اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دحقیقت په لټه کې
رښتینی
19.02.2011
دحقیقت په لټه کې
لیکنه : هارون یحی
ژباړه : حــــــــــــامــــد
ایا کله مو دحقیقت په باره کی سوچ کړی دی ؟
ایا انسان دی ته نه ګوری چی دی مو له نطفی نه یدا کړی دی اوبیا په ښکاره توګه جګړه مار وګرځیدی .اوس هغه پرموږ مثالونه تیروی .او خپل پیدا یښ یی هیر کړی دی ، دی وایی : دا وراسته هډوکی به څوک بیا راژوندی کوی ته ورته ووایه ! دابه هغه څوک راژوندی کوی چی مخکی چا پیدا کړی دی اوهغه د پیدا یښ په هرکار پوهیږی .(یس ۷۷-۷۸-۷۹)
رښتینی
19.02.2011
.
لومړۍ برخه
یوه نوی نړۍ
داستاسو دڅښتن سمه لاره ده او ددی نښی هغو خلکوته روښانه کړل شوی دی
کوم چی نصیحت منی (الانعام۱۲۶)
نو( ای نبی) زما هغوبندګانوته زیرۍ ورکړه ! چی خبره په غور سره اوری او دهغی
دغوره لوری پیروی کوی دا هغه خلک دی چی الله جل جلاله سمه لار ورښوولی ده
اودا هوښیاران دی (الزمر۱۸)
رښتینی
20.02.2011
.
.
ددی کتاب موخه داده چی چی لوستوال هغه څه ته ځیر کړل شی کوم چی دی مهم نه بولی
اوهغه ته توجه نه کوی خوپه حقیقت کی هغه دده له پاره ترټولو مهم وی لوستوال باید لومړۍ دی خبری ته ښه ځیرشی چی په دی کار کی باید له هیڅ ډول تعصب اوتنګ نظری
نه کار وانخلی ددی ګټه به داوی چی دی به هغه معیارونه ومنی اوپری پوهه به شی چی تراوسه د هغو منلو اوپرهغوپوهیدلوته هیڅ نه وتیار.
موږ باید په دی خبره باور وکړوچی کله یوڅوک له یوی موضوع سره په داسی حال کی مخامخ شی چی له هغی سره تعصب لری نو هغه ددی موضوع په اړه سمه پریکړه نشی کولی اونه له هغی موضوع نه کومه ګټوره پایله ترلاسه کولی شی په حقیقت کی
چی یوڅوک یوی موضوع ته په سمه سترګه ګوری نو هماغه سمه لیدلی شی اوکه یوی موضوع ته څوک دتعصب په نظر ګوری نوهغه هماغسی ورته بریښی او دهغی په اړه یی
پریکړه هم عادلانه نه وی .
ددی تعصباتو اوفرضی قیاساتو په اړه ه به دومره ووایوچی د ژوند له پیل نه انسان له ټولنی څخه ورو ورو اغیزمن کیږی اوپه دی توګه یی په ذهن کی ګڼ شمیر تعصبات ځای نیسی ، دکورنۍ غړی ، ملګری اونور اړوند خلک دده د عقلی اقدارو تګ لوری ټاکی خبری رسنۍ ځانګړیوموضوعاتو ته دتمایل په لاره کی پوره ونډه لری . ورځپاڼی او تلویزون درښتیا په پیکه کولو کی لوی لاس لری داسی پیښیږی چی هغوی کله په پرلپسی توګه درښتیاپرخلاف خپرونی وکړی نوخلک هماغه رښتیا ناسم او غلط وبولی او دهغه منلوته نه وی تیار داراز که هغه وغواړی دروغ په خلکو ومنی نو دروغ اوباطل ښایسته کولی اوپرخلکو منلی شی .
څوک چی دټولنی له خوا مسلط شوی اوتپل شوی تعصبات سمدستی منی هغه دخپل شخصیت ډیره برخه له لاسه ورکوی هغه به د نورو له اغیزلاندی کار کوی او په ازادانه توګه سوچ نشی کولی ، دنورو تمایلات به د هغه دکار لوری ټاکی او هغه به یواځی هغه څه رښتیا بولی چی نورو ده ته ښوولی وی چی رښتیایواځی همدادی .
