه پښتون دي او څوک چې پاړسو پوهيږي که هر خوک وي
هغه تا جک دي. تا جکان په افغانستان کې ٥% دي او نور خلک اکسريت ئي پښتانه
او نور کومونه دي چې په پاړسوخبري کوي دمسا ل په ډول
د فراه او هرات ابدالي او نورزي کومونه چې په پاړسو خبري کوي خو دوي پښتانه دي..
هر پاړ سي ژبي تا جک ندي او هر تا جک پا ړسي ژبي دي

د پښتنوالۍ په مينه
ستاسو ورور تور لونګ

[quote:7997b9de15="salou"]درروند اوقدرمن غروال صيب ،

خپل دزړه له کومي سلامونه له نېکوهيلوسره يوځاي در ډالۍ کوم او له
لويخداي ( ج ) څخه مو جوړاوتيارغواړم٠
دپښتنو دمشرتابه په هکله بحث تاسوراپيل کړۍ اوتاسويي وياړلرۍ٠
داچي چادلچسپي ونه ښوده رښتياهم دخواشينۍ وړ ده٠
کچيري پرhttp://www.afghan-web.com/language/index.html باندي
کليک ؤکړونوﻻندنۍ مطللب به پکي ولولو:
A Look at the Languages Spoken in Afghanistan
Pashto and Dari (Afghan Persian/Farsi) are the official languages of Afghanistan. پښتانهPashto was declared the National Language of the country during the beginning of Zahir Shah's reign, however, Dari has always been used for business and government transactions. Both belong to the Indo-European group of languages. According to recent US government estimates, approximately 35 percent of the Afghan population speaks Pashto, and about 50 percent speaks Dari. Turkic languages (Uzbek and Turkmen) are spoken by about 11 percent of the population. There are also numerous other languages spoken in the country (Baluchi, Pashai, Nuristani, etc.), and bilingualism is very common
پښتانه 35%اوفارسيبانان50%٠٠٠اوداسي نور
څومره ښکرلرونکي دورواغ ٠
که دانترنټ پااڼي راواړؤداسي ډير ښکرلونکي او
خواشينوونکي دورواغ به په مختلفوژبو پکي وګورو٠
اوس کلکي هلي ځلي رواني دي چي د ي او دي ډول نورودورواغوته دعمل جامې
ورواغوندي٠
ايازمونږحال دخواشينۍ وړندي؟
خومونږددي پرځاي چي خپلي غميزي ته لږ پام ؤکړودنوروپرغم ويرکوواوغټي غټي ا
اوښکي تويوو٠
مونږته پرولتري اواسلامي انترناسيوناليزم له حده زيات زيانونه رااړوولي دي خو
له بده مرغه مونږ عبرت نه اخلو٠
پدي حساسه مرحله کي چي پښتواوپښتوندښمنه عناصرواوډلوټپلودپردوپه مرسته
زمونږپرخلاف لاسونه رانغښتي اوله هيڅډول له شرمه ډکوهلوځلوڅخه درېغ نکوي
مونږ دبل هروخت پرتله اوس يوه ملي مشراوﻻرښودته سخته اړتيالرو٠
داسي مشرچي زمونږپرسرسياسي تجارت ونکړي،
داسي مشرچي پخپله ژبه راته غږيږي اوترجمان ته يي حاجت نه وي،
داسي مشرچي هيڅ يي له مونږڅخه پټ نه وي اودتړلودروازوشاته زمونږپرسر
پټي معاملې ونه کړي،
اوداسي مشر چي وکولۍ شي چي مونږلدې بحران څخه راوباسی٠
داسي مشر چي هرڅوک وي،که دشرق وي اوکه دغرب،که دشمال وي اوکه دجنوب
زمونږقبول دۍ اوخداي دي راولي٠
زه پدي ټينګ باورلرم چي داسي شخصيتونه اواستعدادونه په پښتنو کي کم ندي٠
خويوسړۍ په بېله توګه هيڅ هم نشي کولۍ٠
دده ترشا بايديوغښتلۍ ملي ځواک ولاړوي٠
په پاي کي دعاکوم چي خداي دي ټول پښتانه سره يوکړي!!!
په ډيره مينه اودرنښت
سالو



