د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دخپلواکۍ او مقاومت ستراتیژي

شرف ستانکزی
21.02.2011

بسم الله الرحمان الرحیم
په ورستنیو پیښو (جلال اباد او قندز) کي څرګنده شوه چی د مقاومت او جهاد ستراتیژی یو څه تغیر موندلې دې،او دخارجي ځواکونو پرتله ملکي او غیرنظامي هدفونه تربرید لاندي نیول شوي دي، په دي کار کي څومره حکمت نغښتلې دې؟ د دي ستراتیژﺉ فایدي،پایلي به د هغه جهاد چي مستقیما خارجي ښکیلاکګر په کي په نښه شي څومره اغیزمنده او ګټوري وي؟


اسد مومند
21.02.2011

ستانکزی صاحب ډېره ښه پوښتنه مو کړې. زما په اند که څه هم داخلي ځواکونه د امریکایانو د ملا تیر تشکیلوي، خو په اوس وخت کې زما په فکر د بهرنیو ځواکونو پرځای داخلي سرتېرو ته توجه اړول کامیابه پالیسي نده. په داخلي سرتېرو حملې او ترهدف لاندې یې راوستل د امریکایي یرغل په ابتداء کې یو اړین ګام او ګټور اقدام ؤ، ځکه چې هغه وخت د مقاومت ډلې لپاره ضروري وه چې په افغاني سرتېرو سره د اصلي دښمن د تقویه کېدلو مخه په هرقیمت چې وي، ونیسي، او هغه افغان وګړي تر ګواښ او تهدید لاندې راولي چې غواړي د ملي اردو او پولیسو په لیکو د امریکایانو ترڅنګ ودرېږي، او الحمدلله د طالبانو دې ستراتیژۍ په هغه وخت کې ډېرې مثبتې پایلې هم د ځان سره ولرلې د همدې ستراتیژۍ برکت دی چې ترننه پورې هغه څوک چې یا له اقتصادي پلوه ډېر مجبور نه وي او یا د امریکایانو سره کلک خواخوږی نه وي، د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې شاملیدلو ته زړه نه ښه کوي.
خو اوس حالات ډېر توپیر لري، طالبانو ولس ته خپل پیغام ورساوه چې د امریکایانو سره دې د پولیسو او اردو په چوکاټ کې مرسته نکوي، او تر ډېره حده ددې پیغام په رسولو کې کامیاب هم شول او ولس هم (په ټوله کې) د طالبانو دې پیغام ته مثبت غبرګون وښودلو.
نو اوس د مقاومت د لارې مبارزینو ته پکار ده چې د داخلي سرتېرو په وژنه کې تر وروستي بریده د احتیاطه کار واخلي، صحیح ده چې همدا کورني سرتیري لا هم د امریکایانو ساتنه او حمایت کوي، خو که طالبان غواړي د ولس زړه لاسته راوړي لږ دې پخپلو سپېڅلو احساساتو او جذباتو کې د مصلحت په خاطر کموالی راولي. په تېر جهاد کې موږ ولیدل، که د حکومت لخوا به یو عادي ولسي کور بمبارد شو نو ټوله کورنۍ به د مجاهدینو سره ودرېدله، او که به مجاهدینو کوم څوک په حقه یا ناحقه وواژه نو ټوله کورنۍ به یې د حکومت سره درېدله. زما په نظر (ښايي زما نظر سم نه وي)، که د طالبانو هدف اولا واخیرا د یرغلګرو ته عاجلا غیر آجل شکست وي او د هغوی د شکست نه وروسته د ولس لپاره کومه برنامه نلري نو د کندوز او جلال اباد ستراتیژي ډېره پرځای او کامیابه ستراتیژي ده. خو که طالبان غواړي د یرغلګرو د شکست نه وروسته ولس پرځان راټول کړي او یو مستحکم اسلامي حکومت رامنځته کړي نو پکار ده چې له اوسه په هغو لارو چارو فکر وکړي چې د ولس د ملاتړ ګراف ښکته او پورته کولای شي، او د جلال اباد او کندوز په ستراتیژۍ چې اکثره دولتي افغان مامورین پکې وژل کېږي، تجدید النظر وکړي.

په پای کې باید ووایم چې طالبان باید په دې حساس پړاو کې دوه ټکو څخه هیڅکله غافله نشي:
لومړی:
امریکایان غواړي په دې حساسه مرحله کې (چې ټول قرائن یې په شکست دلالت کوي) په هر ډول چې وي افغانان پخپلو کې سره وجنګوي، او د اصلي دښمن څخه یې توجه کمه کړي.

