اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د بهلول دانا قصه
خالدمنصورهډا
16.02.2011
خالدمنصور هډاوال
د بهلول دانا قصه
عزتمندو ! يوه قصه راياده شوه
يو بزرګ د بهلول دانا په نوم تېر شوى ده ، بهلول دانا وايي : زه په لار روان وم ، په لار كې يو څو ماشومانو لوبى كولى ، داسې لږ فاصله كې اخوا يو بل ماشوم خاموش ناست وه هغه ته چې ما وكتل ډېر هوښيار معلومېده ، ما وويل راشه ورته ووايه چې ته دې نورو ماشومانو سره لوبې ولې نه كوى ، ولې غمجن ناست يي ماويل راشه لگ ډاډشه كړه،خوشحاله كړه،
چه لږورنزدى شوم ما ورته وويل ته ولې دې نورو ماشومانو سره لوبې نه كوى ؟ ما طرف ته سترګې اوچتى كړى او راته وويل : بهلول د اقاء فرمان ده ، رب ذوالجلال فرمان ده ] أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثَاًوَّ (۱)[ .
ژباړه : آيا تاسو ګمان كوئ چې تاسو ما بې فائدې پيدا كړى يي . مونږ خو دې لوبو ته نه يو پيدا شوى ، بهلول وايي زه حيران شوم چې دومره كم عمر والا ماشوم ، او داسې مظبوته او پخه خبره كول زه پوه شوم چې دا ډېر هوښيار او دانا هلك ده ، ما ورته وويل : بچيه ! لږ نصيحت راته وكه ، هغه راته يو څو اشعار وويل چې مطلب دا وه اې مسافره ! ستا سفراوږده د سفر تيارى وكه چې كله دا وويل په ژړا شو .
كله چې طبيعت لږ ښه شو ما ورته وويل ، اې بچيه ! ستا عمر ډېر لږ ده ته ولې د جهنم نه دومره وېرېږئ .
بهلول دانا وايي هغه هلك رانه وويل بهلول ، زه خپل كور كې خپله مور روزانه وينم چې اور بلوي نو اول واړه لرګيو باندې اور بل كړي كله چې دا اور ښه ګرم شي بيا غټ ــ غټ لرګي پرې ږدي.
بهلول زه چې دا وينم ، نو زما خيال كې راځي چې هسې نه رب العزت په ورځ د قيامت باندې اول كم عمر والا جهنم ته واچوي او اور پرې بل كړي او بيا زيات عمر والا واچوي ، نو ځكه ژاړم چې الله Y ماته جهنم نه پناه راكى .
بهلول وايي : چې كله دا ما واورېده زه بې هوشه شوم ، كله چې په هوش شوم نو هلك راته تللى وه ، مونږ خو ټوله ورځ تلويزون ته ناست يو او لوبې ګورو نوافل او سنت خو پرېږده فرض لمونځ هم رانه قضاء شي او مرګ خو بلكل هېر كړي وي .
(۱) سورة المؤمنين ، پاره ۱۸ .
انتباه اوخبردارې
د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره
زه فقط ناقل يم شاعر نا يم دا زما نه دي
نقل كفر كفر نه باشد
خالدمنصور هډاوال
رښتینی
18.02.2011
.
خالدمنصور صاحب مننه ښه شعرمو رانقل کړی دی خو زه څو ملاحظات لرم
په دی شعرکی راځی :
داومنئ په ځان
انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان
دلته خو دا لومړۍ جمله دقرانکریم په عبارت کی نشته اودشعر له پاره
راوړل شوی ده نوپه قرانی تفسیر اوژباړه کی داسی زیاتونه مجازلری؟
داراز که دی شعر ته ځیر شو نوری همداسی زیاتی جملی پکی شته
نوپه دی اړه دعلماء کرامو نظرمهم دی له ټولو نه هیله کیږی چی خپلی
رایی ولیکی
په مینه
عنوان
chaparharay
19.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
هډوال صاحب په خیر راغلی الله دی تل او ډیرډیر راوله چی ځمونږ دفورم ملګری نور هم زیات شی .
