د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرخلاصۍ ليک:

salou
08.06.2004

ګرانه وروره،
اسلام وعليکم!
خدای د جوړاوخوشحال لره٠
زه هم دلوۍ خدای په فضل اودستاسو د دوعاګانو په برکت جوړاوتياريم٠
دمهاجرت اوجلاوطنۍ ژوند دۍ،که ښه وی اوکه بد،که بيخونده وي اوکه
خوندور تيريږي٠
که ووايم چی دبادپه شان تيريږي اوديخوپه شان ويلي کيږي هم بده به نه وي٠
په هرډول چی وي تيريږي، يوه ګړۍ هم نه دريږي اونه هم بيرته پر شا راګرځی٠
کاشکی دسړی ژوند خود شمشاتيو په شان دری سوه کاله وای،که بياموخپل
نيمايي ژوند په ناخوالو،کړاؤنو اوجلاوطنۍ کي تيرشوۍ وای هم باک به يي
نه وای ٠
له بده مرغه ژوندون دومره بي وفا ،بي اعتباره اولنډدي چی دهيڅ شي لپاره هم
بسيا نه کوي٠
خو پدي لنډاوبی اعتباره ژوند کي څه دي چی مونږ ونه ليدل٠هوښيارانورښتيا
ويلي دي چی" که مړ نه شې نوهرڅه به وګورې!"٠
مونږداسي شيان واوريدل او وليدل چي نه دکتو ؤ او نه هم داوريدو٠خداي خبر
چی نوربه لا څه ګورو اواورو٠
کله کله چی په فکرونواو چورتونوکي ډوب شم نودوړوکتوب ښکلي اوپه زړه
پوري وختونه ديوه تلويزيوني سيريال په توګه ګورم،خوبياډير زر
کودتاګاني،انقلابونه اوتوپانونه
جنګي الوتکي،بمونه اوراکيټونه
ؤږي بربنډ،زخميان او شهيدان
زورزياتۍ،کرکې ،تبعيضونه اووحشتونه سترګوته راته ودريږي٠
په پاي کي دې نتيجې ته ورسيږم چي دانسانانوپه طايفوکي څومره ظالم،بيشرمه
اوخريص خلک موجوددي٠نه پوهيږم چي دوي مړښت هم لري اوکه نه٠په هرصورت
له هغه راهيسي چی دسولې سپينه کوتره زموږله بام څخه الوتلې دې بياموښه ورځ
په سترګونه دې ليدلې اوتراوسه پوري موهمداحال دې٠
چادمجاهدينوپه نوم اوچاهم دکمونستانواوبي دينانوپه نوم ورټلو٠وروسته داسي
کسان واک ته ورسيدل چي پرته له اکسيجن اودلمروړانګويي نورهرڅه پرمونږمنعه
کړل٠
ياداچي خپل وطن را باندي ګران ؤ اوياهم سپين سترګي ؤ٠ترڅوچي يي خپل
کوتک زمونږ پرسرونومات نکړل اوپه مرګ يي تهديدنکړو،خپل هېوادمو پرې
نښود٠
وروره!
اوس چي په غربي اروپاکي دډيرونوروهېوادوالوپه څېردمهاجرت شپي اوورځي
تيروم،څوځله دستاسو لخوابلنه راکړل شوه چي نوردجلاوطنۍژوندته دپاي ټکۍ
کېدم اوخپل هېواد،کوراوکلی ته درستون شم٠
ماهم وعده درسره کړي وه چي له ټولټاکنو نه مخکي به خامخادرستنېږم،
خودتړلو دروازوشاته دکرزي صيب اوشمالي ټلوالې له خبرواترو وروسته له خپل
تصميم نه واؤښتم٠
ځکه چی دټولټاکنو پايلې سرله اوسه څرګندي دي٠بيابه همدا ډوهل وي او همدا
څپيړه٠
مسلکي کسان خوهلته هم کم ندي ،خو قوماندانصاحبانولوړه کړيده چي پرته له
خپلوخپلوانواوملګروبه بل هيڅوک په خپلووزارتونواواداروکي نه پريږدي٠
سربېره پردي مسلکي کسان ددوي واکته ګواخ هم ګڼل کيږي٠
رښتياکرزي صيب له يوي راډيوسره په خپلي وروستنۍ مرکي کي داخلک د
مجاهدينوپه نوم يادکړل٠
وروره که زحمت درته نه وي اوچا ورپرېيښودې ،يوځل هرومرو کرزی صيب ته
ورشه اوپوښتنه ځيني وکړه چي دا خلک چي مجاهدين دي نوجګړه ماران او
ټوپکساﻻران څوک دي چي داي يي تل مدام پخپلو ويناؤ کي يادوي٠
که چيري درشم هسي نه چي مادجګړه مار او ټوپکساﻻرپه تورونيسي اوبندي مي
کړي٠
دامي ځکه درته وويل چي وخت ډيرخراب دی،نه غل معلوم دي اونه هم دکورخاوند٠
هم غل اوهم د کورخاونددواړه نارې وهي چي غل درغۍ٠
نور دي وخت نه نيسم اوپه لوي خداي د سپارم٠

ستاورورسالو[/code]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more