له دی پرته که موږ غور وکړو ګڼ شمیر ټولنیز شالید لرونکی ټولنی مختلف ( سم اوغلط) یا حق اوباطل لری نو داهوښیاری نه ده چی یوڅوک دیوی ټولنی عقلی اقدار له سوچ اوفکر پرته په تقلیدی توګه ومنی .داراز نن به یوشی په متفقه توګه غلط او غیر اخلاقی بلل کیږی خوکیدی شی په ګانده اومستقبل کی هغه دمنلو وړ وبلل شی .
د انسان خوړونکو انسانانو له پاره د انسان دغوښو خوراک یوه عادی خبره ده دنازی چرمنی په ډول فسطایی ټولنه کی دیوه لیونی امر منل دهغه وخت د خلکو له پاره سم او صحی کار و .داراز بیلګی نوری هم ډیری دی مهمه خبره داده چی دټولنی په مشروطیت باندی ازادانه غور اوفکر کول دیوه مفکر د پوهی اوحکمت نښه ده داسی فکر کوونکی انسان په دی خبره پوهیږی چی دټولنی له لوری تپل شوی اقدار ټول سم ندی بلکی غلط هم پکی وی که هغه خپل کړل شی نو سړۍ د بداخلاقی لوری ته ولی .
رښتینی
20.02.2011
.
.
د نن ورځی ه مهمو موضوعاتو کی یو هم دین اومذهب دی چی په اړه یی دمختلفوټولنو له خواډول ډول تعصبات او کرکی پیداشوی دی د رسنیو له لوری چی دمذهب په اړه څومره کرکی شندل شوی دی له هغونه خلاصون ډیر ستونزمن کاردی .
ددی کرکو او تعصبونو په پایله کی زموږپه ټولنوکی داسی تصور اوفکر پیداشوی دی چی ډیرۍ یی مذهب ته دومره اهمیت نه ورکوی اوځینی دا سی فکر کوی چی په دی اړه فکرته دومره اړتیا نشته نوځکه خو د مذهب په اړه بی پروا پاتی وی ددی خلکو په اړه داسی نشو ویلی چی ګواکی دوی دارویه له فکر کولو وروسته غوره کړی ده داسی نده دوی ته په دی اړه یوډول فکر ورکړل شوی دی او ددوی په نظرونوکی د مذهب داهمیت دټیټولو په باره کی له مختلفو اړخونو نه هڅی شوی دی نو ددوی په فکر مذهب دومره داهمیت وړ ندی نوځکه دوی د مذهب په باره کی ځانونه ناخبره اچولی دی .
په یقینی توګه داسی کس دمذهب په اړه سم سوچ نشی کولی شاید هغه به په خپل ژوند
کی هم د مذهب په اړه سم سوچ نه وی کړی هغه به ددی پوښتنی په اړه هم سوچ نه وی کړی چی دانسان دژوند موخه څه ده ؟
زه دڅه له پاره پیداشوی یم ؟
اومذهب دحه له پاره دی ؟
اودی ته ورته پوښتنی
ددا ډول انسان له پاره مذهب دلوی عمر لرونکی انسان اندیښنه ده او د ځینی مناسباتو
په مهال یوڅه اخلاقی چلند غوره کوی لکه په رخصتیو یاد کوم خپلوان دمړینی په مهال
هغه ځینی دینی رسومات ترسره کوی خو هغه دا رسومات ضروری نه بولی بلکی زاړه عادات یی بولی هغه که څه هم دمذهب انکار نه کوی خولکه مخکی چی مو وویل له مذهب نه لیری ګرځی .
پښتون:
20.02.2011
السلام علیکم!په لیکنو کې دا اوږدي اوږدي مسافي اصراف ندي،او د ټول افغان په ضرر ندی.که چیري یي یو بل ته نږدي کړي نو د لوستونکي به هم ډیره توجه جلب کړي او اصراف به هم ونشی.اسلام کې خواصراف نشته .
