اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دفتر کی فارغه موقع
خالدمنصورهډا
20.02.2011
نسأل الله ان يجعلنا من الذين يخشونه سرا وعلانيه
ټول هغه ملګری چی کله کله ورته په دفتر کی فارغه موقع پیدا کیږی خو قرآن کریم ورسره نه وی چی تلاوت یی کړی، مهربانی وکړۍ او دا لاندی لینک وګورۍ او د قرآن کریم تلاوت وکړۍ.
http://www.quranflash.com/en/quranflash.html
مننه
http://hadawal2.net.ms/
ومی کوت دا هډوال سایټ!
chaparharay
20.02.2011
السلام علیکم
هډوال صاحب ستاسی هډوال سایټ می وکوت او تبصره می داده چی ښه اوزګار راته ښکاره شوی لکه چی بل هڅ مصروفیات دی نشته دی سایټ نه خو دی دکوچیانو لارۍ جوړه کړی .
اوففففففففففففف دامی څه ولیکل خیروروره خفه رانه نشی تبصره کی باید سړی رښتیا ووای هسی دبوسو لاندی اوبه تیرول خو ندی پکار چی په دروغو یی صفت وکړم.
خو بیا ځما نظر دادی چی ددی دومره ډیرو سایټونو نه به داښه نه وه چی همدا دټول افغان سایټ دی په خپلو لیکنو تقویه کړی وای ؟
که هریو ورور خپل خپل ویب سایټ جوړوی او مارکيټ ته یی راوباسی نو هسی به مارکیټ ډاون کړی نور به نو څه وکړی!
وروره که ریا یا نور دنیاوی فایده پکی نه ګوری نو راشه ددی ډیروسایټونه په ځای همدلته خپل کمال وښایه چی هیوادوال(نه یواځی هډوال) هم درنه مستفید شی اوستاسی ارزوګانی هم پوره شی .
هیله مند یم چی په سپینو خبرو می خوابدی نشی.
په درنښت
پښتون:
20.02.2011
سلام!دا پښتو ساییډ دی او که انګریزي،زه خو چي ساییډ ته ورشم نو د چپلیاری صاحب خبره ګډوډو ته ورشم.او که د ساییډ ادرس دي سم لیکلې ندې.
ع کريم حليمي
21.02.2011
درنو او مکرمو خوږو وړونو ، هډاوال صاحب ، چپرهاری صاحب ، او مهمند صاحب السلام علیکم و رحمة الله
هډاوال صاحب ! ښه راغلاست و "ټول افغان" ته او هر کله راشئ
دا د بحث په خونو کښی د ملګرو تر مینځ قسم قسم بحثونه کېږي کله شیرین بحث کله جر وبحث، کله کج بحث او کله کله بیا امتحاني بحث سره وموښلي
ګرانه وروره تاسو پوهېږئ ؟ چه د" ټول افغان " د بحث خونو ته د درنو او مکرمو لیکوالو د لیکنو، او د خپــــــــــــــــــــــــل ویب پاڼي اعلام او د لیکلی اعلانونه سره تاسو سر راښکاره کړئ ! ؟ چه وماته دا یو شیرین بحث دی
غواړم چه ستاسو او درنو ملګرو سره بحث پر وکړو
پوښتنه : یو څوک اخلاقاً دا حق لري :چه د بحث په ُفورمونو کښی اعلانونه وکړي ؟؟؟
درنښت
هفسوس
خالدمنصورهډا
21.02.2011
تنقیدې لګ نور فورمونو ته هم لاړشی
او وې ګورا
هفسوس
حق تریخ وی
chaparharay
21.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
هسی دا لیکنه هم یو خطاب وی او څوک مسلمان چی دبل مسلمان سره مخامخ کیږی نو باید اول مسنون سلام وکړی او بیا خپله خبره پیل کړی.
هډوال صاحب څومره به ښه وه چی اول دی مسنون سلام کړی وای اوبیا دی نو چی هرڅه ویل !
خو بغیر دسلامه اومقدمی څه ویل به څنګه وی ؟
پاتی شوه دتنقید خبره نو دلته یو ما تنقید کړی او بل مهمند صاحب ،عبدالکریم حلیمی صاحب یواصلاحی اشاره کړی او ځه هغه هم په تنقید درحساب .خو تاسی دلته تنقیدی په مفرد صیغه راوړی نه پوهیږو چی ستاسی خطاب چا ته راجع دی که یی لږ را اسانه کړی چی هغه اړوند ناقد یی ځواب درکړی !
