د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مورنۍ ژبه

زرکه
09.06.2004

نن سبا په افغا نستان کې په مورنۍ ژبه خبرې کول هم لويه ګناه ګڼل کيږي او بيا چې لا ليکل او لوستل پې کوې
نو د منلي او فرهنګ پاله افغان ښاغلي محمداسمعيل (يون) په شان به دسراومال دزيان ګواښ هم درته کيږي .
قدرمنولوستونکوته ښه پته ده چې دلته خبره يوازې دپښتواوپښتنو پورې نده . خبره دټول افغانستان دبرخليک ده. چې کله په يوه پلمه اوکله په بله د خپل پنځه زره کلن تاريخ په اوږدوکې ددننه اوبيرون دښمنانوله لاسه جوړيدو
ته ندی پريښودل شوی .نو هغه دچا خبره په زړه مې ته پلمې مې نورې . ددينه به بله ښه پلمه داوردلګولودپاره څه وي
چې لکه دهروخت په شان يې بيا په پښتنو دنفاق اوکينې په نوم وروتپي .داځل پښتانه په دې پړه دي چې په خپله
مورنۍ ژبه خبرې کوي .اوياهم خپل راتلونکي نسل ته په خپله ژبه دليک لوست بلنه ورکوي .
مونږ خپل لمړنی لوظ دمور په غيږ کې دمور په نوم ماتوو . هره مور په خپله ژبه خپل اولاد ته د ويده کيدو سندره
وايي هغه ته په هغه ژبه ښودانه کوي چې مور پې خبرې کوي ځکه خوورته مورنۍ ژبه وايي .
ريښتيادابيابيله خبره ده چې پښتو يوازې دخبروکولو وسيله نده ځکه هروخت چې مونږوايو پښتو يانې غيرت ،عزت ،عظمت ،حيا،ښکلا اوداسې نورټول داهغه شيان دي چې دپښتو د نوم سره تړل شويدي اوهغه هم داسې چې
حتی اغيار يې هم دمنلو نه انکار نشي کولی .نوځکه کله په څه او کله په څه د پښتو د پرمختللو لاره نيسي . په
دې هيله چې ددښمنانو داارمان دهغوۍ سره ګورته لاړشي او زمونږ خوږه مورنۍ ژبه ددې ټولو ازموينونه په پوره
برياليتوب راوځي ترڅودښاغلي (يون) په شان دټولو فرهنګ پالو دخپلې ژبې دپاره هلې ځلې بې ځايه لاړې نشي .
په پښتنه مينه او درنښت


Re: مورنۍ ژبه

لونګين
09.06.2004

زرکې خوري سلام مي ومنه ، زړه مې ډير درد کوي خو په هر صورت حوصله به کومه..
پښتانه په خپله ملامت دي او خپل کلتور او ژبې ته ئي ډير خيانت کړي دي . پښتون گل چې مکتبي او عصري
شي نو دي په خپله ژبه شر ميږي نو کله چې پاړسو وائي نو دي به خوله هم ورسره کگوي او ځان به هم لوڅه وي .
همدغه ډير باريکه وخت دي کله چې دى خپل کلتور ته خيانت کوي نو تازي جان دي لېوني خداي
وهلي او رسول شرمولي پښتا نه ته د خيرک د مور اهميت هم نه ورکوي. غټ تاريخي مسالونه ئي نجيب اله
او ظاهرشاه دي چې يو ئي په طالبانو وځړاوه او بل ته ئي دبابا لقب ورکړ زه دبا باپه هکله د تازي جان خبري
او ليکنې دلته نزا کتا نه څيړمه خو ډير لوستونکي به ئي شايد په مانا پو هيږيزي.
زمونږ پښتنو ته ډير خيانت شاهي کورنۍ کړي دي او په دا دومره موده کې دي کورنۍ په
افغانستان کې ملي هويت جوړ نکړ.
(يون ) ډير نراو زړه ورسړى دي او زما پر دي خوښيږي چې دى د اوږدې منډي سړي دي.
هو خوري ! زه ئي په ځنګ کې اخلا قا ډير کلک ولاړ يم.
د پښتون يو ډير نجس خواص دادي چې دى غواړې چې خپل ځان مشهور کړي او نوم ئي ياد شي
نوره مهمه ندى چې ايا دا کار دده دنور ټبر په ګټه دي او که نه ؟ او پښتون د اوږدى منډى سړى
هم ندي دا لېونيان د خداي روغ کړي خو د اوږ دي منډ ى حوصله نلري.
زرکى خوري ! زه سپيني خبري کوم که څوک خپه کيږي او که خوشاليږي