رښتینی
21.02.2011
[quote:911f1f0dcd="مهمند"]السلام علیکم!په لیکنو کې دا اوږدي اوږدي مسافي اصراف ندي،او د ټول افغان په ضرر ندی.که چیري یي یو بل ته نږدي کړي نو د لوستونکي به هم ډیره توجه جلب کړي او اصراف به هم ونشی.اسلام کې خواصراف نشته .[/quote:911f1f0dcd]
ښاغلی مهمند ستړۍ مشی !
وروره داخو کاغذ ندی چی ته مصرف ورته وایی
داخو دویب پاڼه ده غم یی مکوه نړۍ پکی ځاییږی
ستاسو نظرته احترام کوو تل له موږسره اوسه
رښتینی
21.02.2011
.
دټولنوله خوا دتپل شویو ګروهوپه ازادانه توګه دنه څیړلو له کبله دمذهب په اړه همداسی تصورات پیداکیږی داپه داسی حال کی چی دءوند په ټولو اړخونوکی
کی په هره موضوع سوچ اوفکر کول ډیرضروری دی همدا د عقلی دلیل او سوچ اوفکر په برکت انسان له نورو حیوانانو غوره کړل شوی دی قرانکریم چی وروستی ستر اخلاقی کتاب دی په غور اوفکر یی ډیر ټینګار کړی دی هغه وایی :
(هغوی ته) ووایه ! که تاسوپوهیږئ چی دا ځمکه او هغی ټوله ابادی دچا ده ؟
خامخابه ووایی چی د الله دی بیاتاسوولی نه په هوښ کیږئ ؟
المومنون ۸۴-۸۵
موږ دا قران دنصیحت له پاره اسانه کړی دی ایاڅوک
نصیحت منونکی شته .
القمر۱۷
حقیقت دادی چی ستاسو ری هغه خدای دی چی ځمکی او اسمانونه یی په
شپږو ورځوکی پیداکړی دی بیا یی په عرش باندی ږاک ټینګ کړاودټولو مخلوقاتونظام چلوی دده له اجازی پرته هیڅوک شپارښتنه نشی کولی
دا الله ستاسو رب دی نوتاسو دهغه عبادت وکړئ ایا تاسو غور اوفکرنه کوئ
سوره یونس ۳
څوک چی د ټولنی له قیودو اواغیزو پرته په ازادانه توګه دمذهب په باره کی سوچ اوفکر نشی کولی هغوی ډیرسخت تیروتلی دی لومړۍ دا چی هغوی د مذهب له ارموخی نه ناخبره دی او په دی توګه له مذهب نه په څنګ ګرځی او اخر له ستر څښتن نه ناخبره پاتی شی .
رښتینی
23.02.2011
دویمه تیروتنه داده چی ځینی خلک داسی غلط فکر کوی چی مذهب دخلکو په منځ کی ډار اچونه او ستونزی
زیږوی اوپه خلکو داسی فرائض لازموی چی هغه د انسانی پنځ او فطرت خلاف دی لومړۍ فکر له خلکو سره د دین دلاری
دهغو ناپوهه کارکوونکو له لاسه پیداشوی دی چی هغوی دینی کارونه په ناپوهی سره روان کړی وی او ددین له اساسی
مسیر سره سمون نه خوری .
کله چی یوڅوک لومړۍ تیروتنه سمه کړی اوخپل رب او دهغه صفتونه وپیژنی نو هغه له هغو ټولو توهماتو ځان
ژغورلی شی چی دی یی له دین څخه لیری کړی دی دلومړۍ غلطی دسمولو په برکت دی داسی تیز ه اوکره پوهه ترلاسه
کولی شی چی له دویمی غلطی نه په ځان ژغورلو کی به مرسته ورسره وکړی .
دا پوهه به دومره ګټوره وی چی دهغی په برکت به دی د دین او مذهب اصل وپیژنی او دین ته منسوب علطی
لاری به هم پیژندلی شی او بیا به دی پوهه شی چی په دین کی د ننه ژوند تیرول ډیر اسانه دی او یواځی په دین کی
ریښتونی خوشالی .ازادی او ښه پراته دی .
