اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مذهب!
نړیوال
23.02.2011
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
زه ځینې وخت په ژوند کښې له ځینو پوښتنو سره مخ کیږم چې له هر چا ېې نه شم پوښتلی او که ېې وپوښتم هم ښايي سم ځواب تر لاسه نه کړای شم.
اوس چې دلته ستاسې وروڼو په شان ښایسته عالمان ا و پوهان شته غواړم لاندې پوښتنه راته ځواب کړی:
په داسې حال کښې چې ځینې علما اختلاف ته رحمت وايي او د مذاهبو ډیروالی ښه بولي، نو موږ ته ددې مذاهبو مطالعه او له هغو څخه د یوه ټاکنه لازمه ده او که نه؟
که داسې نه وي او له خپل پلرني مذهب څخه پیروي وکړو نو دا به منطقي وي او که نه؟
له بلې خوا ویل کیږي چې په عربي هیوادونو کښې شافعي مذهب زیات لارویان لري، او په ځینو ختیځو اسلامي هیوادونو کښې بیا حنفي مذهب زیات پیروان لري. اوس چې کیدای شي عرب علما چې قران ېې په خپله ژبه دی آیا زموږ تر علماوو به ېې دریځ ښه نه وي؟؟؟
عنوان
chaparharay
23.02.2011
وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته
دا چی دی ورور ډیر ښه اومهمه پوښتنه کړی او الله ج دی وکړی چی په ښه نیت یی کړی وی اوموخه یی ځان پوهول او په سمه لاره روانیده وی نو په ځای ددی چی شخړه ورنه جوړه شی اوماغوندی دکم علم والا یی لیکنه ګډه وډه کړی ښه به دا وی چی وهاج ساپی صاحب او مومن مهاجر یا حذیفه صاحبان ځوابونه ووای نو موضوع به روښانه شی.
له وهاج ساپی صاحب او مومن مهاجرصاحب اوحذیفه صاحب نه هیله لرو چی دی موضوع کی خپل علمی بحث وړاندی کړی.
په درناوی
نړیوال
23.02.2011
چپرهاری صیب! تاسو ولې داسې له شک او بد ګومانۍ ډک یاست؟
دلته مو هم ویلي چې خدای د وکړي چې په ښه نیت ېې دا پوښتنه کړي وي.
تاسې عقیدوي او اسلامي لیکنې او پوښتنې هم په دروغجن سیاسي نظر ګوری.
الله د موږټولو ته لارښونه وکړي.
عنوان
chaparharay
23.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
نړیوال صاحب تاسی ولی پدی خبره خفه شوی یی دلته ځینی خلک راځی او هسی د ګډوډۍ لپاره یوه موضوع را منځ ته کړی نور بیا که هرڅومره ورته موضوع روښانه شی نو منی یی نه، خو دا چی تاسی دلته نوی راغلی یی نوپدی لامل درته ځمونږ لیکنی داسی ښکاری ، دا چی تاسی په ښه نیت پوښتنه کړی نو بیا ښه ډاډه او سه او هڅ ری مه وهه !
او بیا می دا پورتنی ذکر شوی ورونه هم دا ستاسی لپاره یادکړی چی زه پدی اند یم چی تاسی حتما پدی موضوع کی ښه معلومات لری خو نور روښانتیا لپاره موپوښتنه کړی نو ما ددی مولوی صاحبانونه هم ستاسی لپاره غوښتنه وکړه چی خایسته او معقول ومنصوص ځوابونه درته ولیکی !
که بیا هم ځما پدی خبره خفه شوی یی نو همدلته درنه بخښنه غواړم ما وبخښی.
ستاسی د خوشحالۍ او روغ صحت په هیله چپرهاری
هیله کوم!
نړیوال
23.02.2011
چپرهاری صیب ستاسې له نیکو اندونو او لوړې حوصلې مننه!
بښونکی یوازې الله دی، الله دې موږ ټولو ته بښنه وکړي.
په دې هیله چې خواشیني شوي نه یاست.
مومن مهاجر
23.02.2011
محترم نړۍ وال صاحب!ستاسوراتلوته هرکلی وایم الله دي وکړي چي له موږسره مودملګرتیاشیبې رنګیني اوپه زړه پوري وي .
ستاسودپوښتنتي په اړه به په لنډډول ووایم چي مذهب دلغت له مخي دتګلاري په معنی دی اوزموږپه سیمزه دیني اصطلاح کي دیومعلوم لوی دیني عالم اقوال ددلیل له غوښتو پرته منل مذهب دی چي له دې څخه په تقلیدهم تعبیرکیږي داچي ایامذهب مطلقاحرام دی؟ مطلقاروادی اوکه ځیني شروط لري؟ نودداسي پوښتنوځواب یوڅه تفصیل غواړي .
