اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د مولود شريف په وياړ
ډاکتر وطنمل
17.02.2011
درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته!
زما عربي نه ده زده، خو هغه څه چې په ذکر کې راځي هغه د الله سبحانه و تعالی نومونه ، قراني ايتونه او يا د د رود شريف ويل دي،
چې د موسيقي اهنګونه ورسره منع او ګناه ده، ولې که څوک نعت وايي او د وزن او څپو د وِضاحت له پاره ورسره ساده تنبل وهل کيږي ،
چې د موسيقي کومه نغمه نه تمثيلوي او صرف لکه دلته دمولود شريف د خوښۍ د اظهار او جشني احساس له پاره پرې د نعت شريف
بدرګه کوي، په دې کې به څه ګناه وي ؟
په هر صورت اړونده لينک مې ړنګ کړ، ولې دين پوهان دې په بشپړ تفکيک سره د نعتونو موضوع روښانه کړي ، چې آيا نعتونه ويل هم
د درود په شان
يو بشپړ ذکر دی ؟؟؟؟
رښتینی
17.02.2011
ډاکټر صیب مننه
خو ویریږم له اوریدو وروسته یی د ناروا اوروا والی په
اړه شخه شولانګه راپیل نشی
http://www.youtube.com/watch?v=hW9qHvbmlq4
رښتینی
17.02.2011
http://www.youtube.com/watch?v=me4Lu4MLwV4
عنوان
chaparharay
17.02.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ښاغلیو لوستونکو او ملګرو یو څه دبدعت په باره کی لیکم نور دځانه تبصیره پری نه کوم فقط دنبی کریم صلی الله علیه وسلم ویناوی او دصحابه کرامو ویناوی اویوڅه د سلفو الصالحینو ویناوی لیکم هیله ده چی خوښی مو شی
۱:عن عبدالله عن النبی صلی الله علیه وسلم قال:انافرطکم علی الحوض ولیرفعن رجال منکم ثم لیحتلجن دوني فاقول یارب اصحابي فیقال انک لاتدري ما حدثوا بعدک. الجامع الصحیح المستنبط من افعال رسول الله واقواله وتقاریره صلی الله علیه وسلم ۷/۲۰۶ کتاب الرقاق باب فی الحوض
ترجمه :رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی زه به دقیامت په ورځ په حوض کوثر باندی ولاړ یم او ځینی خلک به ستاسی (مسلمانانو)ځینی راښکاره کړل شی اوبیا به بلی خواته کش کړی شی ماته به یی راپری نږدی نو زه به ووایم چی ای ځما ربه داخو ځما ملګری (مسلمانان)دی نوماته به وویل شی چی ته نه یی خبر چی دوی تانه روسته څه کړی دی [ستا لاره یی پریښی اوځان نه یی دین جوړکړی دین کی یی نوی شیان ورټومبلی] داحدیث امام محمدبن اسماعیل البخاری په خپل کتاب الجامع الصحیح کی روایت کړی.
۲:عن ام المومنین عایشة رضی الله عنها قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :من عمل عملا لیس علیه امرنا فهو رد. مرجع السابق کتاب الصلح باب اذا اصلحوا علی صلح جور+ ومسلم کتاب الاقضیة باب نقض الاحکام الباطلة
ترجمة:ځمونږ ټولو مسلمانانو مور عایشه رضی الله عنها نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چا چی کوم کاروکړچی مونږ ورباندی امرنه وی کړی هغه مردود دی .
قال عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه :اتبعوا ولا تبتدعوا فقد کفیتم. رواه طبرانی والدارمی باسناد صحیح .
عبدالله ابن مسعود چی جلیل القدر صحابی دی فرمایلی چی تاسی درسول الله صلی الله علیه وسلم متابعت وکړی او په دین کی نوی کارونه مه کوی نوتاسی ته کافی دی .