په لنډه توګه به ووایو چی موږ په کومو ټولنوکی اوسوهلته دمذهب اودین په اړه ګڼ شمیر تعصبات اوکرکی پیداشوی دی
خوپه هرصورت صحی مذهب ته درسیدلو له دقران په څیر اساسی اسناد مهم دی نه دخلکو خبری په قران کی راغلی چی دخلکو
دعام چلند په پیروی سره څوک دالله لاری ته نشی رسیدلی :
که تاسو دځمکی د ډیرۍ خلکوپه خبره ولاړشئ نو هغوی به مو دالله له لاری نه کاږه کړی هغوی خو تش په ګومان
روان دی (الانعان ۱۱۶)
که یو څوک دخلکو له تشو خبرو نه خپل سوچ صفا کړی او دخپلی روح اوضمیر په ځواک ژور سوچ وکړی
نو په پورتنی ایت کی نغښتی حقیقت به په صفا توګه ورته روښانه شی هغه به په یوه نوی نړۍ کی ځان ووینی
چی دخلکو له عام چلند څخه به بیخی مخالف وی دا ډول ګام پورته کونه به هغه له تیرو تیارو نه را وباسی
، دژوند ترخه به یی په خوږو بدل شی او دالله رحمتونه او له حکمته ډکه پوهه به یی په برخه شی .
ددی کتاب دپاتی برخی له کتنی مخکی دایادونه ضروری بولو چی د (دین) له توری نه مراد (اسلام)
دی لکه د ال عمران په نولسم ایت کی چی راغلی دی : د الله په نظر دین یواځی اسلام دی .
عنوان
chaparharay
23.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
حامد صاحب الله دی ترډیره ژوندی لره او مرګ دی هم مونږسره دشهادت شه چی په دواره جهانه کامیاب شی امین.
تاسی ښی بلکی ډیری ښی خبری لیکلی او داسی به ووایو، چی منکر پری اعتراض کولی نشی دا لیکنی دی حامد صاحب که اعجاز دی !
نو رښتیا هم بیاید خلک مسلک ته اعنی دین ته وګوری چی اسلام دین څنګه دی او څه پکی راغلی نه دا چی مسلمانان څه کوی ځکه چی اشخاص په دین پیژندل کیږی نه دین په اشخاصو اوهمدا لامل دی چی کله کوم کافر په اروپا یا امریکا یا کوم بل هیواد کی اسلام مطالعه کړی نو ډیر یی بیا زر مسلمان شی او ښه مسلمان شی.
مونږته خو دا دین له پلرو راپاتی دی کوم تکلیف مو پری ندی ګاللی او نه مو صحیح مطالعه کړی خو بس پلرونه اونیکونه مو مسلمانان وو او جهادونه به یی کول او دعوتونه به یی کول او مونږ پری ویاړو اوبس، دا نه وایو چی مونږ سره خو اوس وسایل ډیراو پریمانه دی باید له هغو هم ډیر کاروکړو او ښه کلک مسلمانان شو .
ښه نو خبر دی کی وه چی سړی باید ددین اصل ته وګوری نه یی منونکو ته چی داسلام په اصل کی څه شی دی که ښه وی باید هغسی یی و منی لکه څنګه چی راغلی.
دنیکو کارونو او اسلامی دعوت نه مو ډیره مننه
رښتینی
25.02.2011
اساسی پوښتنی
ایا دوی پرته له کوم خالق نه پیداشوی دی یا دوی ځانونه په خپله پیدا کړی دی ،
ایا دوی ځمکه او اسمانونه پیدا کړی دی ،اصلی خبره داده چی دوی یقین نلری ،ایا ستاد رب
خزانی ددوی په لاس کی دی ،یا په هغو ددوی واک چلیږی ،(الطور ۳۵-۳۷)
مخکی هم موږ وویل چی مذهب باید دهغه له رالیږونکی نه وپیژندل شی یعنی مذهب موږ هلته پیژندلی شو چی
له الهی تصور سره سم یی مطالعخ کړو خو یو متعصب انسان هغه له خپل فکر او دټولنی له اغیزولاندی مطالعه کوی
چی داد هغه لویه تیروتنه ده دبیلګی په توګه د عمرانیاتو یو ماهر که په مذهب څیړنه پیل کړی د مذاهبو په رامنځته کیدو
او پر ټولنو داغیز په اړه به ګڼ شمیر کتابونه ولیکی خو له دی ټولی مطالعی سره دا خلک مذهب دومره نشی پیژندلی