[size=7:7997b9de15][/size:7997b9de15][/quote:7997b9de15]


بصير كټوازى &lt
28.03.2006

ډيره ګرانه او خوږه پښتونه

پښتون نن هغه پرونى پښتون نه دى ، چې په يوه چيغه به ټولو د جګړې په ډګر ور منډې كولي. نن بله زمانه ده،پښتون خو په اصل كې ګرم هم نه دى ځګه چې ده ته كار نه دى شوى ، دد په منډو ،قربانيو او ستړياو نورو ډيرې چړچي وكولي او زښته ډير يي خرڅ كړل او د ډيرو نورو سترو پښتنو په ستونو يي خپلي هيبت ناكې پښي وركيښوولي نو يو چاته چې لاره ور ونه ښيي نو هغه به څنګه په مخ لاړ شي.
خو بيا هم تل تر تله دي وي پښتون ،پښتو او پښتونولي
له نيكه مرغه اوس د پښتنو په سياسي او علمي ډګر كې داسې ككرى را پورته شوي چې د دې خوار او ځپلي ملت ټولي اوښكې به ډيرژر وچي او شونډي به يي له موسكاو ورډكې كړي.
دلته زه خپل يو شعر لرم چې د پښتون او د پښتو په اړه دى خداى دې وكړي چې ستاسود خوښۍ وړ وګرځي:
د پښتون د پښتونولئ پښتو به وي دلي همېش
دافغـــــــــــــان د پګړى سيورئ به وي دلې همېش
پښتنـــــــــې موري روزلي اتــــــــلان د تاريخ دلته
ځـــــكه به خښي ككــــرئ وي د پردو دلې همېش
پښــتو به وي قانون په پاكه خاوره دافغــــــــــــــان
د پښتون سر به قربـــان په دغه خاوره وي همېش
بصيره خير كه يو پاته د زماني له دې كاروانـــــه
خو پښـــــتون له زماني سره پښـــــتو كوي همېش

يو شى چې ډير زيات زما د خوشالى سبب وګرځيد هغه په هر ځاى كې د ټولو پښتنو ويـښتوب اود ملي پښتني خپلواكى د غورځنګ پيليدل دي چې لوى څښتن تعالى دي تل تر تله دا غورځنګ څپانده لري.


م ن غروال
29.03.2006

ښاغلی محمد بصير [quote:2d0b3f9616]محمد بصير سليټ/b>[/quote:2d0b3f9616]
سلامونه پخپل حضور کي ومنئ!
له بده مرغه ومې نشول کړاي چې ستاسو تخلص يا د کورنۍ نوم مو درست ولولم٠
خوښ يم چې د ټول افغان پاڼې ته مو تشريف راوړئ دي او په تېره بيا د پښتو او پښتونستان فورم او خوني ته!
تاسو ته د زړه له کومې هرکلۍ وايم او ستاسو د زياتو مرستو ليکنو او په بحثو کي د ګډون تمه کوم٠
روغ رمټ او بريالی اووسئ!
په درناوې
غروال


بصير كټوازى &lt
05.04.2006

[quote:c9164ed24a="غروال"]ښاغلی محمد بصير [quote:c9164ed24a]محمد بصير سليټ/b>[/quote:c9164ed24a]
سلامونه پخپل حضور کي ومنئ!
له بده مرغه ومې نشول کړاي چې ستاسو تخلص يا د کورنۍ نوم مو درست ولولم٠
خوښ يم چې د ټول افغان پاڼې ته مو تشريف راوړئ دي او په تېره بيا د پښتو او پښتونستان فورم او خوني ته!
تاسو ته د زړه له کومې هرکلۍ وايم او ستاسو د زياتو مرستو ليکنو او په بحثو کي د ګډون تمه کوم٠
روغ رمټ او بريالی اووسئ!
په درناوې
غروال[/quote:c9164ed24a]

غروال صايب سلامونه

ستاله دې نيكه نوښته څخه مننه چې ددې بحث لپاره دې زمينه برابره كړي. او خو خپل نوم او تخلص ټول درته وښايم ( محمد بصير سليمانخيل ) البته كله كله كټوازى هم تخلص كوم هيله ده چې تل تر تله بريالۍ واوسي.


