اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
صوفیان که نڅاګر؟
نړیوال
23.02.2011
سلامونه!
ښايي په دې اړه نور بحثونه شوي وي خو په بښنې زه یو ځل بیا دا پوښتنه کوم:
تصوف په اسلام کښې څه ډول ریښې لري؟
نقشبندیه، چشتیه، قادریه او داسې نورې ډلې اسلام څه ډول انځوروي؟
که څه هم زه په دې اړه لږ او ډیر معلومات لرم، خو بیاهم غواړم دا معلومات او بحث پراخ کړم.
له ځینې لیدل شوو ویډیو ګانو څخه مې د ځینو کسانو نڅا او ډول ډول کارونه لیدلي دي چې دوی دې ته تصوف وايي.
ستاسې د ځوابونو په تمه!
bette
23.02.2011
ښاغلی نړیوال صاحب سلامونه اونیکی هیلی می درواخله !
یاره له دی څڼی ورومی ډیر اوبیخی ډیر بد راځی خودا خبره چی دلته
په ټول افغان کی شاربل کیږی داخبره هم اخر دی حد ته ورسیږی چی
دهااااغو څڼی ورو له اتڼه کمه نه وی که نه اوس راځه چی ورته ګورو
یوبه تصوف مطلق (دقاف په کړس)کفر بولی او هابل به تصوف اسلام
بولی او له تصوف پرته اسلام بیخونده بولی !!
بیټ یی له دواړو سره ولاکه ومنی ځکه هغه خپل دلایل لری
او که څوک دا سپین دلایل غواړی نو له بیټ سره دی راځی
مینه
خیریوسی
23.02.2011
محترم ورور نړیوال صاحب او beete نیکه سلامونه مې قبول کړئ
ورڼو !
دا موضوع خورا ډیره شاربل سوی خو تر اوسه پوری هم تاسو مطمئن نه یاستی .
حال دادی چي تاسو ډیر ښه معلومات هم لري .
په پښتنو او ګرویږونو دانټرنټ په نړی کی حقیقت پیداکول زه خو وایم ګران کاردی بیا په نن زمانه کي .
نړیوال
26.02.2011
ستاسې څخه مننه! خو ما ځواب تر لاسه نه کړ.؟
حذيفه
11.03.2011
نړيوال صاحب!زماپه انددلته پوره معلومات نسي کېدای،زه درته مشوره درکوم چي په عربي ژبه کي دالفکرالصوفي په نوم کتاب دی هغه په بالاستعاب مطالعه کړه ان شاء الله په حقيقت به خبر سې .ستاحذيفه
G U L A P
20.04.2011
نړیواله وروره دکلیوال چمونه مه کوه که
تصوف ګورې اوپه حقیقت یې ځان پوکوې نو دامام رباني مجدد الف ثاني مکتوبات وګوره که ټول نشې کتلای اقلا یو مکتوب خو پکي وګوره
زما په اند تصوًف خپل تعریف لري اوخپل وظایف چي به هغه سره یو څوک خدای ته وصل کیدلای شي وبس
دا داسي مثال لري لکه اسلام
نو داسلام خو هم خپل تعریف دقرآن اوحدیث په روڼا کي الحمد لله موږ اوتاسي ته معلوم دئ
نوچي داسي ده نوکوم څوک چي شراب خوري زنا کوي غلاکوي ږیره خرېيي لمونځ نه کوي اونورچيداسلام کوم احکام دي هغه پر ځان نه عملي کوي
نو اوس ته قضاوت وکړه چه داسړی داسلام نمایندګي کولای شي که يې کولای شي نو هغه نڅاګر هم صوفیان دي
اوکه یې نشي کولای نوداسلام نوم په داسي کس چي مادرته تعریف کړمه بدوئ
اودتصًوف نوم په نڅاګرو
نوکه څوک ووایي العیاذبالله چي زه اسلام نه خوښوم ځکه مسلمانان غله زناکاران اوشراب خواره او بې لمانځه خلک دي
نو اوس ته ووایه چي روښتیا هم اسلام همداسي دین دئ ؟
اوکه دا دهمدې ګناهګار دخپلې خوښې ناروا اعمال دي چي له اسلام سره اړه نه لري نـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
دکوموصوفیانو ناروا اعمال چي تا لیدلي هم دتصوفو نمایندګي نشي کولای
یوه مشوره درته درکوم چي په واقي بزرګانو کي څه مه وایاست داکار تاوان کوي
پیر هرات خواجه عبدالله انصاري وايي
(الهي هرکه را براندازې بامادزر اندازې)
هیله ده چي قناعت دې شوی وي