دوهم:
مخکې چې هرڅه تېر شوي یو ضرورت ؤ او بې له هغې د امریکایانو سره مقابله ناشوني وه، خو وروسته لدې دې طالبان هیڅکله دا نه هېروي چې همدا دولتي افغان مامورین او د ملي اردو او پولیسو کارمندان هغه کسان دي چې سبابه ستا په حکومت کې د ولس یوه برخه تشکیلوي. د نن ورځې مقاومت کوونکي دې د دې موضوع سره (زما په نظر) لکه د خنزیر د غوښې په څېر معامله وکړي، چې مسلمان ته یې د ضرورت پر وخت خوړل روا دي خو فقط هومره اندازه چې د مرګه پرې وژغورل شي، نه دا چې ځان ورباندې موړ کړي.


شرف ستانکزی
23.02.2011

بسم الله الرحمان الرحیم
مومند صاحب ډیره مننه، ژوندې اوسی، کور مو ودان چی حقایق مو وویل. تاسو سره په ډیرو نقطو کي موافق یم، خو پدي خبره کی درسره موافق نه یم چی تاسی ویلې چی:
(که د طالبانو هدف اولا واخیرا د یرغلګرو ته عاجلا غیر آجل شکست وي او د هغوی د شکست نه وروسته د ولس لپاره کومه برنامه نلري نو د کندوز او جلال اباد ستراتیژي ډېره پرځای او کامیابه ستراتیژي ده.)
زما په نظر دغه ستراتیژي یا دغه پالیسي په هیڅ صورت د یرغلګرو د عاجل شکست سبب نه ګرځي، بلکه د جهاد او مقاومت د ناکامۍ سبب ګرځي.
ځکه په دغه ستراتیژي کي عام المنفعة تاسیسات او غیر نظامي ولسی خلک د برید لاندي نیول شوي دي، او همدا د ښکیلاکګرو خواهش او ارزو هم ده چی مجاهدین بدنام شي او ددي کار نه سوء استفاده وکړي او خپلو یرغلونو ته جواز پیدا کړي،د بلي خوا نه یرغلګرو ته په دي کار هیڅ نقصان نه رسي، که په لکونو افغانان ووژل شي نو دوي به ورته نور افغانان بدیل پیدا کړي او که باالفرض بیخي بدیل یی هم پیدا نه کړي نو خارجی امنیتی قراردادیان یی هم بس دي لکه فلپینیان،نیپالیان، سریلنکایان،افریقایان او داسی نور.
الغرض ما دا ویل غوښتل چي که مقصود او هدف د خارجی یرغلګرو وتل وي نو مستقیما دی د برید لاندی ونیول شي ځکه چي د یو خارجی وژل دوي ته د یو لک داخلیانو نه هم سخت پریوځي،هم یی پري تاوان ډیر کیږي، هم یی په نورو ملګرو کي یره او خوف پیدا کیږي هم یی پری قومندانان بی زړه کیږي او هم ورته په خپلو ملکونو کي ولسي خلک په خلاف راپاڅیږي.
اوس نو سوچ وکړﺉ چی کومه ستراتیژي د یرغلګرو د ویستلو لپاره ډیره اغیزمنده او ګټوره ثابتیدلاﺉ شي.


عنوان

chaparharay
23.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
دشرف ستانکزی صاحب دخبری په تاید . باید ووایو چی رښتیا هم که دا ټول افغانان په یو وار ووژل شی نو دیرغلګرو یی پری څه والله که یی چرت هم پری خراب شی بلکی تاسی به لیدلی وی چی کوم ځای کی ورباندی بم وچاودیږی یا ورباندی فیر وشی نو شاوخوا هرڅومره افغانان چی ګوری وژنی یی اوڅو کرتی همدا عمل په ننګرهار کی چی دا مونږ ورنه معلومات لروتکرارشو او په نوروولایاتوکی به هم داسی پیښی شوی وی نو یرغلګروته ټول افغانان یو شی اعنی دښمنان ښکاری او هڅ ورباندی نه خفه کیږی .
خو ښه به دا وی چی ددی پرځای په یرغلګرو بریدونه وشی او یو څوک چی له خپله سره تیرشی او استشهادی کوی نو بیا یرغلګرو باندی څه مشکل دی ټوله ورځ په سرکونو ګاډو کی ګرځی چی کوم ځای کی څوک عام وګړی نه وی پری ورټوپ دی کړی.
او بیا پدی بانګ کی خلکو څه ګناه کړی وه دی کی خو به ډیر داسی مراجعین وو چی له کفارو سره دښمنان وو او هغو ښځو څه ګناه کړی وه ولی چی له بانک نه یی خپلی پیسی وړلی ؟
یره دا د شکور صاحب نشر کړی ویډیو می چی وکتله تر اوسه پوری هڅ کار خوند نه راکوی دا دی نیمه شپه ده او زه همداسی لو غړن ناست یم بیخی می یوه لحظه هم له زړه نه نه وځی څه وکړم !
بس دا به ووایم چی الله دی ځمونږ ګناهونه معاف او په سمه لار مودی برابر او ثابت لری آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more