ادبي ټوکې ټکالې
وطنمل صاحب ډیره مننه
رښتینی
20.02.2011
محترم ډاکټر صاحب وطنمل الله دی خوشاله او سوکاله لره
اوتل ښاد اواباد اوسی چی له دی خونی دی وایستلم ډیره
مننه او کور ودان !
باور وکړه ددی فورم ځینی پیښو زه روحا وزورولم او نږدی وه
ټول افغان می در پری ایښی وی دهر فن اومسلک خپل خلک
وی زه ددی کوڅو سړۍ نه یم
الله مو سره خوشاله لره
په مینه
عنوان
tandar
20.02.2011
حامد صاحب سلام او مبارک ،ستاسو لپاره زه هم روحا خوشحاله شوم،ستاسو وړ ځاې نه و،مابه ډيره مداخله کړې وې ،خوخاص ستاسو په احترام مې هر څه په ځان تير کړه٠
دغلته بايد نوې مقررې وشې٠
مننه٠
عنوان
tandar
20.02.2011
حامد صاحب ديوې لنډې اجازه غواړم،البته په ارتباط دټوکو دمخ نه دتللو او مسافر کيدلو٠
په سفر تلې درجيګه نه شوم
.............................[color=blue:61ada57f7a]تۀ[/color:61ada57f7a] خفه نه شې زه سلګو نيولې ومه :roll: :roll: :roll: :roll:
مننه٠
پتوال
21.02.2011
[quote:fc3d5cda22]په سفر تلې درجيګه نه شوم
.............................تۀ خفه نه شې زه سلګو نيولې ومه [/quote:fc3d5cda22]
وآه....وآه تندر صيب څومره ښکلې ټپه ده ، والله چې مړ دې کړم
څومره سوز او ښکلا په کې رانغښتې ده ، چې بې ارادې مې ورته
دفعتا ً دغه ځواب خولې ته راغی :
[color=blue:fc3d5cda22]زه درنه ځم ته مه پاڅيږه
...................................... د چندړ لښتې په ګونډو دې ښکلومه ![/color:fc3d5cda22]
اسد مومند
21.02.2011
تندرصاحب ته خو ددې فورم نه مرور وې؟ اوس چې مې ستا لنډۍ ولیدې ډېر تعجب مې وکړو چې تا خو په خپله دېره کې د لنډیو او ټوکو جلا جلا خونې پرانیستې دي بیا دلته څه کوې؟؟
زه درباندې پوهېږم اوس دې طمع پیدا شوې نو ځکه د ټوکو په فورم کې داسې خوږ خوږ کېږې.
خو که زه چېرې د دې فورم ډرایور وټاکل شوم اولنۍ غوښتنه به مې له تا (تندر) او وطنمل صاحب څخه دا وي چې د ټوکو ټکالو دېره معلومه ده زه په کور کې کورکي نه منم. او لکه یو ورور چې ويلي ؤ د one in two فورمول څخه کار اخیستل اختلاف ته لمن وهل او په فورم کې درز اچول دي. که داسې ونشي بله ورځ به ډاکټر وطنمل صاحب هم د طب او روغتیا په فورم کې جلا خونه پرانیستې وي وايي به چې د مریضانو لپاره ذهني تفریح ته هم اړتیا شته. او په یوه دېره کې به شل نورې دېرې جوړې شي.
هیله ده خفه نشې ځکه چې حقیقت لږ تریخ وي.
عنوان
tandar
21.02.2011
مومند صاحب او پتوال صاحب سلامونه٠
اول خو مومند صاحب تاسې دې خداې پاک يواځې دلته رئيس کړې،په پښو نه په لاسو به راشو او که دابل همداسې پاتې شو،نو بيا زه ستاسو راتګ ته سترګې په لاره يم او ما شايد دلته ونه وينې٠
فعلا خو انتخابات دې او په دې کې کوښښ کوو چه زمونږ دتبې سړې مينځ ته راشې٠
او بل مونږ په يوه فدرالې دولت کې ژوند کوو،هر ه خونه او ايالت په داخل کې خپل استقلال لرې،ددې له کبله مو دخپلو وروڼو او قدرمنو ميلمنو لپاره دغه امکانات مهيا کړيدې،داد بيلتون معنې نه ورکوې٠
او زما شخصې ازادې په داخل دچوکاټ کې ،وطمنل صاحب خو به دټول افغان اداره په لاس کې لرې،دکرزې نه نيولې تر اوباما پورې هم نشې اخيستلې٠
او که چا سانسور مينځ ته راوړو؟
[color=darkblue:209a03d56a]نو ملک خدا تنګ نيست،پاې ګدا لنګ نيست٠ [/color:209a03d56a],,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
چاته رايه ورکوئ
اسد مومند
11% [ 2 ]
الوزيري
5% [ 1 ]
عبدالسلام
50% [ 9 ]
خير يوسې
33% [ 6 ]
ټولې رايې : 18
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
تندرصاحب ته خو ددې فورم نه مرور وې؟ اوس چې مې ستا لنډۍ ولیدې ډېر تعجب مې وکړو چې تا خو په خپله دېره کې د لنډیو او ټوکو جلا جلا خونې پرانیستې دي بیا دلته څه کوې؟؟
[color=red:209a03d56a]مومند صاحب دافيصدې خو چندانې خوند نه راکوې که څنکه؟[/color:209a03d56a]
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
او پتوال صاحب دا لنډې څنګه دي٠
[color=darkblue:209a03d56a]داته چه تلې اخر روان شوې
..............................خوماپه بيننګو خلکو مه سپاره مينه
زمادډيرې مودې ياره
.............................کله ناکله مې په خط کوه پوښتنه
خلک په تلو کې شاته ګورې
............................يو ځل راګوره زه دې يواځې پريښودمه[/color:209a03d56a] :roll: :roll:
مننه٠
tandar
22.02.2011
[quote:381ee4ebfc="پتوال"][quote:381ee4ebfc]په سفر تلې درجيګه نه شوم
.............................تۀ خفه نه شې زه سلګو نيولې ومه [/quote:381ee4ebfc]
وآه....وآه تندر صيب څومره ښکلې ټپه ده ، والله چې مړ دې کړم
څومره سوز او ښکلا په کې رانغښتې ده ، چې بې ارادې مې ورته
دفعتا ً دغه ځواب خولې ته راغی :
[color=blue:381ee4ebfc]زه درنه ځم ته مه پاڅيږه
...................................... د چندړ لښتې په ګونډو دې ښکلومه ![/color:381ee4ebfc][/quote:381ee4ebfc]
[color=red:381ee4ebfc]داښکلول به دې زه کړم
.....................................ته رانه لاړې کاليجې ته پاتې شومه[/color:381ee4ebfc]