په عمومي ډول دیني احکام پردووبرخوویشلای شوچي یویی عقائداوبل یي اعمال دي په عقائدوکي ډیرنصوص اوجمهورعلماء وايي چي تقلیدکفایت نه کوي بلکي عقیده بایدپه دلیل اوبرهان سره وي .
پاتی شول اعمال نواعمال هم په عمومي ډول پردوې برخې ویشل شوی یوهغه چي اسلام ته منسوبي ډلی په هغوکي اختلاف نه لري لکه دلمانځه،زکوة،روژي،حج اونور اعمالوفرضیت نوپه داسي احکاموکي هم تقلیدنه صحیح دی اونه یې ضرورته شته . بل هغه عملي احکام دي چي اسلام ته منسوبي ډلي پکي اختلاف لري لکه دلمانځه، زکوة،روژې اونورودیني اعمالومختلف کیفیتونه اواحکام دمثال په ډول څوک په لمانځه کي رفع الیدین کوي،څوک یی نه کوي،څوک په امام پسي قرأت کوي اوڅوک یې نه کوي اوداسي نور. په داسي مسائلوکي تریوحده دداسي تقلیدیامذهبي کیدلو جوازشته چي داړوندمذهب دمخالف دلیل په اثبات اوراتلوهغه مسئله پرېښودل شي چي دیومعلوم مذهب لاروی په هغه حکم عمل کوي مثلاکه څوک په لمانځه کي له دې امله رفع الیدین نه کوي چي په حنفي مذهب کي نه شته خوبیاهمدغه سړي ته ثابته شي چي رفع الیدین سنت عمل دی رسول الله صلی الله کړی دی اودلیل یی هم قوي دی نوکه یي بیادی له دې امله نه کوي چي دده په مذهب کي نه شته نوداسي کول بیالویه ګناده چي بایدمسلمانان ځان تري وساتي . لنډه داچي دڅرګندنص په شتون کي له دې امله په هغه عمل نه کول چي په مذهب کي یی جوازنه شته داسي کول داسلام له نظره ناروادي اوداسي تقلیدبیاحتی ځیني وختونه دشرک درجې ته هم رسېږي . په عمومي ډول مطلق اطاعت یوازي دالله اودرسول لازمي دی پاتی شوه دامام اویاعالم اطاعت نوهغه په دې مشروط دی چي دالله اورسول له امره به مخالف نه وي که مخالف شوبیایي اطاعت نه شته . اصلابایدزموږعلمادفتواپروخت داړوندي مسئلې نص ذکرکړي څوخبره له تقلیداویا مذهبي کیدوڅخه اطاعت اویااتباع ته ولاړه شي که موږدفقهي مذهبونودمختلفو اراوو دتمسک پرځای مستقیماقرآن کریم اونبوي سنتوته رجوع وکړونوډیرمشکلات ان شاء الله حل کیږي دخلکواراء بایدپه قرآن کریم اواحادیثووتلوکه کومه رایه له دې دوو سره موافقه شوه هغه بایدومنواوکه ورسره مخالفه شوه هغه بایدپرېږدوهمدادټولو دیني امامانوتعلیمات دي له هرامام څخه داسي اقوال نقل شوي چي وايي زمادقول په مقابل کي قرآن اوحدیث مه پریږدی بلکي زماقول پریږدی چي اوس هم بایدمسلمانان همدارویه غوره کړي . خوزموږپه سیمه کي چي دمذهب کوم تعبیرکیږي هغه سل په سل کي ناسم دی زموږدسیمي مذهبیان مذهب معیارګڼي اویوقرآني اوحدیثي نص هغه وخت مني چي ددوئ له فقهي نظریاتوسره موافق وي چي داله قرآن کریم اونبوي سنتو سره لوی ظلم اوڅرګنده بی انصافي ده ضروري خوداده چي مذهب دقرآن اوسنت تابع شي نه داچي قرآن کریم اوسنت دمذهب په قوانیووتلل شي نوربایددي ناجائزعمل ته دپای ټکی کیښودل شي .
مذهب!
نړیوال
26.02.2011
ښاغلو سلامونه او مننه ستاسې له ځوابونو څخه!
له نورو درنو څخه هم هیله کوم چې دا موضوع په هر اړخیز ډول وڅیړي. تر څو په دې اړه ټولې نا ځواب شوې پوښتنې ځواب شي. مننه
حذيفه
11.03.2011
مومن مهاجرسم ځواب ورکړی دی اونوريي دلته ستاسوپه شان شاربلوته اړتيانسته .