اوپه بل روایت کی راځی چی عبدالله ابن مسعود څه خلک ولیدل چی په مسجد کی ناست وواو وړی وړی تیږی یعنی واړه کاڼی یی په لاسو کی وو او شماریی په کاوه[لکه دختم خواجګان ته ورته شی او په منځ کی یی یو سړی ناست وو او دی نورو ته به یی ویل چی سل ځله تکبیر ووایی نوبیابه هغوی سل ځله تکبیر ویلو بیا به یی ورته ویل چی سل ځله لا اله الاالله سل ځله ووای نوهغوی به بیا سل ځله ویل بیا به یی ورته ویل چی اوس سل ځله سبحان الله ووایی نوهغوی به سل ځله سبحان الله ویله نو عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه ورته وفرمایل چی ځما دی قسم په هغه ذات وی چی ځما روح دهغه په لاس کی دی چی یا خو تاسی دمحمدصلی الله علیه وسلم دامت نه هم په ښه لاره روان یی اوغوره یی او یا خو دګمراهی یو دروازه پرانیزئ نو هغوی ورته وویل چی مونږ خو یی په ښه نیت کوو او ثواب پکی ګورو ښه کارمو مقصد دی ګمراهی نه! نو عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وفرمایل چی ډیر کرته یو څوک دخیر غوښتونکی وی خو خیرورته نه رسیږی یعنی دخیرنه بلکی دشر په لور روان وی . دا قول الدارمی او ابو نعیم په خپلو اسانیدوکی رااخستی او ویلی یی دی چی اسناد یی صحیح دی .
امام مالک : امام مالک ابن انس رحمه الله فرمایلی چی :من ابتدع فی الاسلام بدعة یراها حسنة فقد زعم ان محمدا خان الرسالة الان الله یقول الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی.الایة
ترجمه:امام مالک رحمه الله فرمایلی چی څوک په اسلام کی یو نوی شی وروټومبی او بیا وای چی دا خو بدعت حسنه دی نو دی سړی دا ګمان وکړ اوعقیده یی ولرله چی محمد صلی الله علیه وسلم په دین کی خیانت کړی او مونږ ته یی پوره دین ندی را رسولی ځکه چی الله فرمایل چی نن ماتاسی ته ستاسی دین پوره کړ اوپه تاسی می خپل نعمت تمام کړنو چی په هغه ورځ کی دا ایة نازیلیده کوم شی په دین کی نه وو نن ورځ هغه دین نه دی .
امام محمد ابن ادریس الشافعی رحمه الله فرمای من استحسن فقد شرع.
چا چی کوم شی چی په دین کی نه وی رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وی کړی او صحابه وو نه نه وی راپاتی او ده ښه وګاڼه بدعت حسنه یی ونوماوه بیشکه چی نوی شریعت یی اعلان کړ.
امام احمد ابن حنبل رحمه الله فرمایلی چی ځمونږپه نزد اصول دا دی چی مونږ د اصحاب الرسول په کړنو عمل وکړو اوراټینګ یی کړواو ددی پسی روان شو او نوی شیان پریږدو او هر نوی شی په دین کی ګمراهی ده.
نوربیا
نعت الصطفی صلی الله علیه وسلم
chaparharay
17.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ورونو که څوک ځان مقلد اوبیا حنفی ګڼی نو په نعت الرسول صلی الله علیه وسلم کی د مشهور حنفی عالم ملا علی قاری حنفی کتاب شرح فقه اکبر کی داسی لیکی!
وفی الخلاصة من قراءالقران علی الدف والقضیب یکفر قلت ویقرب منه ضرب الدف والقضیب مع ذکرالله ونعت امصطفی صلی الله علیه وسلم وکذا التصفیق علی الذکر. شرح فقه اکبر لملاعلی قاری حنفی صفحه ۲۰۵
ملا علی قاری حنفی صاحب په شرح فقه اکبر نومی کتاب کی چی دفقه اکبرچی خلک یی ابو حنیفه یا دهغه رحمه الله ځوی حماد ته منصوبوی او ښه کتاب دی وای چی په خلاصه نومی کتاب کی راغلی چی که څوک دقران دتلاوت سره دایره (چمبه)یا شپیلی او سورنی ووهی کافر کیږی .
ملا علی قاری وای چی :خو زه وایم چی دی ته ورته دایره او سورنی وهل دالله دذکر سره اویا دنعت رسول سره هم دی او همدا راز دالله دذکر سره چکی وهل لکه دا قولی چی ده .
خلاصه خبره دا شوه چی دملا علی قاری حنفی صاحب په نزد چی که دنعت رسول سره لکه چی پدی پورتنی یوټیوب کی چی کوم ډاکټروطن مل صاحب
په قصیده برده[ چی ټوله دشرکیاتو نه ډکه ده ]اویا حامدصاحب چی کوم لنک ورکړی نو دا دملاعلی قاری حنفی صاحب په نزد کفر دی .
لږ پام وکړی
مننه[/u]
bette
17.02.2011
.