لکه هغه څوک چی په مذهب کی دننه اوسی بلکی دهغوی لسمی برخی ته هم دوی نشی رسیدلی دا راز خلک د الله د
وحدانیت دستر حقیقت ادراک هم نشی کولی چی هغه دمذهب دملاتیر جوړوی هغوی الله تعالی نه پیژنی او هغه نه منی اوبیا
دژوند په اړه دخپلی مخدودی پوهی پر بنسټ په قران او مسلمانانو باندی څیړنی کوی قران له داسی خلکو خپله ناراضی
ښکاره کوی او وایی :
دوی دداسی شی تکذیب کوی چی هغه ددوی له پوهی دباندی دی او تراوسه دوی ته
د هغه وروستی پایله په لاس نده ورغلی ( یونس ۳۹)
داسلام داسی نظریه نده چی هغه انسان جوړه کړی وی او انسان نشی کولی د هغه په اړه خپلی ناسمی
اوبی اساسه نظریی وړاندی کړی هغه څوک به په اسلام ځان پوهولی شی چی هغه د الله شتون ومنی او وغواړی
خپل ژوند دقران له لارښوونو سره سم تیر کړی په حقیقت کی د الله جل جلاله وجود او دا رښتیا چی له الله پرته بل
هیڅ خدای او د عبادت وړ څوک نشته داسی حقایق دی چی دلمر په څیر روښانه دی ، خو څوک چی په یوه جاهلی
ټولنه کی اوسی او دسستی له کبله له خپل عقل نه کار نه اخلی اوپه ړندو سترګو ژوند کوی هغه ددی څرګند حقیقت
ادراک نشی کولی او له همدی کبله دی ټولنوته جاهلی ټولنی ویل کیږی
په قران کی ډیر داسی ایتونه راغلی چی انسان دی ته رابولی څو دالله دوجود په باره کی غوراوفکروکړی
اوپه یوه ایت کی الله جل جلاله خپل پیغمبر ته وایی :
ته ورته ووایه ! چی تاسو ووایئ ! که الله له تاسو نه ستاسو د اوریدلو او لیدلو ځواک واخلی اوستاسو پر
زړونو مهر ولګوی نو له الله پرته بل داسی څوک شته چی دا ځواک تاسوته بیرته درکړی ، تاسو وګورئ موږ په
څه ډول خپل دلایل په مختلفو ډولونو وړاندی کوو خو بیا هم دوی مخ اړوی ( الانعام ۴۶)
رښتینی
26.02.2011
یوه لنډه بیلګه زموږ ناپوهی لری کوی او زموږ اندونوته رڼا وربښی .
فرض کړئ چی دیوه سړی یادښت په مکمله توګه ختم شی ان تردی پوری چی دخپل ځان په بارکی یی
هم ټول یادښت ختم شو که اوس هغه خان پر ځمکه ووینی څه احساس به کوی ؟ په دی کی شک نشته
چی هغه به دومره حیران دریان پاتی شی چی خپل تجسس به یی دلیونتوب پولی ته ورنږدی کړی
په لومړی ځل به دی خپل ځان ته متوجه کیږی ده ته به خپل جسم هم دنوروڅیزونو په څیر ښکاری او لکه
دنوروڅیزونو په باره کی چی دی نا خبره وی داراز به دخپل جسم په باره کی هم ناخبره وی اودده له پاره
به داډیره دلچسپه خبر وی چی دی به د خپل جسم په غړیوکنترول لری او څنګه یی چی زړه غواړی هغه
پری کولی شی دبیلګی په توګه هغه به کولی شی خپل لاس پورته اوښکته کړی او څه پری ونیسی
دی به د خپل جسم له پاره خورا مناسب چاپیریال ومومی دهغه په مخکی به داسی ځمکه پرته وی چی
په هغی دریدل ، تلل او څملاستل به اسانه وی داراز د لید له پاره به پراخه فضاوی دبویولو له پاره به
ښایسته بویونه وی اوداسی نور د بدن د حرارت درجه به یی برابره وی دخوراک اوڅښاک له پاره به
په ځمکه کی هرڅه شتون لری او په دی ټولو څیزونوبه دی همد ا اوس پوهیږی او په اړه به یی پوهه
ټوله نوی وی
تاسو راشئ موږ هم فرض کړو چی دکم وخت له پاره ددی سړی په څیر یو ایا په دی مهال به
موږ دنړې نویو څیزونوپه ننداره یو او له هغوبه خوند اخلو او که به ځینی معقولی پوښتنی هم راسره پیدا کیږی ؟
