ادبي ټوکې ټکالې
بريالې کانديد ته مشوره٠
tandar
21.02.2011
بريالې کانديد ته مشوره٠
هغه د٤ پښو ندافان چه دې د ډانډس دډبليو سره :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: ٣هفتې مخکې راوستې وه،رخصت نه کړې ،چه دضرورت په وخت کې به بيا چيرته پسې ګرځې :roll: :roll: :roll: :roll:
دهم هغو ندافانو په زور شايد بريالې پاتې شې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربيا٠
محمدزمان هوتک
21.02.2011
سلامونه.
یاره نن خو بیخې ډیرو کسانو ځانونوته نوی نوی اکاونټونه جوړکړی دی په دې ډیر وخت مې په یوه ورځ دومره ډیر نوې ګډونکوونکې ندې لیدلی؟ داټوله ماته دنویو کاندیدانو چال معلومیږې؟
دا انخابات هم ماته دکرزی تر انتخاباتو بدتر معلومیږې؟
که څنګه قریشه داټوله درغلې نه بولې؟
عنوان
bewatan
21.02.2011
هوتک صاحب سلامونه٠
مرکې او قيصې دې ډيرې په زړه پورې دې،ومې غوښتل چه ستاسو ديرې ته کله کله راشم٠ اميد دې چه نابللې ميلمه نه وم٠
مننه٠
عنوان
chaparharay
22.02.2011
السلام علیکم
محمدزمان هوتک صاحب بیخی دنښی منځ دی ویشتلی ، دی کارته دهچا هم ورپام نه وو یره رښتیا چی ډیر پوه اوبیدار یی.
کټ مټ دکرزی انتخابات شول ګوره دالیکنی یی هم ډیری صافی صافی دی څوک چی لمړی ځل راشی نو لیکنی یی ترډیره وخته ګډی وډی وی بیا دځینو ورونو لیکنی ښی شی او ځینی یی بیا ځما غوندی تر اخره شډلی وی .
خو دا نوی راغلی ورونه ډیری پاکی صافی لیکنی کوی کومه ګرامری غلطی هم پکی نه وی نو همداسی یی وبوله چی څه درغلی یی کړی دا ځینی خلک ډیر چلیان وی.
ټوکی کی یی درحساب کړی په هچا بی دلیله او بی ثبوته تور نشو لګولای !
په درناوی
اسد مومند
22.02.2011
یره وروڼو تاسو به ما ښیئ خو یقین وکړئ چې زه نوی ګډونوال یم. او چپرهاریه که محمدزمان هوتک بیدار دی ته هم ترې کم نه یې دا د نوی او زوړ ګډونوال توپیر دې په دې دلالت کوي چې ته لا وختي دې توپیر ته متوجه وې، ځکه دې په اول کې قصدا لږې ګډې وډې لیکنې کولې خو اوس دې لکه د پخوا پشان اعنی اعنی هم نه خېژي او لیکنې دې په تدریج سره لارې ته برابرې کړې. بلا سړی یې!
خو اوس داسې وکړه چې ټولپوښتنې ته ورشه او چې څومره ووټونه درسره وي ټول استعمال کړه. ضرور نده چې ټول زما په حق کې استعمال کړې مګر ناګفته دې پاتې نه وي چې الحق للقریب: زه او ته خو وطنداران یو د چپریارانو سره ډېره ناسته پاسته لرم خو ته خفه نشې یو مشترک صفت ټول چپریاران لرې هغه دا چې ډېر زیات چالاکه خلک دي او سخت بیدار دي د ګټې او تاوان ځای ډېر ښه پېژني او په اسانۍ کولای شي سیند ته دې تږی بوځي او تږی بېرته راولي ته مې مطلب نه یې ممکن ستا به پټې او پسې ډېرې زده نه وي ځکه چې هره قاعده ایکسیپشن هم لري خو زما مطلب په عام ډول د چپریار خلک دی.
محمدزمان هوتک
22.02.2011
سلام۰
مومند صیب مطلب مو ته نه ې مطلب ټوله کاندیدان وه.
چپرهاری صیب.
دانوی ملګری روشتیا هم ډیر بلد دې دقریش یار خبره هره سوړه جلاجلا پیژنې ؟
ما په /2009 / کې ځان ثبت کړ قسم ده که مې چل زده وو چه اوس نو لیکنه څنګه وکړم؟خو چه موضوع به مې وټاكله هغه به یې نوم اوشفر غوښت زما خپل شفریاد نه وو؟
دادی اوس مې په۲۰۱۰/ کې چل زده کړ؟ او په نوی ایمیل ادرس راغلم خو
دوې نو...څه به نه وایم
بیابه مومند صیب غوصه وې.
