اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره2
خالدمنصورهډا
16.02.2011
عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
خالدمنصور هډاوال
عزتمندو ! حضرت عمر بن عبدالعزيز يوه ورځ د خپلوانو جنازې سره روان وه كله چې قبرستان ته ورسېده ، هلته ځان ته كېناسته ، او ډېر زيات سوچ او فكر كې وه ، چا ورته عرض وكه چې اې اميرالمؤمنينه ! ته خو دې مړې ولي يي ته ولې ځانته ناست يي ، عمر بن عبدالعزيز وويل ماته قبر آواز راكه ، اې عمر بن عبدالعزيز ته ولې مانه پوښتنه نه كوى ، چې زه دې راتلونكى سره څه كوم ؟
ما ورته وويل ضرور راته ووايه قبر وويل كله چې دا ماته دننه راشي
زه به دده كفن وشكوم
زه به دده بدن تكړى ــ تكړى كړم
غوښه به يې زرې ـــ زرې كړم
سر به يې د تن كټ كړم
هډوكى به يې يو بل نه جدا كړم
لاس به يې د اوږو نه كټ كړم
پنجى به يې پنډيو نه جدا كړم
پنډى به يې زنګنونه جدا كړم
زنګنونه به يې اورنونه جدا كړم
ټول به ذرې ــ ذرې كړم
دې كس وويل : عمر بن عبدالعزيز وويل كه دا دلته زما عزيز ده ، خو آخرت كې ذليل ده ، كه دا دلته دولت والا ده ، خو آخرت كې فقير ده ، لږ سوچ وكى مسلمانانو !!!
لږ غور وكى ، لږ فكر وكى ، هسې نه چې وخت تېر وي بيا آرمان كوو او څه په لاس نه راځي .
عزتمندو ! مسلمانانو د قبر تاريكو ته رڼا پيداكول پكار ده چې د تيارو نه د وتولو لار پيدا كړو .
انتباه اوخبردارې
د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره
خالدمنصور هډاوال