محترم وطنمل او حامد !
په داسی مبارک ویاړ مودا شنه کفریات رانقل کړی دی !!
ګورئ پام کوئ بیا داسی ونکړئ !
چپرهاری صیب مننه شه مالومات مو را یوځای کړی دی
ستاسوبیټ
ع کريم حليمي
18.02.2011
دروند اومکرم ورور چپرهاری صاحب السلام علیکم ، که خدای کول روغ او جوړ به یاست
[quote:df9e37a992]شرح فقه اکبر لملاعلی قاری حنفی صفحه ۲۰۵[/quote:df9e37a992]
دغه پورته کتاب د هند چاپ دی ؟ که د بیروت
دغه په بیروت کښی چه چاپ شویدی ، په صفحه ۲۰۵ کښی ئې دا بحث نشته
درنښت
عنوان
chaparharay
18.02.2011
وعلیکم السلام ورحمةالله
محترم ورورعبدالکریم حلیمی صاحب روغ اوجوړ واوسی.
دا شرح فقه اکبر د مطبع مجتبای دهلی چاپ دی او په څټ خوا یی ورته لیکلی دی تاج کمپنی ډهکی منورشاه قصه خوانی پشاور
په درناوی
وزیري
18.02.2011
چپرهاری وروره په دی پورتنۍ لیکنو کی د یوی لیکنی طرفداری هم نه کوم صرف دومره درنه پوښتم چی له کله نه دی د علماؤ اقوال منل شروع کړیدی؟؟؟
د ملا علی قاری رحمه الله په وینا ته څنګه څوک تکفیروی؟
دا د مقلدینو عقیده ده، په دی کی ګوتی مه وهه! تا سره له آیت او حدیث نه راښکته نوری ټولی خبری بدی ښکاری.
کوشش وکړه چی همیشه آیت او حدیث ته پناه یوسی، له آیت او حدیث نه که راښکته وغیږی نو دا به دی په ځان پوری ریشخند وهلی وی او یو څه به مذبذبه معلوم شی.
نوټ: وروڼو دا می ددی لپاره چپرهاری ورور ته لیکلی چی اکثره وخت کله په دوی باندی زور راشی نو بیا د علماؤ نه انکار کوی او داسی وایی چی مونږ خو څه ددوی مقلدین نه یو چی پیروی به یی کوو او خبری به یی منو. نو چی مقلد یی نه یی او خبره یی درته سمه نه ښکاری نو بیا د یوه عالم قول هم په هیڅ وخت کی رانقل نه کړی. ځکه د داسی عالمانو ټول علم له همدی یو وجود نه راوځی. شل سوړی په کی نشته چی یوه یی ښه وی او بله یی ښه نه وی. ددوی مثال داسی ده لکه د یو دیګ چی قتغ په کی پروت وی، که یو بڅری یی تروش وی نو په دی معنی چی ټول بیا تروش ده نو څنګونه یی مه لټوه.
والسلام
عنوان
chaparharay
18.02.2011
بسم الله لرحمن الرحیم
الوزیریة صاحب تاسی لیکلی دی چی ته دحدیث اوقران نه غیر بل شی مه نقلوه ځکه چی ته دعلماءو اقوال نه منی !
هو صاحبه زه اوس هم په همدی سوچه عقیده یم چی دقران اوحدیث په مقابل کی دهچا قول نه منم دا ستا هم نه منم چی ځان دحنفی مذهب وکیل بولی خو یی صوفی او په دی مسایلو کی دی بیا ابوحنیفه صاحب په یاد هم نه وی او نه دی تراوسه پوری یو قول هم دابوحنیفه پیش کړ؟
پاتی شوه ځما خبره نو دعلماءکرامو هره خبره چی دقران وسنت سره برابره یی حتما یی منم او بیا می دا دمره احادیث چی درته وړاندی کړی دا یو هم تاته نه ښکاری او دشرح فقه اکبر قول درته ښکاره شو !
ښه ځه نو پدی نورو احادیثو کی څه وای؟
او دا چی ته وای چی ټول یو دیګ دی او دی کی هرشی یوه مزه لری .