و.افغان
14.03.2011
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د مذهب د کلمې اطلاق په اسلامي ټولنوکې نن سبا په دوه معناګانو کيږي:
لومړۍ معنا: په هغو فقهي، اصولي، حديثي او نورو اسلامي مدارسو باندې د مذهب
اطلاق کيږي، په کومو کې چې اسلامي علوم تدريسيږي.
دويمه: اسماني دينونو، او غير اسماني دينونو باندې هم د مذهب اطلاق کيږي.
فکر کوم چې د پوښتونکي موخه لومړۍ معنا ده.
نو محترمو: په لومړنيو معنا مذهب په خپل ذات کې هدف نه دی، بلکه هدف ته د
رسېدو لاره بلل کېدی شي، نو تر څو چې دغه لاره يا مذهب د هدف په خدمت کې وي،
تګ ورباندې فرض، واجب، مستحب ، او مشروع دی، خو هر کله چې مذهب يا لاره
سړی له اصلي هدف (قرآن او سنت = اسلام) څخه کږوي؛ نو په هغه مذهب يا لاره باندې
تګ ناروا ، حرام او ناجايز دی، او انسان په ګمراهيو سر کوي.
په درنښت
مومن مهاجر
16.03.2011
بیاهم ټولولوستونکوته سلامونه اواحترامات وړاندي کوم .
مذهب دلغت له مخي ددتګ ځای،لاري اویاپالیسۍ په معنی دی اوپه عمومي ډول په دین پوهنه کي داسماني دین په معنی هم استعمالېږي لکه څرنګه چي درانه عالم محترم وهاج افغان صاحب هم اشاره ورته کړیده .
خوزموږپه سیمیزه اصطلاح کي مذهب یوداسي لفظ دی چي دڅومخصوصورجالو له اقوالوپرترتیب شویوهغوکتابونویي اطلاق کیږي چي نه یوازي داسلامي دین برخه نه شی کیدای بلکی دسالم فطرت اوروغ وجدان خاوندهم داسي اقوال ددین په نوم خلګوته نه وړاندي کوي . راځئ یوڅونموني یی ولولو:
(لاینبغي للحنفي ان یزوج بنته من رجل شفعوی المذهب وهکذاقال بعض مشائخنا ولکن یتزوج بنتهم،زادفی البزازیه : تنزیلالهم منزلة اهل الکتاب آه) (بحرالرائق ۱ / ۴۶ طبع مکتبة رشیدیه سرکی روډکوټه)
ژباړه : حنفی ته نه ده په کارچي خپله لورشافعي مذهبه سړي ته ورکړي زموږځینو مشائخوهمداسي ویلي دي خوله دوئ څخه یې غوښتلای شي په بزازیه کي یي زیاته کړي چي دوئ (شافعیان) داسي دي لکه اهل کتاب (یهوداونصارای)
له یوې خواویل کیږي چي څلورمذهبه حق دي له بلې خوادیهودواونصاراووحکم پري کوي داڅه ډول اسلامي فقه اومذهب دی ایاشافعیان مسلمانان نه دي ؟
په الدرالمختارکي وايي :
((إذا سئلنا عن مذهبنا ومذهب مخالفنا قلنا وجوبا: مذهبنا صواب يحتمل الخطأ، ومذهب مخالفنا خطأ يحتمل الصواب، وإذا سئلنا عن معتقدنا ومعتقد خصومنا قلنا وجوبا: الحق ما نحن عليه، والباطل ما عليه خصومنا)) (الدرالمختار،مقدمه)
ژباړه : کله چي له موږڅخه دخپل مذهب (حنفيت) په اړه پوښتنه وشي نوموږبه ورته وايوچي دامذهب حق دی احتمال دخطالري اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) مذهب غلط دي احتمال دحق لري اوکله چي له موږڅخه دمذهبي باورپه اړه پوښتنه وشي نوموږبه وايوچي پرکومه عقيده چي موږيوهغه سل په سل کي حق ده اوزموږددښمن (شافعي،مالکي،حنبلي اوجعفري) باطله ده .
اې عاقلانو! تاسوداعبارت لږپه انصاف وګورئ ايايوازي حنفيت حق دی نورټول باطل اودوزخيان دي؟،دکوم مسلمان ضمیردامني چي يوازي حنفيت حق اونورهرمذهب باطل دی ايادادقران اودحديث حکم دی؟. په قرآن کریم کي الله جل جلاله وايي : (واعتصموبحبل الله جميعاولاتفرقوا) ژباړه : ټول دالله جل جلاله پررسۍ منګولې ولګوئ اوډلې ډلې مه کېږئ خوپه لوی لاس هڅه کووچي مسلمانان پرشافعي،حنفي،مالکي،حنبلي اوجعفري ووېشو.