ایا موږ به ددی هڅه نه کوو چی موږ څوک یو؟
دلته دڅه له پاره یو؟
زموږ د تخلیق موخه څه ده ؟
زموږ د ژوند موخه څه ده ؟
ایا موږ به ددی پوښتنو په اړه فکر نه کوو ؟
که به په دی فکر کی یو چی څه ډول له ژوند نه خوند واخلو ؟
رښتینی
27.02.2011
ایا موږ به له دی پوښتنو سره نه مخامخ کیږو ؟
(۱) زه څوک یم ؟
(۲) زه چا پیدا کړی یم او چا ماته دا مناسب جسم را بښلی دی ؟
(۳) زما شاوخوا داستر نظام چا تخلیق کړی دی ؟
(۴) هغه څښتن چی دا هرڅه یی پنځولی دی له مانه څه غواړی
او هغه ما پر څه پوهول غواړی ؟
که یو ډیر کم عقل سړۍ وی هم هغه به داسی فکر کوی چی ددی پوښتڼو له پاره ځوابونه موندل ډیر مهم
دی څوک چی په دی پوښټنو غور نه کوی بلکی د ژوند په بدنی اړتیاو فکر کوی چی دورځی خوندونه او دشپی
خوبونه کوه هغه ُه یقینی توګه بی عقل دی یوچا خو حتما دد ه وجود اوشاوخوامخلوقات پیدا کړی دی دا
هرڅه په ناڅاپی توګه نه دی رامنځته شوی . کوم ذات چی دا مخلوقات پیدا کړی دی دا مخلوقات له پیدا یښت
وروسته هره ګړۍ هغه ته محتاج دی ددی ستر ذات له پیژندلو پرته بل کوم شی ضروری دی ؟
راځئ موږ خپل مثال جاری لرو اودا فرض کوو چی دا سړۍ یوڅه لاره وهی اویوه ښار ته رسیږی ، دی هلته
څو ډوله خلک وینی چی په هغوی کی اکثره یی بی تهذیبه دوکه باز اوبیلاری دی دهغوی په شاوخوا کی هیڅوک داسی
نه لیدل کیږی چی دخپل څښتن په باره کی سوچ کوی خو دوی هریو یوکار لری اویوه موخه او هدف لری خو د ښار
خلک دیوه داسی نظام دپلی کولو ځواک نلری چی ټول پری ډاډه اوخوشاله وی .
فرض کړئ دی هلته له داسی خلکو سره مخامخ کیږی چی هغوی ددی ښار خلک نه خوښوی او له هغوی سره
دښمنی لری ، دی چی دی خلکو ته ګوری نو هغو ی د نورو خلکو په پرتله ډیر مختلف ښکاری هغوی ته چی دی
ګوری نو هغوی ښه معقول انسانی خویونه لری هغوی ښه اخلاق او باوری خلک لیدل کیږی هغوی عاجری هم لری
او ډیری نرمی او خوږی خبری کوی نو دی سمدستی په دی اند کیږی چی په دوی کی خو کومه ستونزه نشته خو د
هغوی په مخالف فکر باندی خوابدی کیږی فرض کړئ دی له هغوی سره خبری کوی او هغوی ده ته وایی چی
دژوند په اړه زموږ سوچ د عامو خلکو په څیر ندی بلکی له هغوی نه مختلف دی ځکه موږ باور لرو چی دا نړۍ او
په دی نړۍ کی د اوسیدونکو مخلوقاتوو یو څښتن شته دی او موږ دا باور لرو چی هغه څښتن خورا زیات ځواک لری
او هغه دا نړۍ او ټول مخلوقات پیدا کړی دی او دا یی ددی له پاره پیدا کړی دی چی زموږ امتحان واخلی او زموږ
روزنه وکړی تردی پوری څو چی موږ له دی نړۍ سترګی پټی کړو له موږ سره دهغه یو کتاب دی چی موږ ته یی
رالیږلی دی او موږد هغه کتاب له لارښوونو سره سم ژوند تیروو
په داسی حالت کی کیدی شی دی ددوی په خبرو سل په سلو کی باور ونکړی او دا پریکړه ونکړای شی چی
دوی ریښتونی دی اوکه دروغژن خو دومره سوچ به خامخا وکړی چی ددوی خبری حتما ډیری مهمی دی او دی به دا مهال
په دی اند شی چی ددی خلکو په باره کی باید نور معلومات هم ترلاسه کړل شی او دوی چی د کوم کتاب یادونه کوی د هغه
په اړه به دده ډیره لیوالتیا پیدا شی ایا داسی به نه وی ؟
پتوال
05.03.2011
پر حامد صيب سلام و رحمة الله و برکاته !