نه داقیاس دی غلط دی او غلط قیاس همیشه همداسی وی ولی یوه مزه لری ؟
زه به درته ډیر داسی اقوال په ډیرو معتبرو کتابونو کی دروښایم چی امام ابوحنیفه رحمه الله ته تاسی غوندی ماتوریدیانو پیرانو او ګمراه خلکومنسوب کړی وی بلکی ورتپلی وی خو هغه اقوال اونظر دامام ابو حنیفه رحمه الله لا څه چی دیو ادنی مومن هم نشی کیدی نو بیا دټولو مزه څنګه یوه شوه ؟
خو هسی تعصب را اخستی یی او سترګی درباندی تعصب پټی کړی دی الله تعالی دی درته دسمی لاری هدایت وکړی آمین
ع کريم حليمي
18.02.2011
ګران او عزتمند ورور چپرهاری صاحب ، السلام علیکم
له جوابي لیکنی نه دي مننه ،
[quote:66bc228a10] من قراءالقران علی الدف والقضیب[/quote:66bc228a10]
د دغي جملې تر الدف پوري پوهېږم اما دغه [quote:66bc228a10]قضیب [/quote:66bc228a10] څه بلا ده !! نه په پوهېږم ، قضیب څرنګه آله ده د موسیفۍ آله ده ، که د موسیقي آله ده څرنګه ږَغَوَلْ کیږي او څرنګه شکل لري ؟؟؟؟
هو ! که څوک قرآن شریف په طرز د غناء د دریې او طنبور سره ولولي یا ووايي نو عظیمه ګناه ده کفر ندی ، او که په اِسْتِهْزاء او غناء سره ئې
ولولي نو بیا کفر او ارتداد دي ، وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ ﴿۱۴﴾ البقرة
او پاته شوې چکچکي کول د فرض عبادت په وخت سړیو ته اجازه نسته ، اما ښځي اجازه لري چه چکچکي وکړي
نعت ویل له دريې او طنبور سره ښه کار دئ او د دین سره هیڅ تعلق نه لري
هر قوم ځان ته معروف لري
نعت ویل په شکل او طرز د ډرۍ وهلو هم ناروا عمل دي د مُسْتَهْزِؤُونَ تر حکم لاندي کیدلی شي
درنښت
عنوان
chaparharay
18.02.2011
وعلیکم السلام ورحمةالله
ګران او دروند ورور حلیمی صاحب تاسی دقضیب باره کی پوښتنه کړی نو که رښتیا درته ووایم والله که پری پوهیږم چا دا سورنی ته وای اوکه دوکړۍ ته خو شاید چی دوکړۍ ته به وای داسی دقیق معلومات زه هم نه لرم اوکه کوم غلط یی ترجمه کړم نو دالوزیریة صاحب نه هم ویریږم راته به لیکی چی قضیب دپیژندلو علم درسره نشته او بیا ماسره مباحثه کوی ؟
نو حلیمی صاحب دسیاق دجملی نه داسی معلومیږی چی دوکړۍ به وی ځکه چی دچمبی (دایری)سره غږول کیږی یا به نو سورنی وی .
المهم کوم دموسیقی اله ده چی په نعتونو کی استعمالیږی نو ځکه ورنه منع شوی او یاد یی راغلی دی .
په درناوی
عنوان
chaparharay
18.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
حلیمی صاحب دا دښځو چکچکو لیکلو ته دی ځما اوس درپام شو!
تاسی دالتسبیح لرجال والتصفیق للنساء خبره کوی چی کله امام ته دغلطی نه اګاهی (فتحه)ورکوی نو سړی به سبحان الله وای او داچی دښځو اواز ستر وی نو هغوی به بیا خپل ښی لاس دکیڼ لاس په څټ باندی وټکوی او دچکو غوندی یو اواز به وکړی چی امام صاحب پوه شی چی زه غلط شوم.
که دامو مراد وی نو بیا یی لږ وضاحت وکړی هسی نه چی خلک ووای چی حلیمی صاحب ګوره دښځو هر رنګی چکچکی جایز وګرځولی په تغنی کی یا په نورو مراسیمو کی !
او که رښتیا مو هم همداسی په همدی هدف لیکلی وی چی دښځو چکچکی هر وخت اوپه هر رنګی کارونو خاص کر په اناشیدو کی رواه دی نوبیا دی باندی لږ نظر ثانی وکړی ځما په اند داسی به نه وی .
مننه
وزیري
19.02.2011
چپرهاری وروره، تا د احادیثو په باره کی پوښتنه کړیده، احادیث دی ټول منم خو د علماؤ اقوال ستا په خوله نه منم.
پاتی شوه د القضیب مسئله، نو دا القضیب دی یو څه خطرناک معلومیږی. قضیب چی جمعه یی قضبان ده په جمله کی داسی استعمالیږی:
که پوستکنده یی ووایم نو قضیب [د نر تناسلی آلی] وایی.
