د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خلک بی وسلی کول ښه که بد

chaparharay
15.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم!
ورونو یوسوچ راغی او هغه دا چی که مونږ لږ ځیر شو نو هرځل چی په ګران
هیواد افغانستان کوم ظالم او یرغلګر حمله کړی نو همدا اولس وی چی ورسره
یی په تش لاس اخ و ډب را اخستی وی او روسته له ډیری قربانی بیا هغه ظالم
خو په شا وتمبوی خو ملت پکی ډیر وځپیږی او کله ناکله دپردو لاس ته هم مجبورشی
له میرویس نیکه رانیولی ترنن دمه چی یو بل چا ته لاس ورنکړی نو خپل دا بل
ورسره اخته دښمن نشی ماتولی اوچی کله بیا دامات شی نوچی چاته یی لاس ور
کړی وی هغه سره بیا لاس وګریوان شی همداسی ده کنه؟
ښه نو ددی به ښه حل دا نه وی چی کله یو اسلامی افغانی حکومت راشی نو په
ځای ددی چی خلک [خاصکر پښتانه چی هرکله همدوی د خارجی دښمن سره مخ وی ]
بی وسلی کړی نو ورته نوره وسله هم ورکړی او ورته ټریننګ هم ورکړی
او لکه هرولایت ته که فرض کړو چی ۲۰۰۰۰شل زره درنی اوسپکی وسلی
ورکړی او ورسره ښه مفکوره هم ورکړی چی یوه سوچه اسلامی او افغانی
مفکوره وی او بیا داخلک په خپلوکورنو کی خپل کاروبارکوی خو چی کله ورته
ضرورت شی نو جنګ ته راحاضرشی نو وبه ګورو چی له یوه پلوه به یو دم
مونږ له حاضر وعسکرو سربیره په ۳۴ولایاتوکی ۲۰۰۰۰*۳۴=۶۸۰۰۰۰ تربیه
شوی مجاهدین ولرو نوکه چیری ځمونږ عسکر ناکام شی لکه دطالبانو عسکر
اویا ددښمن سره ودریږی لکه هغه پخوانی کمونسته اردو چی ټول یی دروس
په قومانده کی شول اوپه افغانانو یی څومره ناکردی وکړی اوهیواد یی دنشت
سره برابرکړ او خپل هیوادوال یی حتی ژوندی له خاورو لاندی کړل.
نو دا(۶۸۰۰۰۰) وسلوال مجاهدین چی په درنو اوسپکو وسلو سمبال وی اوښه
تربیت یی هم شوی وی ترڅو دپردو په ګټه استعمال نشی خاصکر دپاکستان
اوایران مخکینی حکومتونو هم خلک بی وسلی ساتلی وو چی بیا دجهاد په وخت
کی چی کله اردو له یرغلګر روس سره شوه نو ولس تش لاس وو اوبیا چی کله
طالبانو داکاروکړ او خلک یی بی وسلی کړل اوټولی وسلی یی یو ځای ته په هر
ولایت کی راټولی کړلی نو ټولی امریکا بمبارکړی او ولس خو هسی نه هم خالی
لاس وو نو بیا یی په ډیر مشکل سره په قبایلی سیمو کی وسلی رانیولی او اوس یی هم لا دا لړۍ روانه ده.
نو ددی پرځای که ولس کی په اسانه ډول هرولایت کی شل شل زره ځوانان تربیه شو ی وای اووسلی هم ورکړی شوی وای نو ښه به نه وه ؟
هو یو څه خطر او یو څه زیان به یی هم وو خو ځما په فکر چی نفع به یی زیاده وه خاصکر په هغه صورت کی چی ښه تربیه یی هم شوی وای؟
تاسی پدی کی څه نظر لری؟
خپل نظرونه داسلامی اوبیاافغانی اصولو په رڼا کی ولیکی.
ستاسی دښو نظرورنوپه هیله!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more