کټوازی
06.04.2006

پياوړی ليکوال ، ښاغلی غروال صيب ،محمدبصير سليټ او نورو درنو لوستونکو،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ وبرکاتۀ !
د غروال صيب او نورو وروڼو پۀ اجازت ،
[quote:74f7215625]محمد بصير سليمانخيل ) البته كله كله كټوازى هم تخلص كوم هيله ده چې تل تر تله بريالۍ واوسي.[/quote:74f7215625]
آشنا د ټول افغان پاڼې ته ښۀ راغلاست ،هر قدم مو پر لېمو !
ستاسې له راتګ څخه ډېر خوښ يم ، هيله لرم چې د ټول افغان پۀ بنډارخونو کې به يوځای او پۀ پرله پسې توګه راسره ونډه واخلئ !
پۀ همدې هيله ، ورور مو صميم


پښتواو....

منتظرمسید
12.04.2006

ګرانواوددرناوي وړپښتنووروڼو،غروال صیب ،کټوازی ،لونګین صیب ،سالوصیب او... !!!
ټول زماسلامونه اوښې هیلې منئ .
داخبرې چې تاسوملګرولیکلې دي.ټولې سمې دي خوزه به زموږدبدمرغۍ په اړوندیوه کیسه درته وکړم.
ټولوته جوته ده چې خان عبدالغفارخان دپښتنویوملي مشرؤ اوسره لدې چې زه دنوموړي دمبارزې اوهانددميتودسره دومره موافق نه یم لاکن داچې دپښتنویوستر اومنل شوی مشرؤ،یوه څرګنده خبره ده. یوه چاراته کیسه کوله چې پاچاخان یوه ورځ دخوشالخان لیسې زده کوونکوته ویناکوله اودوینا په ترڅ کې یی ویل :
پښتانه دکوچي دسپي خاصیت لري ،کوچیان دخپلورمودساتلولپاره سپي ساتي . کله چې لیوه راشي نوسپی دهغوی سره ونښلي ترڅوهغه وشړي اورمه وساتي بیاسبادخپل څښتن مخې ته په وینوکې سور ورشي اوپداسې حال کې چې لکۍ ورته ښوروي ،خوشالي کوي اوځان ورښيي چې ګواکې دشپې یی دلیوانوسره جګړه کړې اودهغوی له شره یی رمه وساتله .دی په دې هیله وي چې اوس به یی څښتن ورته شاباشی ورکړي اودهغه دوفادارۍ درناوی به وکړي ،خوڅښتن ورته یوه ټینګه لته ورکړي چې ځه مرداره ورک شه . سپی چې مایوسه شوی وي ،ځکه چې دچوپړ درناوی یی ونه شو،نولاړشي اودانګړپه یوه کونج کې مایوسه پریوزي ،خوکه بله ورځ لیوه بیاهم راشي ،نودی به بیاهم ورسره پنجه نیسي اورمه به ساتي .
ګرانووروڼو داکیسه مې دلته ځکه رانکل کړه چې که موږچیرې په ځیرسره وګورونودارښتیاده چې پښتنودخپل ټاټوبی اوخپل ولس دننګې اوساتنې لپاره تل قربانی ورکړې دي ،خپل ځانونه ،خپل اولادونه اوخپلې شتمنی یی ځارکړې دي ،خوځنومفت خواروبیانه یوازې داچې زموږ قربانی نه مني بلکې راباندې خاندي اوسپکاوی موهم کوي .که پښتون دنیک نیتۍ نه ورسره ښیګڼه وګړي ،نودوی وایی چې ( افغان غول است ګپش دادم)،خوموږداکارځکه کووچې داوطن خپل ګڼواودهغه ولس هم خپل ګڼوکه هغه هرڅوک وي .