مومندصیب ټوکی دی یره چه غوصه نسې ته خو د اوټواعنې د(انتخاباتو) نه مخکی ثبت سوی یې۰؟
یره قریشه ظالمه بیادې ځان غلی کړی دې خیرت خوبه وې۰
تربیا
قريش
22.02.2011
السلام علیکم
هوتکه یو خودانوی ګډونوال دومره زیات شوی دی چی مانه یی هم نوره لار ورکه کړی نه پوهیږم چی مومندصیب ته به می ستړی مشی کړی وی اوکه نه خوخیرکه می کړی هم وی مومند صیب یوځل بیا ستړی مشی خدای دی راوله.
اوریښتیا دمومند بلدتیاته زه هم حیران یم خوبیاوایم چی خو مومند صیب به وایی چی اخربلدیږم ولی اوس بلد نشم؟
که څنګه مومند صاحب؟
هوتکه چی ریشتیاووایم دورکیدو علت می دادی چی کله فورم ته راشم او دPOKHTON نوم ونه ګورم نوبیامی ګوتي په ډیر مشکله کیبورډ ته ورځي. کاکا خوپه مونږ ګران دی خو پته نه شته چی ولی یی ځان داسی غلی نیولی.
بله خبره می هوتکه دا کوله چی دا غټه نقطه (۰) خو په فورمونو کی ددری کسانو نښه ده: پتنګ، تندر، او سپینکار. اوس یی تاهم استعمال شروع کړی یوبل چیرې می هم ولیدی چی د (.) پرځای دی د(۰) څخه کاراخیستی و.
عنوان
chaparharay
22.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
مومند صاحب ښه یی صحت شریف دی ښه دی !
یره وای د.....په ږیره خس وی نو مونږ خو تاسی نه یی خودلی خو دا چی تاسی پخپله پوهیږۍ نو دی کی ځمونږ څه قصور دی !
ماچی اوله لیکنه وکړه نو نور نه پوهیدم او له هرڅه دمخه می سملاسی ټوکه ولیکله ، او هغه هم رانه اسلامی بحثونو فورم ته لاړه، بیاقریش صاحب را غږ کړ چی اوووووو وروره سوړه دی غلطه کړی ،نو ماویل چی لکه چی دا ورور خو راسره ازاد شو اوس به څه کیږی ،اوس خو به نو راسره هرقسم ټوکی کوی زه به یی څنګه پوه کړم چی ځما خو په ټول عمرکی همدا یوه ټوکه یاده وه اوهغه هم پټاکه شوه.
خیر بیا روسته روسته لږ لږ پوهیدم، بیا راته همدی شوخ قریش وویل چی دا ته لا څرنګه لیکنی کوی !ما ویل چی لیکنی می ښی وی که بدی خو زه دخپل ټایپنګ تمرین کوم ،چی ټایپنګ می ښه شی بیا به ګورو او همدا وو چی که لیکنی می څه هم لا تراوسه سمی ندی ،خو ټایپنګ می داسی یاد شو چی د هرمونیم غوندی یی وهم(اوس څوک دا اعتراض ونه کړی چی مولوی صاحب دا هرمونیم دی هم غږولی که څنګه؟) نو خبره پدی نویو ورونو کی وه چی ښه په هره لاره بلد دی ،اوبیا وای چی مونږ نوی! یو زه خو یی شخصا هڅ نه ورسره منم چی نوی دی وی او که بیا هم وای چی مونږ نوی یو نو هغه زاړه څه شوه؟ او وبه ګوری چی هغه زاړه راپیدا شول نو دانوی به بیا ورک وی ،ځکه چی یو سړی په یو وخت کی په دوه روپه کی څنګه راڅرګند شی ؟خو چی یو لاړ شی نو دابل به راشی که څنګه قریش صاحب او هوتک صاحب ستاسی پکی څه نظر دی ؟
قريش
22.02.2011
چپرهاری صاحب ته ډیرښه وایی دمومند نه نیولی ترپښتون یار او بیټ پوری ګردسره دفورم په لارو ګودروښه بلد دی څه به یی په زړه کی ساتم چپرهاریه ته هم راته ښه بلد معلومیږی په اول کی هغه ټوکه چی دی په غلطه سوړه وربرابره کړی وه هغه هم داعتبار دپاره. خو یوه خبره دی ډیره جالبه کړی چی نوی ګډونوال راپیداشي زاړه ورکیږی. آیا زموږ پښتون ورور خو به دی مطلب نه وی؟ لږ مو پوه کړه!