په در ناوي ستا سو ورور لونګ

[quote:2cbe68dd60="زرکه"]نن سبا په افغا نستان کې په مورنۍ ژبه خبرې کول هم لويه ګناه ګڼل کيږي او بيا چې لا ليکل او
لوستل پې کوې
نو د منلي او فرهنګ پاله افغان ښاغلي محمداسمعيل (يون) په شان به دسراومال دزيان ګواښ هم درته کيږي .
قدرمنولوستونکوته ښه پته ده چې دلته خبره يوازې دپښتواوپښتنو پورې نده . خبره دټول افغانستان دبرخليک ده. چې کله په يوه پلمه اوکله په بله د خپل پنځه زره کلن تاريخ په اوږدوکې ددننه اوبيرون دښمنانوله لاسه جوړيدو
ته ندی پريښودل شوی .نو هغه دچا خبره په زړه مې ته پلمې مې نورې . ددينه به بله ښه پلمه داوردلګولودپاره څه وي
چې لکه دهروخت په شان يې بيا په پښتنو دنفاق اوکينې په نوم وروتپي .داځل پښتانه په دې پړه دي چې په خپله
مورنۍ ژبه خبرې کوي .اوياهم خپل راتلونکي نسل ته په خپله ژبه دليک لوست بلنه ورکوي .
مونږ خپل لمړنی لوظ دمور په غيږ کې دمور په نوم ماتوو . هره مور په خپله ژبه خپل اولاد ته د ويده کيدو سندره
وايي هغه ته په هغه ژبه ښودانه کوي چې مور پې خبرې کوي ځکه خوورته مورنۍ ژبه وايي .
ريښتيادابيابيله خبره ده چې پښتو يوازې دخبروکولو وسيله نده ځکه هروخت چې مونږوايو پښتو يانې غيرت ،عزت ،عظمت ،حيا،ښکلا اوداسې نورټول داهغه شيان دي چې دپښتو د نوم سره تړل شويدي اوهغه هم داسې چې
حتی اغيار يې هم دمنلو نه انکار نشي کولی .نوځکه کله په څه او کله په څه د پښتو د پرمختللو لاره نيسي . په
دې هيله چې ددښمنانو داارمان دهغوۍ سره ګورته لاړشي او زمونږ خوږه مورنۍ ژبه ددې ټولو ازموينونه په پوره
برياليتوب راوځي ترڅودښاغلي (يون) په شان دټولو فرهنګ پالو دخپلې ژبې دپاره هلې ځلې بې ځايه لاړې نشي .
په پښتنه مينه او درنښت[/quote:2cbe68dd60][size=9:2cbe68dd60][/size:2cbe68dd60]


مورنۍ ژبه

زرکه
10.06.2004

ګرانه وروره لونګينه ! زما مساپراودپښتنې مينې نه ډک سلامونه دې تاسو او دزړه سرټولې پښتونخوا ته ورسيږي
ستاسودسپينې او پاکې ليکنې نه يوعالم مننه . په لوستلو يې ډيره خوشحاله شوم . ځکه چې زما هم ستاسو په
شان د پاړسو سره جوړه ده اوهغه پښتانه خو مې بيخې دزړه سراودسترګوتوردي چې په پاړسي خبرې کول ورته
پرمختګ ښکاري :lol: :lol: :lol:
ګرانه وروره ! زه پوهيږم چې پښتنوهر کله پخپله په ځان ورانه کړيده . خو په پښتو کې متل دی چې سل رحماني
او يوه شيطاني .پښتانه هميشه دبل چا په خبره تيروتلي دي . چې يودلږې مودې وړاندې دتاريخي پيښو مثال
يې غازي امان الله خان کيدای شي . همدارنګه که لږ وړاندې پسې لاړ شو نونورې بيلګې به يې هم ووينو .
خبره داده چې پښتانه هر کله شاته ګوري او د شاته کتونه که څه جوړيدلې نو اوس به د پښتنو دا حال نوی
په افغانستان کې څومره پښتانه دي چا معلوم نکړل ځکه دنيم نه ډيريې په کلو کې اوسيږي او هغوۍ پدې
باوري دي چې د هغوۍ دهيڅ ډول اسنادو اړتيا نشته او ښځينه برخه خوبه بيخي نه يادؤ پاتې شوه هغه برخه
چې په مرکز او ولاياتو کې اوسيږي که دهغوۍ تذکره (پيژنپاڼه) وکتل شي نو په ټولوکې به د قوم په جواب کې
تاجک ووينۍ .نو تاجکان به خدای (ج) وهلي وي چې ددې وخت نه به ګټه نه اخلي هغه د چاخبره
پاړسو زمونږ کره ميلمه شوه
ميلمستيا يې وکړه اوس دکور دعوه کوينه
خبره خوداده چې يوازې دتاجکو دعوه خو نده که لرې پښتنخوا ته لاړ شو نو هم همدا حال دی هلته يې راته
اردو رسمي ژبه وټاکله چې پدې باره کې به تاسو ته ښه پته وي .
نو خپلې خبرې ته راځم چې که دپښتنو په بې پروايي او ملامتيو باندې غږيږو نو زما په اند بل هر کار به رانه
پاتې وي . نو ښه داده چې دقلم خاوندان ټول پښتانه ديوې داسې لارې په لټه کې شو چې که ټول نوي نو لږ لږ
داپه درانه خوب ويده له خوبه راويښ کړو .
دښاغلي (يون ) د فرهنګي هلوځلو او خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) ته دچوپړ کولونه د انټرنټ اونورو پښتو خپرونو
له لارې اشنا شوې يم دنوموړي ليکنې او شعرونه مې ډيرخوښيږي . هسې خو مې دپښتو ادب سره دوړکوالي نه
مينه وه خو دچاخبره چې دولس کاله مخکې چې په ښه په بد پوهيدلو دخپل خوږ افغانستان پريښودلو ته اړشو
چې مساپري مو ددې سبب شوه چې د پښتو سره مينه مې دليونتوب حد ته رسيدلې ده .

[color=blue:0d4fcad27c]
تل خبرې به کوو مونږ سپينې سپينې
که په تورو تورو غرونوکې اوسيږو [/color:0d4fcad27c]
په درنښت ستاسو خور زرکه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more