همدارنګه محمد علاء الدين الحصکفي دخپل کتاب الدرالمختارپه مقدمه کي امام ابوحنیفه رحمه الله ته يوډېرسپکوونکی،دهغه له شانه لرې اوله دروغوډک خوب منسوب کړی په دې اړه هغه ليکي :
((وفي حجته الاخيرة استأذن حجبة الكعبة بالدخول ليلا، فقام بين العمودين على رجله اليمنى ووضع اليسرى على ظهرها حتى ختم القرآن، فلما سلم بكى وناجى ربه وقال: إلهي ما عبدك هذا العبد الضعيف حق عبادتك، لكن عرفك حق معرفتك فهب نقصان خدمته لكمال معرفته، فهتف هاتف من جانب البيت: يا أبا حنيفة قد عرفتنا حق المعرفة وخدمتنا فأحسنت الخدمة، قد غفرنا لك ولمن اتبعك ممن كان على مذهبك الى يوم القيامة))
ژباړه : امام صاحب رحمه الله په خپل وروستي حج کي دشپې مهال دکعبې له متولي دننوتوغوښتنه وکړه هغه اجازه ورکړه کله چي کعبې ته ننووت ددووستنوترمنځ پرښۍ پښه ودرېداوچپه پښه یې دهغې پرشاکېښوده اوقرآن کريم يې ختم کړکله چي یې سلام وګرزاوی ويې ژړل له خپل الله جل جلاله سره یې مناجات وکړاوويې ويل : اې الله! دې ضعيف بنده ستاحق عبادت نه دی کړی خوحق معرفت یې کړی دی نودخدمت زيان یې دمعرفت په کمال ورجبران کړه،ناڅاپه دبيت الله له خواهاتفي ږغ وشو چي اې ابوحنيفه! بې شکه تازموږحقه پېژندنه،ښه اوحق خدمت کړی دی بې شکه تااوهغه چاته موچي ترقيامته ستادمذهب پيروي کوي بخښنه کړې .نعوذبالله!!!
دامشت نمونه خراواردی . که نه تردې هم ډیرحیرانوونکی خرافات اوچټیات پکي دي چي داوس لپاره پرهمدې بسنه کوم . که مذهب له همدی شیانوعبارت وي نوبیا مذهب نه یوازي دین نه دی بلکي له عقل اومنطق سره هم په ټکرکي دی . داسي مذهب له سړي سره ددین په فهم اوپوهنه کي مرسته نه شی کولای بلکي سړی وچ شخصي اومذهبي تعصب ته دروي چي هرمسلمان بایدله داسي کړنوتوبه وباسي .
نړیوال
24.03.2011
ډیرو ښاغلو او درنو مننه کوم.
مهاجر صیب ستاسې ژباړلی کتاب مې هم تر لاسه کړ، له خدایه ځان ته او ټولو نورو مسلمانانو ته د سمې لارې غوښتونکی یم.
مومن مهاجر
24.03.2011
نړیوال صاحب! تراوږده غیاب وروسته مویوځل بیاپه احترماتوهرکلی کوم .
ښه وشوچي ترلاسه کړی دي دی . که کومه نیمګړتیاپکښي وي کولای شي خبرراکړې څويي په ائنده کي تصحیح کړو.
أبوخليل قدوسي
13.04.2011
مؤمن مهاجر صيب!
السلام عليكم
تاسو چي زمونږ دحنفي فقهي له معتمدو کتابونو څخه ځېني شاذو نادر شيان له حوالو سره ذکر کړي دي نور نوادر هم شته او علماء ورباندي خبر دي دا بایدتاسي له علماوو سره په ځانګړي توګه مطرح کړﺉ نه داچي د فورم په خرچل کي يې وړاندي کړﺉ ترڅو دخپل مذهب په هکله د لوستونکيو چي ټول يې علماء ندي شکوک او شبهات را وپاروي هیله من يم چي دالیکنه بېرته ړنګه کړې (ډېره مننه)
chaparharay
13.04.2011
السلام علیکم
قدوسي صیب ډیر ښه لاسلیک مو انتخاب کړی راځی چي لدي جنجالي خبرو تیر شو او ستاسي او مومن مهاجر فیصله او حکم همدا ستاسي په لاسلیک وکړو څنګه به وي؟