ما شا الله خورا ښې قراني ملغلرې مو بيان کړي دي ، اجرونه او توفيق مو نصيب شه چې دوام ورکړئ !
تفکر د الله سبحانه وتعالی په قدرتونو کې لوی عبادت دی، زما په اند د روح په اړه فکر کول هم ډير ګټور تماميږي .هغه صالحين اوصادقين مؤمنان چې
د الله تعالی عِزّ وجل قرب يې په برخه شوی وي هغوی به د خپل روح په اړه د فکر کولو په وخت کې خوښي او نېکمرغي حس کوي .
روح له زمان او مکان څخه بهر مشته ، بې ابعادو او د زړه په ګوګل کې لکه ناست باچا احساسوي . د ژوند شپې ورځې به رښتيا هم
د مسافرۍ د شپو ورځو ورپشان نا اشنا بريښي ، او خپل اشنا او خوږ کور چې تل يې ياديږي ښايي د زمان ، مکان او مادي نړۍ څخه بهر او وتلی ويني .
کومه غنی چې بخښلی روح له ځانه غير مادي جهان ته وړي او د مادي نړۍ په مقابل کې چې دکومې استغی سره مړه خوا درومي
او کوم ځای ته چې درومي هغه د عرش العظيم لاندې نړۍ ده .
خو داچې روح کله د عرش العظيم په لور او کله پيا د اسفل اسافلين په لور درومي دا مونږ ته الله سبحانه وتعالی په لنډ ډول په سورة العصر کې
روښانه بيان کړي دي .
Sangar Watan
06.03.2011
حامده وروره سلامونه،
لوی خدای ج دې ددې مرغلرو دپېلو په بدله کې اجرونه او جنتونه درکړي٠
امين٠
خو يوه فرضي پوښتنه،
دلوې خدای ج نه د بښنې په غوښتو سره
[quote:7d1e12175b]که یو ډیر کم عقل سړۍ وی هم هغه به داسی فکر کوی چی ددی پوښتڼو له پاره ځوابونه موندل ډیر مهم
دی څوک چی په دی پوښټنو غور نه کوی بلکی د ژوند په بدنی اړتیاو فکر کوی چی دورځی خوندونه او دشپی
خوبونه کوه هغه ُه یقینی توګه بی عقل دی یوچا خو حتما دد ه وجود اوشاوخوامخلوقات پیدا کړی دی دا
هرڅه په ناڅاپی توګه نه دی رامنځته شوی . کوم ذات چی دا مخلوقات پیدا کړی دی دا مخلوقات له پیدا یښت
وروسته هره ګړۍ هغه ته محتاج دی ددی ستر ذات له پیژندلو پرته بل کوم شی ضروری دی ؟ [/quote:7d1e12175b]
يو بېدينه ،اتيست په يوه تلويزيوني مناظره کې داسې وپوښتل!
"دا ستر ذات چه تاسو ئي ددومره توانمندۍ اوکړنو په هکله معتقد ياست،څنګه
را پېداشو،اوکه ازلي دی نو دا توان ئي له کومه کړ"
نعوذ باالله
مطلب دا چه خدای ج پر مسلمانانو مرحمت کړی او داسې ستره خوشبختي
ئي رانصيب کړې چې دقوي ايمان په لرلو سره دخدای ج په قدرتونو کلکه
عقيده لرو٠
مګر يو بيدينه به ئي په دومره سادګۍ راسره ونه مني٠