نور نو ستا خوښه
والسلام
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوه جمله له لیکني ړنګه شوه ، عذر کوم چه خوابدئ ونکړئ
حلیمی
وزیري
19.02.2011
چپرهاری وروره، خفه نه شی یوه ټوکه می درسره وکړه خدای دی وکړی چی ازار شوی نه یی. اګر که ټوکی حقیقت هم درلود خو بهر حال.
القضیب پاسنۍ معنی هم لری ولی په لهو لعب کی یی هم ذکر شته. دقیقه قواره یی ما هم نه ده لیدلی خو له دی لاندی عبارت نه یی یو ښه تصویر ذهن ته غورزی.
النبي صلی الله علیه وسلم نهى عن صوتين أحمقين صوت عند نعمة وصوت عند مصيبة والمكروه القضيب لكنه ليس بمطرب في نفسه وإنما يطرب بما يتبعه وهو تابع للقول والقول مكروه ومن أصحابنا من يحرم القضيب كما يحرم آلات اللهو فيكون فيه وجهان كالقول نفسه والمباح الدف وقد ذكرنا عن أحمد أنه قال أرجو أن لا يكون بالدف بأس في العرس ونحوه وأكره الطبل.
والسلام
عنوان
chaparharay
19.02.2011
بسم الله لرحمن الرحیم
الوزیریة صاحب یو خو دی دی نوم ته حیران یم چی که صاحب ورسره لیکم نو دمدرسی دنوم سره سړی څنګه دصاحب احترامی کلمه ولیکی مقصد می دادی چی صاحب انسان سره راځی مدرسه خو اسم مکان دی چی داحترام لپاره ورسره خلک مبارکه اوشریفه او داسی نور لیکی .
او که یی نه لیکم نو بی ادبی راځی په دوه کی دی حیران کړی یم خوځه ته یی پخپله راته وښایه چی څه شی ورسره ښه لږیږی چی بیا هماغه لیکم.
تاسی دټوکی باره کی ویلی چی خفه رانه نشی نو وروره په ټوکو خو دی هڅکله نه خفه کیږم او درسره یی منم هم خو دا ضعیف اقوال او بدعات چی (که بدعتAورته وای او که بدعتB)په رانقلوی یی نو خفه کیږم ددی پرځای که صحیح اقوال او سنن را نقل کړی څومره به ښه وی لوستونکی به هم ورنه مستفید شی اوثواب به دی هم وشی او دسننو حق به هم ادا شی.
تاسی دقضیب خبره کړی او ورسره مو ټوکه هم کړی ټوکه دی ډیره ښه وه او ښه یوشیبه می دځان سره ورته خندل او موسکی موسکی کیدم نو دا یوه یی پکی ځما نه هم درواخله خو دابه نه وای چی په قران او حدیث یی راته ثابته کړه دی کی له قران وحدیث نه ثبوت نلرم همداسی یی قبوله کړه .
ټوکه: حکایت دی چی یو ښاری سړی دخپل ځوی سره یوځای کوم کلی ته تلی وه هلته یی اوښ لیدلی وو ځوی یی ورته وویل چی پلاره دا څه شی دی؟
ښاری سړی چی هم اوښ نه پیژانده نو ځوی ته یی وویل چی دا یو شی دی !
روسته داوښ سره جونګی (داوښ بچی) هم روان وو نو بیا یی ځوی وپوښتل چی دا ورپسی نو څه شی دی ؟
ښاری خو هغه هم نه پیژانده نو ځوی ته یی ویل چی دی سره دا وی !
نو مونږ هم قضیب په موسیقی الاتو کی نه پیژنو خو دومره به ووایو چی دایری سره دا وی
په درنښت
وزیري
19.02.2011
چپرهاری وروره، ماته دی فکر ده خو ځان ته دی نه ده فکر، ځه ستا نوم هم زما له نوم کم نه ده.
په هر صورت، د ضعیف اقوالو دی ویلی. په رانقلولو کی یی زما مطلب دا نه وه چی همدا قول ومنۍ بلکی په دی قول کی د القضیب لفظ راغلی وه نو په دی خاطر می همدا را واخسته. که د القضیب لفظ می په صحیح قول یا حدیث کی پیدا کړی وای نو اولیت هماغه درلود. له ټوکی نه دی مننه.
والسلام