زماپه اندداسمه ده چې موږدافغانستان ټول اتباع اواوسیدونکي دټولنې دیوه فردپه توګه مساوي اوبرابرحقونه لرو ،لاکن دژبې اوملیت ددریځ له پلوه ،پنځه هیڅکله هم له پنځوسوسره نشي برابریدلای .دانه داسلام په اصولوکې شته اونه هم دډموکراسۍ په اصولوکې .
داخبره چې هغه یوه ملګري لیکلي ؤ چې عبداله اورباني نړیوالوته دپښتنود شمیر په اړوندناسم مالومات اواحصایی ورکړې دي ،داپه خپل ځای رښتیاخبره ده خودخواشینۍ ځای دادی چې اوس هغه دی پښتون زموږ ولسمشردی اوهیوادمل هم ورسره ناست دی اومشورې ورکوي نودوی ولې نړیوالوته دانه وایی چې هغه احصایه ناسمه وه اوسمه یی داده .خوهغوی دبې ځایه ملحوظاتوخیال ساتی ،چې خدای مکړه څوک ورنه خوابدي نشي اوداچې کیدای شي پښتانه ورنه خوابدي شي دهغوی لپاره دارزښت وړنده .
دخپل حق ننګه ده انسان حق دی موږهم که غواړوچې خپل ملي هویت بشپړکړونوراته بایده دي چې پرته لدې چې دنوروګټې ترپښولاندې کړو،دخپل حق دترلاسه کولولپاره دهرې شونې لارې څخه هلې ځلې وکړو.داچې څنګه کولای شودې موخې ته ورسیږو دابیا بل اواوږدبحث ته اړتیاده .
اوس هم غواړم پدې اړوندخپل یوشعرستاسومحترحضورته وړاندې کړم اوهیله لرم چې دپام وړبه مووګرځي
په درناوي
زیب منتظرمسید
کړی مې تکل دی چې پیالې نورې نسکورې کــــــــړم
پریږدم درندانوبنډار،ځـــان ترینـــــه رادورې کــــــــړم
والوزم ،پورتـــــــــه شــــــــمه ،باددپســـــرلي شــــــــــمه
غرونـــــــه اورغونــه ،دوطن شاړې سمسورې کـــــــړم
جــــــــوړچې چغــــــــــهارپرې دبلبـــــــــلواوتوتیانووي
راولم کاروان دګلــــو،خـوریی دورې هــــورې کـــــــړم
زیری شم ،پیغام شم ،خپلې مېنې لورتـــه ورشـــــــمه
خوښ،خوشــاله زړونـــه دیتیم ،کونډې اوبورې کړم
روح داحمدخان شم،دمیرویس پګړۍ په ســرکـــړمه
بیرته دپښتون دننګ ،غیرت ریښې سمسورې کــړم
ځان کړمـــه ترې ځار،ترینــــه ایسارترینـه وېړه شــــمه
ټول ســره راغونډدیوه ملت لاندې ترسیورې کــــــــړم
ویښ یی کــــړم لــــه خوبــــه ویده شوي ضمیرونــه بیا
لاس کې ورله ورداکبرخان ،ایوب خان تورې کـــــــړم
ډول وي داتڼ دشــــاڅلــــمیانولښکر جـــ-وړکړمـــــــه
ســـرې لمبې اورونــــــه دغلیم پــــــــه بدن پورې کــــړم
غـــــــچ ترینـــــه دخپل ولس دوینې اوکـــــړاوواخـــــلم
ماتې ککری یی،غـــــاړې غــــوڅې یی مغرورې کــړم
بیابـــــه شـــــم راستون لاره بـــــــه دعلم ،پوهې ونیسم
سیال بـــــه خپل ولس دلراوبر،پورې راپورې کـــــــړم
لوکړم زه (مســـــیدمنتظـــــــر) هلـــه بـــه نیکمرغه شم
نورلــه خدایــــه هیله دجنت کړم ،ندې حـــورې کــــــړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more