د کله کشک نه مو مننه
خالدمنصورهډا
21.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
زه سه مودا وړاندې " ټول افغان " فورمونوته راغلم
فقط د کتلونه می کار واخسته او نور خاموش ءوم
لیکن ابله ورځ می زړا وکړو دشرکت لیکن لیکن او لیییکن
سه نا وا یم ......
خپه شوم اوداسوچ راغلو......
لیکن درس ته لاړم چه "جامی:کتاب "مي لوسته طالبانوته نو" شعر"
دعلی رضی الله عنه ؛لقد امر..............مخې ته راغۍـ..........
او
دبابا شعر راېاد شو،<<<<>>>>>>
Sok ba kha ao sok ba bad raporay wayee,
Za Rahman kho pa drano yarano droon
pa spako spak yam
پوښتنه :>>>>چه کشرغلطی وکړې سه کول پکار دی
چپرهاری ,ع کريم حليمي , مهمند په ټولو سلامونه خفه نه شۍ
وسلام
خالدمنصور هډاوال
نسأل الله ان يجعلنا من الذين يخشونه سرا وعلانيه
و.افغان
21.02.2011
محترمو او درنو وروڼو په ځانګړي ډول معزز او مکرم حليمي صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ګرانو وروڼو! چې په خوږې لهجې مقصود بيانېدلی شي؛ نو ترخې يا سختې لهجې ته
څه ضرورت!!!
له هډاوال صاحب څخه هيله کوم چې د ځينو ملګرو په سختې لهجې خواشينی نشي؛ او
د معزز حليمي صاحب شيرينه لهجه مسؤوله لهجه وګڼي.
په درنښت
عنوان
chaparharay
21.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ګران او محترم شیخ صاحب هډوال تاسی لکه چی رښتیا هم زړه بدی شوی یی!
مونږ خو چی دا خپلی لیکنی په څو څو واری ولوستلی داسی کوم بده او ترخه کلمه موپکی پیدا نکړه چی ستاسی په شان کی ګستاخی وی !
خو په هر تقدیر که ځما په لیکنو مو خوا بده وی شخصا درڅخه بښنه غواړم الله دی مونږ نه مه خفه کوه ځمونږ ورور یی او اوس می که درسره شجری وویستی نو شاید یا می نژدی خپلوان او یا اشنا وخیژی ځکه ما خو تاسی ته مخکی هم لیکلی وو چی اګرچی هډه د بهسودو په الجزایر کی راځی (چی اوس پدی رانه خفه نشی بس ګوتی مو همداسی اموخته دی غیر ارادی رانه یو څه لیکل کیږی چی نوی راغلی ملګری یی ستوغه ګڼی خو چی یو میاشت دی تیره شی بیا به عادی شی) خو ټوله خپلوی او دوستی یی ځمونږ سره وی حتی چی جهاد یی هم په چپرهارکی وو دهډی خلک ډیر مجاهد خلک دی او مونږ ورنه ښه خاطره لرو اګر چی پدی اوس وخت کی یی دللمه والو سره ډیر ظلم او تیری وکړ خو بیا هم مونږ یی په پخوانۍ سترګو ګورو .
او بیا دلته په ټول افغان کی خو نو ټول افغانان یو ورونه دی سره او ټول ځانونه دیو کور محسوسوی .
نو هډه وال صاحب تاسی چونکی دینی عالمان یی نو ستاسی قدر نور هم په مونږ ډیر دی او ستاسی دعلم قدر به کوو او درڅخه هیله هم لرو چی دلته به ښی ښی او ګټوری لیکنی وکړی او مونږ ټول ګډونوال به درڅخه مستفید شو الله مو هرکله راوله ځمونږ ورور یی او ښه راغلاست او هرکلی درته وایو!
په درناوی
خالدمنصورهډا
23.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
اسلام علیکم ورحمۀ الله وبرکاته
ګرانه چپرهاری صاحب سلامونه او احترامونه می قبول کړه الله ج دی وکړی چه ښه روغ جوړ ياست
خفه نه شۍ وروره
زه ډېرمصروفیات لرم
انشاء الله کله به سره ډېرې خبرې وکړو
لیکن خواږی خبرې
یو ځل بیا يوه نړۍ مڼه وروره
ګیله دی بیا ونشی
عنوان
chaparharay
23.02.2011
وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته
هډوال صاحب هرکله راشی الله ج دی هرکله راوله ځمونو ملګری یی مونږ دی راتلو ته منتظریو .
ستاسی دبیا راتلو په هیله چپرهاری