دلته یو وخت موږ ډیر تکړه تکړه لیکوالان درلودل لکه الوزیری، حذیفه، وصیل پیروز چی ډیر وخت کیږی نادرکه شوی دی چپرهاری صاحب که تاته یی ادرس معلوم وی فورم ته یی راوغواړه. نوی ګډونوال هم زمونږ دسر سترګی دی خو زړنه مو دهغو پخوانیو یارانو خبری غواړی.
اوس به نو ستیج هوتک صاحب ته پریږدم چی هغه هم خپله تبصره راواوروي.
bette
22.02.2011
یانی دا سټیج ستاسو په پچه ختلی دی ؟؟؟
او دمشر ورور تندر په معمیاتو خو پوهه نشوم !!
نورنو خوږویارانو انټرنیټ نړۍ ده څوک به ځی اونوربه راځی
په دی انتخاباتوکی دیوه ټوکمارموضوع ده زه خو وایم په دومره
تکلیف به نه ارزی چی سړۍ په نوی ایمیل دراننوتلو تکلیف ته
ملا وتړی
په هر صورت مجلس موخوند کوی الله مو ښاد لره
محمدزمان هوتک
22.02.2011
یارانو سلامونه!
قریشه یره زه هم ناست وم چه کله به داسټیج راخالې کیږې (ټوکه وه)
قریشه ته خو پوهیږې چه کاکا چیرې دی پښتون یادوم،
زه به یې در وښیم پښتون ته چه کوم چل ما اوتا ور زده کړ دهغې نه په استفادې سره زموږ اوستاسې لیکنې پټې لولې او داسې غلی بیرته ځی؟
ګنې
ته چه کله فورم راسې چه 3 کسان هغه رقم ووینې پوه سه چه پښتون پکښې دی؟
او دا مولوې چپرهاری صیب هم کاږه خلګ ډیر ښه پیژنې اعنې زاړه ملګرې په نوې بڼه؟
تربیا
عنوان
spinkar
22.02.2011
وروڼو سلامونه ،دخيرات څنګ کې خو ډې کوې ،ګورې چه هرڅوک راغلو ګرمه ستړي مشې به ورکوو،مبارکې به ورکوو،ګورې چه فورې په ټوکو شروع ونه کړې،چه دسړې سياست خرابه نه شې :oops: :oops: :oops: ،کله چه ښه په خوې او بوې ورسره بلد شوې،بيا نو که ترې پوستکې هم وباسې څه نه واې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
دلته په غير له مونږه نور څوک څه کوې ،که دې حوکمت هم کوې په مونږه به ې کوې،ياې يو څو ورځې يواځې پريږدې ،چه خپله په ټوکو شروع وکړې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
ماهم ورته دملانصرالدين کتابونه پيدا کړيدې :roll: :roll: :roll: :roll:
غم ې مه کوې٠
مننه٠
اسد مومند
22.02.2011
ځئ نو که زه مو وپېژندلم بیا مو منم!
چې ریښتیا راباندې د بل چا ګومان ونکړئ ټوکې کوم، هسې هم نن سبا شکونه ډېر شوي دي زه پوهېږم چې ډېر وروڼه په ما باندې هم د محمد زمان هوتک ګومان کوي خو زه په یقین سره درته ویلای شم چې زه هوتک نه یم. خو هوتک پښتون تندر قریش عبدالسلام ټول پېږنم چې ښه خلک دي.
خدای مو دې په ایمان نه خفه کوي چې ژوند باقي وي سره وبه پېږنو.
سپینکاره اشنا اخیره زمانه ده سړی د اولې کرښې د لوستلو نه پیژندل کیږي چې مثلا د پښتون، تندر، قریش، هوتک نوې بڼه کومه ده؟
خدای دې زموږ ترمنځ مینه همداسې دایمه او قایمه لري نور یې غم مکوئ.
محمدزمان هوتک
22.02.2011
یارانو تاسې ته سلامونه!
اعنې قریش،تندر،پښتون،مومند،سپینکار،عبدالسلام،خیریوسی، چپرهاری، اوچه اوس یې ماته نومان نه راځې هغو ته هم سلامونه!
مومندصیب زه به هم ټولو ته یقین ورکړم چه مومند صیب جلا دی اوزه جلا یم؟
سپینکارصیب هرکلی یې تود کوو خو که چا شوخی وکړه بیا ډاډه یو چه سپینکارصیب راسره دی؟
یاره مومند صیب لیکنې دې ماته ډیرې خوږې ښکارې لکه یا چه قریش وی اویا پښتون وی مګر زه په چا شک نکوم ولې چه شک ګناه ده؟
تربیا