او ګوره کلیواله ټوله دوستی خپلوی کلیوالی جهاد مو ځمونږ چپرهاریو سره یوځای دی اګر چی ولسوالی مو دپخوانی پاکستان پشان چی نیم له هنده پوری اونیم را اوری وو ستاسی هم څه عجیبه ولسوالی ده په منځ کی مو غټ جلال اباد ښار دی او او هااااااااااااااااااااغه خوا ورنه بیا ولسوالی ده بیا سند دی بیا هاغه خوا بل ټاپو وزمه(بهسود) ده بیا ثمرخیل هم ورسره دی او نور راته ندی معلوم چی نور کوم کوم کلی به ورسره وی بیا یی ولسوالی په خوشګنبد کی ده او وای ورته بهسود !
ښه وروره زړه بدی نشی هسی ټوکی می کولی ځمونو ورور یی او بیا پدی فورم کی ټول سره ورونه یو چی دهرځای وی دا تفریق نشته .
تاسی دسورة رحمن باره کی شعر ویلی ښه شعر دی خه خوند یی وکړ .
خو وروره تاسی داندی ویلی چی دسورة رحمن ترجمه یا ژباړه نو بیا به ځینی خلک دا وای چی په پښتو کی یی قرانکریم جوړ کړی ،که دی یادوی نو یو کال دوه مخکی یو سړی په فارسی هم داسی څه کوښښ کړی وو خو بیا دډیر مشکل سره مخ شو ما خو نه ولیدلی چی تحریف به پکی وو او که نه خو که نه هم وو نو دا په شعر کی ژباړل به یی ښه نه وی که ساده پښتو کی وژباړل شی نو ښه به وی دا په شعرکی ترجمه خو به یو څه کمال ښکاره کړی خو بی کمالی یی هم ډیره ده او هغه دا چی یو نوی کار دی او دی شرعی کارونوګوتی مه وهه (بدعت نوم نشم اخستی چی بیا به راپسی ځینو ملګرو په کیبورډ ګوتی راټینګی کړی وی او ااااااااااااااااااان بل شی به یی ورنه جوړکړی وی )
المهم هډوال صاحب که په ساده پښتو یی وژباړی نو ښه به وی شاید نور ورونه هم تاسی پسی نوری ژباړی وکړی او که دا دشعر رواج دی راجوړ کړ نو ددی نوی کار بانی به شی .
نور مو خوښه خپله تاسی په خپل کار ښه پوهیږی ماته خو داکار ښه ښکاره نشو!
والسلام
وزیري
19.02.2011
السلام علیکم:
د سورة الرحمن شعر ته اړولو ضرورت څه شی وه او فایده یی څه شی ده؟
کله چی یو شی ته ضرورت نه وی او ورسره په څنګ کی کومه فایده هم ونه لری نو زه خو مطلق ښه کار نه بولم. که په هر شی کی ټوکه، مسخره، شعر او بی ځایه ګوت وهنی وشی نو بدی به یی دومره نه وی لکه په اسلام بالخصوص قرآن کی لاس وهنه.
نو زما توصیه به داسی وی چی په دی سره اسلام ته فایده نه بلکی نقص شته نو جدا دی ترینه خود داری وشی.
والسلام
bette
19.02.2011
.
زما یوڅو ټکی عربی زده ده دلته په دی شعر کی ځینی غلطی
ترجمی سوی دی دمثال په ډول :
رازده يې دی قران
یعنی موږ ته یی قران را زده کړی دی سی دا شاعر د (علم القران )جملی
مانا لیکلی ده خو دا سمه نده دشاعر له ترجمی سره خو نو دا جمله داسی
سوه : علمنا القران
او خبره خو داسی نده
ستاسو بیټ
زه فقط ناقل يم شاعر نا يم
خالدمنصورهډا
20.02.2011
زه فقط ناقل يم شاعر نا يم دا زما نه دي
نقل كفر كفر نه باشد